د خلکو وړاندوینو او احساساتو ډیر ولړزولم او دې ته یي اړ کړم چې (ولې خلک زوی خوښ ګڼي او نه لور) باندی یوه لنډه او مختصره لیکنه وکړم.
آیا ستاسي په آند تاسي یو داسی سرپرست غواړئ چې په راتلونکي کې ستاسې لپاره د روزي ورکولو او خدمت کولو زمینه برابره کړي، حال دا چې رب العالمین په څرګند ډول په قرآنکریم کې یادونه کړي .
وَلاَ تَقْتُلُوۤاْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئاً كَبِيراً
ژباړه: او مه وژنئ تاسي بچیان خپل له ویرې د لوږي مونږ روزی ورکوو دوی ته او تاسي ته او بیشک وژل د دوی لویه ګناه ده.
له پورتنی أیت څخه په ډاګه بریښي چې روزي ورکوونکي الله تعالی او د روزي ورکولو مسؤلیت يي پر غاړه اخیستی دی او الله تعالی له خپلې پریکړې څخه نه تیریږي.
او له بل اړخه که مونږ او تاسی(زامن) خپلو ځانونو ته پام وکړو چې آیا مونږ خپلو پلارونو ته څه کړي، حال دا چې زمونږ والدین له هر ډول ستونزو او مشکلاتو سره روغبړ کوي تر څو دژوند په هر ډکر کښې اسانتیاوی او خوښي راوبخښي . همدارنګه زمونږ په اړه دورځی سل ځل غم کوي چي زوی به می څنګه وی، مریض خو به نه وي او حال دا چې مونږ دخپلو والدینو په اړه هیڅ فکر نه دی کړي.
کله چې د لور په اړه خبري پیل شي نو ماته د هغه بدبخته پلار کیسه راپه زړه شي چي اوومی لور د پیدائیښت نه یي دمخه وړاندوینه کړې وه چې د لور د پیداکیدو سره به سم لور بل چاته ورکوی. نوموړی شخص چې څه غوښتل هغه يي وکړل، څه موده وروسته پاتې شپږ لورګاني يي له فانی دنیا څخه سترګی پټي کړي کله چې دغه پلار سپین ږیری شو او له پښو وغورځید نو هغه لوریي چې دپلار دمینی نه محرومه پاتي شوي وه ،دخپل پلار خدمت پیل کړو.
ای پلرونو!
ولی خپلې لورګاني دپلار دمینی او سیوري نه لرې ساتئ؟ په الله (ج) قسم چې الله پر هر هغه څه ښه پوهیږی چې تاسی ته يې درکړي دي او حال دا چې تاسي پر خپلو ګټو باندی نه پوهیږئ.
د ښځینه جنس پیدایښت دنړی دبقا لأمل دی او ددوي نه شتون ډیری ستونزی راغوړولی شي دبیلګی په ډول روحی ستونزی، د ګناهونو په لور رغبت، عزت او وقار پایمال کول او دی ته ورته نوري ستونزي . له یو اړخه دغه ستونزی نشو زغملای او له بل اړخه دلور پیدایښت.
يوی څیړني په څرګند ډول ښکاره کړي چې په هند کې د ښځینه جنس د پیدایښت کچه ٪30 سلنه له نارینه جنس څخه ټیټه ده چې په یاد ملک کې يي ډیری ستونزې راپارولي چې ډیرۍ خلک یې ورسره لاس او ګریوان دي.
په ټوله کې ویلی شو چې زوی د الله تعالی نعمت او لور د هغه د طرف نه رحمت ده او موږ باید هڅه وکړو چې نوموړو دواړو ته يو شان مینه او په یوه سترګه وګورو.
د نړیوال اسلامي پوهنتون داقتصاد دپوهنځي دشپږم سمستر محصل
Ataullah wrora deeri khi mawzoh ta de ishara karre da. Allah de pa Qalam ki barakat wachawa .reshtya hum chi zmong pa mashera ki lur ta doomra ahmyat na warkawal kegi aw ya da lur piadayasht bandy doora khoshaly na kawe soomra chi da zoy pa piadayasht bandy kawe wali mong weeno chi da zoy pa paidayasht bandi meewa weshal kegi kho bya wali da lur pa paidayasht hes hum na weshal kegi . kho doomra pa wawayam chi da har sa da taleem da kamasht la waji kige. mong chi zoy pa lur ochat bolo mong na pohigo kala chi mong paha sho da har farq pa khatum shi.
Deera Ziata manana Ataullah jana.