تاند- د افغانستان ولسي جرګې نن /شنبه/ د خپلې غونډې یو ساعت د افغانستان په اړه د پاکستان، روسیې او چین پر درې اړخیزې ناستې بحث ته ځانګړی کړ.
د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړیو مخکې تر مخکې د افغانستان له ګډونه پرته د دغو درو هیوادونو پر غونډې نیوکې کړې وې او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت سرغړونه بللې وه.
د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي نن له حکومته وغوښتل چې له روسیې سره خبرې وکړي او اجازه ورنه کړي چې افغانستان د سوریې په شان د نړیوالو سیالیو پر ډګر بدل شي.
ابراهیمي همداراز وویل«افغان حکومت باید له روسیې سره له فعالو اړیکو او موجودې دیپلوماسۍ څخه په استفادې د دې مخه ونیسي چې د روسیې حکومت د طالبانو د تروریستي ډلې ملاتړ وکړي او د افغانستان کړاوونه نور هم ډېر کړي.»
د ولسي جرګې غړي عبیدالله بارکزي هم د روسیې، چین او پاکستان پر درې اړخیزه غونډه کلک انتقاد وکړ، ویې ویل چې که دې مسلې ته جدي پام ونه شي، ژر به د افغانستان کورنۍ جګړه پر سیمه ییزه او نړیواله جګړه بدله شي.
بارکزي اندېښنه وښوده چې که حکومت د دې ستونزې ژر تر ژره غم ونه خوري د افغانستان جګړه به د سوریې د جنګ په شان د حکومت له کنټروله ووځي.
د روسیې، چین او پاکستان استازو د مسکو په وروستۍ غونډه کې د ملګروملتو د بندیزونو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو ملاتړ وکړ او په عین حال کې یې وویل چې په خپله بله غونډه کې به د افغانستان حکومت ته بلنه ورکړي.
د افغانستان حکومت دا غونډه په دې خاطر غندلې وه چې د افغانستان له ګډونه پرته پر افغانستان خبرې کوي.
زما په اند افغان حکومتونو په دغه پنځلسو کالونو کی و نه کړله شول چه سوله راولي او یا دا چه سوله نه غواړې چه راشی . همدا سبب ده چه په خپله افغان حکومت دا زمینه برابره کړیده چه نور ملکونه د افغانستان په چارو کی لاسوهنه وکړي. دا باید هیره نکړو چه افغان حکومت خپله خپلواکی نلری او په خپلو ټولو ګړو وړو کی د امریکا تر فشار او حتا د ګوډاګی حکومت رول تمثلوي چه ښه مثال یی د جان کیري تحمیل شوی د عین او غېن حکومت دی.