ولسي جرګه

تاند- د ولسي جرګې رييس وویل چې د جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسون به یوه طرحه جوړه کړي څو پراساس یې ولسي جرګه د سولې په هلوځلو کې مخکښ رول ولوبولی شي.

عبدالروف ابراهیمي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د ولسي جرګې څو غړیو نن وویل چې د سولې عالي شورا دې لغوه شي او په دې برخه کې کېدونکې هڅې دې ودرول شي ځکه چې بې نتیجې دي.

د ولسي جرګې غړیو وویل، د سولې پر هلوځلو په ملیونونو ډالر لګول شوي خو نتیجه یې نشته.

دوی د جرګې رييس ته وړاندیز وکړ چې د سولې پروسه دې ولسي جرګې ته وسپارل شي.

د ولسي جرګې دوو غړیو مولوي رحماني او منورشاه بهادر وویل پکار ده چې یوه طرحه جوړه شي چې پراساس یې د سولې اوسنی بهیر لغوه اعلان شي او بیا پر یوه میکانیزم کار وشي.

دوی د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې هلې ځلې او د قطر بهیر هم ناکام وباله.

د ولسي جرګې غړیو تر دې مخکې هم د سولې د بهیر او په قطر کې د سولې د خبرو په هدف د طالبانو د دفتر پرانستنه ناکامه هڅه بللې وه.

د قطر د دفتر له پرانستلو وروسته په کابل کې وسله والو طالبانو لویه حمله وکړه. د جرګې ځینو غړیو وویل، که طالبانو سوله غوښتلی حملې به یې نه کولې.

په همدې حال کې د سولې عالي شورا وايي چې دا شورا د ملي شورا په موافقه جوړه شوې او هلوځلو یې ښې نتیجې لرلي دي.

2 thoughts on “ولسي جرګه د سولې لپاره خپل میکانیزم جوړوي”
  1. په ولسي جرګه کې جنګي جنایتکاران، لوټماران او جاسوسان غواړي چې په دې توګه د سولې بهیر په نامه دا پیوره لنګه غوا تر لاسه کړي او ډالر پرې وګټي. د استخاره کښ ملا نه رانیولې بیا تر اوسنۍ سولې په نامه غوړه شورا خواره خو په کې میلیونران شول.

  2. د افغانستان خلکو نه له ملا نه خیر یووړ ، نه له اوسنی حکومت او نه له نورو . ټول د ولسی خلکو د وینو په ځبیښلو لکه ژوری ژوند کوی. هر یو د خلکو وینو ته تږی دی . په ولسی جرګه کی هم سوله غوښتونکی خلک ډیر کم لیدل کیږی که څوک ښه نظر هم ولری شاید د نورو تر تاثیر لاندی راشی. د قطر طرحه او د سولی عالی شورا هلی ځلی لا پخوا ناکامه دی اوس باید ولس په خپله فیصله وکړی چی د واقعی سولی لپاره څه کول پکار دی؟

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *