ولسي جرګه

خبریال: ابوبکر جبارخېل – که څه هم د ولسي جرګې یو شمیر غړو تیره اونۍ د خپلې عمومي غونډې په ترڅ کې په قطر کې د وسله والو طالبانو له دفتر سره سخت مخالفت وښود، خو د شنبې عمومي غونډه کې بیا د یاد دفتر په هکله په دوه ډلو ویشل شوې وه.

په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر د افغانستان د اسلامي امارت تر نامه لاندې تیره اونۍ د قطر پلازمینه دوحه کې د یو لړ ځانګړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو.

په غونډه کې یو شمیر وکیلانو ټینګار کاوه، چې افغان دولت دې پر خپلو پخوانیو شرطونو کلک ولاړ وي او پرې نه ږدي، څو طالبانو ته امتیاز ورکړل شي.

د جرګې غړي ډاکتر زهیر سعادت وویل: (( هر افغان د سولې طرفداره دی خو لومړی باید طالبان جګړې لاس واخلي، دویم اساسي قانون ومني، دریم هر هیواد که وغواړي په خپله خوښه پر خلکو طالبان ومني هغه د منلو وړ نه دی.))

خو یو شمیر نور وکیلان اوسنی نظام له فساد او ناقانونه کړنو ډک بولي او وايي، چې خلک اړ دي تر څو د طالبانو حکومت او د هغوی راتګ ومني.

د دغو وکیلانو په وینا اوسمهال نړیوال اړ دي چې د اوسني افغان دولت د باور د نه خپلولو له امله یو بل بدیل نظام رامنځته کړي.

د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح په دې اړه وايي: (( نړیوال مجبوره شول بلاخره چې د افغان دولت د باور د نه خپلولو له امله طالبانو ته په قطر کې مشروعیت ورکړي، اوسنی نظام ډیر مفسد دی، او افسوس په دې حالت چې دولت یې پرمخ وړي، او نړیوال مجبوره دي ترڅو د داسې نظام پر ځای بل بدیل نظام رامنځته کړي.))

د یادې جرګې غړې نظیفه ذکي د صالح محمد صالح خبره غبرګه کړه او ترې ملاتړ کوي.

ذکي وویل: (( په لومړي سر کې د کابل خلکو د طالبانو ملاتړي نه وو خو د اوسني نظام پر ځای د طالبانو دولت مني، رشوت، چور، فساد او جنګ څخه نور خلک په تنګ راغلي دي، نړیوال د اوسني نظام د باور د نه خپلولو له امله د طالبانو د حکومت رامنځته کول غواړي، که څه هم د طالبانو پخوانۍ کړنې نه دي هیرې شوي.))

خو د جرګې غړې شکریه بارکزۍ بیا د یادو وکیلانو خبرې رد کړې او غبرګون یې وښود، چې خلک طالبان نه مني.

بارکزۍ په وینا ممکن د نظیفې ذکي موکلین طالبان ومني خو د ده موکلین طالبان نه مني او زیاته یې کړه: (( که دا دولت هر څو ډیرې نیمګړتیاوې لري خو د طالبانو په نظام ډیره ښه دی، د قطر دفتر د افغانستان د تجزیې لپاره جوړ شوی، طرحه دا ده چې افغانستان په شمالي او جنوبي وویشل شي، چې له دې طرحې په افغانستان دننه او بهر یو شمیر سیاسي کړیو ملاتړ کړی، خو ټول دې واوري چې افغانستان نه تجزیه کیږي دا څو کسه دي، چې غواړي د خلکو په سرنوشت لوبې وکړي.))

بل پلو یو شمیر نور وکیلان هم د سولې په راوستو ټینګار کوي او زیاتوي، چې د افغانستان د خلکو د امنیت په موخه باید د قطر له دفتر څخه ملاتړ وشي.

د جرګې غړې ارین یون یې په اړه وویل: (( پرته له سولې هیڅ لاره نه لرو، هغه کسان چې په حکومت کې دي له هغو خطرناک دي چې د دې نظام پر وړاندې جنګیږي، په کولاب کې هم زمونږ مشران ول او پر خپلو اوږه یې خارجیان راوستل، نو باید عدالت باید تامین شي، ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل دی، زمونږ خلک سولې ته اړتیا لري، د سولې هغه خلک مخالف دي، چې د دې نظام اتیا سلنه امتیازات یې هم ترلاسه کړي دي.))

د غونډې په پای کې میرویس یاسیني چې عمومي غونډه یې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه په قطر کې د وسله والو طالبانو د اسلامي امارت په نامه د لوحې او بیرغ د کوځېدو هر کلی وکړ.

یاسیني همداراز زیاته کړه: ((د افغانستان د اساسي قانون او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره مونږ په افغانستان کې سوله غواړوو.))

یاده دې وي، چې افغان دولت تیره اونۍ هغه مهال له امریکا سره د امنیتي تړون پرسر او د سولې خبرې اترې ودرولې، چې په خبره یې د سولې په اړه د دوی په نظر کې تناقض موجود دی.

6 thoughts on “ولسي جرګه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پر سر دوه ډلې شوه”
  1. زه طالبان په عمومي توګه د اوسني فاسد نظام چې له جنګي جنایتکارانو او ملي خاینانو ډک دی، او افغانستان یوازې خپل ځان لپاره غواړي، محصول ګڼم او هغو منافقانو ته په هغه څه قسم ورکوم چې دوی پرې باور لري، چې تاسو افغانستان پراساسي قانون په ریښتیا هم باور لرئ؟؟؟ که داسې وي، د همدغه اساسي قانون له مخې تاسو لوی مجرمین یاستئ، خو تاسو منافقان یاستئ، آیا هغه کسانو چې د اسلام ټټر وهلو او وهي یې، دین ته څه وکړل چې بیا اساسي قانون ته درناوۍ ولري. قاتلانو بس دی ! نور افغانان سوله غواړي، خیر دی که ستاسو شخصي زیان وي پکې.

  2. زه دغلو نظام نه چي تول كابل دخپل قوم باندي ويشلي د طالب نظام شه بولم د طالب پروخت نه فساد أو نه غلا أو نه فحشا وه نن ورز غلا فحشا له حد سخه وتي دا زما لوي آرمان دي چي يو واري بيا إسلامي امارت راشي هغه قاتلين أو مافيا چي لي كاله تر مخه يو كور دناسته لپاره نه درلوده أو تول كابل أو مزار لدوي دي

  3. راڅﺉ حقیقت ومنو، د کابل رژيم په کوم اساس د طالبانو د اسلامي امارت په پرتله څان په حقه ګڼي، ښايي استدلال داوي چې دا رژيم د خلکو په رایه رامنڅ ته شوی! خو حقیقت ټولو ته معلوم دی، که تر دې ټولو تېر شو چې دا رژيم د امریکا په شمول د بهرنیو هېوادونو له خوا رامنڅ ته شوی، که تر دې هم تېر شو چې دا نظام څنګه څانته رواوالی ورکوي چې ددې نظام په شتون کې بهرنیان هرڅه چې زړه یې وغواړي ترسره کولای شي، دې ته به راشوو چې دا نظام د افغانستان پر خاوره واکمن دی که د طالبانو امارت؟ خلک پردې نظام ډېر باوري دي که پر طالبانو، ددې خبرې ښه څواب د دوستم د ملیشو بلوا ده چې اوس یې په جوزجان کې کړې، ددې خبرې ښه څواب د قوماندان(مارشال )فهیم له خوا د ، شمال وسله وال کېدل دي،ددې خبرې ښه څواب په سویل کې د خوارطابت اسماعیل خان له خوا پر خلکو د وسلو ویشل دي، ددې خبرې څواب د هزاره ګانو لنډغري ده چې په ارزګان کې یې د پښتنو عام وژنه پیل کړې، د کابل د رژيم به ښايي د څان لپاره بل مشروعیت اساسي قانون ګڼي، خو کوم اساسي قانون، تر دې به تېر شوو چې دا قانون څنګه او چا جوړ کړی، څومره نیمګرتیاوې لري، رابه شوودې ته چې آیا دغه قانون هغو کسانو رعایت کړی چې د نظآم په سرکې څای لري؟. د کابل بانګ چورتالان او د څمکو غصب او داسې نورې کړنې ددې خبرې ښه څواب دی. د کابل دنظام د خپل مشروعیت یا روا والي لپاره ښايي بله توجیه د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټولټاکنې وي، چې دا هم ټول ولس ولیدل، لومړی ولسمشرې ټولټاکنې په ځه درغلیو کې ترسره شوې، توضیح ته اړتیا نشته.، خو د هزاره رمضان بشردوست خبره به راواخلو چې کرزي او په نامه ډاکټر عبدالله ته یې ویل : تاسوو دواړو درغلي کړې، نو حق زما دی چې ولسمشرشم څکه درېیم کس چې ډېرې رایې یې ګټلې زه یم، د ولسي جرګې هغه خو پرېږده چې یوڅل یوه ډله خلک پارلمان ته ولاړل او څانونه یې وکیلان ګڼل او بله ورڅ به بله ډله او آن اوس هم داسې وکیلان په پارلمان کې ناست دي چې یوه رایه هم چا نه ده ورکړې، خو له کومه شو د کابل نظام روا والی.؟؟؟ کوم دې هغه مشروعیت چې د کابل نظام یې لري او د طالبانو امارت یې نه لري؟؟؟ ښايي لوستوونکي فکر وکړي چې زه طالب یم، خو زه طالب نه یم،خو نور مو ددې ولس چې زه م ددې ولس په متن کې شامل یم په ستونزو او بد مرغیو زړه سوڅي، وګورﺉ یو د دوو روپیو هزاره شجاعي راپورته کېږي او د پښتنو مېرمنو ګونډوي، دا ځنګه نظام دﺉ؟؟؟ ولس سوله غواړي طالبان ددې ولس خلک دي، تر دوستم، فهیم، عطانور، او نورو سل زره څله ښه دي باید د کابل نظام خپلې نیمګړتیاوې ومني او نور دې ولس په دې او هغه نامه نه غولوي حکومت داسې نه کېږي لکه دانظام یې چې کوي. په درنښت

  4. هر څوک په دی پوهیږی چه غوا توره ده او شیدی یی سپینی دی که شکریه که نور وکیلان چه دسولی په راوستو کی ځنډونه تیاره وی اود ځان دبقا او دشخصی منافع په تر لاسه کولو په خاطر یو څه اوبل څه وایه چه دا داسی دی اودا دتجزیی په معنی دی او دا داسی خطرات لری چه يو خطر نه وی هغه رامخته کوی او وایه نو داسی یی هم نه بولم خو دا وایو زه خپل په شخصی نظر دتجزی خبره نه شم منلای . ددوی ددی خبروسره ماته یو دوی خبری را یادی شوی هغه دا وی یو ورځ یو ځای ناست وو مجلس جوړ وو دپیر صاحب سیداحمدګیلانی سه مولوی صاحب محمد نبی پوښتنه وکړه چه ایا فاطمه جانه چه په لندن کی دظاهرشا ناری وهی نوتاسی روشتیا دهغه دپاچاهی دباره هلی ځلی کوی ده په جواب کی ورته وویل که زه په دی پوه شم چه پاچاهی ماته رسیږی یو ساعت یی ظاهر شاه ته ولاکه ورکړم او چه ماته نه رسیږی نو تر ګلبدین ظاهرشاه بهتره بولم بل وخت بیا په کندهار کی هم داسی مجلس وو داستاد عبدالعلیم سه یو چا پوښتنه وکړه چه استاده ته دافغانستان په ارامی خوشحاله یی هغه په جواب کی ورته وویل یا که چیری افغانستان ارام شی جنګ نه وی سیاف دی هم پاچا وی زه بی سواده موټروان نو دی به ماته کومه وظیفه راکړی خو که ډیر پر ګران شم ماته په دخپل کور چوکیداری راکړی نو بیابه هم په ما پسیی دا 10 -15موټران باډیګاردان پسی وی؟ نه زما قدر په جنګ او نا ارامی کی دی نو نن دوی خود دا وایه دا نه سو منلای او دانه شو منلای ای وکیلانو صاحبانو نور هر څه پریږدی دمکتب دشاګردانو سه مو پر یوه امضا او تصدیق پیسی نه دی اخستی نور څه ووایم که یی لیکم خو تر سبا به هم نه شی خلاص

  5. د جګړې لمن همدا هیواد پلرونکي چې په دواړو خواو کې(د کرزي ملاتړي او د پنجابیانو غلامان)دي، خپروي او ټول د بیګناه مظلومو افغانانو وژنې ته چل دی دوي تل د جګړې څخه کټه پورته کړې ده او که چيرې په افغانستان کې سوله راشي ددوی دا ټول عیش او عشرت به له منځه ولاړل شي او په الله ج باور نه لري که یې رښتیا هم باور درلودې دا په زرهاو افغانان به یې په ډول ډول پلومو نه وژل

  6. زما فه فکر د افغانستان حل اسلامی نظام دی او طالبان همدا غواری، اوس د طالبانو فالیسی د فخوا فه فرتله دیره بدله شوی ده نو د امارت راتلل به د تول ولس ارمانونه فوره کری

ځواب ورکول پټ ریس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *