تاند: ( ابوبکر جبارخېل )- افغان ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې ناوخته په غزني ولایت کې هغه ماین ایښودنه چې له امله یې 19 تنه وژل شوي او ۳ تنه ټپیان دي په کلکه وغندله.

د غزني ولايت د اندړو ولسوال قاسم دیسیوال وايي د دغې ولسوالۍ د صاحب خان د کلی په سیمه کې د واده یو تونس ډوله موټر په ماين ختلى دى، چې په وینا یې ماین د دولت وسله والو مخالفینو له لوري ځای په ځای شوی و.

سیمه ایزو مسولینو د  ټپيانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ بللی دی.

بل پلو وسله والو مخالفينو تر دې دمه د یادې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

هاخوا ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د ولسمشر حامد کرزي له خولې د پیښې د غندلو ترڅنګ دا عمل د افغانانو د دښمنانو کار ګڼي.

ولسمشر د دې بریدونو پر وړاندې تند غبرګون ښيي او وايي: (( د افغانستان د دښمنانو دغه ډول تروریستي بریدونه که د طالبانو او یا د بل هرچا په نامه وي، د افغانستان د استقلالیت او  پرمختګ مخه نشي نیولای.))

د سرچینې د معلوماتو پر اساس ولسمشر د غزني له والي موسی خان اکبرزاده سره ټیلیفوني خبرې کړي او لارښوونه یې کړې چې د پيښې له قربانیانو او زیانمو شویو کورنیو سره لازمې مرستې ترسره کړي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

3 thoughts on “ولسمشر کرزی: تروریستي بریدونه د افغانستان د استقلالیت او پرمختګ مخه نشي نیولی”
  1. کیدی شي دا کار طالبانو نه وي کړی

    ډیره امکان شته چې دا کار د سي-آی-اې د مزدورانو لخوا پدې نیت ترسره شوی وي ترڅو ولس د طالبانو له وحشته لا نور هم وویروي.
    ځکه د طالبانو فعالیت هغه که په هره موخه دی، نن د افغانستان د استقلالیت د ګواښلو لپاره کارول کیږي. طالبان ځکه نن دومره ځواکمن پریښودل شویدي او د دوی مرستیال پنجاب ته امریکا ځکه میلیارډونه ډالره مرسته مني چې د طالبانو د قوت له مخې د افغانستان مرکزي اداره د امنیتي تړون ته مجبوره کړي.

    طالبانو! خدای خبر د کوم سپیڅلي او مقدس هدف لپاره به جنګیږئ، خو دادی زموږ ولس به ستاسو له ویرې او انتحاریو له سببه د امریکا غلامۍ ته اړ ایستل کیږي

ځواب ورکول Afghanmuslim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *