اعتراض کوونکي

تاند- د ولسي جرګې غړي غواړي چې د حکومت او هغو اعتراض کوونکو منځګړتوب وکړي چې د کابل یو شمېر لارې یې په درولو خیمو بندې کړي او خلک یې له کړاوونو سره مخامخ کړي دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي غړیو د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل او وړاندیز یې وکړ چې د هیواد د امنیت او ثبات لپاره دې د وروستیو پېښو دقیقه څېړنه وشي او عاملان دې یې بې استثنا سزا وویني.

د کابل په ځینو مهمو چوکونو کې یو شمېر اعتراض کوونکو د اعتراض په دود خیمې درولي او وايي، تر څو چې د پلازمېنې د وروستیو خونړیو حملو په مخنیوي کې د پاتې راتلو او د تېرې جمعې په ورځ پر مظاهره چیانو د ډزو په خاطر ولسمشر، د ملي امنیت سلاکار، د کابل د ګارنیزیون مشر او نور چارواکي برطرفه شوي نه وي، له اعتراضه لاس نه اخلي.

د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره د ولسمشر کتنه

اعتراض کوونکو، چې د احمد ضیا مسعود او لطیف پدرام په شان کسان یې مشري کوي، خپل اعتراض ته قومي بڼه ورکړې ده.

د جمعې د ورځې په مظاهره کې ۵ تنه مظاهره چیان ووژل شول او د ۱۹ پولیسو په شمول ۲۳ تنه نور ژوبل شول.

ولسي جرګې پرېکړه کړې چې په دې موضوع د بحث او څېړنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړي چې د هر ولایت یو استازی پکې ګډون ولري.

د ولسي جرګې اداري پلاوي ته ولسمشر غني ډاډ ورکړ، هرڅوک چې د تحقیقاتو په نتیجه کې ملامت وپېژندل شو، د هیواد د عدلي او قضايي اورګانونو له لوري به سزا ورکړای شي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی چې که یې خپلې خیمې لیرې نه کړې قانوني چلند به ورسره وشي ځکه چې په خپل دې کار یې د خلکو ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړی دی.

حاضردمه د کابل په ۵ برخو کې خیمې درول شوي خو په هره خیمه کې د ناستو کسانو شمېر تر ۵ کسانو نه اوړي.(عکس د یوې خیمې دی)

9 thoughts on “ولسي جرګه د حکومت او اعتراض کوونکو منځګړتوب کوي”
  1. دا افغانان خو دومره بی غیرته نه وه چه یو څو کسه یی ټول ښار محاصره کړی. انګریزانو روسانو چنګیزانو او داسی نورو ته نه یو ټيټ شوی خو دا یو څو بی پلاره د لاسه ټول وطن په تکلیف دی

  2. دا افغانان خو دومره بی غیرته نه و خو پاکستان د اسی بیغیرته کړل!

  3. د جمیعت لنډه غر اوس غواړی چی پدی لاره د لاسه تللی امتیازونه اوګټي بیرته تر لاسه کړی،نور د دوی لمنه باد پورته کړیده او ټول سیاسی کرغیړن مستورات یی برالا شویدی دلته هغه پښتو متل صدق کوی چی وایی: د ګیدړی چی مرګ راشی نوښار ته مخه کړی. نوموړی ستمی ډلی ټپلی چی د امریکی د ستراژیکی سهوی پّه پایله کی د نیم ژواندی حالت نه بیرته واک ته ورسیدل او د بی حسابه ډالرو پّوجه یی فرعونی ته ملا تړلی ده اوس یی نو د اولس برمته کیدو ته ملا تړلي ده حکومت کولۍ شی د قانون په رڼا د عامه نظم ګډوډولو او د عامو خلکوته د ستونځو جوړولو تر مادی لاندی دوی توقیف اوعمل یی بند کړی.

  4. ولسي جرګه دغو انارشیستانو غوښتنو ته یو ډول رسمیت او قانونیت ورکوي. که د دغو لنډغرانومخه ژر ونه نیول شي، دغه غیر مسوول کسان به د کابل ښاریانو ژوند نور هم ورتریخ کړي. که څه هم د دوی دغه غیر انسانی او غیر قانونی غوښتنې به له دوي نه د نورې کرکې او نفرت سبب شي او په راتلونکو انتخاباتو کې پارلمان او حکومت ته د دوی د رسېدو چانس ناممکن کړي ، خو عجالتا د کابل ښاریانو ته به د مشکلاتو او ستونزو د ډېرېدو سبب شی.
    د نړې په کوم هېواد کې مظاهره چیانو لارې بندې کړی او د ترافیک د تګ راتګ مخه یی نېولې ده؟
    هېله ده ټول سیاسي ګوندونه ، مدني ټولنې او فعالین د دغو غیر انسانی کړنو مخه ونیسی له دوی سره خپل مخالفت اعلان کړي.

  5. زه فکر کوم چئ دغه خلکو ته چې تاسې لنډه غر وایئ هغه کسان دي چې ټول افغانان یي د طالبانو له شره خلاص کړل حال داچی نور اقوام یا به له ډاره یا د پیسو په خاطر له طالبانو او پاکستان څخه ملاتړ کوله او دا لکه د امریکې تور پوستان دي چې د سپین پوستانو له زور زیاتی او بد رد ویل او حق نه وکولو په تنګ راغلي. او نور اقوام چي دا حال یی نه وو لیدلی اوس وارخطا دي ، لږ سر مو ګریوان ته کئ انتحار څوک کوي؟ آیا له همدي قومه څخه دي چې خیمې یې درولی؟ ولی تاسې په دې غم کې ځان شریک ڼه ګڼئ؟
    انتقاد کول آسانه ده، ځان خرڅول په امریکا او روس او پاکستان آسانه ده، نورو ته بد رد ویل لندهغر ویل آسانه ده، خو د خلکو سره هم غږئ د هر بی غیرت کار نه ده..

      1. جناب پلوشه خوری زه ستاسو سره په دی شرط موافق یم چی که تاسو او یا هم همدغه کسان چی تاسو یی دفاع کوی یوه ورځ د هرات د شیندد د ولسوالی او یا هم د ننګرهار د هسکی مینی د واده پر بماری همداسی غمازی ښکاره کړی وای او یا مو د د نور ولایاتو په هماننده حملو همداسی غګ پورته کړی وای نو ته او خدای چی دوی په ریشتیا دخلکو په خاطر دا کارونه کوی او که دوی د قدرت تګی دی تاسو لګ سوچ وکړی دوی ولی د شاشهید د حملی په خاطر چی دوی د همدی حکومت په رآس کی قرار لرلو داسی مدنی حرکتونه نه کول دا تروریستی حملی چی د ناصالح په وخت کی کیدلی ولی چا دا غګ پورته نه کړ دا ټول خرڅ شوی خلک دی که مکل معلومات نه تری لری دفاع یی مه کوه

  6. وائي چې غوا توره پۍ ئې سپینې! هغه وخت رارسیدلئ چې د افغان ماشوم اوس په وروڼي کې پوهیږي چې:غل، غل دۍ اوکه کاروان درواغ وائي؟ هغو جنایتکاروکړیو چې د امریکې او روس په ډالرو ئې ایمان راوړاو د قرآن په ځای ئې د ډالرو ډيپلومات په تخرګه کې ټییګ ونیوه، ښکاري چې نن ورځ ئې بیا ګټه په خطر کې ده۰ دغه د روسانولاسپوڅکي شوراې نظاراو چاقوبازان او د امریکې ګوډاګیان (جان کیريان)چې زموږ په میلیونونو ولس ئې شهید، زخمي، بې کوره او لالهانده کړ، او په دې روژه کې د خلکو د تنګولوسبب ګرځي، دوۍ که لنډه غر نه دي نو څه دي؟ دوې که د دین او دنیا مخ توري نه دي، نو څوک به وي؟
    نن ئې خیمې وهلي، که بیائې ډالر ونه لیدل، نو غرو ته خیژي، لکه د پخوا په څیر۰ پکول پوشانِ نیکتای دار۰ جمعیت اسلامي بې ریش وتفنګدار۰ فروختن دین ومذهب را به دالــــــــــر و روبــلـــــو، کــــلــــــدار۰

  7. که زه د ولس مشرپه ځای وای، دغه شوراګانې او شورواګانې مې د دوکلو دپاره لغوه کولې۰ داټول وخت ضایع کول او اضافي مصرفونه دي۰ ولس د لوږې مري او شوراګانې دې شوروا وهي۰
    مور ئې په کلي درویزه کا ــ»«ــ لور ئې چارک امیل په غاړه ګرځوینه

ځواب ورکول خالده افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *