چا چې سیاست په علمي او مسلکي توګه لوستی وي، هغه باید په دې پوه شي چې د سیاست اساسات، په خاصه توګه انتخابات، پر دقیقه محاسبه او اوچت منطق (Rational Choice) استوار دي. په سیاسي علومو کې د «عاطفې» په نامه اصلاً کوم مفهوم نشته. خو دا چې موږ افغانان، په تېره بیا نالوستي پښتانه، چې په ننګ سر ورکوو خو په ننګ سر نه خلاصوو، احساساتي عمل کوو، او په سیاست کې هم عاطفه لټوو.
Dostum
په هر صورت، له جنرال دوستم سره د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملګرتیا یوه تر ټولو لویه ګټه دا ده، چې د اوزبکو رايې جامدې او ثابتې دي. نو ځکه ټول مطرح کاندیدان د دوستم تر وره شا ته په کتار ولاړ وو. دا چې دوستم هم ډېره هوښیاره سیاسي لوبه وکاروله چې ځان یې پر اشرف غنی ومانه، باید مهارت يې وستایل شي.  فلهذا اوس پوښتنه د دې انتخاباتي ټکټ مطرح ده، چې څومره چانس لري؟

په شمال کې د پښتنو، اوزبکو، تر ډېره حده د ترکمنو او نیمه د هزاره وو رایه خوندي شوه، خو پاتې تاجک شول. د تاجک رایه د ډاکټر عبدالله عبدالله او احمد ضیا مسعود ترمنځ نیمه ده. بل خوا د جنوب او جنوب شرق رایه پښتنه ده، نو ځکه د اشرف غنی، قیوم کرزي او ګل آغا شیرزي ترمینځ تقسیم ده. خو متحرکې رايې په غربی او شرقي حوزو کې پرتې دي او هغه ځکه چې د مشرقي پښتانه او د هرات تاجک با سواده دي او تصامیم یې هم انفرادي دي. نو کله چې خبره د سواد او ښاري فرهنګ شوه، بیا نو د ډاکټر غني کمپاین باید بدیل ونه لري. دلته د یادولو وړ ده چې زلمی خلیلزاد هم له اشرف غنی سره په یوه ټیم کې دی او کولای شي چې په مشرقی ولایاتو او هرات کې لویه ونډه ولوبوي.

که اوسني مطرح کاندیدان تر اخره ودرېږي، په دې کې شک نشته چې انتخابات به دویم دور ته ننوځي. دویم دور کې نه یوازې ټول جنوب او شرق به د اشرف غنی کېږي، بلکې نیم شمال او نیم غرب هم تقریباً ثابت محسوبېدای شي.

دا دې شوه محاسبه، اوس به راشو د مشروعیت پوښتنې ته؛ آیا دوستم کولای شي د افغانستان ډیموکراتیک بهیر ته ګواښ ثابت شي؟ ځواب هم «هو» کېدای شي او هم «نه»! دواړه اوږده بحثونه او علمي څېړنو ته اړتیا لري او هغه ځکه، چې انتقالي عدالت په ځینو ملکونو کې خورا ښه نتیجه ورکړې، خو بيا ځینو کې یې لا ډېرې نورې ستونزې زيږولي او ډاکټر صاحب غني دې ټولو قضیو پوره حاکم دی. د یادولو وړ ده چې انتقالي عدالت هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو هېواد له «جنګ» نه عام و تام «عدالت» ته انتقالوي. په دې کې ټولو جنګي ډلو ته عامه معافي کېږي او د سیاسي مدني حرکتونو جز ګرځي. روانډا یې تر ټولو خورا ښه، کامیابه او تازه بېلګه ده.

خو عام ولس باید په دې پوه شي چې په اوسني شرایطو کې له دوستم بل ښه بدیل اصلاً وجود نه لري. که خبره د جنګي جنایتونو وي، له اوسنیو کاندیدانو نه نیولې (استاد سیاف، ډاکټر عبدالله، استاد محقق، تورن اسماعیل خان، قطب الدین هلال، او…) تر برحاله حکامو پورې (مارشال فهیم، استاد خلیلي، او…) تر مرورو پورې (ملا عمر، انجنیر حکمتیار، او…) تر مړو پورې (انجنیر احمدشاه مسعود، استاد رباني، او…) کوم یو یې له جنګي جنایتونو څخه پاک او مبرا وٌ یا دی؟!! که له اشرف غني څخه مو دا تمه وي چې له دېرشو کلونو جګړو وروسته له افغانستانه درته سویډن جوړ کړي چې هلته پولیس ټوپک نه ګرځوي نو زه فکر کوم چې دا به یو څه وخت ته اړتیا ولري. د افغانستان ننی حالت هغې وحشتناکې فلمي صحنې ته ورته دی چې نه قانون شته نه قانون ګذار، ناپوهي، نالوستي، فقر، مافیا فساد دا ټول حاکم دي. همدغه وحشتناکه حالت د یوه فلم صحنه نه، بلکې زموږ او ستاسې د ټولنې واقعیتونه تشکیلوي. دوستم اشرف غنی نه دی زېږولی، بلکې دوستم د دېرشو کالو جګړو محصول دی. خدای ته شکر وباسئ چې دې حساسه تاریخي شېبه خدای پر اشرف غنی پېرزو کړي یاست. د دولت سازۍ په ډګر کې نامتو ماهر او تیوریسن، او د انسان پېژندنې او اقتصاد په رشتو کې منور نړیوال عالم ته وخت ورکړئ چې دا ګند در پاک کړي!!! د ګندګۍ پاکول انسان هم بویناکه کوي.

د یوه سمسوره، سوکاله، باثباته او مترقي افغانستان په لور!

تله ۱۶. ۱۳۹۲

16 thoughts on “ولې دوستم؟! – احمد ویس وردګ”
  1. زه پدی یقین لرم چی که ښاغلی اشرف غنی احمدزی قدرت ته ورسیږی زما په شان خلکو ته به هیڅ پام هم ونکړی بلکه هغه به د افغانستان له ټولو پوهانو او منورینو نه د خپل هیواد په آبادی اوسوکالی کی کارواخلی . هغه به هیڅوک د قوم ، ژبی ، تحصیل، مسلک او د پخوانی سابقی په حساب لکه څنګه چی طالبانو وکړل او خلکوته یی په زرګونو مشکلات جوړ کړل یا احمدشاه مسعود چی ملی اردو له منځه یو وړه او زمونږ دهیواد مسلکی او تجربه لرونکی افسران د ملی اردو د انحلال په نتیجه کی بیکاره او نورو هیوادونو ته مهاجر شول – ونه کړی . هغه متل دی چی د زرو قدر زرګر پيژنی . یو چا چی خپل نیمایی عمر په تحصیل او د دینی او عصری پوهی په زده کړی کی تیر کړی وی ، نورو ته به هم دا پيرزو ولری. ښاغلی احمدزی به زما په فکر حتی هغو کسانو ته هم د خپل استعداد او توان په اندازه د مناسب کار زمینه برابره کړی چی همدا اوس له دوی سره په انتخاباتی مبارزو کی مخالف لوری کی ولاړ دی.

  2. زما له ټولو پښتنو او آن طالبانو څخه دا غوښتنه ده چې اشرف غني ته رایه ورکړي.
    ستاسو خبره پرځای ده چې سیاست د عواطفو کلمه نه پیژني. موږ هم باید د عواطفو پرځای سیاسي شعور ته مخه کړو

  3. محترم رشنالست صاحب
    د سیاسی علومو بله تیوری ته ایډیالست وایی. او د اشرف غنی کړه د سیاست د پوهی په رڼا کی مشروع کړی. نو د سیاسي ایډیلستو په بنسټ ته او نه اشرف غنی انسان بلل کیکږی. په سیاست کی یو ډیر غټ مضون دی په نامه د
    Ethics and Politics ته راته دا وویه اوس چی ایتکس څه ته وایی؟ او د اشرف غنی ایتګس چیرته ولاړ؟
    ته باید لګه نوره مطالعه ولری

  4. Wais Jana,
    Pa gand ke gwete wahil ham booy derawee, kha bu dawee che hits pre likel wa nakre…

    Regards,
    Mullah Habibullah…

  5. ديره پرجاي محاسبه مو كري؛ دوستم د نورو جنگستالارانو سره پوره توپير لري. داكتر اشرف غني رشتيا يو لوي عالم او انسان پيژندونكي دي. هغه پدي پوه وو چي زمونز د تاجكو ورونو رايي چي يوازي چي په افغانستان كي د نورو قومونو په پرتله متمدن او هوشيار دي د سو پنجشيري جگسالارانو په صندوق كي نه لويزي جكه دا دله چي هيس دول كلتوري او سياسي سيواد نه لري او زمونز په يوه متمدن قوم يي جان په زور د مشر په توگه منلي نور هيس تاجك ورور ته د منلو ور نه دي. تاجكان بايد شمر وباسي چي د داكتر اشرف غني په لور سياسي تدبر دوي د يوه بيسيواده اقليت گروپ له چنگال خلاصيزي او دا زمونز تاسو تولو دنده ده چي ددي خفسي په لري كولو كي د خپلو تاجكو ورونو سره مرسته وكرو كه خداي تعالي كول اشرف غني قدرت ترلاسه كر تاسي به وويني چي د داكتر سپنتا، داكتر داوود مراديا، داكتر داوود سبا په شان سومره ملي او علمي كورني د تاجكو له قوم سخه په مهمو پوستو او وزارتونو گمارل كيزي اوس خو يي دي بيسيوادانو مخه دب كريده .

  6. ديره پرجاي محاسبه مو كري؛ دوستم د نورو جنگستالارانو سره پوره توپير لري. داكتر اشرف غني رشتيا يو لوي عالم او انسان پيژندونكي دي. هغه پدي پوه وو چي زمونز د تاجكو ورونو رايي چي يوازي په افغانستان كي د نورو قومونو په پرتله متمدن او هوشيار دي د سو پنجشيري جگسالارانو په صندوق كي نه لويزي جكه دا دله چي هيس دول كلتوري او سياسي سيواد نه لري او زمونز په يوه متمدن قوم يي جان په زور د مشر په توگه منلي نور هيس تاجك ورور ته د منلو ور نه دي. تاجكان بايد شكر وباسي چي د داكتر اشرف غني په لور سياسي تدبر دوي د يوه بيسيواده اقليت گروپ له چنگال خلاصيزي او دا زمونز تاسو تولو دنده ده چي ددي خفسي په لري كولو كي د خپلو تاجكو ورونو سره مرسته وكرو كه خداي تعالي كول كه اشرف غني قدرت ترلاسه كر تاسي به وويني چي د داكتر سپنتا، داكتر داوود مراديان داكتر داوود سباپه شان سومره ملي او علمي ككري د تاجكو له قوم سخه په مهمو پوستو او وزارتونو گمارل كيزي اوس خو يي دي بيسيوادانو مخه دب كريده .

  7. شابسې وردګ صیب. دا سې دې غو څه کړه لکه تېره چاړه چې سهار د مټۍ کوچ غو ځوي. د نورو په شان دې اګر مګر ور کې پرېنښود

  8. د لیکنی پیل دیر خوندور و، که دی (رشنلتی) تر پایه ساتلی وای نو د یوه افغان دکتورا ته کاندید حوان په توگه به له طرف واقع کیدلو زغورل شوی وی، خو رشتیا ده چی اکادمیک خلک اکادمیکو هغو ته درناوی لری، خو بیا هم لیکنه په شمیرلیو تکیو کی د مطلب رسوونکی وه

    مننه
    حمزه

  9. محترم وردګ صاحب
    رشتیاهم په لویدیځ اوغیراسلامی سیاست کی عاطفه نسته بلکه ترڅنګ پکښی رشتیا، صداقت په ژمنو دریدل هم ورپکښی کم وی خووبخښی ستاوینا دافغانستان مسلمان ملت ته متوجه ده، دلته څوک دلویدیځ سیاست مشخصات اومواصفات درسره نه مني په اسلامی سیاست پرعاطفه، خدمت، ددین پرساتنه، رښتنولی، ترحم اوپرسولیزو اړیکو ولاړ دی، نه یواځي داچی منطق موزموږ له ټولنی سره سرنه خوری بلکه دښاغلی احمدزی صاحب هغه سوچه رایی به هم کمی سي، داځکه چی دیومطرح اوپیژندل سوی مجرم سره یوځای کیدل ډیر منفی تاثیرلری، زه به تاته رشتیاووایم له ډيرو ځوانانوچی په تیرو ټاکنوکی یی احمدزی صاحب ته رایه ورکړی وه داځل نظر دی چی په هیڅ صورت به ورته رایه نه ورکوي ځکه د ظالم ملاتړ په اسلام کی حرام دی، دوستم په افغانی ټولنه کی یوپیژندل سوی مجرم دی. سیاست ډيرټولنیز اوهراړخیزه علم دی باید دهرسیاسی ګام داخیستلوپرمهال ټول اړخونه وسنجول سي تاسی چی دازبکورایی سنجولی ترڅنګ مو ددی شخص له امله ډیری رایی له لاسه ورکړی.

  10. ښاغلی ویس ته سلامونه !و وروسته له سلام که چیرې دپښتنو او په ځانګړې توګه دطالبانو وروستیو کړنو ته ځیر شو نو ډیر خلک به ووایی چې (خدا کفن کش سابقه را بیامرزد)نور تاسو په الله پاک سپارم . ستا استاد له هرات ښار نه . په درنښت .

  11. ښاغلی وردګ صاحب په لاسو مو برکت شه ،رښتيا هم ډیره ارزښتناکه لیکنه ده الله دې اجر در کړی ،ستاسې په ليکنه احساس لرونکی وګړی پوهيږي نه احساساتی ….مننه

  12. I have always said, let’s be fair to all parties, once I had a long discussions with one of my friends. He was insisting that Hekmatyar, has destroyed Kabul, and no negotiation to be made with him. I have put the same questions to him. That there are other guys who did the same, but they are working in high ranking positions with the current government.

ځواب ورکول ډاکټر عبدالمتین احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *