اداري فساد هغه شومه پدیده ده چې نه یوازې د افغانستان خلک یې پوزې ته رسولې بلکې نړیواله ټولنه یې هم د وارخطایي پولې ته رسولې ده.سره له دې چې افغان دولت داداري فساد د شته والې پړه په نړیوالو ور اچوي  او تل دا وایي چې تر دولت په نړیوالو موسسو کې فساد ډیر دی،ګویا په دې خبره غواړي له پخپلو اوږو دغه پیټی سپک کړي او ملامتي په بل چا واچوي. له دې څخه سترګې نه شي پټیدای چې په نړیوالو موسسو کې هم اداري فساد شته خو له هغه څه څخه چې زموږ خلک ډیر ځوریږي هغه دافغانستان دحکومت په ادارو کې دفساد شته والی دی.

نړیواله ټولنه په افغان دولت زور اچوي چې په هیواد کې د فساد د ورکاوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي او د افغانستان خلکو او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې افغان دولت د فساد دله منځه وړلو او د ښې حکومتداري د رامنځ ته کولو وړتیا لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې برخه کې ځینې مهم ګامونه واخیستل، نوموړي د افغانستان د جمهور ریس په توګه د ټاکل کیدو په لومړیو کې د کابل بانک د ستر مالي فساد د دوسیې د څیړلو فرمان صادر کړ، په دې برخه کې ځینې کارونه ترسره شول، د کابل بانک  له پوروړو څخه ډیر پورونه بیرته ترلاسه شول.

دغه راز څرګنده ده چې په دولتي ادارو کې د فساد ډیره برخه په دولتي قراردادونو کې د روڼتیا د نه موجودیت له وجې کیږي، نوي افغان ولسمشر د تدارکاتو ملي اداره رامنځ ته کړه چې ددغې ملي کمیسیون مشري پخپله کوي او په دولتي قراردادونو کې د شفافیت موضوع پخپله شخصآ څاري، چې تر دې مهاله په دې برخه کې ښې لاس ته راوړنې موجودې دي.

خو لا هم ستونزې شته او په دې برخه کې ښې ډیرې ستونزې موجودې دي، لومړی دارتشا او فساد په وړاندې د دولت په جوکاټ کې یوه اداره رامنځ ته شوه چې هغې نتیجه ورنه کړه نو هغه یې منحل کړه او پرځای یې له اداري فساد سره د مبارزې په تګلاره د څار عالي اداره جوړه کړه.دغې ادارې هم د پراخو تشکیلاتو او لوړو ډالري معاشونو په لرلو سره د خلکو او نړیوالو د قناعت وړ کوم کار ترسره نه کړای شو. ددې ترڅنګ دفساد په وړاندې دمبارزې دچټکتیا لپاره لویې غونډې او سمینارونه جوړ شول په همدې موخه ستراتیژي هم جوړه شوه او د فساد پر ضد سختې ویناوې هم وشوې  خو واقعیت دادی چې زموږ خلک لا هماغسې ځوریږي او رشوتخواره او خا یینین ورځ په ورځ پسې پړسیږي.اداري فساد هم زموږ په ادارو کې ورځ په ورځ پسې زیاتیږي.

داچې ولې لا زموږ حکومت په دې نه دی توانیدلی چې په دولتي ادارو کې اداري فساد له منځه یوسي ډیر عوامل لري. په لومړي ګام کې کولای شو ووایو چې دولت په تیرو کلونو کې ونه شوای کولای یوه سالمه او وطن ته د خدمت لپاره ژمنه اداره رامنځ ته کړي.د اداري اصلاحاتواو ملکي خدمتونو دخپلواک کمیسیون له شته والي او په دې برخه له بې حسابه لګښتونو سره سره لا کار د کار اهل ته نه دی سپارل شوی البته په دې وروستیو کې په رسنیو کې داسې اسناد خپاره شوي دي چې پخپله د اداري اصلاحاتو کمیسیون د اداري فساد د یوې منبع په توګه راپیژني، زیاتره ټاکنې د ظوابطو له مخې نه بلکې دروابطو له مخې کیږي هغه کارمندان چې د وسله والو ډلو له خوا معرفي کیږي په لوړو او سیمه ایزو مقامونو کې تر ټولو زیات د ټاکل کیدو چانس لري کله چې دغه کسان د ډلو او زورواکو له خوا معرفي شوي وي نه شي کولی دخپلې ډلې پر ځای د دولت د پروګرامونو پلي کولو ته ژمن واوسي.دوی بیا په خلاص مټ کولای شي رشوت واخلي او په اداري فساد کې په پراخ ډول لاس ولري.

ویل کیږي اوس اوس د دولت په چوکاټ کې په اداري فساد د ککړو عناصرو ترمنځ یو ځنځیر جوړ سوی او دوی داسې شوي لکه د یوې کورنۍ غړي. دوی له یو بل څخه سرسختانه دفاع کوي که له دوی څخه یو رسوا شي نو ممکن دغه ځنځیر ټول افشا شي نو ځکه له یوبل څخه دفاع کوي اونه پرې ږدي چې کوم یو یې د قانون منګولو ته وسپارل شي. آن ویل کیږي ځینې مشهورې رسنۍ له مفسدو عناصرو سره تړلې دي او تل د هغوی په ګټه مستقیم یا غیر مستقیم تبلیغات کوي.

په تیر حکومت کې له کابله د صدیق چکري، محمد نادر اتش او دترانسپورت د پخواني وزیراو نورو مصونه تیښته اود کابل له پخواني ښاروال او نورو مفسدو چارواکو څخه د ځینو ملاتړ دغه شکونه لا پسې زیاتوي.

له اداري فساد سره د مبارزې یوه کارکونکي وویل موږ نه شو کولای له اداري فساد او زورواکي سره مبارزه وکړو اخیر ټول مقامات او دهغوی نږدې کسان او خپلوان پکې ښکیل دي.

بله خبره دا چې زیاتره شنونکي په دې باور دي چې د فساد په وړاندې د مبارزې اراده په ځینو دولتي مقاماتو کې چې د پخوانیو جګړه مارو ډلو اړوند دي، نشته که اراده وای طبعي ده چې اوس به ډیر کارونه سرته رسیدلي و، دغه ډلې نه یوازې پخپله په فساد کې ښکیلې دي بلکې د نورو مفسدینو ملاتړ هم کوي، په دې ورځو کې ځینو رسنیو د دفاع د پخواني وزیر بسم الله محمدي د پراخ فساد موضوع رالوڅه کړه چې نړیوالو ورته د غلو د پاچا لقب ورکړی دی، خو د نوموړي د مالي فساد موضوع ونه څیړل شوه ځکه چې په همدغو ډلو پورې اړوند دی او دوی یې ملاتړ کوي.

 خلک او نړیواله ټولنه هسې تشې خبرې نه غواړي هغوی غواړي چې په دې لاره کې عملي ګامونه واخیستل شي که چیرې یومقام د اداري فساد په تور جزا وویني دا نورو ته هم دعبرت درس ورکوي، که نه چې یو ویني چې بل په ډالرو او طلاوو کې غرق دی دده هم چې وس ورسیږي په اصطلاح صرفه نه کوي لیدل شوي چې په زیاترو ادارو کې درشوتونو سیالي روانه وي.

که حکومتي لوړ مقامات پخپل منځ کې سره کیني او د وطن او خلکو لپاره په صادقانه ډول ژمنه وکړي چې نور به نه پخپله رشوت اخلي او نه به اختلاس کوي او هغه چاته به سخته جزا ورکوي چې د ملت مال پخپل جیب کې اچوي او بیا په دې برخه کې په پوره صداقت کار وکړي باور دی چې هیواد به له دغې بلا خلاص شي، خو که حالت داسې وي بیا نو د هغو طلایي چانسونو له لاسه د وتو ویره شته چې اوسمهال هیواد ته په لاس ورغلي دي.

2 thoughts on “ولې اداري فساد له منځه نه ځي؟ / ویښ افغان”
  1. Salamoonah;

    Pa khpala olusmashir sahb kho dder paak aw ghayr-e faced shaxyet dey; magar ddey per zay che la amricayano a.d.n. chakha khayrat ghwarry, ka hamda d pacho na newly ter salah-kottonu , biland-menzelonu, d Tilla sarayono,ghasebino etc.. la ghlo sakha pa Trilyard haoo darayiy berta istefraaq krry; la varedati berq etc noro projo ba ham zhir natija werkrri; aw pokiston ta de bya qarz verkawi!! Fesaadt>>> Kushaad!!!

  2. یوه ورځ یوه سړي، لیوه ته نصیحت کاوه چې دا دې خلکو رمه مه خوره چې ډیره ګناه لری، په دې وخت کې رمه تیریده ، لیوه سړي ته غږ کړ چې دا کیسه دې زر خلاصوه چې رمه رانه ځي۰
    نواوس هم اداري فساد ځکه له منځه نه ځي ځکه : چې دفسادیانواوغلو حکومت دی۰ خان غني خان ئې په کړۍ کې را ایسارکړئ اوپه چیغواو نارو وا ئي چې : مافیاوې ډیرې زه یوازې ـــ زه دژړګل شم چې تر ټولوورسمه

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *