ولسي جرګه

خبریال: (ابوبکر جبارخېل):- په داسې حال کې چې د روانۍ اونۍ د یکشنبې په ورځ د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وویل په لویه جرګه کې به د هېواد له لر او و بر څخه خلک له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه خپل نظر وړاندې کړي، خو د ولسي جرګې یو شمیر غړي بیا د جرګې د دوشنبې په عمومي غونډه کې  د ملي شورا په شتون کې د دې جرګې جوړېدل د اساسي قانون پر خلاف بولي.

وکیلان دغه راز وايي یاده دودیزه لویه جرګه د اوسني حکومت لخوا په واک کې د پاتې کیدو هڅه ده او ټینګار کوي، چې هر راز ناقانونه هڅه نه منل کېږي او باید په خپل وخت د ولسشمرۍ ټاکنې ترسره او واک په سوله ایزه توګه راتلونکي حکومت ته ولیږدول شي.

د جرګې غړي ډاکتر نقیب الله فایق وویل: (( دودیزه لویه جرګه د اساسي قانون د تعدیل لپاره جوړیږي، ممکن د اوسني کاري ټیم موده وغځیږي، چې مونږ ته د منلو نه ده او باید په خپل وخت د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.))

د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ له ولسمشر کرزي ته په خطاب کې وویل، که چیرې فکر کوي له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون په اړه ښه مشوره وکړي نو ښه لاره او قانوني مرجع ملي شورا ده.

بارکزۍ وویل: (( هیله کوم چې ولسمشر نور له قانون څخه تیښته ونه کړي او په صادقانه توګه په دې هکله له ملي شورا سره مشوره وکړي، که چیرې ټولپوښتنه کیږي ښه ده، خو د یوې سیاسي کړۍ په واک کې د پاتې کیدو هڅه مناسبه نه ده، باید ملي ګټې په نظر کې ونیسو، باید حکومت ډیر ژر د دې تړون مسوده ملي شورا ته را ولیږي، او پریږدي چې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره او واک په سوله ایزه توګه نوي حکومت ته وسپارل شي.))

په پای کې د جرګې مشري چې مرستیال مشر میرویس یاسیني کوله د وکیلانو څرګندونې تایيد کړې او ویې ویل چې دودیزه لویه جرګه د اساسي قانون خلاف ده او پخوانۍ جوړې شوې جرګې هم ناقانونه وې.

یاسیني وویل: ((  دودیزه لویه جرګه ملي شورا تر اغیز لاندې راولي اواهمیت یې کموي، که چیرې تیر کال د ستراتیژیک تړون په اړه مصارف وشول نو بیا ولې اوس د امنیتي تړون په اړه دومره مصارف او وخت ضایع کیږي، دا امریکا په خپله خوښه راغلي او افغانستان ته د راتلو په اړه یې مونږ ته څه نه دي ویلي،  دا جرګه د خپلو شخصي غوښتنو لپاره جوړيږي، مونږ ورسره مخالف یو.))

خو د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي بیا تیره ورځ ویلي، چې له دې وړاندې هم کله چې د ستراتیژیک تړون په اړه د امن او مشورتي جرګې جوړېدې نو یو شمیر کړیو داسې بې بنسټه اوازې خپرې کړې وې چې وروسته ناسمې وختلې.

د هغه په وینا د ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ لوی میراث به دا وي چې ازاد او عادلانه ټاکنې تر سره کړي، او په خبره یې یو شمېر کړۍ غواړي د لویې جرګې نوم بد او تخریب کړي او په دې ډول له امریکا سره تړون په پټو سترګو په داسې حال کې لاسلیک کړي چې خپله افغانان به په کې د ویلو اجازه نه لري.

د ولسمشرۍ ویاند زیاته کړه، د لویې جرګې جوړېدل ځکه مهمه ده چې له امریکا سره د امنیتي تړون موضوع یوه تر ټولو مهمه او د افغان ولس د راتلونکې ټاکوونکې ده نو د هېواد له لر او بر باید خلک د دې اجازه ولري چې د دغه تړون په اړه نظر څرګند کړي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې باید د ۱۳۹۳ کال د وري په شپاړسمه تر سره شي خو یو شمیر سیاسي ګوندونه شک لري چې ښايي ټاکنې وځنډېږي خو د خپلو دغو څرګندونو په اړه کوم کره او ځانګړي اسناد او شواهد نشي وړاندې کولی.

له امریکا سره د افغانستان پر امنیتي تړون له تېر کال راهیسې خبرې روانې دي خو هغه مهال وځنډېدې، چې په قطر کې د افغان حکومت له سلا پرته د طالبانو د تحریک بیرغ او لوحه پورته کړای شوه، خو اوس ویل کیږي، چې دغه لوحه او بیرغ  راښکته شوي.

بلخوا د رسنیو د راپورونو پر اساس څو اوونۍ وړاندې د ولسمشرحامد کرزي او بارک اوباما تر منځ په ټیليفوني خبرو کې ويل شوي و چې د روان کال تر اکټوبر میاشتې پورې باید دا تړون لاسلیک شي، خو د وخت په تیریدو به څرګنده شي چې په اړه څه پریکړه کیږي

2 thoughts on “ولسي جرګې د دودیزې لویې جرګې له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ”
  1. که ولسی جرګه رشتیا هم غواړی پدی برخه کی د حامد کرزی د پوشالی حاکمیت کړغیړن هڅی چی د خپل د بقا دپاره یی کوی او د هیواد د استقلال ارضی تمامیت او ملی نوامیسو په غم کی ندی چی له سره دا غم ورسره نه وو نو لطفاً دی ولسی جرګه دغه ټول وړاندی شوی مطالب په یوه رسمی اعلامیه کی چی کاپی ګانی دی د ملل متحد اداره ته داشغالګرو هیوادو نمایندګی ته چی هر یو په کابل کی یی لری او بشری حقوقو او ملی بین المللی سازمانونو ته په جلا جلا توګه ور واستوی او د قانونی خلا ګانو څخه دکرزی د سهو استفادی او دهغه دغه مجرمیت په ګوته کړی او خارجی هیوادو ته هم په ګوته سی چی ددوی بیځایه او غیر قانونی غوشتنی ددی بی وسه او پوشالی حاکمیت څخه زمونژ په کورنی مسایلو کی استعماری لاسوهنی څخه بل شی نشی کیدای څکه نو لطفاً دی بهرنی هیوادونه ددی بی ځایه او استعماری غوشتنی څخه لاس واخلی او پریژدی چی بل یو دخلګو په مستقیمه رایه راغلی حاکمیت څخه داسی غوشتنی ولری او بهرنی هیوادونه دافغانستان د پارلمان په رسمی اعلامیه کی څرګند شوی مطالب ته په اعتنا هر دول جوړ جاړی چی ددی حاکمیت چی په غیر قانونی یی د اشغالګرو سره کوی بیا د ورستی حاکمیتونو او دافغانستان
    !دخلکو داعتبار وړ ندی
    او که رشتیا هم ولسی جرګه بیا دپیسو دپاره جیبونه نه وی خلاصی کړی او پخپله دکثیفو پلانونو دپاره دا دام نه وی جوړ کړی نو دی داسی یو اقدام وکړی اوکه نه وی دافغانستان خلک د اوسه پام وکړی چی دا ټول ددی پوشالی دولت داجراحیه قوی بارلمان او قضاییه قوی ګده وطن فروشی
    ! نه بل څه نه وی
    دتولو افغانی سایتونو څخه هم هیله ده داوسه دا موضوع د ټول افغانانو په ذهن کی ورکی او دا موضوع د خپل سایتونو څخه اعلان کړی

  2. ولسی جرګه تر اغیز لاندی روالی او اهمیت یی کموی؟؟؟؟
    عجب!! ولسی جرګی له مخکی کومه اهمیت درلود چی اوس به یی ولری، دا اوسنۍ ولسی جرګه خو خدایږو که زه د … په غوجل باندی هم بدل کړم

ځواب ورکول سعدیه شیرزاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *