تاند:(جبارخېل)- په داسې حال کې چې ولسي جرګې څه موده وړاندې د نفوسو د احوالو ثبت قانون له ډیرو جنجالونو سره سره تصویب کړ، خو د چارشنبې په عمومي غونډه کې اکثره وکیلانو خبرداری ورکړ چې اتیا سلنه افغانان د دې قانون پراساس د هویت تذکرې نه اخلي.

د نفوسو د ثبت د احوالو قانون کې د هویت په تذکرو کې پرېکړه شوې وه چې د افغان او اسلام کلمه دې نه ذکر کېږي خو اوس اکثره وکیلان دغه پرېکړه نه مني او وايي اتیا سلنه افغانان به هغه تذکرې وانخلي چې په کې د افغان او اسلام کلمې نه وي ذکر شوي.

دغه وکیلان ټینګار کوي چې یو شمېر پردي پالو او له بهرنیو استخباراتي کړیو سره تړلو وکیلانو د هویت په تذکرو کې د افغان او اسلام له کلمو سره مخالفت کړی او دغه قانون ورته د منلو نه دی.

د جرګې غړې ارین یون له ولسمشر حامد کرزي غواړي څو د دې قانون له توشیح کولو ډډه وکړي او د ده په خبره ملي خیانت دې نه کوي.

اغلې یون زیاته کړه:(( اتیا سلنه افغان ولس هغه تذکرې نه اخلي چې ملي هویت یې په کې نه وي لیکل شوی، ولسمشر دې د افغان او اسلام له کلمو پرته دې دغه قانون توشیح کړي او دا ملي خیانت دې نه کوي، یو شمېر کسانو په ډیرې چالاکۍ  د بهرنیو استخباراتي کړیو په اشاره دغه قانون تصویب کړی، ولسمشر دې ژر ترژره د په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمې ذکر او بیرته دې ولسي جرګې ته د تصویب په موخه را ولېږي.))

د جرګې بل غړي نقیب الله فایق هم د اغلې یون خبره غبرګه کړه او خبرداری یې ورکړ چې له هغو تذکرو سره مخالف دي په کومو کې چې افغان او اسلام کلمه نه وي ذکر شوي.

فایق له اسلام او افغان کلمې پرته د هویت تذکرې ناقصې او نیمګرې بولي.

هغه زیاتوي:(( زمونږ هویت اسلام او افغان دی، چې په دې قانون کې نه ده ذکر شوي، نو له ولسمشر څخه زمونږ غوښتنه دا ده چې دغه مسله سترې محکمې ته راجع کړي ځکه ناقص ترین قانون د تذکرو  اړوند قانون دی.))

په ورته وخت کې د ولسي جرګې مرستیال صدیق احمد عثماني چې د جرګې مشري کوله هم د افغان کلمه د افغانستان د ټولو وګړو افتخار وباله، زیاته یې کړه چې که چیرې د تصویب شوی قانون د تعدیل وړ وي نو ولسمشرۍ دې بیرته ورواستوي.

نوموړی ډیروي:(( زمونږ ملي هویت افغان دی مونږ افتخار لرو او مونږ پرې نه شرمیږو، که چیرې د افغانانو د خوښې وړ نه وي باید په کې تعدیل راوستل شي، زمونږ ستره محکمه هم صلاحیت لري چې په دې اړه هم خپله فیصله وکړي.))

خو یو شمیر نورو وکیلانو بیا ویل چې عدلیې وزارت دغه قانون په رسمي جریده کې نشر کړې او د مخابراتو او کورنیو چارو وزارتونو د وګړو لپاره د هویت الکترونیکي تذکرې د ویش لړۍ پیل کړې ده.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

4 thoughts on “ولسي جرګه: د اسلام او افغان کلمو له ذکر پرته ۸۰٪ افغانان د هویت تذکرې نه اخلي”
  1. په کومه تذکره کی چی د اسلام او افغان کلمه نه وی ذکر شوی مونږ به یی هیڅکله هم وانخلو دا هغه سیاسی دسیسی دی چی اوس له مونږ څخه زمونږ اسلام او افغانیت هم اخلی له کرزی څخه هیله کوم چی نوموړی مسوده توشیح نه کړی او هم له ستری محکمی غواړم چی نوموړی فیصله افغانانو ته د توهین کولو او افغانستان ته د سپک کتلو په تور دغه فیصله غیر قانونی او غیر تطبیق اعلان کړی

  2. we don’t fucking care of any Id card in which there is no Islam and Afghan.
    I will never ever apply for it and hope so others as well.

  3. خو په ساده القاظو کی به یې ویلې ول چې پښتانه (چی د ټول ملت ۸۰ سلنه جوړوی) پرته له افغان او اسلام د کلیمو د ذکر کیدو د هویت تذکري نه اخلی. دا باقی قومونه خو هرڅه ته خوشحاله دی پرته له دی چې د ګټی او تاوان یې وسنجوی

  4. چې دا سلام او افغان نوم په الکترونیکي تذ کیره کې نه وی نه یی اخلو او مو مونږ ته د منلو وړ نه دی او دولسمشر څخه دا غوښتنه ده چې داسلام او افغان د کلیمې د داخلولو لپاره جدی اقدام وکړی

ځواب ورکول شمس الرحمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *