ناجیه منیره آخندزاده
تعریف او مبناء :
شورا عربي لفظ دی، چې د شور نه اخستل شوې او په اصطلاح کې شورا د مجربو او کارپوهانو خلکو نظر اخستل دي.
د اسلامی شریعت پر بنسټ د شورا (جرګه ) مشروعیت:
شورا په اسلام کې ډېر تاریخي قدامت لری، چې په وروستي وخت کې یې نظامونه په یو شمېر نورو نومونو یادوي. په افغانستان کې د شورا لپاره مترادف نوم (جرګه) دی چې زموږ په هېواد کې تاریخي قدامت لري او لوی ملي مسایل پکې سلا مشورې وړاندې کېږي.
په اسلام کې پر شورا (جرګه ) نه یواځی تاکید شوی بلکه یو اسلامي اصل ګڼل کېږی ، د مسلمانانو څخه غوښتل شوي چې په خپلو منځونو کې سره سلا او مشورې وکړي، ځکه چی پر ځای کېدل یې د هېواد په خیر او الله تعالی په کې برکت اچوي. الله تعالی په قران کریم پدې اړه داسې فرمايي: [وشاورهم فی الامر فاذا عزمت فتوکل علی الله ان الله یحب المتوکلین] ( او هغوی ته مشوره ورکړه نو کله، چې دې تصمیم ونیو په الله (ج) توکل وکړه ځکه، چې الله (ج) له متوکلینو سره مینه لري). اسلام په شورا باندې ډېر ټینګار کوي، حتی د رسول الله (ص) مبارکه جنازه د حضرت عایشې ( رض) په کور کې تر هغه انتظار وه او خاورو ته نه وه سپارل شوې څو چې مسلمانان په ثقیفه بن ساعده کې د مسلمانانو د سیاسي ژوند د سمون او مشر ټاکلو لپاره شورا وکړه او حضرت ابوبکر صدیق (رض) یې د مسلمانانو د لومړي خلافت په توګه و ټاکه.
همدارنګه پیغمیر (ص) ته الله تعالی (ج) په قرآن کریم کې امر کړی دی چې له خپلو ملګرو (صحابه کرامو) سره په چارو کی مشوره وکړه: لکه چې فرمایي «وَ أَمْرَهُمْ شُورَی بَیْنَهُمْ»«وَ شَاوِرْهُمْ فِی الأَمْرَ».
په ټوله نړۍ کې شورا د اسلامی دولتونو یوه خپلواکه برخه ګڼل کیږي، په تېرو وختونو کې صحابه کرامو خپل زعامت د مشورې او یا هم د وصیت له لارې ټاکلی دی، نو مسلمانانو باید په خپلو منځونو کې د ستونزو پر مهال سلا مشورې وکړي، چی پرته له شکه زیاتي ګټې لري او کوم کار، چې په مشورې سره تر سره شي، پښېماني او نیمګړتیا نه لري.
د اسلام پر بنسټ امیر مکلف دی چې خلکو سره په لاندې برخو کې مشوری وکړی:
- په ملي مسایلو او چارو کې
- د جګړې او سولې په اړه مشوره د ښکېلو لوریو تر منځ
- د اسلامي احکامو د تطبیق لپاره
- د امیر د ټاکلو او عزل
- د حکومت د چارو په څارنه کې
- د نویو پېښو په اړه چې شرعي نصوص پکې نه وي راغلي
د شورا د اهل شرطونه:
- مسلمان وي
- بالغ وي ځکه صغیر په خپل ځان او مال باندې تصرف نه لري او د ملي چارې د بالغ او هوښیار شخص غوندې نه شي تر سره کولای
- عاقل وي: حریت، آزادي، علمیت، عدالت، او تابعیت ولري.
د افغانستان د ملي او نړیوالو ژمنو پر بنسټ د جرګی (شورا) مشروعیت:
د افغانستان د اساسي قانون د ۶۵ مادې پر بنسټ رییس جمهور مسولیت لري چې په لویو ملي مسایلو کې د ولس رایو ته مراجه وکړي، په همدې ماده کې داسې ذکر شوي «جمهور رییس کولای شي په مهمو ملي، سیاسي، اجتماعي یا اقتصادي موضوعاتو کې د افغانستان د وګړو عمومي رایو ته مراجعه وکړي.»
د دې خبرې څخه انکار نه شي کېدای چې نن ورځ په نړیواله کچه شورا د یو عادلانه او ولسواکه نظام اصل او د سیاست یوه اساسي برخه ګڼل کېږي. د افغانستان دولت د یو مسوول دولت په توګه خپلو نړیوالو ژمنو ته چی د بشری حقونو په نړیوالو کنوانسیونو کی او په ځانګړی توګه د سیاسی او مدنی حقونو کنوانسیون پر بنسټ د خلکو نظریو او مشورو ته د هېواد په مهمو مسایلو کی مراجعه او درناوی کوي. په افغانستان کې څرنګه چی تاریخ ثابته کړې، د وګړو د غوښتونو او آرمانونو یوازینی او خورا ګټوره کړنلاره د لویو جرګو جوړول دي چې د خلکو او ولسونو پراخ ګډون تضمینوی. نو ځکه په افغانستان جرګه ډیر پخوانی دود دی چې همیشه په لویو ملي مسایلو کې سلا مشورې او وړاندیزونه کوي او حکومت ته یې غوره مشورې ورکړې دي.
د افغانستان د وګړو نظر او مشورو ته مراجعه د لویې جرګې له طریقه نه یوازې ولسواکي پیاوړې کوي، همدا راز د دولت د نړیوالو ژمنو د ترسره کولو یوه غوره بیلګه هم ده.
په افغانستان کې د جرګې لنډه تاریخچه:
د افغانستان په حساسو شېبو او د مخالفتونو سره سره د لویې جرګې جوړښتونه شوي . د هېواد د لویو جرګو په تاریخ کې پخوا د نورو مخالفتونو په څنګ کې حتی د لويې جرګې له نوم سره حساسیتونه موجود وو، د بېلګې په توګه په ۹۰ یمو کلونو کې د رباني په مشرۍ د مجاهدینو د واکمنۍ په مهال د لويي جرګې له نوم سره مخالفت وښودل شو، او په کابل کې یې [د اهل حل و عقد شورا] په نوم د خپل واک د غزولو په موخه غونډه جوړه کړه.
د جرګې نیمګړې خواوې لکه په جرګه کې د ځینو ملي شخصیتونو او سیاسي کړیو ننګونې خبرې او مخالفتونه سره سره په افغانستان کې جرګه شاوخوا پنځه زره کلونه مخينه لري. لومړۍ جرګه په بخدي يا اوسني بلخ کې د يما/ جمشېد پاچا د ټاکلو لپاره وو. چې له هغیې وروسته د افغانستان په معاصر تاريخ کې پنځلس (۱۵) لويې جرګې په بېلابېلو وختونو کې پر مختلفو موضوعاتو د مشورې او پرېکړو لپاره رابلل شوې، لومړنۍ جرګه په ۱۰۸۸ لمريز کال کې د مېرويس نيکه لخوا را بلل شوې وو. وروستنۍ عنعنوي لويه جرګه په ۱۳۹۲ لمريز کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا رابلل شوې وو. نو ځکه جرګه د افغانانو يو اسلامي او عنعنوي دود بلل کېږي.
د سولې مشورتي لویه جرګه ولې رابلل کېږي؟
د پورتني تحلیل پر بنسټ جرګه د یو عادلانه او ولسواکه نظام اصل ګڼل کېږي: او دا چې د اسلام له نظره امیر باید د جګړې او سولې په اړه مشورې وکړي:
د افغانستان اوسنی سیاسي او ټولنیز نظام سره سم دولت د خپل ملي او نړیوالو ژمنو پر بنسټ ددې روانه جګړې ختمول او تل پاتې سولې ته د رسېدلو په موخه، د افغانستان دولت مشرتابه غواړي کابل کې د سولی مشورتي لویه جرګه په ټاکلې نېټه د را روان کال د ثور په ۹ مه نېټه په کابل کې جوړه کړي. څو دولت ته د تل پاتې سولې په اړه سلا مشورې او وړاندیزونه د سولې د مذاکراتو حدود، چوکاټ او میکانیزمونه په هکله د طالبانو له تحریک سره وړاندې کړي. دا ځل د لويي جرګې په اړه ډېر مخالفتونه موجود دي، حتی ځینو کسانو د سولې لويي جرګې د موخې په اړه اندیښنې لري. خو د نوموړې جرګې موخې او بهیر دسولې مشورتي لویې جرګې په لارښود کې صراحت لري او په لاندې ډول خلاصه شوي دي.
شعار: د اسلامي، ملي، او نړیوال باور او ارزښتونو پر بنسټ واقعي، عادلانہ او تل پاتې سوله
د سولې دمشورتي لویې جرګې موخه:
د سولې د مذاکراتو د بهیر د ګړندي کولو په هکله د ټولنې د ټولو طبقو او قشرونو د استازو نظریات، تحلیل او وړاندیزونه، او د ستونزو په څېړلو او حل لارو کې له نظریاتو څخه موثره استفاده وشي.
او یا په لنډه دتل پاتې سولې لپاره منسجم لرلید او د هغې د لاسته راوړلو لپاره ځانگړې برنامه طرح او وړاندیز.
ګډون کوونکي:
د سولې په مشورتي لویه جرګه کې نږدې۲۵۰۰ استازي د ۲۴ مختلف کټګوریو په شمول چې ( د خلکو استازی د ولسوالی او ولایت مرکز په سطح، علمي او اکاډمیک ادارات، سیاسی ګوندونه، د جګری د قربانیانو کورنۍ ، ځوانان، ځې، معلولین، حقوقدانان، د پاکستان او ايران مهاجرین، لیکوالان او شاعران، ورزش کاران، علما، خصوصی سکتور، متخصص او مشهور افغانان چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي، ټولنیز او مدنی ټولنی، د سولې عالي شورا، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاوی او د کمسیونونو رییسان،هنرمندان، رسنیزه ټولنه، د هلمند د سولې د ولسي حرکت استازي) پکې ګډون کوي.
د لویه جرګی طرحې د معیارونو او شرطونو په نظر کې نیولو سره نوموړی استازی د غړو په توګه ټاکل کیږی. هر غړی د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د سولې د بهیر په اړه د رایې او نظر حق لری.
د جمهوري ریاست مرستیالان، د اجراییه ریاست رییس او مرستیالان، پخوانی جمهور رییس او د هغه مرستیالان، جهادي رهبران، د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست نوماندان، د کابینې غړي، والیان، د سترې محکمې د عالي شورا غړي او لوړ رتبه دولتي چارواکی د مېلمنو په توګه ګډون کوي.
همدارنګه د افغانستان لپاره کور دیپلوماتیک غړي دلویه جرګې په پرانیستونکې او وروستۍ غونډو کې د مېلمنو په توګه ګډون کوي.
په لویه جرګه کې د ټولشمول اصل او د پراخ بنسټه استازیتوب د تامین لپاره د سولې د مشورتي لویې جرګې د غړو ټاکنی د ۱۳۸۱ کال د بیړنۍ لویې جرګې د ټاکنیزې تګلارې پر اساس کېږی. په دې جرګه کې د ښځینه وو د غړیتوب ونډه لږ تر لږ ۳۰٪ سلنه ده. همدارنګه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د غړیتوب ترکیب د هېواد د ۱۷ وروستیو کلونو د لاسته راوړنو، پرمختګونو او تحولاتو استازیتوب کوي.
د هر ولایت ولایتي شورا د دې لارښود سره سم د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د والي تر نظارت لاندې د سولې د مشورتي لویې جرګې د غړیتوب لپاره د ټاکنو مسوولیت پر غاړه لري.
د جرګی بهیر:
د افغانستان د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۶۲ ګڼې فرمان په اساس چې د ۱۳۹۷ کال د کب د میاشتې په ۲۰مه نېټه صادر شوی، د محترم محمد عمر داوودزی تر ریاست لاندې یو کمسیون ته دنده سپارل شوې چې د طالبانو له تحریک سره د مذاکراتو د بهیر د ګړندي کولو او حل لارې د موندلو په موخه د منسجم لرلید او د ځانگړې برنامې د طرح او وړاندیز لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه کړي.
د سولې مشورتې لویه جرګه یو عمومی لارښود ( چې څلور برخې …. فصلونه او یو دېرش مادې پکې شاملې دي) او د لارې نقشه لري، چې د عمومي لارښود پر بنسټ جمهور ريیس د جرګې ريیس ، بیا دوه معاونین او څلور منشیان د جرګې د غړو لخوا ټاکل کېږي چې په ترکیب کې یې ښځې هم شاملې ي. همدارنګه د جرګې دارالانشاء رییس محترم محمد عمر داوودزی یې رییس دی درې معاونتیتونه لري لکه د پالیسۍ، مالي او اداري چارو، انسجام او هماهنګی. باید وویل شي چې د دارالانشاء هر معاونیت مختلفې کمیټې یا دیپارتمنتونه لري چې د هر دیپارتمنت د دندو لایحه په عمومي لارښود کې واضح شوې ده.
د سولې مشورتي لویه جرګه د عمومي لارښود د اجنډا د مسودې سره سم به د سولې مشورتي لویه جرګه درې ورځې وي.
لومړۍ ورځ : افتتاحیه غونډه، د جرګې رییس او اداري هیئت معرفی کول، او د کاري گروپونو لارښود.
دویمه ورځ: به جرګې ټول غړي په کاري ګروپونو کې په مطرح شوو موضوعاتو بحث کوي
دریمه ورځ: د جرگی د پریکړه لیک طرح او وړاندیز، د جمهور رییس اختتامیه وینا، مطبوعاتی کنفرانس
د جرګی اجندا تفصیل او وروستي اقدامات په عمومي لارښود کې په تفصیل ذکر شوي.
زه د هیواد په داسی ښکلو تر ګل نازکو اوپه غزم او اراده ترکاڼی کلکوکو دژور بصیرت لرونکو لوڼو ویاړم.
!!! ژوند ژوند
اسلام علیکم…..
ډیر اړینو موضوعاتو ته مو اشاره کړي ده او د عامه ذهنیتونو لپاره مو هر اړخیزه بحث کړي ده دا ټولني ته یو ستر او د قدر وړ خدمت ده دلا بریاو پر هیله په ګوتو او قلم مو برکت شه کامرانه او کامیابه اوسی