د وسله والو ځواکونو سرقومانداني

ډاکتر اشرف غني احمدزی یوازینی کاندید دی چې د سرقوماندانۍ د احیا او فعالولو خبره کوي. ولسمشر ته بویه چې له لویو پوځي افسرانو او قوماندانانو سره له نژدې وپېژني، د هغوی ستونزې او کمبودۍ ورمعلومې وي او د هغوی له فعالیتونو خبر وي. ولسمشر باید د جګړې قومانده په خپل لاس کې ونیسي او مناسبې لارښوونې ورته وکړي.

د ډاکتر نجیب الله په اړه ویل کېږي چې هر سهار به یې تر شپږو بجو د مخه د سرقوماندانۍ جلسه خلاصه کړې وه. ان د مستقلو غونډونو تر کچې پورې قوماندانان ورمعلوم وو او په ځینو حالتونو کې به یې ورسره نېغ په نېغه خبرې کولې. د ده په واکمنۍ کې به د امنیتي وزارتونو وزیران همدا چې له جلسې ووتل، خپلو دفترونو ته تلل او رییسان به هم پر شپږو بجو خپلو دندو ته حاضر وو.

څومره چې د یو چا چوکۍ لوړېږي هماغومره یې مسوولیت ډېرېږي او د ډېرو مسوولیتونو سم تر سره کول، ډېر کار غواړي. د کرزي په اداره کې اکثره وزیران تر نهو بجو پورې ورک وي. اورېدلي مې دي چې کرزی پخپله هم د سهار تر لمانځه وروسته بېرته وېدېږي او نهه بجې کار پیلوي. فکر کوم کرزی حق نه لري چې د ملکي تلفاتو په اړه شکایت وکړي ځکه ده خپله یوه اساسي وظیفه، چې د وسله والو پوځونو عمومي قومانده وه، هېره کړې وه. په همدې وجه ډېر ځله د د بهرنیو او کورنیو ځواکونو تر منځ د نه همغږۍ په وجه ناوړې پېښې رامنځته شوې دي.

ډاکتر اشرف غني دغه امتیاز لري چې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد په پروسه کې یې د اردو تقریباً ټول لوی جزوتامونه ولیدل او له ډېرو لوړ رتبه منصبدارانو سره آشنا شو. ده ته د ملي اردو د منسوبینو ژوند، ستونزې، نیمګړتیاوې او وړتیاوې معلومې دي. دی په دې خبر دی چې عسکر یې څه شی خوري، چېرته څملي، په څه شي ځان تودوي، څه رقم وسله لري، معاش یې څومره دی او معاش یې پر خپل وخت ورته رسېږي که نه؟ له بلې خوا دی په سختو شرایطو کې د ډېر کار کولو ظرفیت لري. ده په یوه مرکه کې ویلي وو چې د شپې یوازې درې ساعته خوب کوي.

دا چې ډاکتر اشرف غني احمدزی زما د خوښې کاندید دی، یو دلیل همدا دی.

—————————–

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

6 thoughts on “ولې اشرف غني احمدزی؟ – ډاکتر محب زغم”
  1. د لوی احمدشاه بابا له ولسو واکی مخکی هم افغانستان له همداسی مختلفو ستونزو سره مخ و او کله جی د اوسنی افغانستان ستر لارښود د هیواد واکی په لاس کی واخیستی په ډیر تدبیر او متانت سره یی د هیواد کورنۍ ستونزی حل کړی او بیا یی ګاونډیان هم تر پنځوسو کلونو پوری په خپل ځای کینول. اوس هم مونږ یو داسی قاطع مشر ته اړتیالرو تر څو حد اقل د هیواد کورنۍ ستونزی حل کړی او د پردیو د مستقیم دخالت مخه ونیسی . هغه اردو په مونږ څه کړو چی خپل هیواد وال وژنی. وسله والی قواوی باید د خپل هیواد له خاوری او خلکو نه دفاع وکړی. له همدی امله د ښاغلی اشرف غنی احمدزی ملاتړ نسبت نورو ټولو کاندیدانو ته زیات دی او د هغه د بریالیتوب ضمانت کوی ځکه چی دی خپل خلک ، ملی اردو او ګاونډیان ښه پیژنی. بریال

  2. تر لمر سپینه خبره ده چي اشرف غني احمدزی تر ټولو کاندیدانو وړ او د وطن په خیر سړی دی، خو په افغانستان کي هیڅ کار چي څنکه باید وسي هغسي نه کيږي ، ټولنه د جاسوسانو د شخصي منفعت پرستانو تر لاس لاندي ده. د اشرف غني د بریاليتوب له پاره معقولو دلایلو ته هیڅ ضرورت نسته ځګه زموږ څو فیصده خلګ په دلایلو رایه ورکوي یا واقعاً رایه چي د صندقونو څخه حسابیږي هغه عامو خلګو صندوق ته ور اچولې وي!؟
    د اشرف غني احمدزي د بریالیتوب له پاره باید فکر وسي چي خارجیان څنګه قانع سي، د لوی کندهار دُرانيو د رایي لاسته راوړلو له پاره کوم کوم قومندانان او پُر نفوده خلګ رانیول سي! دا خبره نو د هري منطقې له پاره په نظر کي ونیول سي که نه وي په بل ډول د اشرف غني احمدزي بریالیتوب حال است مهال است و جنون!!

  3. سړی خو همدا دی خو په تېرو لس دولس کلونو کې په غلا اموخته شوي حرام خوران به څوک قانع کوي چې عبدالله او زلمی رسول پرېږدئ او د وطن د نجات لپاره اشرف غني ته رایه ورکړئ او یا لږ تر لږه ظلم مه ورسره کوئ.

  4. دافغانانو لپاره دایو ښه چانس دی، چی الله پاک ورته میسرکړی ، هیله مند یم چی ګران هیوادوال له دی فرصت څخه ګټه پورته کړی که خدای مه کړه دا چانس یی هم له لاسه ورکړ نو بیابه یو اوږد انتظار باسی تر څو بیا داسی زمینه ورته برابریږی، نو هیله می داده چی راځی د ډاکټر صاحب ملاتړی واوسو او دهیواد لپاره خپله ملی او اسلامی فریضه پ ښه توګه اداکړو

ځواب ورکول baryal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *