ولسي جرګه

تاند- د افغانستان ولسي جرګې نن له اوږدو بحثونو وروسته له امریکا او ناټو سره د افغانستان امنیتي موافقې په غوڅ اکثریت تصویب کړې.

له امریکا سره امنیتي موافقه د ولسمشر د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او د امریکا د سفیر جېمزکینګم ترمنځ لاسلیک شوې وه چې ورپسې د ناټو له ملکي استازي سره د افغانستان او ناټو ګډه امنیتي موافقه لاسلیک شوه.

د دغو امنیتي موافقو پر اساس له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي او دغه راز د ناټو د نورو غړیو شاوخوا دوه زره پوځیان پاتې کېږي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او مشورې ته دوام ورکړي.

په ولسي جرګه کې پر امنیتي موافقو له تودو بحثونو سره سره نن یوازې د جرګې ۵ غړیو د دغو موافقو له لاسلیکېدو سره مخالفت وکړ نورو غړیو هغه تایید کړ.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واک تر پایه له امریکا سره دا موافقه لاسلیک نه کړه او امریکا ویلي و چې که افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي امریکايي پوځیان به مجبوره شي چې د روان ۲۰۱۴ په پای کې له افغانستانه ووځي خو دې موافقې امریکايي پوځیانو ته لاره پرانسته چې د افغان ځواکونو د روزنې تر څنګ د القاعده پر ضد د بې پېلوټه الوتکو عملیاتو ته دوام ورکړي.

پرون نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې وویل چې ولسمشر اوباما پرېکړه کړې چې امریکايي پوځیان به یو کال نور هم د افغانستان په جنګي عملیاتو کې برخه اخلي.

دا په داسي حال کې ده چې د مې په میاشت کې اوباما ویلي و چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان په جنګي عملیاتو کې برخه نه اخلي.

3 thoughts on “ولسي جرګې له امریکا او ناټو سره د افغانستان امنیتي موافقې تصویب کړې”
  1. ولسی جرګه او لویه جرګه د افغانستان د اکثریت خلکو د ارادی ممثلین دی. کله چی دولت او حکومت تصمیم نیسی او هغه هم د دو مهمو او تصمیم نیوونکو ارګانو له خوا د تایید وړ ګرځی ، فکر کوم نور به هیڅ کمبود ونه لری . په اوسنیو بین المللی شرایطو کی هیڅ هیواد هم لکه یوه جزیره او ټاپو یواځی پرمختګ نشی کولی. افغانستان هم مجبور دی چی ځانته سیمه ایز او نړیوال ملګری ولری.

  2. دا خو ډیر ښه کار وشو. کاشکې افغان دولت له اسرایلو سره هم یو داسې موافقه امضأ کړي. خداې دې د ایران او پاکستان شرمیدلې رهبران نور هم وشرموی په خصوص موردګاو مولانا فضل الرحمان چې په پاکستان کې خپلې موردګاو خانې نه تړی خو په افغانستان کې جهاد او جنګ روا بولي

ځواب ورکول fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *