دې کوچني اختر پښتو موسیقۍ لپاره ښه خبرونه لرل او د معیاري موسیقۍ څو نوې البمونه خپاره شول .

 په دې کې یو هم  د پښتو موسیقۍ  د غزل د باچا – هارون باچا د سندورو نوی البم ( ولس جانان که ) دی .

په باور سره ویلی شو چې د هارون باچا د سندرو دا البم به د معیاري پښتو موسیقۍ د اوریدونکو تندې خړوب کړي .

هارون باچا په دې البم کې هم د خپلو پخوانیو هغو په شان هم د ښې او معیاري موسیقۍ خیال ساتلی او هم د شعر او کلام  د انتخاب .

دا ځل هارون باچا په  دې البم کې د یو شمیر ځوانو خو تکړه پښتنو شاعرانو غزلونه هم په خپل ځانګړې او ښکلې انداز کمپوز کړي چې هم په کې دې موسیقۍ خوږلني شته او هم د پښتنې ټولنې د روانو حالاتو راڼه انځورونه دي .

هارون باچا د خپلې دې نوې البم د ځانګړتیاوو په اړه وايي چې، په دې البم کې یې د پولې د دواړو غاړو د شاعرانو شعرونه راټول کړې او هڅه یې کړې چې د پښتنو په سیمه کې د روانو حالاتو یو انځور د خپل هنر مینوالو ته وړاندې کړي .

د ښاغلي باچا په وینا موسیقې د اوسنیو حالاتو په بدلون کې مهم رول لوبولی شي او په خپل نوې البم کې یې همداسې یوه هڅه کړې ده .

هارون باچا چې د خپل جادوګر غږ او خوږو سندرو پر مټ د ګڼو پښتنو پر زړونو باچايي کوې د څو کلونو راهیسې له هیواده بهر مساپر دی .

 له خپل ولس څخه لرې والی که څه هم زموږ ددې تکړه سندرغاړې لپاره ګران تمامیږي خو ددې په غږ او سندرو کې یې له درده ډکه خوږلني نوره هم زیاته کړې ده .

په ولس جانانه که البم کې چې اوډین موزیک سنټر خپور کړی دی ، ښاغلي باچا د معاصرو شاعرانو څخه د پیرمحمد کاروان ، رحمت شا ساییل ، نورالحبیب نثار ، اکرام الله ګران ، مجید قرار ، میوند فدا ، جلال امرخیل او ممتاز اورکزي شعرونه سندرې کړې دي .

 د دې ښکلې البم په اوریدو تاسو هم ولس جانان کړئ او له خوږو سندرو خوند واخلئ

3 thoughts on “ولس ته د هارون باچا بله ډالۍ”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته! و اما بعد
    ما ښاغلی هارون باچا څه موده مخکې له نيږدې ولېدلو، خو مخکې مې نه وو ليدلی، يو دوست راته معرفي کړ، خو موږ لږ سره وګړېدلو، چې د دغه ستر انسان شخصيت ډېر اغېزناک او دروند راته ښکاره شو، بيا وروسته مې يې په انترنېټ کې ځينې سندرې واورېدلې او دغه نننی کلېپ مې يې هم ليا څه موده مخکې وليد، چې خورا ښايسته او زړه کښونکی دی، په موسيقي يي د افغان ولس درد او ملتپالنې ته نغوته کړې او په ښه انګاز کې يې د ولس غږ منعکس کړی دی. 
    زه بيا هم يادوم، چې د سندريز شهکار تر څنګ د دغه شخصيت دروندوالي ته پام وکړی او الهام ترې واخلی، ځکه يو ډېر متواضع او دروند انسان دی!! زه يې له معرفته ډېر خوښ يم او ورته د ژوند په ټولو برخو کې توفيق غواړم! ښه خلک تل ښه وي او ټولنه پرې ښايسته وي!
    معه سلاموکم الاهلول فنون
    ملا ميوند آخوند

  2. هارون باچا یو عادي هنرمن نه دی. هنرمندان به ډېر پیدا شي خو هغوی چې د هنر تر څنګ په ژوند کې هدف ولري او هغه لوړ ملي هدف لږ موندل کېږي. هارون باچا نه صرف یو ستر هندمن دی بلکه د ستر شخصیت خاوند دی. هنر یې تلپاتې دی او د هر پښتون او افغان په زړه اثر پرې باسي.
    خدای دې دې ډېر عمر او لا زیات وس ورکړي

  3. پاچا صیب ته مبارکي وایم. الله تعالي دې همداسي کامیاب لره. زه ستا د اواز او هنر سخت لېوال یم.
    خوښ اوسې

ځواب ورکول نعمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *