نوټ : دا لیکنه ( انسان مجلي ) ته د( ولې انسان ؟) د ځانګړو لیکنو

درېیمه برخه ده .

( اداره )

جګړه ، ترډګرونو وړاندې

په زړونو او ذهنونو کې پېښیږي .

جگړه او انسان

اشوکا وجنګېد او وجنګېد ، ډېر خلک یې ووژل ، ستومانه شو ، نه نه ستومانه نه شو ، مات شو ، وشرمېد ، چې ولې یې دومره خلک وژلي دي .

آشوکا د(بیندوساره ) زوی دهېندوستان ساکي ( موریايي ) پاچا و، چې له نن څخه نږدې ۲۳۰۰ کاله وړاندې یې لویه امپراتوري دجګړو او وژنو په زور جوړه کړې وه . وايي په دربار کې یې پینځه سوه ښځو دده خدمت کاوه ، یو ځل یوې ښځې داسې څه وکړل ، چې ده ته سپکاوی ښکاره شو ، امر یې وکړ ، چې ټولې پینځه سوه ښځې دې ووژل شي . په خپله ماڼۍ کې یې ددوزخ په نامه دشکنجې لپاره ځای جوړ کړی و ، هغه خورا سخت زړی پاچاو، خو همدغه پاچا کله چې دکالینګا په جګړه کې ددوه نیم لکه انسانانو وژنه ولیدله ، ټکان یې وخوړ ، راویښ شو او ناڅا په یې وویل :

(( دامې څه وکړل؟ ایا ماجګړه وګټله ؟ که دا بریا ده نو ماته څه ده؟ دا سوبه او بریا ده که ماته او شکست ؟ دا عدالت دی که ناروا ؟ ایا دښځو او ماشومانو وژنه بریا ده ؟ …)

تر دې وروسته اشوکا بدل شو ، بیخي بدل شو ، هومره چې دانسانانو خو لاپرځای پریږده ،   دهر ژوي وژل یې بند کړل ،شکنجه یې ودروله ، زندانیان یې خوشې کړل او دبودیزم په یوه لوی مبلغ بدل شو ، دبودا په شان یې دربار اوسیاست پرې نه ښود ، بلکې سیاست یې انساني کړ، لومړنی رسمي روغتون یې جوړ کړ ، چې یوازې دانسانانو نه ، بلکې دنورو ژویو درملنه یې هم کوله ، پریمانه ونې او بوټي یې وکرل .اشوکا ځان دخپل ملت معنوي پلار وګاڼه او نوریې نو دچاپه پښه کې داغزي درد هم ونه شوزغملای .

په دې لیکنه کې زموږکار یوازې له هاغې شیبې سره دی ، چې داشوکا زړه ، ذهن او روان په کې بدلېده ، داڅنګه شېبه وه ؟ ولې راپېښه شوه او ولې تراشوکا وروسته هم جګړو دوام وکړ ؟

دبشري تاریخ جګړې دوه سرچینې لري :

۱- اقتصادي سرچینې .

۲- رواني سرچینې .

عجیبه ده ، چې دجګړې لپاره سیاسي او عقیدوي سرچینې دوهمه درجه لاملونه ګڼل کیږي ، چې په اقتصادي او رواني سرچینو کې ریښه لري ، دغیرت جګړې هم دروغ دي او دقدرت پرسرجګړه هم ترشا بله سرچینه لري .

دزړې زمانې مادي تاریخ کیسه کوي ، چې لومړنیو انسانانو د ښکار پرغوښه ، دکرنې پرزمکه او دښکار وکرنې پر وسایلو جګړه پیل کړه او بیا یې پرښځو او کورونو هم یوبل سره ووژل .

لومړنیو انسانانو ناڅاپه فکر وکړ ، چې دخوړو سرچینې کمې دي یا دخوړو ترلاسه کول خواري غواړي ، نو باید بل څوک یې ددوی لپاره وګټي ، حال داچې دوی تېروتلي وو، زمکه لویه وه او خواړه ډېرو ، دوی هسې سره وجنګېدل ، داتېروتنه ترنن پورې روانه ده او داقتصادي سرچینو دترلاسه کولو لپاره لاهم وینې بهول کیږي .

دهابیل او قابیل جګړه دبشریت لومړنۍ جګړه ده ، روایات وايي ، چې هابیل خپل خدای ته منلی و ، ځکه خو پرخپل پلار حضرت آدم ( ع ) هم ګران و، قابیل دا ونه شو زغملای ځکه یې دخپل ورور دوژلو پریکړه وکړه ، په دې توګه ( رواني جاذبې اوجذبې )لومړنۍ وینه وبهوله .

دحضرت یوسف ( ع ) وروڼو دپلار پر ځایناستۍ رقابت او حسادت دې ته اړکړل چې دخدای استازی په څاه کې واچوي ، حسادت رواني عقده ده .

چپي تفکر داګڼي، چې په خورا زړو زمانو کې دعقیدوي جګړو لامل هم اقتصادي و ،ځکه دوی فکر کوي ، چې هوښيارو سیاستوالو دلاډیر ځواک ، پانګې او زمکو راخپلولو لپاره دخلکو له باورونو څخه کار اخیسته او دوی یې سره جنګول.

دغیرت په نامه جګړې رواني سرچینه لري ، ( غیرت ) رواني بحران دی ، دعصبیت یوه بڼه ده ، دزغم پای ته رسېدل دي ، چې دمثبت او ان مقدس ځواک په توګه پېژندل کیږي ، غیرت په اخلاقو او انساني صفاتو کې دبرترۍ یو اصل دی ، که څه هم چې عملي پایلې یې خونړۍ وي ، خو بشریت له قدیمه تر ننه پرې ویاړي او ستاینې یې کوي. موږ هریو په خپل ژوند او روان کې یو شخصي او شخصیتي حریم لرو ، هرڅوک او هرڅه چې داحریم رامات کړي ، نو زموږ غیرت راپاریږي ، او موږ یوڅه کولو ته هڅيږو ، موږ خپل شخصي او شخصیتي حریم ټولنیزکړی اوقراردادونه مو پرې تړلي دي . په اخلاقو ، قوانینو ، باورونو او عواطفو کې مو ځای ورته جوړ کړی دی ، ځکه خو مو درواني پارېدنې او حساسیت یوې درجې ته رسولي دي .

دټرای (تروا) په مشهورجګړه کې هم دغیرت مسئله هسې یوه بهانه ښکاري ، چې یونانیانو د اسیا دروازه پرې ماته کړه او ختیځ ته یې دخپلو لښکرو لارپرانیسته .

دټرای دپاچا (پریاموس) زوی (پاریس) دیوناني پاچا(منلائوس) ښځه ( هلن ) له ځانه سره وتښتوله ، د منلائوس مشر ورور ( اګامنون) له پخوا څخه دټرای ( چې اسیا ته دننوتلو دروازه ګڼل کېده ) دنیولو په لټه کې و، خو دده ښاردولت په یوازې سر داکارنه شو کړای ، همدا چې دهلن او پاریس کیسه رامنځته شوه ، اګامنون دیوناني ښاردولتونو مشران او نومیالي پهلوانان دې ته اړکړل ، چې له ده سره د ټرای جګړې ته ولاړ شي . دکیسې له تاریخي روایت څخه ښکاري ، چې خبره دهلن په راستنولو کې نه ، بلکې دیونانیانو په لاس دټرای او وروسته نورو سیمو نیول و. دې جګړې اسیا ته په اقتصادي سرچینو پسې د اروپایانو دراتللو لاره پرانیسته ، هغه لاره چې لاهم دلویدیزو جګړه مارانو لپاره خلاصه ده، دا بېله خبره ده ، چې هاغه مهال د اشیل ( اخیلوس) پهلوان ، بادي بیړیواو تورو په مرسته کېده ، په   نولسمه او شلمه پيړۍ کې داسیايي ولسونوترمنځ دخپلمنځي شخړو جوړولو، ټوپکو او الوتکو په مرسته او په یویشتمه پیړۍ کې داستخباراتو،کمپیوټر او نرم ځواک په مرسته لاهم روانه ده . ددې اوږدې کیسې یوه منطقي پایله داسې ده ، چې داقتصادي سرچینوغوښتونکي ښکېلاکګر لوري ، چې دجګړې راپیلوونکي دي ، خپل برتر ( پیاوړی ) عقلي ځواک کاروي اوښکېلیدونکي ولسونه یې په وړاندې له احساساتي ، عقده يي او کسات اخیستونکي رواني ځواک څخه کار اخلي ؛ عقل د احساساتو په وړاندې . یرغلګر او ځانساتی ( مدافع ) دواړه دخپل ( غیرت ) لپاره ځانګړي ادبیات کاروي ، دواړه خپلې وژنې او تاوتریخوالی توجیه کوي او دواړه ځان پرحقه ګڼي ، دواړه دسپيڅلي جنګ دعوه کوي ، دواړه خپل وژل شوي تلپاتې اونه هېریدونکي انسانان ګڼي ، چې یادونه به یې ژوندي وي او له جګړو څخه ژوندي پاتې شوي اتلان بیا حق لري تر اوږدو کلونو پرخپلو خلکو واک وچلوي.

بس یولوری غواړي لانورې او نوې اقتصادي سرچینې ترلاسه کړي او هاغه بل لوری غواړي ، له خپلو اقتصادي سرچینو څخه ساتنه او دفاع وکړي، دجګړې عقلي منطق همدادی ، هغه نور( غیرت ، حماسه ، باور، مېړانه ، اتلواله ، خپلواکي …) یې احساساتي – رواني سینګار دی .

جګړه پرزمکه ده ، پر کانونو ، اینرژۍ ، اوبو ، دتولید وسایلو ، لوښیو ، مارکیټ ، ترانزیتي لارې ، بشري ځواک او دواکمنۍ پرپراخېدو وه ، ده   او له بده مرغه وي به .

بلخوا کسات ، عقده ، احساسات ، خپلواکي غوښتنه ، غیرت او دځانساتنې حق چې رواني انګیزې دي . همدا یودبل په وړاندې دبشریت دلسګونو زره کالو جګړې کیسه ده .

نور بيا…

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(6) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۷\ ۱۳۹۳

One thought on “ولي انسان؟/ څيړندوی عبدالغور ليوال”
  1. Salamoonah;
    Lival saib! Sta tzerrana & stratejy ba wamanoo che d` jagrro asli awamil ( economique & ravaniey ) diey. Kho zmong d`Afghanano aw bya mojahedino jangoonah & pa loya ki d` Musulmanano khpilmeynzy jagrrae wali???.Islam & Pashtunwali hertza hal karri diey.
    A da ghayret, khpilwaki ya d`islam aw kofr jagrre ka yawe khwa ta pregdo , da porteniy eshkal kho yi zma pa nazar hasy pooch ciaset; Jaahtelebi, fesad aw zulm dey.

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver S. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *