تېره ورځ خبره شوم چې په پکتیا کې دحزب اسلامي ګوند غړي والي‌صیب جمعه خان همدرد دولسمشرکرزي‌کاندید زلمي رسول ته غونډه جوړه کړې وه . خیر دا نوې خبره ځکه نه وه چې تر دې وړاندي‌هم والیانو او حکومتي چارواکو ورته غونډي جوړي کړې دي او په بیلا بیلو برخو کې د ارګ کاندید ته کار کړی دی .

ستاسو به یاد وي‌ چې یوه اونۍ وړاندي په کندهار کې د زلمي رسول لپاره جوړي شوې غونډي ته له سپین بولد ک ولسوالي څخه امنیه قوماندان جنرال رازق په موټرو کې خلک په زور راوستل ، البته کور یې ودان بیګار سویو موټرو ته یې (۴۰) لیټره تیل ورکول .
نو په پکتیا کې دوالي صیب جمعه خان همدرد له لوري‌غونډه ځکه نوې نه وه . په هلمند او بیلا بیلو ولایتونو کې دحامد کرزي په امر او غوښتنه د زلمي رسول لپاره غونډي کېږي .
له ولسوالانو طلاقونه اخیستل کېږي چې ښاغلي‌رسول ته به کار کوي‌او ولسوالي‌به دده وي ،خو دپکتیا دغونډي اهمیت یوڅه نور وو.
هلته دغونډي ویندويي دپکتیا دوالي جمعه خان همدرد سلاکار او رسمي ویاند روح الله سمون کوله . زه پر روح الله سمون او دهغه پر ویندويي نه نیوکه لرم او نه پرې خفه یم ،البته دا موضوع یادول هم دیوې لیکوال په صفت ضروري‌بولم چې که حکومتي‌ چارواکي‌په عام منظر کې دکوم کاندید لپاره کار کوي‌نو بیا دي ټولو ته اجازه ورکړل شي.
څه موده وړاندي مجید قرار له دې کبله له خپلي دندي ګوښه کړل شو چې داشرف غني احمدزي‌په حق کې لیکنه کړې وه .
اشرف غني‌احمدزی په رښتیا هم دافغانستان په شته کاندیدانو کې لکه په ړندو کې یو سترګی تر نورو هغو ډېر ښه دی ،خو دچا به خوښ وي‌او څوک به مخالفت ورسره کوي . دا دهرچا جمهوري‌حق دی ،خو که دا حق له حکومتي چارواکو اخیستل شوی وي نو اول دي ښاغلی کرزی جمعه خان همدرد هم داسي له دندي لیري کړي لکه دنورستان والي ‌چې لیري کړ.
ځکه همدرد صیب دوې ګناوي کړې دي‌،یوه دا چې په ټاکنو کې په ښکاره دارګ کاندید ته کمپاین کوي ،او بله دا چې رسمي ویاند یې دغونډي ویندويي کوله .
بله ستره ګناه خو یې لاداده چې هغه دحزب اسلامي پر ځای دکرزي دکاندید ملاتړ وکړ.
او که دا کار هم نشي‌کولای نو دي ‌لطفأ حکومتي چارواکي له مجید قرار نه بخښنه وغواړي او هغه دي بېرته خپلي څوکې ته ورولي .
نن مي دا موضوع له یودوست سره شریکه کړه نو هغه راته وویل :
« مجید قرار ددغې څوکۍ دساتلو لپاره دطالبانو دښمني په غاړه اخیستې وه او همېشه به یې طالبانو ته له دې کبله کنځلي کولې چې دوزارت دویندويي څوکۍ وساتي او ته اوس دهغه په حق کې لیکنه کوې . »
ما هغه دوست ته وویل چې اول به مجید قرار دا کار دڅوکۍ لپاره نه وي کړی او بیا کې کړی هم وي هغه دده کار دی ،خو دلته دیوې لیکنې پر سر یو کس له دندي ګوښه کول او بل ځای دوالي‌رسمي ویاند دیوه کاندید دغونډي‌دویندويي چاره مخته بېول بیخي عجبه خبري دي .
موږهمېشه له  بل نه دا هیله وي چې انصاف راسره وکړي خو پخپله بې انصافه یو .‌
له بله مو دا هیله وي چې زموږ دقانون احترام وکړي ،خو دخپلو ګټو لپاره یې موږ پخپله تر پښو لاندي کوو.‌
له بله مو دا غوښتنه وي چې تنقید ورباندي وکړو ،خو موږ پر ځان تنقید نه زغمو.
خیر ، راځم دې ته چې پټ خو هیڅ هم نه پاتې کېږي ، البته تر ټاکنو وروسته به دولسمشر کرزي دا کړنې دټاکنو مشروعیت تر سوال لاندي راولي ،کېدای شي ګڼ افغانان سړکونو ته راووزي او مظاهرې وکړي . خلکو اوس هم ثبوتونه راغونډ کړي دي‌. په کار دي‌چې کرزی خپلو وروستیو هڅو او کړنو ته جدي پاملرنه وکړي .
ټول خبر دي‌چې دهلمند پخوانی امنیه قوماندان حکیم انګار یې له دې کبله له دندي لیري کړ چې هغه د علومي په ګټه یو ځای دوه خبري کړې وې ، نو څه دي چې کړې یې وې دوی دواړه خو پخواني ملګري دي ، دواړه دخلقیانو او پرچمیانو دخت سیاسي مبارزین دي ،ظاهره خبره ده چې علومي یا کوم بل کس به له خپلو دا ډول کړنو کار اخلي‌او رایه به تر لاسه کوي .
هلته په اروزګان کې چې کله امیر محمد اخوند زاده دوه ځلي پرله پسې داستاد سیاف نوم واخیست سم دستي یې پر پښو امنیه قوماندان مطیع الله پوپل زی ورته ودراوه او دپولیسو په موټرو کې سپرو کسانو مظاهرې پیل کړې .
دا چې دامیر محمد اخوندزاده قوم ډېر لوی دی ،او دهلمند دعلیزو لویه برخه دهغوی په واک او دامیر محد اخوندزاده دمشر ورو شیر محمد اخوندزاده په واک رایه کاروي نو کرزي لازمه وګڼله چې امیر محمد اخوند زاده دنیمروز والي کي او له اروزګان نه یې لیري کړي .
امیر محمد اخوندزاده او دهغه مشر ورو شیر محمد اخوند زاده هم په ارګ کې دکرزي‌صیب په وړاندي پر کران کریم لاسونه کښېښودل چې دبل هیڅ کاندید ملاتړ به نه کوي‌بې له هغه کسه چې چاته کرزی رایه ورکوي .
دا تر لمر سپینه خبره ده چې دارګ کاندید زلمی رسول خپله لس فیصده رایه نه لري ، البته دسیستم رایه له هغه سره ملګرې ده چې تر ډېره بریده یې دهغه دبریالیتوب چانسونه زیات کړي دي‌.
که چېرته په وړتیا ،پوهه او جدت پرېکړه وشي یا په رښتیا هم ولسي رایو ته وکتل شي نو دا اوس څرګنده ده چې دډاکتر اشرف غني احمدزي تله درنه ده .
که چېرته ښاغلی احمدزی لږ په نور ژور والي‌په کندهار کې دکرزي دکورنۍ تر ټولو سخت مخالف ګل اغا شېرزی راخپل کړي ،نو هیڅ عجبه نه ده چې دګټلو لورته به یو بل ګام ورواخلي‌.
دګل آغا شیرزي یوه ډېر نېژدې کس راته وویل چې ښاغلی کرزی لا اوس هم ډاډه نه دی چې اشرف غني‌ګټونکی دی ،که چېرته ډاډه شي نو دښاغلي‌غني ملاتړ به وکړي . ځکه شېرزی داځل ۴ وزارتونه او ۸ ولایتونه غواړي . ۴ وزارتونه او ۸ ولایتونه به کرزی ورسره ومني ، خو ددې کار په وړاندي دکرزي مشر ورو قیوم خان خنډ دی . قیوم کرزی وايي چې پرېږدی چې ګل اغا دا ځل خپل زور ووهي .
زه دټاکنو په تړاو ډېر تفصیل ته دم ګړی نه ځم ،خو دا ویلای شم چې که چېرته دپکتیا چارواکو ته جزاورنکړل شي ،نو بیا په کار دي چې دهلمند پخوانی امنیه قوماندان حکیم انګار ، دنورستان پخوانی والي او دوزارت ویاند مجید قرار بیرته خپلو دندو ته ستانه کړي .
په درنښت
ستاسو خور زرغونه فریال
خپل نظر په لاندي برېښنا لیک راسره شریک کړئ .
5 thoughts on “ولي مجید قراروایستل شو او روح الله سمون نه ؟ زرغونه فریال”
  1. دا کارونه اوس ددوی د ژوند یوه برخه ګرځیدلی که دا کار ونه کړی نو څه وکړی جمعه خان سردرد مخکی لدی په پکتیا کی کوم د خیر کار کړی په زیاتره تروریستی بریدونو کی یی لاس ده چه یوه نمونه یی په دا تیر وخت کی د ښاغلی مقبل سلام خیل ترور کوول وو دولتی ځمکی یی په پټه وپلورلی ځینی یی سردار او حضرت خواجرخیل ته او ځینی یی عبدالله چرمښی ته ورکړی چه ورته یی وپلوری داسی بی ناموسه انسان ما تراوسه پوری په پښتنوکی نه وو لیدلی

  2. کران کریم؟؟؟؟؟؟؟
    پښتون چې اتیا ځله د رحمت په اوبو ومینځي هم هماغه پښتون به وي
    پښتون اول پښتون بیا مسلمان او بیا افغان دی
    خورکۍ دا املایي غلطي خو سمه کړه، که ملا درباندې خبر شي، هسې به یې د کفر فتوا درباندې کړې وي

  3. دا ځکه چې مجيد قرار ديو څو پي پیسو لپاره خپل وجدان خپل ضمير ته نه ملامتوه! ـ

  4. خور ډیره مننه چی له وا قیعته ډکه وینا دی کړی خپله آغلی کرزی دا جرم کوی دده تالی څټی خو لا څه کوی لیکن د ا ځل ته مطمعینه او سه ملت د زلمی رسول غو نډو ته فعلا د حکو مت په زور راوستل کیږی خو ده ته به هر ګز را یه ورنکړی ځکه نور ملت د اغلی کرزی په مداری ګری پوه شوی ده دده امر ته صرف هغه څوک منډی وهی کوم چی د کرزیی په کا سه کی شر یک دی او د خپلو عیبو نو پټول غواړی زور علیحده خبره ده او را یه بیله اوس به صرف هغه څوک زلمی ته را یه ورکوی چی ددی ملت وینی او زوی یی خوړلی وی بیا هم ډیره مننه خوری ستا ددی لیکنی څخه عزتمنه اوسی

  5. خور مه خفه کیږه مونږ لا ژوندي یو که چیرته دولت څوک د کمپاین لپاره په زور راولي نو رایه خو مخفي ده حتماً به یې ولسونه ډاکتر اشرف غني ته ورکړي او که بیا هم مونږ په دې پوه شو چې حکومت په ټاکنو کې درغلي وکړه او زلمی رسول یې کامیاب کړ هیڅ فکر ونه کړې هسې مو ګاونډي سلاح راکولو ته حاضر دي ترڅو خپل وطن وران کړو نو که چیرته یې دوي پرمونږ ورانه کړي والله بالله که یې دوي هم راڅخه په کرار زړه وخوري ډیر ژر به پرې چپه شي مونږ چې تراوسه څه نه دي کړي هغه مو په دې خاطر نه دي کړي چې دغه دوره به هم ختمه شي اما هیڅکله به دولت میراثیت ته پریږ نږدو دا خو څه اولسم قرن نه دی چې کرزی به وي که دا نه وي نو د ده د خوښې بل به وي تر اوسه خو لا زمري ژوندي دي هیڅ سوچ او فکر مه کوه دوي به هم په خپلو کړنو بیا پښیمانه شي

ځواب ورکول h.zmary ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *