خبریال: ابوبکر جبارخېل:- ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر کرزي له خولې وايي د طالبانو مشران او قوماندانان به د خپلو جنايتونو د ترسره کولو په خاطر د افغان  مسلمان ملت پر وړاندې ځواب ورکوونکي وي.

ولسمشر کرزي د کندهار په ولايت کې ځانمرګى بريد او هلمند او بغلان په ولايتونو کې د ماينونو ایښودنې له امله وروستۍ مرګ ژوبله په ډیرو سختو ټکو وغندله.

ولسمشر زیاته کړه: ((  د طالبانو مشران او قوماندانان بايد په دې پوه شي چې د دغه شان جنايتونو په ترسره کولو سره به د خلکو له کرکې او نفرت او له الهي عذاب پرته بل څه د دوى په برخه نه شي او د افغانستان د مسلمان ملت په وړاندې به  ځواب ورکوونکي وي او هغه طالبان چې په دغو جنايتونو کې لاس نه لري، خپل غږ دې پورته کړي او له دغو غیر انساني او وحشي اعمالو څخه دې خپله بې زاري څرګنده کړي.))

کرزي وویل د طالبانو له خوا عام وژنې د هغوى د بهرنیو بادارانو په اشاره په داسې حال کې کيږي چې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد بهير په برياليتوب سره پرمخ ځي او بهرني ځواکونه  له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي.

د هغه په وینا په دې وروستيو کې طالبان دومره کمزوري شوي دي چې زیاتره  په ملکي وګړو په تېره بيا په کارګرانو، انجنيرانو، ماشومانو او ښځو بريدونه کوي چې  د هغوی دغه عملونه  ثابتوي چې د هيواد له ويجاړولو او د ملکي او بې ګناه خلکو له وژنې پرته یې بل څه له لاسه نه کيږي.

د يادونې وړ ده چې د کندهارښار د شهيدانوچوک ته څېرمه په پروني ځانمرګي بريد کې شپږ تنه بې ګناه ملکیان وژل شوي او شاوخوا  شل تنه نور ټپيان دي.

دغه راز وړمه شپه د هلمند ولايت د سنګين  په ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانو له خوا  يو ځای پرځای کړاى شوی ماين د مساپرو موټر په نښه کړ چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دولس تنه ملکي وګړي ووژل.

همداراز پرون مازيګر د بغلان ولايت د دوشي په ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله پنځه تنه شپانه ماشومان وژل شوي او درې تنه نورټپيان دي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

One thought on “ولسمشر کرزی: طالب مشران د خپلو کړنو په اړه ملت ته ځواب ورکوونکي دي”
  1. بلی ښاغلیه کرزی صاحبه خرڅ شوی طالیبان به هم ځواب ورکوی مګر ته به هم ځواب ورکوی، ځکه ته دڅه لپاره راغلی ویی اوڅه دیی وکړه.

    م. افغان

ځواب ورکول م. افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *