تاند- ولسي جرګې د حکومت درې وزیران نن د انکشافي بودجې د نه مصرفولو په خاطر سلب صلاحیت کړل.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل، او د فواید عامې وزیره محمود بلیغ د ۷۰ سلنې بودجې د نه مصرفولو په خاطر سلب اعتماد شول.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د تایید ۵۸ رایې او د رد ۱۴۰ رایې واخیستې.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې مېرمن اوریاخېل ته ۱۴۳ رد او ۵۶ تایید رایې او د فواید عامې وزیر ۱۶۴ رد او یوازې ۳۳ د تایید رایې ترلاسه کړې.

2ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه د ۱۴ نورو وزیرانو د کار په اړه هم په راتلونکو ورځو کې پرېکړه وکړي.

د ولسي جرګې نننۍ غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزیرې وویل چې په سلو کې ۴۰ بودجه یې د ناامنو ولایتونو لپاره وه چې د ناامنۍ له کبله یې هلته پروژې اجرا نه کړای شوې او له بلې خوا د بیروکراسۍ په وجه بودجه په وخت ورونه سپارل شوه.

خو نورو وزیرانو د پام وړ دلایل وړاندې نه کړای شول.

د افغانستان د تفتش د لویې ادارې د مسوولانو په وینا په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د مالیې وزارت له خوا ۶۰۶ پروژو ته بودجه منظور شوې وه خو یو شمېر وزارتونو د ۱۵۸ پروژو لپاره د پیسو تقاضا ونه کړه او په نتیجه کې یې دا پروژې تطبیق نه شوې.

5 thoughts on “ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر په شمول ۳ وزیران رد کړل”
  1. Der sha kar washo pa zangari tooga waziri kharija de kar pa wakht ke walayato ta safaroona qabar kawal be zaya safaraoona aw dawlat paisi masrafawal wl wo aw bas de walasi jergi na manana che khpal wejdan ta malamat na shwal cha che rad Raya na da warkri khayenan de zaka hes waja na she kedai che kom dalil wawaye de woolasi jergi wakilano de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

  2. سلامونه،
    ایله بیله چې ولسي جرګې د ولس په پلوي یوه پریکړه وکړه،
    رباني خېل او ټلواله خو ېې له ابتداء څخه د بیت المال په چور او شیر چورونو آموخته دي اوس به ېې د خارجه چارو سفارتونو او سفریو ا.د.ن. بودجو چووور ته ملا تړلې وي ،حتا د ښې حکومتولۍ د غلهء سره په یولاس کیدو…
    د نورو تش په نامهء وزیرانو!!!! د عدلي استیضاح په هیله د ولسي او مشرانو جرګې ملي شوری غړو ته لا زیات بري غواړو، خو خدای وکړي چې ځينې ډیرئ بیا په ډالرو خرڅ نشي او بیا د اعتماد رایې ورنکړي. وخت به راځي!

  3. الحمد لله چه د ملت د نمایندګانو د اکثریت ایمان او احساس وځلید، او ایمانداری او پاک احساس ډیر کارونه کولی شی او دا د مؤمن هغه عالی خصوصیت دی چه زیات تړاو یی د خپل رب سره وی او چه مومنان دا ممتاز خخصوصیت ولری سبب د تقرب الی الله او دهغی ذات تعاون راجلبوی .
    رښتیا هم که ملی شوری خپل صلاحیتونو نه روغه ګټه واخلی ډیر اصلاحات راتلی شی ، هو بلی ، مؤمنا نه ،زړور، اسلامی او ملی ګټو ته ژمن موقف ډیر عزت او حیثیت لری تاسی ولیدل دملت غبرګون څومره د قدر وړ او امید غوړونکی وو ،ملت مو مستحق د خدمت او تقدیر دی او عالی انسانی ټولنه ،نظم او قوی خادم او پاک حکومت غواړی ، نو که اصلاحات پیل شی ،ملت یی قوی هرکلی او ملګری کوی او فساد هیڅکله هم نشی زغملی .
    ځینی وزیران د وزارت کار چه یو ملی کار دی فقط د امکاناتو نه یی د شخصی او تنظیمی ګټو لپاره کار اخلی اصلا د وزارت کار ورته کار نه ښکاری او غنیمت یی بولی ، د تنظیم د خپلسریو عادت په حکومت کی هم چلوی او آغازاده مفتخور ځان غیر مسؤل او واجب الاحترام بولی چه دا تیره استخباراتی تربیه د جهاد ، ملت او وطن د تباهی لپاره وه چه نن اکثریت یی د ملت د داړونکو حیثیت لری او مشروعیت یی د فساد او جنایاتو له کثرت سره دلاسه ورکړی او د تنظیم مرسوم مرامونو سره خاین ثابت شوی او نور ملت ته مفید یت نلری چه لوی او مهلک مثال یی د بن سقاوی انحصاری تړون دی چه ملت او وطن یی دتباهی کندی ته ټیل وهلی.
    نو د ملی شوری بل اهم مسؤلیت د احزابو د مشروعیت او تصفیه مسئله ده چه وزارت عدلیی ملحد او مسلمان ، فاسد اومصلح ، وطن فروش او وطن پرور ، قاتل د ملت او خادم د ملت ، انحصارګر او عادل او نورو خبیثه بقایاوو ته حق د رسمیت ورکړی او عملا ګورو چه ځینی یی خدمت نه بلکه متخصصین د فساد او ارکان یی بلا استثنا په فساد کی ډوب او د ملت په سر معاملی او حتی ولایت خرڅوی او لا نور صلاحیت غواړی، او د خیالی پرسونل د حقونو نه استفاده خو زوړ تنظیمی یا پدری میراث دی اوس په تیرو ۲۵ کالو کی عملا ثابته شوه چه تنظیمونه یا احزاب یعنی نفاق ، چور و چپاول او هر څه خپل کور او ډلګی ته ورکول ….. نور څه چه اسلامی او ملی رنګ ولری قطعا نه تر سترګو کیږی
    بل مصیبت یی لا دا چه اوس رهبری هم میراثی شوه و لو که هغه دملت په وینو مست دو پای وی که په دوبی یا کانادا کی میوزیک سنټر چلوی یا که د( ښاپیریو ) سره لوبی کوی ،که هره خبیثه بقایا وی نو چه فامیل جناب لوټمار خان ته منسوب وی هغه به ستا لیډر او رهبر وی او خدای جل جلاله وکړی چه دا مرض ټولوته سرایت ونکړی ، او هر چا چه همدغسی تیر حساب نه پاک ووت بیا مستحق د زیات صلاحیت ګرځیدی شی ،نه دا چه تر ستونی په خباثت کی غرق وی
    نو ضروری ده چه عندالموقع ملی شوری د احزابو مشروعیت او تصفیه چه اکثریت یی د مفسدو جنایتکارو باندونو په شان عمل کوی خپل ایمان او حساسیت بیا وځلوی

  4. دپارلمان ددغه کار پایلی به ددوی صداقت او رښتینوالی څرګنده کړی خو که ادامه ورکړی ټول لیست شوی وزیران سلب صلاحیت کړی سره ددی چه په غنی بابا توره شپه شوه دنویو وزیرانو درک تری ورک دیاو دا ورته جوته نده چه ملک له کدرونو او مسلکی خلکو ډک دی دپارلمان څخه یی وغوښتل چه دغه کار وځنډوی که چیری پارلمان دغنی بابا تر تا ثیر لاندی راغی او خپل مسولیت یی ادا نکړ ددوی اوتوریته او کړه وړه تر سوال لاندی راځی اوس ټول ملت خبر دی لیست شوی وزیران باید حتمی او لازمی سلب صلاحیت کړی نن او سبا وړ کدروته ضرورت شته او پریمانه کدرونه وجود لری.

  5. د بهرنیو چارو وزیر خو ټوله ورځ دولت ته سر درد جوړولو او د خپلو پلویانو په وسلوال کیدلو بوخت وه. هیله دا ځل یو مسلکي کس د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شي.

ځواب ورکول sayed.rahman.ziarmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *