محمدسمیع صادق
نن غواړم و یوې داسي موضوع ته اشاره وکړم چي ښایي د ځینو احساساتي هیوادوالو احساسات را وپاروي او شاید زما و دغه نظر ته د جهالت یا حماقت نوم ورکړي خو زما په اند پر دغه سکالو له سره کتنه په کار ده. تاسو ټوله د نظر خاوندان د بحث د مضمون و ارزوني ته رابولم.

خبره زموږ په لیکنو، پوسټونو، مظاهرو، لاريونونو، او غونډو کې زموږ د شعار ده؛ زموږ د احساساتی ځوانانو، ویناوالو او ګډونوالو د خپل پښتون قام د میني، اخلاص، تابع دارۍ او مریدۍ په جذبه کي هر ډول شعار د ستایلو وړ دی خو په ورته وخت کي د کوم بل قوم تحقیر او دښنام د اندېښنې خبره ده.

تاسو به د پښتنو په ټولو عمومي غونډو کي یو پنجابی د تور پنجاب، تورمخي، تورلینګي، دال خور، او په داسي نورو ورتو صفتونو نازول سوی اوریدلي وي، اوس خو که دغه رسم په کومه جلسه کي پر ځای نه سي نو هغه ناسته نیمګړې ګنل کيږي.

دلته دا سوالونه پیدا کيږي چي آیا دا صرف پنجابیان یا ټوله پنجابیان دي چي د پښتون قام سره ئې جفا کړې ده؟ آیا د پښتو سره د خپل پښتون نامردي تر پنجابیانو کمه ده؟ آیا د پاکستان د مذهبي ګوندونو یا د پاکساني  پوځ جنرالان او یا هم د آی ایس آی مشران په خټه یا سوچه پښانه نه دي چي زموږ د داسي حالت ذمه واره دي؟ پر سرحد ولاړ هغه په تور یونیفورم کي دنګ سړی پښتون نه دی چي خپل افغان په سپيړو وهي په «مهاجره» ئې مخاطبوي؟ آیا نن د عمران خان (په قوم) سره سره د ده اکثره وزیران پښتانه نه دي؟ آیا مشرف چي زموږ ګران هیواد ئې یو ځل بیا را لوټه لوټه کړ پنجابی وو؟ آیا بې نظیر بُهټو چي د طالبانو د جنګ ملا تړ ئې کاوه پنجابۍ وه؟ آیا نصیرالله بابر چي په ۹۰ مو کلونو کې ئې طالبان حمایه کول پښتون نه وو؟

داسي به ډېر نور سوالونه وي چي ستاسو په ذهنونو کي را ټوکيږي خو جواب به ئې د پنجابي څخه نه بلکه په پاکستان کي مېشت د کوم پښتون، سندهي، مهاجر او يا بلوڅ څخه وي.

نن سبا ډير پنجابیان دي چي زموږ په درد کي راسره خوږمن دي. ډېر پنجایبان دي چي زموږ سره اوږه په اوږه ولاړ زموږ په مارزه کي راسره هلي ځلي کوي. ډېر ژورنالیستان ئې دي چي زموږ سره هم ږغي دي، زموږ پر پلویتوب ګواښل کیږي. حتی ځیني ئې داسي دی چي د باچا خان د لاري لارویان دي.

د روان کال پر ۲۸ جنورۍ مشر محسن داوړ د څه له پاسه  د۲۳ نورو مظاهرچیانو سره د ریاست پر خلاف د بغاوت کولو په نور ګرفتاره سو. ښاغلی داوړ له نیکه مرغه هم هغه شپه راخوشي سو مګر هغه نور ۲۳ نفره تر ۳ فېبرورۍ پوري په بند کي وساتل سوه. له دغي ډلي څخه يې ځیني پنجایان وه چي د مشر منظورپښتین په ملاتړ، او خلاصون لپاره ئې په دې اعتراضي مظاهره کي ګډون کړي وو. په نیول سویو پنجابي فعالانو کي یو د آکسفورډ پوهنتون متعلم او بل د برطانیې د سسیکس پوهنتون څخه ماسترۍ کړې وه.

د PTM  د ملاتړ په جزا مشهور پنجابی وکیل ايډوکېټ شفیق احمد دوه ځلي د پاکستان د استخباراتي شبکو له خوا پورته کړل سوی او سخت شکنجه سوی مګرد داسي تهدیدونو له شتون سره سره بیا هم په ټويټر کي د پښتنو په حمایت کي لیکني کوي.

پنجابی احمد وقاص ګورایه، وتلی روڼ انده او ترقي پسنده فعال يوه اوونۍ دمخه په هالېنډ کي د پي ټي ایم د ملاتړ کولو او د پاکستاني پوځ د غندني په وجه د آی ایس آی د بدمعاشانو له خوا وډبول شو خو د د ټویټر د پروفایل عکس ئې اوس هم د مشر منظور پښتین دی.

داسي نور ډېر پنجابي مثالونه سته چي تر پښتون ئې و پښتني موخو په ځانګړي ډول پي ټي ایم ته کار کړی دی.

پنجابي فعالانو، لیکوالانو، کالم نګارانو، ادب پالانو، مبصرینو، منورینو، متفکرینو، او شاعرانو زموږ لپاره قلم ځغلولی او آواز ئي پورته کړی، دا قلم ئې باید ښکل اود ږغ ئې درناوی وکړو.

زمونږ مبارزه د يوه ځانګړي قوم پر وړاندي نه بلکه د پټو او ښکاره عناصرو یا افرادو پر خلاف ده چي موږ ئې له خپلو جایزو حقوقو او غوښتنو څخه محرومه ساتلي یو. دا عناصر په یوه قوم پوري تړلي نه دي.

زموږ په دې مقاومت کي ټول قومونه باید زموږ د مظلومو آهونه، سلګۍ او فریادونه واوري نه وه ځانونو ته د تحقیر او سپکاوي شور و نعرې.

زموږ صفونه باید دومره منظم اوسي چي پر ټولو نورو قومونو او وګړو مثبت اغېز وشيندي. زموږ اخلاقي روش باید هغوی دې ته مجبوره کړي چي زموږ خبرو ته په دقت غوږ ونیسي. په ګفتارکي دا کمال باید ولرو چي پردي مو ګرویده سی. د خپلو مظاهرو، ادب او غونډو له لارو باید د خپل قام د تهذیب او تمدن تمثیل وکړو. د سپکو سپورو دا کلتورنه زموږد مقدس دین اسلام، نه زموږ د متمدنه افغانی فرهنګ، نه زموږ د باشعوره ټولني او نه هم زموږ د پښتونوالي ترجماني کوي.

په کارده د راسره ولاړو پنجابیانو قدر وکړو او له داسي شعارونو ورکولو ډډه وکړو چي دوی راڅخه متنفره سی. د نورو پنجابیانو د جلب کولو لپاره باید خپل په کړنلارو کي اصلاحات راولو. د سولی دغه کاروان يواځي پښتني همت ته نه بلکه و بشري قوې ته هم ضرورت لري.

دا خبره له پامه مه غورځوئ چي په دې عصري، کمپيوټري، موبایلي، او اِنټرنيتي دنیا کي چي نړیوال کلی بلل کیږي، ټوله کلیوال تاسو ویني، اوري او پېژني مو.

5 thoughts on “ولي یوازي پنجابی؟ | محمد سمیع صادق”
  1. ښاغلي محمدسميع صادق صاحب ته درناوی او سلام وايم .
    ستاسو ليکنه او وړانديز ډير منلی او معقول دی . نه موږ او نه بل څوک حق لري چې د يوهيواد د دولت د رسمي غلطي کړنلاری له مخی ملت ، قوم او يا کوم توکم ته سپکاوی وکړي .په رښتيا هم په پنجاب ډيری داسي کسان (پنجابيان )شته چې زموږ په غم د زړه له کومی غمجن کيږی .زموږ کړه وړه بايد سنجول شوي او د افغانيت په ريښتيني اخلاقو سينگار وي !

  2. یعقوبي صاحب وعلیکم السلام، مننه له تبصرې نه مو. ستاسو دا زریني کرښي خپل په ساده لیکني کي ښایسته اضافه بولم. مننه، خوشحاله اوسئ.

  3. !د يوه ښه تحليلګر ښه تحليل
    خبره د پنجاپي ياده سوه هغه زموږ خپل دراني پښتانه چي په پاکستان کي اوسي او نيکه ګان يي پاکستان ته تللي دي او اوس ځان ته پاکستانيان وايي هغه هم ټولو وليدل چي دې به دراني پښتون وي خپل د قام سړي ته چی تازه د افغانستان څخه ورغلي وي هغه ته به کندهاري او يا مهاجر وايي يو ژوندي مثال يي همدا اوس په بارډر کي موجود دي پنجاپی او يا هر د ايف سي افسر چي وي هغه به ډير اخلاق درسره کوي خو دې به
    دي رسوا او بيعزته کوي که نه نو شايد ددغه کمنټ ليدونکي کي ئي شاهدان وي صرف خپل پښتون به د خپل پښتون ورور پښې وروهي

  4. شریکه
    ستا لیکنه دوه اړخه لری یا له دوو اړخونو څخه د تحلیل وړ ده
    حقوقی
    اخلاقی
    له اخلاقی او انسانی نظره د یوی ځانګړی او مشخصی ټولنی او ټبر او فرهنګ او جغرافیا په وړاندی عمومی کرکه او د کرکی تولید د منلو وړ نه ده اِلّا دا چی د هغی ټولنی ټول غړی د یو چا یو څه په وړاندی په عمومی کرکه او کینی او دښمنی سمبال وی
    امّا
    له حقوقی نظره یوه وړکی یا لویه ټولنه کولای سی د بلی ټولنی د خلګو یا حاکمیت په وړاندی د ځینو جفاکاریو له وجی په عمومی یا خصوصی شکایت او اعتراض او تُند غبرګون سمبال اوسی
    دا خو ښکاره خبره ده چی پښتون او پنجابی او عرب او فارس او تُرک او اروپائی او افریقائی د بیولوژیکی جوږښت له نظره هیڅ توپیر نه سره لری او د پوست د رنګ پرته نور ئې ټول جوړښت سره ورته دی خو هغه څه چی د یو اویا کیلوئی انسان د توپیر ماهیت د بل اویا کیلوئی انسان سره ټاکی هغه فقط همهغه دوه سوه څو ګرامه سپین مواد ( ماغزه ) دی کوم چی د انسان د جوړښت د رئاست په دفتر( سر ) کی پراته او فعّاله دی
    بناً
    پښتون له اخلاقی او انسانی ناحئی او ادرس څخه د پنجابی سره دښمنی او خصومت نلری بلکه د هغه سره حقوقی ستونزه لری او دلته دا مهمه نه ده چی یو څو کسه پنجابیان د پښتون په فکری سنګر کی ناست وی او یا څو کسه پښتانه د پنجابی په فکری سنګر کی تشریف ولری بلکه مهمه دا ده چی د پښتون د حقوقو تر پښو لاندی کېده او ددې حقوقو د نه تأمین اصلی عاملین او آمرین باید وغندل سی او حساب ور سره وسی او دا هم مهمه نده چی ددې ظالمانه پروسې اصلی سردمداران د پنجاب اوسیدونکی دی که د سِند اوسیدونکی دی او که د صوبۀ سرحد
    څرنګه چی د پاکستان اداری او سیاسی او فرهنګی او نظامی او حتی صنعتی او اقتصادی زړه او مرکز پنجاب ( لاهور ) دی نو ځکه خښمېدلی پښتون او بلوڅ او سِندهی د احتجاج او اعتراض ګوته پنجابی ته نیسی او دا چی ځینی یا ډیر پښتانه د پاکستان په جغرافیا کی داسی روزل سوی دی چی نن سبا د یو رسمی دفتر په چپراسی توب ویاړی نو دا هم د همدی پنجابی د غلط او کاږه نیت او نظر محصول دی

  5. له هلمند صاحب او ښاغلي غلام حضرت څخه مننه کوم چي د تبصرې لپاره ئې وخت را ایستلی دی. هلمند صاحب دا درسره منم چي زموږ د اوسني ناخوالو پړه عموما زموږ پر ځینو خپلو افغانانو لویږي. که خدای کول دا تیت و پرک ټبر بر سره را ټول او یو ځای سي، دعاوي او هیلي مو بس همدا دي.
    ښاغلي غلام حضرت صاحب ستاسو نظر ډېر جامع دی او له دوو مختلفو زاوویو مو مطلب سپړلی دی. ستاسو دې طرز تفکر ته نه یوازي زما بلکه د هر سلیم عقل خاوند افغان پام دی؛ د دې اظهار او تذکر مي په نورو ځایو او لیکنو کي هم کړی دی. البته دلته په دې لنډه لیکنه کي مي ټکي زما د خپل شخصي مفقورې سره سم د موضوع تر اخلاقي پلوه او عدم تشدد پوري محدوده دي. مبحث خورا پراخ دی، له ګدون کولو څخه مو مننه کوم.

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *