ډاکتر محب زغم

که د بل چا پروګرام، لیاقت او اهلیت تر ډاکتر اشرف غني احمدزي زیات وای، انتخاب به مې هغه و. خو، په موجودو کاندیدانو کې تر ټولو د احمدزي پروګرام راته غوره ښکاري. دی د هېواد ستونزې پېژني، د ستونزو عوامل ورمعلوم دي او د هرې ستونزې لپاره منطقي حل لارې لري.

ها بله ورځ د پوهنتون یوه استاد ویل چې ډاکتر احمدزی خو مناسب شخص دی مګر که دی ناروغ شي، لومړی مرستیال یې جنرال دوستم دی او د وطن چارې به هغه ته ورپاتې شي ځکه خو موږ د بل کاندید په اړه فکر کوو.

زما په باور، ډاکتر صاحب داسې منظم او پراخ پروګرام لري چې د هغه په کامیابېدو سره به وطن په سیستم اداره کېږي، نه په اشخاصو. اول خو دې خدای راته روغ لري او که خدای مه کړه ناروغ شي، جنرال دوستم، سرور دانش یا هر څوک چې وي، د ده پروګرام به عملي کوي او پر هماغه منظم سیستم به هېواد اداره کوي چې ډاکتر غني یې جوړوي.

وطن په احساساتو، په معاملو، په مصلحتونو نه جوړېږي. وطن په عقل او تدبیر جوړېدای شي او دواړه په اشرف غني احمدزي کې شته.

په تېرو انتخاباتو کې مې یوه ملګري ویل: «پوهېږم چې کرزی د افغانستان لپاره مناسب سړی نه دی خو ډاکتر اشرف غني د انتخاباتو د ګټلو چانس نه لري ځکه زه د کرزي خوا نیسم.»

دغه انډیوال مې په دې سر نه خلاصاوه چې د کاندیدانو چانس موږ یو. که څوک کامیابېږي نو زموږ په رایو به کامیابېږي. هاغه وخت ما ته هم همداسې ښکارېدل چې د ډاکتر صاحب د کامیابېدو چانس نسبتاً کم دی خو نه مې غوښتل داسې چا ته رایه ورکړم چې سبا ورته پښېمانه شم. زه خپل رسالت ادا کوم، خپل وجدان آراموم، تر ټولو غوره کاندید ته رایه ورکوم او که هغه ناکام هم شي، له خپل کاره نه پښېمانېږم.

8 thoughts on “ولې اشرف غني احمدزی؟ ډاکتر زغم”
  1. زغم صیب ډیره ښکلې خبره ده چې مونږ باید تر ټولو ښه کاندید ته رایه ورکړو او ملاتړ ورڅخه وکړو کیدای شي همدا زما اوستا په رایه بریا تر لاسه کړي. او که بریالی هم نشي نو خدای او رسول ته خو به مو غاړه خلاصه وي چې مونږ نسبتاْ یو نیک شخص ته رایه ورکړې ده.

    د حضرت محمد ص نه روایت دی چې فرمایلې یي دي کله چې له دوو ستونزو سره مخامخ کیږئ نو د کوچنې ستونزې په منلو سره به له لوی ستونزې ځانونه خلاصوئ،. مونږ نه وایو چې احمدزی صیب پرښته ده او هیڅ ګناه به یي نه وي کړي مګر په مقایسوي توګه له نورو ښه دی ځکه چې د چا وینې یي ندي تویي کړي، فساد یي ندی کړی او خپل هیواد یي په نورو ندی پلورلی او بله داچې یو غوره علمی شخصیت دی او خدای د بریا ور نصیب کړي چې دا کړیدلی ملت نور له دې ستونزو خلاص کړي او هر چاته خپل حقوق ور ورسیږي.

    په درنښت

    نور

  2. د داکتر اشرف غنی احمدزی په مقابل کی هغه څوک د بری چانس لری چی هغه دافغانستان د ټوټه کیدو او په اصطلاح فدرالی او خود مختاری ناری سوری وهی. د بل چا د بری امکان ماته په اوسنیو شرایطو کی ناممکن ښکاری. د نظار شورا ډله له اولی ورځی د افغانستان د ورونو خلکو ترمنځ د بی اتفاقی په اچولو کی مشهوره ده. دوی اول له جنبش ، حزب وحدت، حرکت محسنی او پرچم سره یوځای او د حزب اسلامی او نورو مجاهدینو مخه یی ډب کړه. بیا یی د مولوی خالص او محمد نبی ډلی له کابله وویستی او ورپسی یی د حزب وحدت او اتحاد ملی ترمنځ شر واچاوو او دواړه خواوی یی دومره ضعیفه کړی چی بیا په پښو ونه دریدی. یواځی حرکت محسنی تر نن پوری دوی ته وفاداره پاته دی . کله چی طالبان قدرت ته ورسیدل دوی کولاب او خواجه بهاوالدین ته کډه وکړه او له هغه ځایه له بهرنیانو سره د معاملی په فکر کی شول چی د نظار شورا اوسنیو مشرانو خپل اصلی معبود او د رهبری بنسټګر مشر ورته قربانی کړ او اوس یی د افغانستان په سیاسی قدرت داسی منګولی لګولی دی چی پاته نور قومونه ، ولایتونه او د ژبو ویونکی ورته نصوار هم نه ښکاری او لا دعوی کوی چی دوی قربانی ورکړی او دوی د همدی قدرت مستحق دی. نو اوس که تاسو بیا دوی ته رایه ورکوی پایلی به یی همدا وی چی وینی یی . دوی نه د سولی په فکر کی دی نه د افغانستان د یوالی او نه هم د افغانستان د موجودیت. دوی ته اسلام دین ما او افغانستان به غ….. ما شعار مهم وو.
    غفلت او بی پروایی به د افغانستان د موجودیت او د سولی د راتګ لپاره هیلی او آرزو ګانی د تل لپاره له منځه وړی. د پاته ټولو کاندیدانو یوالی د اشرف غنی احمدزی په شاوخوا هیواد ته ښه ضمانت دی چی بیا به هیڅ ډله داسی شر ته لمن ونه وهی. که فرضا دوی ټول سره یو شی او خدای د نه کوی که ستاسو ایدیال وړ شخص هم موجود نه وی نو بیا هیڅ تشویش ته ځای نه پاته کیږی. ځکه زمونږ نور مشران به هلته موجود وی او دوی به د هیواد سالمه رهبری او راتلونکی تضمینوی.

  3. ښاغلی تاسو وایاست چی ملک په مصلحتونو نه جوړیږی نو که دا راته ووایاست چی ډاکټر غنی د دوستم سره اعتلاف آیا د لیاقت استعداد وطن ته خدمت او وګړیزتوب لپاره وو که مصلحت وو؟ د دوستم تیر ته په کتو سره تاسو د کم متطق پر حساب دا وایاست چی دوستم به د غنی پلان عملی کوی او هغه په پر مخ بیایی کوی البته د غنی د مریضیدو په صورت کی ؟ د کم پلان خبری کوی ښاعلی – بس چی تاسو ده ته رایه ورکوی د دی دا مطلب ندی چی تاسو د دی سره چی خپل رایه ورکول توجیع کوی او نورو ته هم ده ته د رایه ورکولو سپارښتنه وکړی – د ډیموکراسی د اصولو پر بنسټ خلک حق لری چی خپله رایه هغه چاته ورکی چی په ښه ورته بریښی او که داسی ځوک نه وی نو خلک دمنفی مسولیت تر منلو د رایه نه ورکول بهتره ګنی او زه هم یو د هغو کسانو نه یم چی نومول سوی کاندیدانو ته تر رایه ولکول رایه نه ورکول بهتره ګنم – زه خو فکر کوم که ځوک عبدالله ته رایه ورکوی د هغه غلطی به ستاسو د غنی ته رایه ورکولو سره برابر وی – زه د یوه افغان په توګه ځنګه چی رایه ورکول خپل حق ګڼم د دی حق مسولیت هم احساسوم حق د مسولیت سره ادا کیږی داسی بی مسولیته لیکنی چی تاسو کوی ستاسو ملی انسانی او اسلامی مسولیت ځو برابره کیږی

  4. که افغانان په ټاکنو کې اشرف غني ته رایه ورنکړي او د بل چا په انتخاب ورباندې هره بلا نازله شوه، د شکایت حق نلري.ځکه د داسې بدبختو خلکو درد ته نه دم شته او نه دوا

  5. ډیر په زړه پوری مېلب دی، یوه خبره زه ورزیاتوم هغه داچی ناروغی او مرګ له هیچا څخه لیری ندی، او نه په څوان او بوډا پوری تړلی دی. او بله داچی غوره به وه که چیری مو له هغه ښاغلی استاد څخه پوښتنه کړی وای چی که چیری اوسنی ولسمشر ښاغلی کرزی خدای مکړه مړ شوی وا نو آیا بیا مو د هیواد چیاری د هغه لوږړی مرستیال فهیم ته پریښودی، هغه څوک چی په هیڅ هم ندی خبر؟؟؟

  6. De Allah tsekha pegheir hitsok ham de cha de marg, jwend aw naroghtya zimawari ne shi kawelai.
    Da beyzaya awtey bawtey preygdei aw Dr Ashraf Ghani ta raya warkrhei ke yawmootai Afghanistan ghwarei.
    De realistano baryalitob nasib wi, kho idealistan harwakht beynawa aw bailoonki wi.

  7. سلامونه ډاکترصاحب!
    ستاسی لیکنه می ولوستله خدای شته تنده می پری ماته شوه ځکه دوروستی ځل لپاره ماستا لیکنه هغه وخت لوستی وه چی موږپه برهان انستیتیوت کی درخسانه شریف استادی سره شاګردان وو اوستایوه لنډه کیسه مو په انګلیسی باندی ولوستله ،غواړم په دی موضوع څه ووایم چی پخوا داویره وه مګر اوس یی دوستم خیل هم لاری ته راوستلی په انتخاب کی به یی انشالله پښیمانه نه شو .

  8. ديره ښه ليکنه ډاکټر زغم صاحب خو د لسو نورو نومامدانو طرفدارانو ته دا ويل غواړم که دوستم خاين يا قاتل ده نو په تيره لسيزه کي مو ولي کومي محکمي ته ورونپيژانده .زما په اند په تيره لسيزه کي چي کوم جنايتونه د افغانانو سره شوي چي يواځي د ملي ځواکونو د 13000 نه ډير اوس زمونږ په منځ کي نشته هره ورځ په اوسط ډول 200 افغانان خپل ژوند د لاسه ورکيي چي د هغي جملي نه ملي ځواکونه طالبان او نور د جنايي جرمونو سره په تړاو چي د اخري کتګري د مړيني لامل هم دا لس نوماندان دي .. تير په هير د نن لپاره بايد فکر وکوو او که خداي مکړه اشرف غني ناروغه شي او خپلي وظيفي ته ادامه ورنکړاي شي نو اول معاون يي د دري.مياشتو لپاره کواي شي چي د ريس جمهور ځاي ناستي شي او په دي دوره کي هم قانون کي تعديل نشي وزيران نشي عزل کولاي ټولپوښتنه نشي کولاي .

ځواب ورکول باچا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *