ولسي جرګه

ولسي جرګې د ولسمشر کرزي د فرمان خلاف افغان هندوان او سکانو ته په دې جرګه کې امتیازي چوکی ورنه کړه. دا چې په افغانستان کې ټولټاکنې اکثریت په ټبر پورې تړاو لري نو د هندوان او سکانو لپاره په یواځې توګه پوره رایې ګټل آسانه نه دي.
ټولټال اوه زره هندوان او سکان به څنګه د نورو په وړاندې سیالي وکړي؟

که د پارلمان ۱/۳ نیک خلک وي پاتې یې اکثره هغه دي چې د افغانانو اوافغان وطن په ورانولو کې یې پراخه برخه اخیستې. اوس ددغه وکیلانو په پرتله د یوه هندو او سک راتګ د افغانانو ډیر په ګټه دی. له یوې خوا به به مو هندو او سک هیواد وال خوښ شي، په نړیواله توګه هم دې ته په ښه سترګه کتل کیږي اوله بلې خوا زمونږ هیواد د هند هیواد اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري. په اولسي جرګه کې د هندوانو او سکانو استازي توب خامخا د هند به مرستو باندې اغیزه شیندي.
زمونږ په  ګاونډ شیطانستان کې په هندی پیغلو جنسي تیري کیږي، په زوره مسلمانې کیږي تر څو ورسره ودونه وکړي او نور ډیر ظلمونه پرې کیږي. په افغانستان کې سره له دې چې نور افغانان له هندي او سک افغانو سره ډیر بد چلند نه کوي خو بیا هم ټولنه کې مشکلات لري. ددوی د بچیان په ښونځیو کې تر تحقیر لاندې نیول کیږي. سره له دې چې زمونږ په زرهاو زده کونکې هند کې زدکړې کوي، واړه او زاړه د درملنې لپاره هند ته ځو، هند حکومت له افغاستان سره څه د پاسه دوه میلیارده ډالره مرسته کړې خو بیا هم زه په هندو ریشخند وهو، ځان ترې ښه ګڼواو اولسي جرګه کې ځانګړې برخه نه ورکوو!

که مو پام وي عام خیرات ته یو ډول خلک غوښتل شوي وي او بل ډول د لوږې له کبله بې له غوښتلو ورځي. اوس که یو کس د لوږې له کبله خیرات ته ځي بیا په ډوډی که دی خبرې کوي، د خیرات ورکونکې په لباس دی پسخند وهي، فرمایشونه دی ورکوي…دا ډول عمل چندان د سالم عقل سره اړخ نه لګوي. پکار ده چې د افغان هندوانو او سکانو سره د ژوند په ټولو ساحو کې پرتلیز چلند ونه شي ددوی لباس، عنتعناتو د قدر په سترګه وکتل شي او اخیستل شوې ځمکه بیرته ور وسپارل شي.  د خوست د والي هڅې په دې هکله د ستایلو وړ دي. په کابل کې مارشمال فهیم په ۲۰۰۱ کال کې هندوان او سکان مجبوره کړل چې خپل کورنه د دوه لکه ډالرو مقابل کې په ده خرڅ کړي. وروسته یې کوڅه به کوچې فهیم مشهوره شوه.دغه ظالمان د هند دولت هغه مرستو ته هم نه کتل چې په کولاب کې یې له دوی سره کولې!

په پارلمان کې د هندو او سک وکیلانو موجودیت کولای شي ددوی حقه حقون تضمین کړي.

اوسني پارلمان کې چې د اولسي جرګې غړي ناست دي د هند هیواد په مرسته جوړ دی، نوی پارلمان ودانی هم هند جوړوي او نورې مرستې خو پریږده.

اګر چې په افغانستان کې میشت هندوان نور په هند هیواد پورې اړه نه لري او افغانان دي خو د مذهب اړیکه لري!

هیله داده چې هندوانو اوسکانو ته اولسي جرګه یوه، یوه چوکی ورکړي او د فیصلې ګټه یې ټول افغانستان ته ورسیږي.

2 thoughts on “ولسي جرګه او افغاني هندوان/ شهیر”
  1. هندوان او په ولسی جرګه کی د هغوی ونډه
    د تابعیت معیار په یوه هیواد کی هستوګنه او له اساسی قانون او نورو قوانینو مطابق د هیواد په ټولو وجایبو او مکلفیتونو کی ونډه اخیستل دی. هرڅوک چی ځان افغان بولی، د هیواد قوانین پرځان تطبیقوی، د عسکری مکلفیت خدمت یی قبول کړی وی ، د افغانستان د تابعیت تذکره ولری ، دولت ته مالیه ورکړی او په یوډول نه یو ډول خپلو هیواد والو ته خدمت وکړی یعنی د چا د اوږو بار نه وی ، هغه افغان دی او څوک چی افغان وی د هیواد په ټولو دولتی ارګانونو کی کار هم کولای شی.
    صرف دعقیدی مسؤ‎لیت د دوی پر خپله غاړه دی . د شریعت په حساب هم دوی الله تعالی پیداکړی دی او الله ج رب العالمین دی . هلته نه دی ذکر شوی چی رب المسلمین دی. دوی هرکال دولت ته معین مقدار مالیه ورکوی. نو هیڅ ډول تبعیض له دی هیواد والو سره باید ونه شی. څوک چی په خپل دین دومره کلک ولاړ وی ، هغوی ته وطن هم هغومره ګران وی. له هغو پردیو اجنټانو نه چی ځان ته افغان نه وایی ، زمونږ دا شریف هیوادوال له هغوی نه زر ځله ښه دی.
    دوی په افغانستان کی د سوداګری او تجارت اساس ایښی دی او تل د خپلو وطنوالو په خدمت کی دی. دوی د هیواد په دواړو رسمی ژبو خبری کوی او د ضرورت په وخت کی دوی هم له خپل ټاټوبی سرونه قربان کړی دی. نور په دی هکله تنګ نظری له خپلو هیواد والو سره ښکاره ظلم دی. لکه چی الله ج فرمایی: په حقیقت سره الله ظالمان نه خوښوی.

  2. As Siks and Indus are non Muslims as Shea (Ahle-Tashau) are so both these groups are not allowed to be in position in the Government, but in the Government Shea (Ahle-Tashau) are in good position, and Siks and Induse are very very good them so they must have position

ځواب ورکول سلام ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *