فضل غني حقمل د و لسمشر کرزي د هغو څرګندونو په اړه چې وايي امنیتي سند به له انتخاباتو وروسته لاسلیک کیږي؛ غواړم خپله لنډه تبصره وکړم.

په دې کې شک نشته چې راتلونکې ټاکنې د افغانستان د بقا او پخپله د ولسمشر کرزي لپاره حیاتي ارزښت لري او د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د ولسمشر کرزي رول پکې هیڅکله له پامه نه شي غورځیدلی.

خو داچې ولسمشر کرزی ولې امنیتي او دفاعي سند له راتلونکو ټاکنو سره تړلی بولي، زما په اند مهم لامل یې دادی چې ولسمشر کرزی غواړي له دې کار څخه یو ځل بیا پر امریکا د فشار د یوې وسیلې په توګه کار واخلي، پدې معنی چې امریکا دیته اړ کړي چې په ټاکنو کې د ارګ له نوماند څخه ملاتړ وکړي او د ټاکنو لپاره خوندي او مناسب چاپیریال برابر کړي .

ښايي ځینو ته دا پوښتنه پیدا شي چې، امریکا دا کار د تړون له لاسلیک کیدو څخه وروسته هم کولی شي، خو دې پوښتنې ته پخپله ولسمشر کرزي ځواب ویلی او هغه داسې چې، پر امریکا باور نلري او دواړو لورو یو پر بل باور له لاسه ورکړی.

 ولسمشر کرزی که له یوې خوا په ټاکنو د بهرنیانو د نه مداخلې خبره کوي، له بلې خوا په دې برخه کې د امریکا ملاتړ ته سخته اړتیا لري، ځکه واکمن نظام لا تراوسه دې حالت ته ندی رسیدلی چې د امریکا له سیاسي، پوځي او اقتصادي مرستو پرته په خپلو پښو ودریږي

. نو راتلونکی ولسمشر باید داسې څوک وي چې د ولس د ملاتړ ترڅنګ د نړیوالې ټولنې په تیر بیا امریکا ملاتړ هم ورسره وي او ددې کار لپاره ولسمشر کرزی اړ دی چې د امریکا ملاتړ تر لاسه کړي. د ټاکنو امنیت بله ستره ننګونه ده چې افغان حکومت یې په اندیښنه کې اچولی، ځکه په ټاکنو کې د خلکو نه ګډون او ناوړه امنیتي شرایط د ټاکنو پر روڼ والي او مشروعیت نیغ په نیِغه اغیز اچولی شي او د دې کار لپاره هم د بهرنیانو مرستې ته اړتیا ده تر څو د ټاکنو لپاره خوندي او مناسب چاپیریال برابر کړي، که څه افغان پوځ اوس د ټولو سیمو امنیت پر غاړه لري، خو د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي چې لا هم په یو زیات شمېر سیمو کې د نا امنۍ له کبله نشي کولی چې په ټاکنو کې برخه واخلي، نو په دې برخه کې هم د امریکا مرستې ته اړتیا لیدلی کیږي.

 زه فکر کوم ښايي دا موضوع د ولسمشر کرزي او امریکا ترمنځ یو ځل بیا مناسبات ترینګلي کړي او امکان شته چې پر دې موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږده بحثونه وشي، خو په پای کې به هغه څه کیږي چې امریکا یې غواړي.

5 thoughts on “ولسمشر کرزی ولې امنیتي او دفاعي سند له راتلونکو ټاکنو سره تړي؟”
  1. ددې لیکنې ضرو رت څه و؟ ټول پو هېږي چی د کرزي د هیا هو او شو شا مطلب دا دی چې امریکا دې دده ورور او که هغه نه وي زلمی رسول ولسمشر کړي. هسې دې ځان په مقالې ستړی کړ

  2. لیکوال سیب
    دخپل حکومت او دولت پرپریکړو ملنډې وهل په داسې اساس وخت کې داسې کار دی لکه د فوټبال لوبغاړی په خپل ځان ګولونه وهي، کومه شننه چې تاسو کړې دا لوبه سرچپه ده که د ټولټاکنو تر پایه سبر وکړې پخپله به په رښتیاو پوه شې چې ولی ولسمشر حامد کرزي دا خبرې کولې

  3. داخو یو څرګند واقعت دی چی کرزی صیب به حتماد راتلونکو ټولټاکنو کی په امریکا یی دولت باندی شرایط ولری خو پوښتنه داده چی که کرزی د راتلونکی ریس جمهور په هکله د امریکا سره معامله کول غواړی د کرزی صیب دا معامله د وطن د درد په خاطر ده او که د خپل شخصی قدرت ؟؟؟؟؟خو په دواړه صورتونو کی د الله کرزی صیب کامیاب کړی ځکه د کرزی صیب استعداد د افغانستان لپاره د قدر وړ دی !!! د کرزی صیب تر بل هر ځه نه زه دده خارجی سیاست تایدوم !!! تنها زه نه تقریبا ټول افغانان پدی قانع دی چی د کرزی صیب خارجی سیاست د تاید وړ دی مننه وحیدالله

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *