تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲مه: د ولسي جرګې د دارالانشاء رییس وايي، دې ادارې په تیر کال کې جرګې د مصارفو له لیست څخه تر ۱۵ میلیونو ډېرې افغانۍ سپمولې دي.

د ولسي جرګې د دارالانشاء رییس عبدالقادر ځاځی وطندوست ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې وویل، تېر کال د ترانسپورتي لګښتونو، تیلو او غیر ضروري سیم کارتونو په قطع کولو یې ۱۵،۶ میلیونه افغانۍ سپما کړې دي.

نوموړی وایي، جرګې تېر کال ۴۰ غیر قانوني موټر درولي او په تیلو کې یې هم ۱۲،۳ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته سپما او راګرځولې دي.

ښاغلي وطندوست همدارنګه زیاته کړه چې ریاست یې په تیر کال کې ۲۴۴ غیرضروري سیم کارتونه بند او قطع کړي او شاوخوا ۳،۶ ملیونه افغانۍ کریډیټ یې ترې سپمولی: (( سږ کال مو ۲۰۶ باالمقطع کارمندان رخصت کړي، ۱۷ موټر مو له وکیلانو راګرځولي او د موټرو د جواز کارتونه مو هم محدود کړي دي.))

وطندوست زیاته کړه، د ملي شورا د کارمندانو او غړو د تخصصي ظرفیت لوړونې لپاره یې د ۱۰ اعشاریه ۷ میلیونه افغانیو پروژه هم پیل کړې.

One thought on “ولسي جرګې سږ کال ۲۰۶ بالمقطع کارمندان رخصت کړي او ۱۵ میلیونه افغانۍ یې سپمولي”
  1. دا کار خو مو بد کړی ځکه ۲۰۶ کورنی ته مو اقتصادی مشکلات پیدا کړی ددی پر ځای تاسی باید دسترخوان مصارف او کریدیت کارتونو مصارف او معاشونو کموالی باندی باید بحث کړی یعنی ویلی مو وای چی موږ ۲ لکه یا ۳ لکه معاش نه اخلو بلکه ۵۰ زره افغان معاش اخلو نو لدی معلومیږی چی تاسی عام ولس دپاره خدمت نه کوی هغه پلان باندی کار کوی چی امریکا او پاکستان یی غواړی ترڅو پدی هیواد بیکاری او فقر زیات شی
    هرڅوک چی غواړی کم معاش لرونکی کارمندان لیری کوی نو ړومبی د خپلی اداری هغه مشاورین چی ۲ لکه یا یو لک یا ۸۰ زره افغانی یا ۸ زره یا ۶ زره یا ۳ زره ډالره معاش اخلی منفک کړی ترڅو زیات سپما وشی

    نو که دا مشاورینو لیری کولو کار لومړی په ارګ کی شروع شی او بیا هر وزارت او اداره ټول هغه کسان چی ۲۰ زرو زیات معاش اخلی ورته ووایی که په شل زرو افغانیو کار کوی نو کار ته ادامه ورکړی کچیری لدی ډیره توقع لری نو کولای شی بل ځای ځان لپاره دنده پیدا کړی ځکه زموږ هیواد کی فقر او بیکاری زیات شوی او په اوس کړکیچونه حالاتو افغانستان له اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان دی او همدا یی د حل لاره ده چی لوړ معاش لرونکی کارمندان لیری شی او پر ځای هغه باالمقطع چی ۸ زره یا ۱۰ زره افغانیو باندی کار کوی لوړه ګټه پورته کړی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *