فضل کټوازی- په کوریا او آسټرالیا کې د افغانستان پخوانۍ ډیپلومات

سريزه،

       د ۲۰۰۱م کال- له هغه مهاله چې د طالبانو واکمني په افغانستان کې د امریکې د متحده ایالتونو د نیغې پوځي حملې په وسیله را نسکوره شوه، په تیرو دوولسو کالونو کې د نړیوالې ټولنې په مرسته په هیواد کې د ژوند په هره برخه کې بې شمیره بدلونونه او پرمختیاوې را منځ ته شوې، په ځانګړې توګه- د مطبوعاتو (انځوریزو او غږیزو رسنیو)، معلوماتي ټیکنالوژۍ، بیارغاونې او سړکونو، د بیان آزادۍ، روغتیا، د آزاد بازار د ودې، اقتصاد او سوداګرۍ، ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، د امنیتي ځواکونو را منځ ته کیدل او نورو برخو کې پراخې لاسته راوړنې د افغانستان او افغان ولس په برخه شوې، خو زما دا خبرې په دې معنی نه دي، چې هر څه تر سره او بشپړ شول، بلکې لا هم په مخکې پریمانه خنډونه او ستونزې شته. له ۲۰۱۱م کال مخکې، د نشه یي توکو کر کیله او قاچاق په څو وارې ډیر شوی دی. په نشه یي توکو د روږدو شمیره هم لا ډیره شوې، په افغان او نورو نړیوالو ادارو کې د اداري فساد کچه په بې ساري ډول پراخه او زیاته شوې ده. په مرکز او ولایتونو کې ناامنې او بې وزلې خپلې منګولې لګولي او په افغان وګړو کې یو ډول بې اطمیناني خپره شوې په ځانګړې توګه کله چې د لویدځوالو له لوري د ۲۰۱۴م کال د راتګ خبره را پورته شوه او اوس دا دی د همدې کال د پای خبره په ملي او نړیوالو مطبوعاتو کې ډنډوره کیږي او سورڼي ور ته وهل کیږي چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو ټول پوځي سرتیري له افغانستان څخه وځي او یوازې په محدود شمیر کې امریکايي پوځي سرتیري په افغانستان کې پاتې کیږي. په هر صورت، لکه مخکې مې چې یاده کړه-که څه هم چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ افغان دولت ډیرې لاسته راوړنې لرلې او دلته ېې یادونه هم اړینه نه بولم؛ خو په دې لیکنه کې د افغانستان نیمګړتیاوو ته په لاندې ډول اشاره کوم:

امنيت!

امنیت او ثبات د یوه هیواد د پرمختګ لپاره هغه حیاتې او اړین شرط دي، چې په یوه سالم او ډاډمن چاپیریال کې د انسان ځان، مال او هرڅه خوندې وې او همدارنګه نه یوازې کورنۍ پانګونې ته ښه زمینه برابریږې، بلکې بهرنیانو لویو سوداګریزو او اقتصادي سترو کمپنیو، کارخانو او شرکتونو ته هم د دې جرأات ورکوې تر څو د کوربه هیواد د خوندي امنیتي او اقتصادي چاپیریال څخه په ښه توګه ګټه پورته او پانګونه وکړي. په یوه داسې کړکېچن وضعیت کې چې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو په ګډون افغان امنیتې ځواکونه د امنیت په راوستو کي پاتې راشي او له بلی خوا بهرنیان هم په ۲۰۱۴ م کال کې له افغانستان څخه په وتلو شي نو که خدای مه کړه ډاکټر اشرف غني ماتې وخوري او ډاکټر عبدالله عبدالله بریالی شي نو آیا امنیت به د اوسني څپڅپانده وضعیت څخه د ښه والي لوري ته ولاړ شي؟ زما د تیرو دیارلسو کلونو د مأموریت د تجربو په بنسټ د دې نیمګړې شننې او تشریح ځواب ورته لوېه “نفې” ده. دلته غواړم د خپل دریځ څخه د ملاتړ په موخه پر لاندې موضوعاتو هر اړخیزه رڼا واچوم:

اقتصادې پرمختګ،

د ۲۰۱۴ م کال څخه وروسته لسیزه د اقتصادې بدلون د لسیزې په نوم نومول شوې، په دې لسیزه کې به نړیوال خپلې مرستې د افغانستان د بودیجې له لارې لګوي. په تېرو څو کلونو کې چې ډېره لږه برخه د افغان دولت په واک کې ورکړل شوې وه، د غلا او چور نړیوال ریکارډونه ېې مات کړو او که چیرې د افغانستان سره د نړیوالو دغه زیاتې مرستې یو ځل بیا د ډاکټرصیب عبدالله عبدالله او د نوموړي د ملګرو په واک کې ورکړل شي نو پایلې به ېې افغانستان د یوه بېساري اقتصادي کړکیچ یا بحران سره لاس او ګریوان کړي، هغه چې اوس هم له ستونزو سره مخامخ دی. ویل کیږي، د کابل بانک مالي کړکیچ په نړیوال اقتصادي تاریخ کې ساری نه لري، چېرته چې د لوړپوړو چارواکو د وروڼو د مالي غلاو او فراډونو د پاکولو په موخه له بیت المال څخه ۸۰۰ میلیونه ډالره اخیستل شوي وو. په دې اقتصادي لسیزه کې په نړیواله کچه د اقتصاد په ډګر کې یوې داسې پیژندل شوې څیرې ته سخته اړتیا ده تر څو د بهرنیو هیوادونو مرستې نه یوازې په سمه توګه سمبال کړي؛ بلکې د حساب ورکولو، روڼتیا او همدارنګه د نورو مرستو د جذبولو وړتیا هم ولري.

نا انډوله فاسده، تپل شوې دولتې اداره،

د بن په ناسته کې د نړیوالو په مرسته او همکارۍ په افغانستان کې یو نا انډوله، بیړنی او د پخوانیو جګړه مارانو په ګډون یو فاسد حکومت په افغانانو وتپل شو، لوړې حکومتي څوکۍ د یوه سهامي شرکت په څیر په بیلا بیلو جنګي ګروپونو او د هغوی په ملیشو د میراث په توګه وویشل شوې. افغانانو تمه درلوده، چې د نړیوالو د ریښتوني اخلاص سره به دې سهامي شرکت ته د ولسمشر کرزې په دوهمه دوره کې د پای ټکی کیښودل شي؛ خو له بده مرغه داسې و نه شول او نوموړي یو ځل بیا همدغه زړې او آزمویل شوې څېرې له ځان سره په حکومت کې شریکې کړې. افغانانو هیله درلوده، چې د نړیوالو په همکارۍ به په ظرفیتونو ولاړې معیاري دولتي ادارې جوړې شي او د ظرفیت، تجربې او پوهې په اساس به په دولتي ادارو کې ټاکنې تر سره شي خو له بده مرغه د افغانانو دا هیلې همداسې نیمګړې پاتې شوې او د زور او سهم په اساس خلک په لوړو دولتي پوسټونو وګمارل شول. د غښتلو او عصرې دولتي ادارو د نشتون له امله زموږ ولس آن د هیواد برخلیک د تپل شویو قومي او سمتې ټیکه دارانو په شتون او نشتون کې ویني او همدا علت دی چې د جګړې ټغر د ټولیدو په ځای نور هم په هیواد کې د غوړېدو خواته روان دی.

له قانون څخه ښکاره سرغړونې او بې عدالتي،

له قانون څخه یوازې د دولت مخالفین سرغړونې نه کوي؛ بلکې د اوسني دولت لوی سهم لرونکي او لوړ پوړي چارواکي هم په سرغړونو کې له دوی څخه پاتي نه دي، لوېې بیلګې ېې په تېرو څو کلونو کې د ځینو وتلو والیانو څرګندې سرغړونې دي چې له مرکزي حکومت څخه نه اطاعت دی. ځینو والیانو خو په دولت کې خپل دولتونه جوړ کړي دي او ځان د هیچا تابع هم نه بولي، په خپل سر ټاکنې کوي، په خپل سر د دولت عواید را ټولوي او په خپل سر د بهرنیو مسؤولینو سره ملاقاتونه او بهر ته سفرونه کوي. زما ښه په یاد دي یو وخت کوریا ته زموږ یوه غښتلي والي سفر درلود، د نوموړي له سفر څخه نه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر وو او نه د کورنیو چارو وزارت، ځکه چې نوموړي د افغانستان له یوه ګاونډي هیواد له هواېي ډګر څخه د کوریا پلازمېنې سیول ته تشریف راوړی وو. په وزارتونو کې د بې عدالتیو په اړه به څه نه وایم، ځکه چې د څه لیکلو له امله مې ګوتې هم شرمیږي.

په بهر کې د هيواد استازيتوب،

په ۲۰۰۸ م کال کې د بهرنیو چارو وزارت د یوه لس کسیز پلاوي په ملتیا د دریو میاشتو ډيپلوماتیک کورس په موخه جرمني ته ولاړو. د جرمني د دفاع وزارت له خوا راته د افغانستان په شمال کې د خپلو سرتېرو د کنټرول او قوماندې له مرکز څخه د لیدنې چانس برابر شوی وو. په پرېزنټیشن کې ېې په شمالې ولایتونو کې پښتون مېشته سیمې د Red Spot یا سرو ځایونو په نوم نومولې وې. کله مې چې دا حالت ولید؛ له چارواکي څخه مې وپوښتل چې که چیرته پښتانه تروریستان وي، بیا خو د ولسمشر څخه نیولې تر ما پورې موږ ټول تروریستان یو. زما په نیوکه د جرمني د دفاع وزارت د چارواکې له خوا پریزنټیشن په نیماېي کې ودرول شو او د بخښنې تر څنګ ېې راته وویل، چې دا پریزنټیشن خو موږ له ۶۰ ځلو څخه زیات ستاسو د لوړ پوړو ډیپلوماټانو په وړاندې- میلمنو ته وړاندې کړی دی او بې له تاسو، هیچا هم پرې نیوکه نه ده کړې. ما ورته په ځواب کې وویل چې ستاسو ګناه نه ده، دا هرڅه زموږ د لاسه دي او له بده مرغه دغه ډیپلوماټان زما د هیواد رښتوني استازي نه وو. نو اوس که راشو د بهرنیو چارو وزارت جوړښت، تشکیل او ټاکنو ته ځیر شو نو له ورایه به راته څرګنده شي چې د افغانستان د ډیپلوماسۍ دستګاه د تیرو دیارلسو کلونو په موده کې ۸۰ سلنه د هغو نافلټر شویو، بې تعلیمه، بی احساسه څیرو په لاس کې وه چې د افغانستان د ویاړلي تاریخ او لویو ملي ګټو سره ېې نه یوازې مخالفت کاوه بلکې د افغانستان د تجزېې په اړه به ېې کوربه هیوادونو ته مشورې هم ورکولې.

له مخاليفينو سره د سولې او مذاکرې لړۍ،

په داسې شرایطو کې چې شاوخوا د پنځوسو هیوادونو سرتېري د افغان دولت له مخالفینو سره په جګړه کې پاتې راغلي او هم د لرې پرتو سیمو د ۹۰ سلنې د ��ګړو زړونه ېې نه یوازې چې ګټلي نه دي، بلکې آزار کړي ېې هم دي. که چیرې خداې مه کړه په یوه داسې کړکیچن حالت کې یو ځل بیا دغه پخوانۍ آزمویل شوې ناکامه څیرې د افغانانو راتلونکی یا سرنوشت په لاس کې واخلي او د غښتلو، معیارې دولتي ادارو په ځاې یو ځل بیا خپلې پاتې ملیشې د افغانستان په دولتي ادارو مسلطې کړې نو د سولې او مذاکرې دروازې به د تل لپاره وتړل شي. په تیرو دیارلسو کلونو کې چې د افغانستان دولت او نړیوالو په پوره توان سره و نه توانیدل، مخالفینو ته ماتې ورکړي نو په یوه داسې وضعیت کې چې د فاسدو مشرانو په شتون کې امنیتي مسؤولین مو د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د مورال له ټیټوالي سره هم مخ وي او له بل پلوه امریکا هم طالبان ترهګر و نه ګڼي او له القاعده شبکې څخه ېې جلا کړي، څنګه به افغان دولت له خپل ځانه دفاع وکړي. د ښاغلي کرزې په شتون کې چې په ټولو معیارونو د افغانستان د مشرتوب لپاره برابر وو، خو بیا هم د نړیوالو ځواکونو په شتون کې امنیت تر لویو ښارونو محدود پاتې شو او که چیرې یو داسې څوک راشي چې له مخالفینو سره پخوا هم په تقابل کې پاتې شوی وي، او په بیا بیا ېې د سولې د خبرو مخالفت کړی وي. هغه به څنګه وکولای شي ترڅو طالبان ېې په خبرو باور وکړي او په افغانستان کې تلپاتې سولې ته زمینه برابره شي.

ولې ډاکټر عبدالله عبدالله ته نه،

لومړی- ډاکټرصیب عبدالله عبدالله د افغانستان په روان کړکیچ کې هغه لانجمنه څېره ده چې په ولسمشر کېدو سره به ېې امنیت د اوسنې وضعیت په پرتله څو برابره خراب شي او امنیت به تر کابله هم محدود پاتې نشي. د دولت په مقابل کې خو اوس یوازې مذهبي تنُدلاري په جګړې بوخت دي که خدای مه کړه دا ښاغلی قدرت تر لاسه کړي؛ د افغانستان یوه برخه روښانه پوړ یا طبقه چې تر اوسه د یوه غوره س��ا او راتلونکي په هیله په کورونو کې آرام ناست دي، دوی به هم د دولت په مقابل کې ودریږي او له یوه داسې کړکیچن حالت څخه به د افغانستان ګاونډیان د افغانستان په وړاندې په پوره توان سره اعظمي ګټه پورته کړي.

دوهم- د ډاکټر صیب عبدالله عبدالله په ډله کې د هزاره وروڼو په استازیتوب ښاغلی محقق د دوهم مرستیال په توګه هغه جنجالي څيره ده چې اوسمهال د خپلې برخې په پرتله د نیماېي افغانستان په خوړلو بسنه نه کوي او که خداې مه کړه د قدرت واګې تر لاسه کړي، نو د پوره افغانستان په خوړلو به ېې هم قناعت و نه شي. ډاکټرصیب عبدالله عبدالله به د واک په مهال د تیر په څیر یو ځل بیا خپلو جمعیتیانو او ولایتیانو ته د واک د زیاتولو، پراخولو او غزولو په لټه کې شي او له بلې خوا به جناب محقق هم د خپلو پلویانو لپاره د واک غوښتلو ښې پراخې هڅې کوي، د حکومت دا د ګوتو په شمار وخت به د مهمو ملي موخو یا هدفونو او پروګرامونو د پلي کولو په ځای د دوی په خپلمنځي ناندریو کې تیر شي.

زه په ډانګ پیلیې توګه وایم چې د جنرال دوستم ملاتړ نه کوم، البته که د نوموړي څخه پرته نور جنګسالاران په تیرو دورو کې په لوړو څوکیو پاتې شوي وي، د چا د لوټ مار او بربریت نښې او نښانې په ټول کابل کې د تاریخ لپاره ښه یادګارونه دي نو بیا که هغوی د قدرت په وېش کې مرستیالان پاتې کیدای شي نو جنرال دوستم هم حق لري. او بیا دوستم له نورو یوه ښیګړه لري چې د نورو په شان په دولتې او نا دولتې ځمکو او بیت المال باندې ېې خیټه نه ده اچولې. همدارنګه دا ښاغلی خو بیا دومره شهامت او اخلاقي جر‌أت تر سره کړ، چې له ملت څخه ېې په خپلو تیرو کړو وړو بخښنه وغوښته، دا نور خو په خپلو ناوړو عملونو او کړو بخښنه خو لا پریږده، بلکې لا د نورو امتیازاتو دعوې کوي. هغه متل دی چې وایي: خان پور غوښت، ملا نور غوښت.

د پاکستان لاسوهنه به زياته شي،

که خداې مه کړه ډاکټر اشرف غنې بریالی نه شي، پاکستان ته به د لا نورو لاسوهنو یو طلاېي چانس په لاس ورشي او په افغانستان کې به کورنیو جګړو ته لاره هواره کړي. د پاکستان یوه په کور ناست پخواني ډیپلومات یو وخت راته ویلي وو چې پاکستان په افغانستان کې کله هم یو تحصیل کړۍ پښتون ملتپال مشر نه غواړي ځکه چې له یوه تحصیل کړي پښتون مشر به نه یوازې په کور د ننه د پښتنو په فکر کې وي بلکې د کرښې د بلې غاړې د پښتنو غم به هم ورسره وي.

نو اوس پوښتنه دا ده، چې ولې پاکستان حقانې شبکه جوړه کړه او ولې له همدې ډلې څخه د افغان دولت په وړاندې کار اخلي؟ ځواب ېې ښکاره او څرګند دی، هغه دا چې پاکستان د افغانستان په نبض، رمز او رموز ډیر ښه پوهیږي، د افغانستان جغرافیه، قومي جوړښت، د وروڼو ملتونو خویونه او عادتونه، احساسات او تاریخ یې ډیر ښه مطالعه کړی دی، د پاکستان پوځي او د څارګرې ادارې واکمنان پوهیږي چې د لوېې پکتیا (پکتیا، خوست، پکتیکا)، لوی مشرقي (کونړ، ننګرهار، لغمان)، هلمند، ارزګان، کندهار له ولسونو څخه پرته بل هیڅوک د جګړې توان نه لري او همدا علت دی، چې د حقاني شبکه ېې په لویه پکتیا کې د نورو ولایتونو د وګړو په همکارۍ فعاله کړه ترڅو د تل لپاره افغان دولت ته د سردرد اووسي او پاکستان ېې د خپلو سټراټیژیکو ګټو لپاره وجنګوي.

پايلې،

په یوه داسې حالت کې چې له یوې خوا ولسمشر اوباما د ۲۰۱۶ م کال تر پایه پورې له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو د ایستلو اعلان وکړ او له بلې خوا زموږ دولتي ادارې ناانډوله او د سهامي شرکت په څیر د څو تپلو زورواکانو په لاس کې وي، نو په یوه داسې کړکیچن وضعیت کې د افغان دولت واک یو داسې چا ته په لاس ورکول چې د تیرو څو لسیزو د کورنیو جګړو سرلښکر وي، فکر نه کوم چې په افغانستان کې دې اوسنۍ نسبي امنیت چې تر لویو ښارونو محدود پاتې دی، هم په خپل حالت پاتې شي.

زما په اند نړیوال به د افغانستان په اړه کله هم دومره لنډ لرلید او محاسبه و نه کړي، ترڅو د خپلو سرتیرو د وتو سره په افغانستان کې پخواني فاسد سهامې شرکت ته دوام ورکړي او د خپلو سرتیرو وینې او په ملیاردونو ډالر نه یوازې ضایعه شي بلکې په افغانستان کې د کورنیو جګړو پیل به د ملګرو ملتونو سازمان هم په نړیواله کچه د تل لپاره بې باوره کړي.

که افغان دولت او نړیوال غواړي چې د پاکستان ښی لاس یانې د حقاني شبکې فعالیتونه په افغانستان کې وځپي، مورال ېې ور ټیټ کړي او په پای کې یې له منځه یوسي، نو دا کار د افغانانو د یوه ملي لارښود او مشر په وجود کې چې افغان ولس سره یو موټي کړي او د ملت پالنې یا نیشنلزم د مثبتو او سالمو احساساتو د راويښولو او پیاوړي کولو له لارې تر سره کولای شي، کنه نو د دې شبکې د له منځه وړلو لپاره بله کومه بدیله لاره یا درملنه نه وینم.

په پاې کې د یوه موټي، سرلوړي، خپلواک او ودان افغانستان په هیله.

5 thoughts on “ولې اشرف غنې؟ – فضل کټوازی”
  1. ښاغلی فضل الرحمن کټوازی د هیواد یو تکړه ډیپلوماټ دی چی په دی لیکنی سره یی خپله دیپلوماسی، وړتیا او وطن پرستی ښکاره کړه. ښاغلی کټوازی صیب ته ددی مقالی په لیکنی کور ودانی وایم چی واقعاً هغه څه یی بیان کړی چی په اوسنی وخت کی افغانستان ورته ضرورت لری، الله ج دی نور توفیق هم ورکړی تر څو خپل هیوادوال د خپلو نظرونو تجربو څخه برخمن او مستفید کړی. په درنښت

    1. Salamoona
      first of all greeting to all Taand personals, especially to katawazi,
      it is really impressive and informative article in which all necessary steps are explained very well and hope to continuous this action in future too, to know the war torn people of Afghanistan and vote to the right person for bright future.

  2. افرین کټوازی صاحب
    ډیر ښه تحلیل او ارزیابی موکړی دی. هیله ده چی نور واقعیتونه هم ټولنی ته وړاندی کړی

  3. Salamoona
    first of all greeting to all Taand personals, especially to katawazi,
    it is really impressive and informative article in which all necessary steps are explained very well and hope to continuous this action in future too, to know the war torn people of Afghanistan and vote to the right person for bright future.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *