تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د یوه پلاوي په مشرۍ نن جنوبي افریقا ته لاړ چې د نیلسن منډیلا په یاد په مراسمو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د جنوبي افریقا او نړۍ د ستر مبارز شخصیت نېلس منډیلا په یاد سبا /سې شنبه/ په سوویتو ښار کې د نړۍ د لسګونو مشرانو په ګډون رسمي مراسم جوړ شي.

نیلسن منډیلا، چې د سږو ناروغي لرله، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په ۹۵ کلنۍ د سوویتو په ښار کې په خپل کور کې ساه ورکړه.

د ده د درناوي مراسم هم په سوویتو ښار کې جوړېږي. منډیلا په دغه ښار کې لوی شوی او مبارزه یې پکې پیل کړې وه.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې له ولسمشر سره د جنوبي افریقا په سفر کې یو شمېر نور دولتي چارواکي هم ملګري دي.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې کرزی به د منډیلا د مراسمو تر څنګ له کوم بل چارواکي سره وګوري او که ونه ګوري خو ګومان کېږي چې ښاغلی کرزی به په جنوبي افریقا کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره وویني.

د نیلسن منډیلا په یاد په مراسمو کې د بارک اوباما او حامد کرزي تر څنګ د نړۍ د څه باندې شپېتو هیوادونو ولسمشران ګډون کوي.

2 thoughts on “ولسمشر کرزی د نیلسن منډیلا په یاد په جوړېدونکو مراسمو کې ګډون کوي”
  1. نلسن مانديلا د دنيا د لويو شخصيتونو سخه و ، د حق او عدالت په لار كي يي ديركار كري و او دير زيات زحمت يي ايستلي و او لويه او اوژده مبارزه يي كري ده ، نوم به يي په تاريخ كي د تل له پاره په زرين ليك ثبت شي ، د قدر ور شخصيت و . زموژ پاچاخان فخر افغان د نلسن مانديلا سخه زيات وخت د انگريزانو او پنجابيانو په زندانونو كي تير كري و ، او دپشتنو د ازادى او يووالي له پاره يي د نلسن مانديلا سخه زيات زيار ايستلي و ، خو پاچاخان خپل ارمان ته په خپل ژوند ونه رسيدو . علت يي د پشتنو بي اتفاقي وه او پشتانه په خپل مشر پسي نه دريژي ، او پنجابيان خپل اسلامي ورونه بولي ، دا نه وايي چه دا اسلامي ورور ولي پشتنو ته ازادي او نور خقونه لكه په خپله ژبه د ليك او لوست اجازه نه وركوي ، پاچاخان دا د پشتنو ستر بابا نه شته خو لاروي او او ارمان يي شته او ژوندي دي ، د ستر بابا ارمان ته به زانونه رسوي . او دي ارمان ته رسيدل د پشتنو په سياسي پوه پوري ارتباط نيسي . محمد علي خوستى .

ځواب ورکول محمد علي خوستي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *