خبریال: ابوبکر جبارخېل(کابل) په داسې حال کې چې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر د قطر په دوحه کې د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۸ مه رسماً د طالبانو او قطري چارواکو له لوري پرانیستل شو، د ولسي جرګې یو شمیر غړو د جرګې د چارشنبې په عمومي غونډه کې د دې دفتر سره خپل کلک مخالفت څرګند کړ.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وايي د افغان دولت د ناتوانۍ له امله نړیوالو د سولې خبرې په خپل لاس کې واخیستې، چې په خبره یې د اسلامي امارت په نامه دفتر ورته د منلو وړ نه ده.

بارکزۍ زیاته کړه: ((زه هیله لرم چې د افغانستان راتلونکی سیاسي استازیتوب د نړیوالو په لاس کې نه بلکې د افغانانو په لاس کې وي، مونږ ته یې خواږه خواړه ترخه کړه چې سیاسي دفتر هلته پرانیستل شو، مونږ د اسلامي امارت او د افغانستان د اسلامي دولت د دوه جلا دفترونو غوښتونکي نه یو.))

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ته په بله سترګه ګوري او زیاتوي: (( ملا عمر واک کرزي ته وسپاره او کرزی یې بیرته ملاعمر ته سپاري هدف همدا دی بل څه نه دی.))
د دې جرګې غړی شاه عبدالاحد افضلي بیا وايي، چې هر څه د امریکا په لاس کې دي او هغه څه کوي، چې کول یې غواړي.

افضلي وویل: (( په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانیستل او افغان دولت دواړه د امریکا په لاس کې دي، هرڅه چې امریکا وغواړي هغه کوي.))

دغه راز د ولسي جرګې غړې شکیلاهاشمي وویل: (( مونږ ته دا ډیره د اندیښنې وړ ده، چې امریکا وسله وال طالبان په رسمیت وپیژندل، زمونږ د خلکو وینه بې ارزښته وبلل شوه، خو اوس به د دې ځانمرګو بریدونو تضمین امریکا کوي که افغان دولت او که په خپله طالبان؟))

د ولسي جرګې غړی اسدالله سعادتي بیا د وسله والو طالبانو اعلامیې ته اشاره وکړه، چې په وینا یې د هغوی لوری د افغانستان دولت نه بلکې نړیواله ټولنه ده.
سعادتي ډیره کړه: (( د طالبانو هدف د افغان دولت پرځای د اسلامي امارت د رول لوبول دي، طالبان له اوسني دولت څخه ډیره هڅه کوي چې ځان نړیوالو ته نږدې وښي، هغه طالبان چې پرې میلیونونه جایزې ایښودل شوې وې اوس ورسره امریکا او نړیوال خبرې کوي.))

سعادتي همداراز وویل: (( افغان دولت باید تر هغې چې شرایط یې نه وای منل شوي له دې دفتر سره موافقه نه وای ښودلې او نه یې په رسمیت پیژندلی وای، ټولې خبرې اترې باید د افغان دولت تر مشرۍ لاندې ترسره شي خو امریکا اعلان کړی چې دوی غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي، نو افغان دولت باید د دغه دفتر د تړل کیدو او یا د دام په هکله خپل شرایط اعلان کړي.))

همدارنګه د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي وویل: (( د طالبانو اعلامیه کې افغان دولت لوری نه دی بلکې نړیواله ټولنه خپل لوری بولي، نو دا مسله دا ښي، چې طالبان د یو مشروع حکومت په توګه یې دفتر پرانیسته.))
د غونډې په پای کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي له رسنیو څخه غونډه سري اعلان کړه او د هغې غونډې په هکله یې وکیلانو ته معلومات ورکړل، چې روانه اونۍ جهادي مشرانو له ولسمشر کرزي سره په قطر کې د طالبانو د فتر د پرانیستلو سره موافقه ښودلې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې غبرګولي میاشتې ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ناټو له عمومي منشي سره په خبرو کې په قطر کې د طالبانو له دفتر سره په مشروط ډول موافقه ښودلې وه.
ولسمشر کرزي ویلي: (( هیله من یم چې، د دفتر له پرانستلو سره که نن پرانیستل کیږي او که سبا، د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې ژر تر ژره پیل شي، همدا راز هیله من یم چې په قطر کې د سولې د خبرو اترو له پیلیدو سره خبرې اترې او د سولې د بهیر ټول جریان ژر تر ژره زموږ هیواد افغانستان ته ولیږدول شي.))

بل پلو په قطر کې د وسله والو طالبانو د فتر له پرانستو سره سم امریکا اعلان کړی، چې د افغان طالبانو له استازو سره به د سولې په تړاو په نږدې راتلونکې کې مخامخ خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل له افغان دولت سره د هر راز خبرو اترو له ترسره کولو ډډه کړې خو له امریکایانو سره یې د خبرو کولو امکان نه دی رد کړی.
بل غاړه د سولې به بهیر کې د پاکستان رول اړین او مهم دی خو د چارو شنونکي بیا د دې هیواد پر همکارۍ شک څرګندوي.

5 thoughts on “ولسي جرګې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له جوړیدو سره سخت مخالفت څرګند کړ”
  1. زما شخصی نظر دادی چې تر هغې دې افغان حکومت لدې دفتر څخه انکار کوي تر څو چې ددغې دفتر ټولې خبرې یعنې مشري یې دافغان حکومت تر څارنې لاندې وي او یوه خبره هم ددوی څخه پټه نه وي.

  2. طالبانو دا ثابته كره جي دا دامريكايانو د مفاد أتو لباره جنكيزي

  3. I think the international community believe that Karzai government is corrupt,a bunch of war criminals and drug dealers and so weak which doesn’t have power outside Kabul and provincial head quarters so instead they will recognize after 2014 the Islamic emirate of Afghanistan of Taliban like that of Qatar.

  4. دقطر دفتر دافغانستان دحکومت له صلاحیته لوړه خبره ده ، دطالبانو او نورو ډلو ټپلو سره دخبرو لپاره هیڅکله هم دافغان دولت غوښتنې په پام کې ندي نیول شوې او نه به هم ورته پام وشي ځکه دولسمشر کرزی او امریکا تر منځ دبحث او مناقشې وړ موضوعات تل په یو ډول نه یو ډول دامریکایی لوري په ګټه پای ته رسیدلي او داځل هم دقطر ددفتر پر سر دکرزی او جان کیری یو ساعته مفصلو او له تاوتریخوالي ډکوخبرو هیڅ ګته ونه کړه او هرڅه هغه ډول چې امریکا اوطالبانو غوښتل رامنځته شول او تل به همداسې وي ځکه دکرزی حکومت نه ددې وړتیا لرله چې ځان دطالبانو مقابل لوری ثابت کړی اونه یی هم ددې وړتیا لرلې چې په حکومتولۍ ، داداري فساد دمخنیوي ، بیا رغونې او نورو برخو کې لږ ترلږه دامریکا باور او ملاتړ ترلاسه کړي همدې ته په کتو سره امریکا او طالبان دواړه په افغان حکومت دهیڅ حساب هم نه کوي

  5. سلام ګرانو وړونو
    نه پوهیږم چه داڅه کیږی او ځه اوریدل کیږی که سړی ښه فکر ورته وکړی نه موږ یو نه دوی نه حکومت مو خپل دی نه طالب نه وزارت نه صدارت دا ټول پردی دی هرځه چه وایو دخولی سټری کیدل دی ددماغ خرابول دی نورځه نه شته وکیلانو شورا پر دی غښتلی ده چه وزیر استحضاکړی وزیر غښتلی دی چه دوکیلان لمن پورته کړی او عیبونه یی پیداکړی پردی باندی ډیر غښتلی یو نورنو خالی دجیبو دډکولو ځخه بغیر بل هیځ هدف مو نشته نه یوپاک سوچه اسلامی اهداف موشته نه واقعی ددی خوار ملت درپه دره وطن غم راسره شته نه بوهیږم چه وکیلانو مخالفت وکړ اوخاص ښځو خپل نظر شکاره کړی وو او سره کارتونه دټولو په لاس کی وو یعنی دلته هم په وهم کی معلومیدل که چیری نه یو خبره وکړم زما خبره خو ځای ته نه رسیږی نو سبا به تاوان راته وکړی نو څه ضرور ښځه خو دکور وو دکور به وی شکوریه چی داخبری کوی یو خودا سرمایه داره ده او بل یی میړه چه دخپل اصلی سرمایی ځخه بغیر دکابل بانګ او دبانګ جهانی په رایستلو پیسو دنړی وهر ګوټ ځان رسولای شی نه طالب خپل داختیار دی نه دولت په دی کی هم زما په نظر یو سیاسی خبره شته چه ریاست جمهوری دامریکا سره خبری وځنډولی یا دطالب لپاره یا دکرزی دافغاننانو لپاره

ځواب ورکول حبیب ورد ګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *