ښايي په ټوله نړۍ کې افغانان ښځو ته د کتلو«چشم چرانۍ» په برخه کې ریکارډ ولري، د هیواد په بیلابیلو ښارونو کې ښځې ځان خوندي نه احساسوي او حتي که په حجاب کې هم وي نارینه په تیره بیا تعلیم یافته نارینه داسې ورته ګوري ته وا ښځه ېې په خپل ژوند کې په لومړي ځل کتلي وي دې چارې زموږ د میرمنو روحیه ډیره کمزورې کړې او جرائت ېې ترې اخیستی دی .

زه همدا اوس د اروپا  د یوه ستر ښار په هوايي ډګر کې ناست یم  الوتکې ته مې وخت پاتې دي نو دې مسلې ته بیا متوجه شوم او دغه مطلب لیکم

 دلته په دوبي کې میرمنې  ډیر بربنډ او ازاد کالي اغوندي ، او په  دغه هوايي ډګر کې هم هر ډول خلک تر سترګو کیږي یوه ډله افغان ځوانان هم شته چې یوازې دوي په هوايي ډګر کې ښخې څاري نور هر یو په خپل کار بوخت دی  نو را سره فکر پیدا شو چې د دې چارې علت څه دی ولې موږ چې ځانته افغانان او میړنې هم وايو دغسې منفي حرکت کوو؟ ولې زموږ په کلیو او بانډو کې میرمنې تر ښارونو خوندی دي؟ ولې هغه څه نه یو چې غورې  لافي ېې وهو ؟ ولې د بل ناموس راته بې ارزښته دی او په خپل ناموس سر ورکوو؟

ښايي یو علت ېې دا وي چې موږ میرمنو ته یوازې یو مقام ورکړی او هغه له دې بې وزلې پرګنې  سره جنسي اړیکه ده له ماشومتوبه په سکسي فقر کې لوي شوي یو او فکر کوو چې ښځه یوازې د جنسي اړیکو لپاره پنځول شوې ده، په دې نه یو خبر چې جنسي اړیکه د نارینه او ښځو د ارتباط یوازې یو بعد یا اړخ دی ، له میرمنو سره اړیکه  عاطفي،فکري اقتصادي ، جنسي او نور ډیر اړخونه لري ، له بده مرغه موږ ته ېې یوازې یو اړخ را ښودل شوی او ټینګار پرې شوی دی. له بدغه مرغه کورنۍ هیڅکله خپلو ماشومانو ته په دې برخه کې سمه روزنه نه ورکوي. حتی دغه کیسه تر دې حده خطرناکه ده چې په خپله ښځې او نجونې هم داسې فکر کوي چې د دوي اصلي رسالت او دنده له خپل خاوند او یا نارینه وو سره جنسي اړیکه ده.

دغه راز له اخلاقي پلوه په دې برخه کې زموږ د تعلیم یافته پرګنو سویه ډیر رالویدلي او ټیټه ده ، دین د اخلاقو بشپړونکی دی او ډیر کسان باوري دي چې دینداره کسان باید په اخلاقو کې تر نورو ښه وي، خو له بده مرغه زموږ به ټولنه کې کیسه برعکس ده.

 میرمنې هم باید توجه وکړي چې له خپل خاوند سره جنسي اړیکه د هغوي د اړیکو او ارتباط یوازې یو اړخ دی.

پر دې سربیره جنسي اړیکه یو چلند دی یوازې یو پانتومیم یا نمایش نه دی، له دې چارې سره اخلاق، عاطفه، او مینه هم تړلې ده. له اخلاقي پلوه دومره کمزوري شوی یو چې نور ټول اړخونه له یاده باسو او یوازې د حیواناتو په شان په سکس او جنسي اړیکو فکر کوو.

 د اروپايي ټولنو له ټولو ازادیو سره سره کله چې یوه میرمن په کوڅه او بازار کې ګرځي که هر ډول جامې ېې اغوستي وي څوک ورته نه ګوري. البته ممکن په دوي کې هم دغسې کسان وي خو له اخلاقي پلوه به ډیر کمزوري او بې ارادې کسان وي او خلک ورته د یوه پریوتي انسان په سترګه ګوري.

 جنسي اړیکه د انسان یوه طبیعي غوښتنه ده خوله رواني پلوه چشم پرانه  کسان ناروغان ګڼل کیږي  او دغه کسان په جنسي اختلال اخته شوي وي نو ایا زموږ د ټولنې ډیر کسان ناروغان دي؟ دې پوښتنې ته ځواب سخت دی خو دودونه او کلتور مو ورته ځواب ورکولی شي.

هغه کسان چې په ماشومتوب کې ېې جنسي اړتیا د مور او پلار په وسیله ځپل شوي وي  او تل ورته ویل شوي دی  چې دا ګناه ده او تل له دې چارې منع شوي وي نو په لوینې کې ښځو ته له کتلو خوند اخلي  ځکه چې دغه چاره ورته مهمه کیږي، پر دې سربیره ماشومانو ته په دې برخه کې روزنه نه ورکول کیږي چې څنګه  خپله دغه اړتیا پوره کړي.

پر دې سربیره دغسې ځوانان خپله دغه انرژي په بل لوري نه شي هدایتولی په داسې حال کې چې په اروپا کې هم ډیرو ځوانانو تر اتلس کلنۍ پورې سکس نه وي تجربه کړی خو ورښودل شوي چې خپله دغه انرژي څنګه او په کوم لري هدایت کړي.

زه فکر کوم دا جدي ستونزه ده باید میندې او پلرونه او ښوونکي دې مسلې ته توجه وکړي او شرم څنګته پریښودل شي، زموږ به هیواد کې تل جنسي مسلو ته د شرم او ګناه په سترګه کتل شوي په داسې  حال کې چې دا د ژوند یوه مهمه او اساسي برخه ده کله چې دغه خبرې په کورنۍ او ښوونځي کې ونه سپړل شي ټول عمر د ماشوم په ذهن کې پاتې کیږي او په نتیجه کې ېې له مقابل لوري سره چلند او اړیکه یوازې په  جنسي مسایلو راڅرخي بل هیڅ ډول اړیکه ورته ارزښت نه لري او فکر کوي د نارینه او ښځې یوازېنۍ اړیکه جنسي ده .

 له بده مرغه حتي که زمو په ټولنه کې یو هلک او نجلۍ که  له یو بل سره خبرې هم کوي نو ټول دا فکر کوی چې دوي له یو بل سره عشقي او جنسي اړیکه لري له دې پرته  بل هیڅ ډول انګیزه ذهن ته نه راځي.

 کله چې هلکان او نجونې بلوغ ته رسیږي باید مور له لوراو پلار له زوي سره په دې هکله خبرې وکړي او ضروري معلومات ورکړي، هیڅکله خپلو ماشومانو ته دا مه وایاست چې جنسي اړیکه ګناه ده. البته ناروا جنسي اړیکه بیل شی دی.که تاسو دغه معلومات خپلو ماشومانو ته ورنه کړئ نن سبا په اسانه په انټرنټ کې هرڅه موندلی شي نو ممکن هغوي په دې ډول غلط معلومات ترلاسه کړي.

البته تر هرڅه وړاندې باید مور او پلار په خپله دغه ذهنیت پيدا کړي چې جنسې اړیکه  یو طبیعي اصل دی او دغه اصل د ژوند د یوه مهم ټکي په توګه ومني ، ډیری کسان په تیره بیا میرمنې  چې له څلویښتوکلونو واوړي نوله خپل خاوند سره جنسي اړیکه ورته د شرم خبره شي او حتي ترې انکار کوي دغه چاره د دې سبب کیږي چې خاوند ېې نورو ښځو ته وګوري. هغه نارینه چې له جنسي پلوه ارضا شوي نه وي نورو میرمنو ته  ډیر ګوري. که یو نارینه له خپلې میرمنې سره له جنسي پلوه سل په سلو کې ارضا شي هیڅکله بلې میرمنې ته نه ګوري زموږ ډیری نارینه او ښځې له جنسي مسلو سره اشنا نه وي او خپله جنسي تنده سمه نه شي ماتولی دغسې کسان تل د جنسي خوند په لټه کې وي.

جنسي تنوع  د انسان طبیعت دی خو دغه غوښتنه هغه وخت ډیره شي چې په ورځني ژوند کې مینه کمرنګه وي په هغو ټولنو کې چې مینه په کورنیو کې یوازې په سکس پورې محدوده وي  هلته دغه ستونزې ډیرې وي.

 له بده مرغه د اکثریت افغانانو ذهني بوختیا جنسي مسلې وي او په دغه فکر ژوند کوي او دغه کسان هیڅکله ارامه نه وي او ژر عصبي کیږي زموږ د ټولنې د خشونت یو علت ښايي همدا  وي د نورو اړتیاوو په شان کله چې جنسي تمایلات هم پوره نه شي سړی عصباني کوي او له بیلابیلو رواني ستونزو سره ېې مخامخوي.

میرمنې هم باید په دې هکله له خپلو میړونو سره خبرې وکړي ځکه دا یوازې ځوانان نه دي بلکه لکه مخکې چې وویل شول د پاخه عمر کسان تر ځوانانو ډیر ښځو ته ګوري او کله چې  د پاخه عمر یو سړی یوې پیغلې ته په  داسې نظر وګوري نو هغه پيلغه له رواني نظره دومره تر فشار لاندې وي چې حد نه لري.

په کورنیو کې باید پر نفس د اعتماد، پر ځان باورۍ او اخلاقو روحیه دومره پياوړي وي چې کله یو ځوان کله دغسې فکر وکړي او یوې پردۍ نجلۍ ته په بد نظر وګوري ځان ورته بد اخلاقه او ډیر ټیټ ښکاره شي.  البته د دې تر څنګ باید مور او پلار اجازه ورکړی چې زوي  یا لور په ازاده توګه خپله خبره وکړي شي که په کور کې دغه ډول خبرې ونه کړي شې نو بل چیرته به ېې کوي؟په کوڅو او بازارانو کې باید دغو کسانو ته په بد نظر وکتل شي داسې  چې دوي یوې میرمنې ته ګوري او  دوي باید احساس وکړي چې ډیر ناوړه او بد کار کوي .

 د نورو اړتیاوو په شان جنسي اړتیا هم هر وخت احساسولی شو خو باید دا زده کړو چې څنګه دغه احساس کنټرول کړو او تر دې حده باید ټیټ او لویدلي ونه اوسو چې یوازې د جنسی خوند او اړتیا د پوره کیدا په بدل کې ټول اخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندې کړو.

14 thoughts on “ولې افغانان ښځو ته ډیر ګوري؟/ ډاکټر سباوون”
  1. Salamoonah;
    D` Dr. sayb Sabaoun pa ta`ied, zima pa nazar la jinsi arrike saxa moxa de Awlaad meynzta rawrril diy, d`haghi pa tszang ki elbetta halal hissi lezzet ham piky shta. Magar mosulmanan, xososen Afghan bayed d`Islam amr pa esas na-mahrem ta stirgy ttietty wachavi. Bya ka kum narina zaan dder mosta`id aw ghani ganni, (d`adalet pa ply kawlo aw d` konndo ya yetimaato! pa rezaieyt ) tir 4 shazy hem kawly si!!!!. Ghayr la haghe zma pa nazar tir tszo da jinsi gharayiz pa Jannatonu ki irza na shi , pa de dunya hayvanieyet aw xoshunet ta byayie. pa dranisht.

  2. اکتر صاحب ستاسو نه دیره مننه چی تل دیرو مهمو مسایلو ته مو پام شویدی!!
    زمونژ په تولنه کی د اسلام د پاک دین اصول او وجایب خو لا حه چی حتی په حینو مسایلو کی د انسانی چوکاته هم لیری یو…..
    د اسلام د پاک دین په هر حکم کی یو لوی حکمت پروت دی، اسلام حکم کوی چی د اولادونو د بلاغت ته د رسیدو سره سم د دوی د واده لپاره بندوبست وکری، خو نه پداسی طریقی سره لکه د نن رواجونه چی یو عادی او بیچاره افغان هم باید کم ازکم تر 10000$ پوری د ولور او مراسمو د سرته رسولو لپاره را پیدا کری، چی دا د هر چا له توان خخه لیری ده!!! خکه خو نو گناهونو او بداخلاقیو ته مخه کوی، پردیو خویندو او میندو ته خو به خامخا گوری!! فکر کوم چی دلته د تولو نه خیات پداسی یوه تولنه کی د علماوو او ملایان صاحبانو دی!! خکه د ولور موضوع دیری خوانان جنگونو بد اخلاقیو قتل غلا او حتی په کلونو کلونو مسافریو ته مجبور کریدی!! ددنیا په هره اسلامی تولنه تر تولو اسان او بی مصارفو کار هغه د دوو مسلمانو خواناتو تر منخ د شرعی نکاح تر سره کول دی!!!! زه نه پوهیژم چی زمونژ په دا تولنه خه تکه رالویدلی ده!! ددی لورو ولورونو معنی یواخی او یواخی د د لور او خوی په خپله د تباهی کندی ته ورتیل وهل دی او بس

  3. Zma pa aand mong Afghanan k chere Islame zdakre wolaro no bya ba hes kala da bal cha namos ta na goro aw somra arzikht che khpal namos ta warkawo de bal cha namos ta ba yee ham warkao Inshallah.

  4. ډاکټر صیب لیکنه کښی درسره موفق یم.خو تاسو یوه یادونه کړی چی خپلو اولادنو ته زده کړه چی جنسی اړیکه بیل شی دی. دا څنګه کیدای شی.
    او بله زمونږ افغانان چی غیر محرمو ته سترګی اچوی ډیر بد کوی ایا دوی خپله خور او مور نه لری.؟؟
    که دوی ته اسلامی زده کړه ورکړل شی دا به ډیره مهمه وی؟ هغه هم چی یو انسان بلوغت یا د بلوغت ته نه وی رسیدلی.
    مونږ ته خپل ستر پیغمبر لارښوونی کړی باید هغه عملی کړو؟

  5. Sallamona aw niki hilee Dr.saib , Deera kha likana ter deera haada muafiq yam , kho Tool Afghanan dasi na de. yaw toolge ta ye de tool Afghan num ma warkawai, da katmat sahi khabara da che pa Afghani toolana ke Moor aw plaar aw bia toolana pa de ke patay raghali che khpalo mashomano ta Toolniz Adaaab war pa gwata ki…! pa dranakht.

  6. سباوون صیب مننه، لیکنه می د ولوستله او ځواب می خولی ته راغی بیا می ویل څه یی کوی پریږده یی، خو ښکاری چی ونشوه، یو شی باید ولیکم:
    د لیکنی دډیری برخی سره د هم نظره یم. دا چشم چرانی یوه بدمرغی ده پدی ملک کی. دا یوه ښه بیلګه ده چی ښیی زمونږ تربیه او فرهنګ څومره خوار دی. خو خیر، جنګ او بدبختی دا شیان ورسره لری. اوږد مهاله ثبات ددی باعث ګرځی چی دا راز مسایل په هر ډګر کی تر کار لاندی راشی: په تعلیمی مراکزو کی، په مجالسو کی …….. او دا چی هغه هستی چی د ټولنی نزاکتونه او حدود ماتوی (لکه د نن ورځی بدماشان چی د سیاسی کړیو سره وصل دی) هغه ورک شی، دا ټول سوکه سوکه ددی باعث ګرځی تر څو د خلکو فرهنګ د نرمی، احترام او انسانیت لور ته روان شی. البته دا تحلیل به درته یو څه نیمګړی ښکاره شی، خو د وخت محدودیت دی، کنه هر اړخ ته یی کافی تحلیل لرم.
    بله غټه موضوع طبعاْ زمونږ ډیر نیمګړی مالومات دی له دین څخه. بیا هم پداسی ملک کی چی جنګ دی، تر اوسه د مدرسی او مکتب او ملا او مکتبی جنجال ندی حل شوی، نو د خلکو دینی مالومات به له کومه دومره غښتلی شی؟ بس یوه غټه احساساتی ټولنه یو چی ډیری په نامه او احساساتو مسلمان یو. ژوند، راکړه ورکړه، کورنی او کلیوالی راشه درشه کی مو د اسلام اصلی اصول ډیر کم لیدلی شی. خیر دا هم مفصل بحث غواړی.
    ستا د لیکنی هغه برخه چی ورسره موافق نه یم: تا د اروپا د ټولنیز ژوند او ځوانانو ډیر ښه تصویر وړاندی کړی. خو ای کاش همداسی وی. اروپا اوس مونږ ډیرو کسانو لیدلی او د نژدی مو مطالعه کړی. سکس او جنسی مسایل د هغه ځای اصلی ګیم دی. هر شی هلته په همدی محور راڅرخی. ځوانان په ډیر کم عمر کی (اتلس کلنی خو هسی یوه خبره ده او دا به حتما تاته هم واضحه وی) د همدی وسواس سره مصروف وی چی څنګه مقابل طرف، دا هلک او یا هغه جنی را جذب کړم، په انګریزی اصطلاح Impress یی کړم ……. زه د دوی د ځوان نسل په لیدو چی اکثره به ډیر په کم سن کی وو، ددوی د بی بندو باری، له مور او پلار سره د سپکی اړیکی او صرف او صرف د جنسی اړیکو په تړاو ددوی ذهنی بوختیا او…… هغه شیان وو چی سخت ټکان یی راکړ.
    ستا دا نظر چی د ښخی سره اړیکه فقط جنسی اړخ نلری، هسی د ځان تیر ایستل دی. زما او ستا تر خالق والله که زمونږ تحلیل او شناخت د انسان په هلکه قوی وی. له هری نا محرمی ښخی سره تر ټولو د مخه کوم احساس چی په انسان کی راټوکیږی هغه جنسی دی. د اروپایانو دا احساس هم ما ډیر ښه مطالعه کړی، ګڼ مثالونه هم درته لرم خو چی وخت وای.
    د افغانانو ددی سپک عادت د ورکولو لاره دا نده چی په اروپایی سبک مور او پلار ورته د سکس په هکله خبری شروع کړی. جنسی تنده به په یوه اسلامی ټولنه کی همیشه پاته وی، خو ورسره به کار او تمرکز پر دی وی چی څنګه قوی او با عزمه انسانان تربیه کړو، تر څو د حلالی لاری دا تنده ماته کړی، او که یی حرامو ته بیا هم تنده وه، نو باید دا زجر او زحمت په خپل نفس ومنی چی له هغی ډده وکړی او کنه نو بیا د الهی حساب ته ځان چمتو کړی. د انسان ټول خلقت او امتحان په همدغسی ډول دی. حرام او حلال یی مخ ته اچول شوی، د هر یوه ښه او بد ورته واضح شوی، او بیا ورته ویل شوی چی د نفس او شیطان په موجودیت کی یی اوس ابتلا شروع ده. دا دوه (نفس او شیطان) حرام همیشه خوندور او له لذته ډک راته ښیی، لنډه دا چی امتحان اسانه ندی.
    هو رښتیا یوه بله موضوع چی رانه هیره نشی هغه هم ددی بد عادت د ورکولو لپاره : د هغو فکتورونو ورکول چی داسی شیان تحریکوی. مثلاْ د ښڅینه نا مناسب کالی، حرکات، بی محرمه او بی ضرورته تګ او راتګ، د فحشا د وسایلو (انټرنټ، تلویزیون …) کنټرول …….
    اوس نو که دا ډول د الهی احکامو سره سمه یی چاره ونشی، او ستا د فرمایش سره سم اروپایی ستراتیژی ورته وکارول شی، ګمان کوم چی د اروپا غوندی به کتل سم او یا اقلاْ کم شی، خو نور نو که ځوان نسل ماشینی شو، د Teen pregnancy باران جوړ شو، Extra marital affairs او Cheating عام شول ؟؟؟؟؟
    هیله می داده چی بل ځل که پری لیکنه کوی او یا ځواب رالیږی، هر اړخیزه فکر پری وکړه. دقیق نشم ویلای خو داسی راته ښکاری چی په اروپا کی د هستوګنه ده. دداسی حالت (هلته هستوګنتوب) یو معمول اړخ همدا دی چی د هغه ځای عادات، حرکات او رواجونه سړی ته تر حد ډیر سم او ښکلی ښکاری. دا حالت پر ما هم تیر شوی ځکه یی درته وایم. خو لږ Balcony view بیا واقعیتونه سړی ته ورښیی.
    احمدیار

  7. وروره مونژ تش مه نوم د اسلام چغی وهو! !! مهربانی وکری د عملیاو بی ریا مسلمانی یو مثال خو راکری!!!!؟؟؟؟

    1. روره مونژ تش مه نوم د اسلام چغی وهو! !! مهربانی وکری د عملی او بی ریا مسلمانی یو مثال خو راکری!!!!؟؟؟؟

    2. ایا چیرته او په کومه یوه تولنه کی یوه شخه چی بلاغت ته رسیدلی وی او د کورنی د جورولو ورتیا هم ولری په 5 لکه او په خینو خایونو کی د واده د لگست سره یی مصرف ان تر 15 لکو پوری رسیژی!
      دا زمونژ پدی تولنه کی چی د اسلام او جهاد ناری هم وهو عملن روان دی، په کنج د دنیا کی حتی په کفری نری کی هم داسی بدرنگ او د شرم دک رواجونه مه ندی لیدلی، تول فساد د داسی غیر اسلامی او غیر انسانی دودونو خخه راپورته شویده، دا خوچیرته او په کومه یوه تولنه کی یوه شخه چی بلاغت ته رسیدلی وی او د کورنی د جورولو ورتیا هم ولری په 5 لکه او په خینو خایونو کی د واده د لگست سره یی مصرف ان تر 15 لکو پوری رسیژی!
      دا زمونژ پدی تولنه کی چی د اسلام او جهاد ناری هم وهو عملن روان دی، په کنج د دنیا کی حتی په کفری نری کی هم داسی بدرنگ او د شرم دک رواجونه مه ندی لیدلی، تول فساد د داسی غیر اسلامی او غیر انسانی دودونو خخه راپورته شویده، دا خو لا خه چی یو پلار به دوه ودونه لری او په دریم پسی به هم گرزی خو د هغه خوان خوان خامن به تول بی ودونو گرزی، طبعی ده چی زامن یی د بل ناموس ته اگوری او یا بی ادبی معاف په خرو پسی وگرزی!! لا خه چی یو پلار به دوه ودونه لری او په دریم پسی به هم گرزی خو د هغه خوان خوان خامن به تول بی ودونو گرزی، طبعی ده چی زامن یی د بل ناموس ته اگوری او یا بی ادبی معاف په خرو پسی وگرزی!!

  8. د اسلام مبارک دین هر څه په ډېر واضېح شکل سره بیان کړی دی که هر څوک اسلامي لارښوونو د عمل جامه ور واغوندي انشاءالله دې او دې ورته دټولو پوښتنو ډېر قانع کوونکی ،روښانه او هر اړخیز ځواب به پکې ومومي .

  9. Daer Doctor sahib Sallam ,
    hope to be fine and healthy and having a good time with your all family members.your edia was very nice and biutiful for other countries ,such as London france American cities, not for Aghanista .Thank you sumach,

  10. ډاکټر صاحب سباوون او درنو لوستونکو ته سلامونه او نېکې هیلې

    داچې په افغانستان کې ولې خلک ښځو ته زیات ګوري، تاسې د دې په اړه هڅه کړېده چې ځواب یې کړې، خوبیا هم د هرچا خپل نظر وي، پدې اړه غواړم خپل نظر هم درسره شریک کړم. زما په آند یې لاندې ټکي زیات لامل ګرځي:

    • له لومړي سره د ځان او چاپېریال او دخپل خالق اړه د پوهې او تجربې کموالی یا بالکل نشتوالی.
    • په ټولنه کې د انساني جنسي غوښتنو او اړتیاوو لپاره د سمو او دیني لارو نه کارول.
    • په ټوله اسلامي ټولنه کې د واقعي اسلامي قوانیو سطحي او شکلي تطبیق.
    • ځوانانو او کشرانو ته د هغوي د بشري او طبیعي اړتیاوو په اړه د حقیقي معلوماتو نه ورکول.
    • له ځوانۍ څخه د بل مسلمان خور، لور او کډې ته کتل او دغه عادت باندې روږدي کېدل.
    • له الله تعالی او د هغه د ستر لارښوود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لارښوونو بې خبره یا باغي پاته کېدل.
    • په ټولنه کې د سنتي دستور او داسې رواجونو حاکمیت چې د انسان طبیعت سره اړخ نه لکوي.
    • د نارینه او ښځینه مسلمانو ځوانانو په وړاندې زیاته خطرناکه رسنیزه او یرغلګره جګړه.
    • د ټولو لپاره د یوه بې قیده او بې شرطه آزادۍ شتون.
    • د ناروا جنسي اړیکو د زیانونو په اړه بې خبري او له هغو د سترګو پټول.
    • په معاصره ټولنه د ښو عملي بیلګو کموالی یا په ځینو ځایونو کې نشتون.
    • په زړونو کې د الله تعالی د وېرې او حقیقي تقوی پيکه کېدل او د نفس د تزکیې یومخ له منځه تګ.
    اوداسې نور…

    خو په هرحال، مسلمان نارینه او ښځینه باید تل د الله تعالی دا وینا او حکم په یاد ولري چې فرمایې:

    ﴿ قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴾ ۳۰ ﴿ وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوْ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنْ الرِّجَالِ أَوْ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِــــــــــــــــــــــــــــــحُونَ﴾۳۱ سورة النور
    د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دې مبارک حدیث دې عمل وکړي:
    ((قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهم عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِعَلِيٍّ: يَا عَلِيُّ لا تُتْبِعِ النَّظْرَةَ النَّظْرَةَ فَإِنَّ لَكَ الأولَى وَلَيْسَتْ لَكَ الآخرة))
    [ رواه أبي داود عَنِ ابْنِ بُرَيْدَةَ عَنْ أَبِيهِ ]

  11. تر ټولو ستر لامل يې په افغاني ټولنه کې جاهله ملايان دي همدغو جاهله ملايانو ښځه د شهوت يوه وسيله معرفي کړې، دا چې ځوانا تر ډېره ملاته مراجعه کوي نو د ملايانو د بدو اخلاقو د اغېزې لاندې راځي او فکر کوي چې شايد دا يو شرعي امر وي بله ستونزه په افغاني ټولنه کې د ولور په نوم د ښځو پلورل دي چې دې کې هم ملايان ملامت دي ځكه چې ملا بايد دا غير اسلامي کړنو څخه ټولنه راوګرزوي خو که نور خپله ښځه يا ناموس په پنځه لکه خرڅوي ملا ورباندې اته لکه اخلي،
    اخري خبره دا چې ترڅو ملا اصلاح او اوښييار نه سي د ملت څخه توقع نسته
    البته استثنا هم لري د دين يو کم تعداد علما شامل ددې امر نه دي

ځواب ورکول Saleh Mohammad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *