په پاکستان کې د شنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې دوه کسه ووژل شول. یو د اعظم په نوم یو ډریور و چې په مړي پسې یې څو کسه خپل خپلوان راغلل او بل سړی چې پاکستانی پاسپورټ ورسره و، په پاسپورټ کې  ولي محمد ولد شاه محمد نومیږي خو بل څوک نه دی،  زموږ د افغانستان ملا اختر محمد منصور دی.

 له پیښې په ساعتونو وروسته هم په ولي محمد ولد شاه محمد پسې څوک رانه غلل خو وروسته بیا فرانس پرس اژانس رپورټ ورکړ چې روغتون ته د رفیق په نوم یو کس راغی او ویې ویل چې د شاه محمد وراره دی او د روغتون کسانو مړی وروسپاره. فرانس پرس اژانس دا هم وایي چې د روغتون کارکوونکو د اسنادو له ښکاره کولو پرته د شاه محمد مړی رفیق ته وسپاره. مطلب دا چې روغتون ته د پاکستاني پټو ادارو له خوا امر شوی و چې یو څوک به راشي او د ولي محمد ولد شاه محمد مړی به ورکړئ.

 د یکشنبې په ورځ د فیسبوک ځینو کاروونکو دا بحث کاوه چې پاکستان به اوس د روغتون له دغه مړي سره څه کوي؟ او چا ته به یې سپاري؟ ظاهرا دې سوال ته پاکستاني حکومت ځواب پیدا کړ او د رفیق په نوم یو کس یې روغتون ته واستاوه او بیا فرانس پرس ته وویل شول چې هغه مړی اوس په روغتون کې نشته.

کله چې امریکایانو د اسامه په کور حمله وکړه، د اسامه مړی امریکایانو ورسره یووړ خو د اسامه ماشومان او کور د اسامه هغه نخښې وې چې پاکستان یې باید چاره کړې وای. پاکستان د اسامه ښځې او ماشومان بندیخانې ته واستول او بیا یې له سعودیانو سره خبرې وکړې چې هغوی ته په خپل اصلي وطن کې یو ځای پیدا کړي او د اسامه په کور پسې یې بلدوز راوستل چې له خاورو سره یې خاورې کړي. پاکستان په دې ډول وغوښتل چې له اسامه سره د ارتباط خاطرې تر وسه وسه پورې له ځانه لرې او محوه کړي.

2 د ملا اختر محمد منصور د قتل په سلسله کې هم د پاکستان هڅه اوس دا ده چې ځان پکې ناخبره او بې ارتباطه وښیي. پاکستان ته د دې واقعیت لیدل سخته دي چې ملا منصور په رڼا ورځ ، د پاکستان په یوه لویه لار کې  ووژل شو او پاکستاني پاسپورټ هم ورسره و. له دغه ترخه واقعیت سره د ځان نه مخامخ کولو لپاره پاکستان تر اوسه پورې درې کارونه کړي دي: یو دا چې د نواز شریف په شمول د حکومت مقامات یې وایي چې دوی معلومات نه لري چې ملا منصور وژل شوی دی او که نه دی. بل چې کله پاکستاني رسنۍ راپورونه ورکوي نو د خبر ځایونه کابل، نیویارک او له پاکستانه بهر نور ښارونه ښیي او یو داسې نمایش ورکوي لکه دا پیښه چې په افغانستان یا کوم بل هیواد کې شوې وي. دریم کار یې دا دی چې د ملا اختر محمد منصور مړی یې د رفیق په نوم یو چا ته په پټه ورکړی  چې طبعا په پټه به خاورو ته سپارل کیږي او څو وخته وروسته به پاکستاني مطبوعات ووایي چې ملا منصور څو ورځې پخوا په افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی و.

 په پاکستان کې د ملا منصور وژنه د دغه هیواد لپاره د زهرو یو غوړپ دی چې ډیره بدنامي او رسوايي ورسره تړلې ده.

 د ملا اختر محمد منصور د وژلو له پیښې او مړي سره د پاکستان د حکومت چلند ټولو هغو کسانو ته یو ښه درس دی چې اوس هم په پاکستان کې اوسي او د هغوی د استخباراتي ادارو د لوبو ښکار دي. د پاکستان استخباراتي ادارې اسامه یا اختر محمد منصور یا بل هر چاته د کاغذي دستمالونو په سترګه ګوري چې له استعمالولو او تاریخ تیریدلو وروسته یې ان د مړي له منلو هم ډډه کوي.پاکستان که څه هم د خجالت احساس کوي خو دا خجالت یې ممکن د څو روپیو په بدل کې قبول کړی وي. د اسامه په باره کې په وروستیو کلونو کې خپاره شوي اسناد ثابتوي چې امریکا ته په لاس ورکولو کې یې د پاکستاني خفیه ادارو برخه هم وه. ډیر امکان شته چې ملا اختر محمد منصور به هم د پاکستان د ځینو ګټو قرباني شوی وي. د امریکا سنا په دې ورځو کې له پاکستان سره د مرستو مخالفت کړی دی. د دې لپاره چې دغه مرستې جاري شي، دا احتمال زیات دی چې علي محمد ولي شاه محمد ساکن قلعه عبدالله به یې په ګوتو ورکړی وي. هو، ګټې نور کوي او وژل کیږي افغانان.

One thought on “ولي محمد ولد شاه محمد/ توخی”
  1. دافغانستان او امریکی حکومتونه باید ډیر زیرکه اوهوښیار اوسی ځکه دپاکستان حکومت نورپه افغانستان کی دمداریانو او جادوګروګرمه لوبه شروع کړیده، اوداسی فکر کوی چه دنیاوال ټول ړانده دی او فقط مونږ پوهیږو.
    زه فکر کوم چه دملا منصور په مشری کی نوره دپاکستان ګټه نه وه، ځکه دمنصور په مشری کی طالیبان دوه ډلی شوی وه، نواوس شاید دملا عمر ځوی اویا بل داسی کس دمشری لپاره وټاکی چه طالیبان سره یوځای اویوموټی کړی اوزمونږ وطن دلا زیاتو مشکلاتو اوتباهیو سره مخ کړی.
    بله خبره داده چه دپاکستان ، امریکا او افغانسان ارتباطات پدی ورځو کی خراب شوی وه، نوپدی خاطر چه پاکستان بیا امریکا اوافغانستان ته ځان نیژدی کړی نو دوه کارونه یی وکړه
    د ملامنصور دتګ پلان ورکول امریکا ته اوبیا دهغه ویشتل او وژل کیدل دډرون په زریعه
    دانګور هډه سپارل افغان ځواکونو ته
    داچه اوس دمنصور په وژل کیدو پاکستان ځان کوڼ اوبی خبره ښایی اویا کله کله دایران، روس اوپاسپورت خبری کوی دا دسیاست چالونه دی چه پاکستان یی دخپلو ګټو په خاطر کوی
    په هر صورت ړندو اوبی عقله طالیبانو ته ځما خواست دادی چه نور دخپل عقل نه کار واخلی ، ترڅوبه تاسو په مرموز او خطرناکو سیاسی ډرامو وژل کیږی. دخدای په خاطر جنګ پریږدی نورخپل ورونه اوخلک مه وژنی، راشی دخپلوورونو سره په یوټغر اودسترخوان کښینی او د پنجابانو ددسیسو اوډراموڅخه ځان وژغوری
    وړو اوغټو طالیبانو ستاسو دژوند لپاره پاکستان هره ثانیه، هره دقیقه اوهره ورځ دلیونی سپی بڼه غوره کړیده، بیا هم وایم دجنګ څخه لاس واخلی اوخپل وطن ته دسولی سره راننوځی
    نن ورځ ترهګر ددنیا په یوځای کی په آمن نشی پاتی کیدلای ځکه دهشت اوویره اچوونکی دخدای اوخلکو دښمن دی

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *