لیکوال: محمد محق

ژباړن: ډاکتر ولي الله آزاد

الهیات یعنې په خدای پېژندنې پورې اړوند مباحث او په پراخه معنا، یعنې په میتافیزیک او ماورأالطبیعه پورې اړوند مبحثونه. دغه محبثونه او موضوع ګانې د نړۍ لید اساسي اجزا دي. الهیات هغه مبحثونه رانغاړي چې د خدای د ذات او صفاتو په اړه رامنځته کېږي، همدارنګه هغه مباحث په کې شامل دي چې په بلې دنیا پورې اړه لري، دلته بله دنیا هم په زماني کچه او هم په وجودي کچه مطرح ده. په زماني کچه بله دنیا یعنې هغه دنیا چې تر لویو کیهاني انقلابونو وروسته چې د دنیا اوسنی نظم به ختموي، رامنځته کېږي. په وجودي کچه بله دنیا یعنې د هستۍ غیرمادي برخه چې د دین له نظره همدا اوس هم شته او د ارواحو، فرشته ګانو او نورو مجرده عالمونو برخه ده. دا ټول د الهیاتو مبحثونه ګڼل کېږي او په دیني لارښوونو کې محراقي ځای لري او د معتقدانو د شخصیت په جوړولو کې اساسي او بې بدیله نقش لري.

په دې حساب، د هرې مذهبي ډلې د سمې او ژورې پېژندنې لپاره باید تر هر څه د مخه د الهیاتو منظومه یې وڅېړو او وګورو چې کوم تبعات ورباندې ترتیبېږي او دغه منظومه د دې مذهبي ډلې د پیروانو پر سلوک او عملي ژوند باندې څرنګه اثر پرې باسي. د دې منظومې څېړل تخصصي کار دی او دقیقه علمي وړتیا غواړي؛ خو دا کار هماغومره مهم او اساسي هم دی او له هغې پرته د یوې مذهبي ډلې د اساسي او ژورې پېژندنې ادعا نه شو کولای. دا هم طبیعي ده چې که یوه مذهبي ډله سمه ونه پېژنو، د هغې په وړاندې سم دریځ نه شو غوره کولای.

دا چې د طالبانو پر الهیاتي اړخ باندې ټینګار کوو، معنا یې دا نه ده چې د دې ډلې په رامنځته کېدو کې نور موثر عوامل لکه سیاسي، اجتماعي، فرهنګي او نور نفي کوو. لیکوال په نورو مناسبتونو کې دا نور اړخونه هم سپړلي دي. دا چې د دې پدیدې په تحلیل کې هغه نور اړخونه په کافي اندازه تر بحث او ارزونې لاندې نیول شوي دي؛ نو د دې اړتیا نه ویني چې یو ځل بیا یې رامیدان ته کړي او دا غوره ګڼي چې هغه اړخونه په ګوته کړي چې نورو شنونکو کمتر پام ورته اړولی دی.

د طالبانو له پیدایښته تر ننه پورې، له هغوی سره په مواجهه کې له پټو ګوټونو څخه، یو یې د طالبانو الهیات دي. دا بیا د څېړونکو د سربدالۍ سبب شوی او په کار کې یې ابهام رامنځته کړی دی. دا چاره د دې سبب شوې ده چې د طالبانو له پیدایښته تر ننه پورې د دوی د پلویانو او مخالفانو تر منځ پوله کله دې خوا کله ها خوا خوځېدلې ده. معنا دا چې ځینو له طالبانو سره په داسې حال کې مخالفت کړی دی چې د دوی له الهیاتو سره یې خپله رابطه نه ده پرې کړې او د نړۍ لید په حوزه کې لا په هماغه ځای کې پاتې شوي دي او له دې عاجز پاتې شوي دي، چې په دې لحاظ خپل دریځ بدل کاندي. دوی په دې نه پوهېدل چې د طالبانو اعمال د هغوی له الهیاتو سرچینه اخلي او دا خلک پخپله له دې الهیاتو سره خدای پاماني نه ده کړې. په دې حساب په اسانۍ سره دا شنلای شو چې ولې همدا چې طالبان راپیدا شول، د وسلوالو مجاهدینو ګڼې ډلې هغوی ته ورواوښتلې او داسې دېوال یې تر منځ نه و چې د دوی مخه ونیسي.

له بلې خوا، دا چاره سبب شوې ده چې د طالبانو پر ضد په مبارزه کې د دې پر ځای چې ریښې یې غوڅې شي، یوازې یې ښاخونه پرې شوي دي او په حقیقت کې په دې لاره کې لګول شوی ځواک مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې. د طالبانو له الهیاتو سره بلدتیا او د هغه علمي نقد، د طالبانو پر ضد د مبارزې مهمترینه لاره ده او دا کار تر اوسه پورې نه دی شوی. وجه یې هم دا ده چې دا جګړه نه ده چې له توپ او ټانک سره یې مقابلې ته ورودانګو، بلکې دا علمي – فکري کار دی چې یوازې دين پوهان او د الهیاتو د مباحثو متخصصان یې کولای شي. په دې مقاله کې هڅه کوو د موضوع مقدماتي درک ته ورنژدې شو او د لا جدي بحث لپاره لاره پرانیزو.

کله چې طالباني الهیات یادوو، منظور مو دا نه دی چې طالبانو دغه الهیات رامنځته کړي دي او تر دوی مخکې دا ډول نړۍ لید او الهیات ګرد سره نه وو او ګواکي دا د طالبانو د فکري هڅو پیداوار دي. لیکوال پر دې باور دی چې دا الهیات اوږده مخینه لري او طالبان په حقیقت کې د همدغه الهیاتو محصول او د دې نړۍ لید تجسم دي. طالبانو د دې نړۍ لید په فکري او تیوریکي وده کې څه نه دي کړي؛ بلکې په دې برخه کې د طالبانو برخه دا وه چې دا نړۍ لید مجسم او عیني کړي. دې کار له کتونکو سره مرسته کړې ده چې د دې نړۍ لید له پټو ګوټونو سره لا ښه بلد شي.

د طالباني الهیاتو د مخینې د پېژندلو لپاره مجبور یو د اسلام په تاریخ کې د الهیاتي منظومو رامنځته کېدو ته اشاره وکړو چې د طالباني الهیاتو نسب نامه په کې پیدا کړو.

د اسلام په تاریخ کې دوه – درې لومړنۍ پېړۍ د کلامي او تیولوژیکو بحثونو په لحاظ خاص اهمیت لري. ټول عمده کلامي مکتبونه په همدې دوره کې جوړ شوي دي. د دې لویې تاریخي پېښې د سببونو او عواملو څېړل اوسني بحث سره تړاو نه لري او کولای شو په بل ځای کې یې مطرح کړو.

کلامي مکتبونه او ډلې په مختلفو برخو کې د نظر د اختلافونو پر اساس، په مختلفو محورونو کې ډلبندي شوي دي او یو عمده محور یې د دوی د خدای پېژندنې ډول دی، یعنې هغه تعریف چې دوی هڅه کړې ده د خدای په باره کې یې وړاندې کړي او دا چې د دې خدای رابطه له انسان او له نړۍ سره څرنګه ده. په دې لحاظ دوه موضوع ګانې یعنې تشبیه او تنزیه هغه عمده شاخصونه وو چې دا مکتبونه او ډلې یې سره بېلې کړې دي. ځینې کلامي تمایلونو د تنزیه په اخر سر کې وو او ځینې یې د تشبیه په اخري سر کې او ځینې نور بیا د دې دوو تر منځ لړزانده او په نوسان کې وو.

په دې برخه کې د نظر د اختلافونو معنا دا ده چې په دې موضوع کې قطعیت نشته. د دې اختلافونو ریښه په دې کې ده چې اسلام د ابراهیمي درې ګونو دینونو د یوه دین په توګه، د شرقي دینونو برخلاف، خدای ته هغه صفات منسوبوي چې لږ تر لږه د عبارتونو او لفظونو په کچه، د بني ادمانو صفاتو سره ورته دي. د ځینو دینپوهانو په باور الهي پیغمبرانو (د هغه تعریف پر اساس چې په ابرهیمي دینونو کې د پیغمبر په اړه وړاندې شوی دی) هڅه کوله انسانان له خدای سره ونښلوي او دا ارتباط یې له مینې، محبت او ایماني عاطفې سره ګډول. د دې چارې لپاره بله چاره نه وه غیر له دې چې د خدای په اړه داسې خبرې وشي چې د بني ادم ذهن او عقل او احساس یې درک کړای شي او مومنان وشي کولای ورسره باطني رابطه برقراره کړي. څنګه چې په شرقي دینونو کې لیدل کېږي، که د خدای په اړه بې پایه تنزیهي تعریف وړاندې کړو چې د انسانانو هېڅ صفت ورته منسوب نه شي، بني ادمانو ته کار سختېږي او له داسې موجود سره مخ کېږي چې د هغه د شتون او نه شتون تر منځ پوله خورا تته وي. په دې حالت کې خلک په خلا کې واقع کېږي او مجبورېږي چې د دې خلا د ډکولو او د خدای د مجسمولو لپاره پخپله مجسمې جوړې کړې او د شرک او بوت پرستۍ خوا ته لاړ شي. ابراهیمي دینونو په دې لحاظ دا کامیابي ترلاسه کړې ده چې بوت پرستۍ ته یې میدان تنګ کړی او انسانان یې عملاً له یوه اعتقادي پړاو څخه چې د بوتانو لمانځنه ده، ژغورلي دي. دا کامیابي د هغه تعریف په مرسته حاصله شوې ده چې دغو دینونو د خدای په اړه وړاندې کړی دی.

له بلې خوا د خدای همدغه تعریف چې نن سبا د تطبیقي دین پوهانو په منځ کې «د خدای متشخص او انسانوزمه تعریف» بلل کېږي، ځینې عوارض هم لرلي دي او د مختلفو فرقو او ډلو ترمنځ د کلامي اختلافونو وجه هم همدغه موضوع ده. دا متشخص تعریف د قضیې له بل اړخ سره په تضاد کې راولي، هغه دا چې ټول دینونه د ابراهیمي دینونو په شمول، د خدای پر کاملې تنزیې ټینګار کوي او وايي چې خدای له مخلوقاتو سره له هر ډول مشابهت او ورته والي څخه پاک دی، تر دې چې د خدای او مخلوقاتو تر منځ هېڅ ورته والی نه پاتې کېږي او هر هغه څه چې خدای ته منسوبېږي، باید کاملاً متعالي او د هغه له شأن سره سم وي. که خدای ته داسې څه منسوب شي چې د مخلوقاتو په شأن کې وي، دا د تنزیې خلاف خبره ګڼل کېږي او د خدای د شأن او مقام د ټیټولو معنا ځنې اخیستل کېږي.

د مسلمانانو کلامي ډلې او عقیدتي فرقې د دې موضوع په وړاندې مختلفې لارې غوره کړې دي. هغه ډلې چې په حشویه مشهورې دي، له مخلوقاتو سره د خدای په تشبیه کولو کې دومره مخته تللي دي او احیاناً دومره د خدای تجسیم ته قایل شوي دي او هغه یې انسانوزمه ذات ګڼلی دی چې یوازې د کمیت او کیفیت په لحاظ له انسان سره توپیر لري، ګواکې خدای داسې انسان دی چې تر نورو انسانانو لوی دی، تر نورو یې وړتیاوې زیاتې دي ځکه خو پر نړۍ حکومت کوي. حشویه ډلې د غیب په اړه د نورو مسایلو په باره کې هم ورته لاره غوره کړې ده او د هرې میتافیزیکي موضوع تشبیهي تأویل یې وړاندې کړی دی یا یې له دې موضوع ګانو هغه معنا اخیستې ده چې د انساني عالم په کچه معنا ولري.

د دوی په مقابل کې نورې ډلې، له مخلوقاتو سره د خدای د تشبه کولو په تنزیه کې دومره پر مخ لاړل چې د خدای ټول صفتونه یې رخصت کړل، معنا دا چې دا صفتونه یې بې معنا وبلل او یوازې د تأویل په وسیله یې د ځینو معناګانو د مفروض ګڼلو لاره خلاصه پرېښوده او بس. جهمیه هغه ډله وه چې په دې ځانګړنه مشهوره وه.

دغه دواړه ډلې د مسلمانانو په منځ کې په اقلیت کې وې او اکثرو مسلمانانو چې د اهل سنت او جماعت په نامه پېژندل کېږي، هڅه وکړه چې داسې منځنۍ لاره خپله کړي چې له دواړو ډلو په یوه اندازه مسافه ولري.

خو اهل سنت هم له دې کشمکشه لرې پاتې نه شول او د دغو ډلو تر منځ د نوسان په نتیجه کې په درېو اساسي ډلو وویشل شول او هرې ډلې بیا ځان واقعي اهل سنت او نور تش په نامه اهل سنت وګڼل.

هغه ډله چې تنزیهي تمایل یې درلود او هڅه یې کوله د خدای صفتونه داسې درک کړي چې له هر ډول تشبیه پاک وي، د معتزله په نامه یاده شوه چې پلویان یې غالباً د امام ابوحنیفه د مذهب پیروان وو او ځینې یې بیا د شافعي یا امامیه مذهبونو خلک وو. خو نورو هڅه وکړه دا ډله د اهل سنت له جرګې څخه وتلې وګڼي. معتزله هم عین کار کاوه او خپل مخالفان یې د اصلي سنت له لارې منحرف ګڼل. لا تر اوسه هم پر معتزله او پر دې چې له اهل سنت سره یې نسبت څه و، لانجه روانه ده.

بله ډله چې د دې طیف په مقابل لوري کې وه او د متن پر محوریت یې خورا زیات ټینګار کاوه او له تأویله یې په شدت ډډه کوله، اهل حدیث ونومول شوه چې د خدای ټول صفتونه یې بې له تأویله هماغسې چې د متن د الفاظو له ظاهره څرګندېږي، منل. دوی یوازې د خدای له صفتونو سره «بلاکیف» کلمه زیاتوله چې له حشویه او نورو تشبیه پالو ډلو څخه ځان بېل وساتي.

درېیمه ډله چې غوښتل یې منځنۍ لاره ولټوي، د ابو الحسن اشعري او ابومنصور ماتریدي پیروان وو. سره له دې چې دوی په ځینو چارو کې توپیر سره درلود؛ خو په لویه کې ټول اشاعره بلل کېږي. د اشعري پیروان تر اهل حدیث له معتزله څخه ډېر لرې وو؛ خو د ماتریدي ملګري بیا معتزله ته نژدې او له اهل حدیثه ډېر لرې وو.

په هره توګه دغو درې واړو ډلو ځانونه واقعي اهل سنت ګڼل او نور یې د اهل سنت په دویمه او درېمه درجه کې حسابول.

کولای شو له تنزیه طیفه تر تشبیه طیفه پورې دغه ډلې داسې تصور کړو:

جهمیه ï معتزله ï اشاعره (دلته اشاعره په لویه معنا راغلې ده چې ماتریدیه هم رانغاړي)ï اهل حدیث ï حشویه

د دغو ډلو تر منځ د پولې خبره هر وخت په تیوریکي کچه او د متخصصانو او اهل علم په منځ کې مطرح پاتې شوې ده؛ خو کله چې د خلکو په منځ کې شایع شوي دیني فرهنګ ته او په تېره بیا هغه څه ته رسېږو چې ځینو مذهبي بهیرونو خصوصاً مدرسه یي هغو یې رواج کړي دي، زیاتره د حشویه او اهل حدیث له ذوق سره مخ کېږو او وینو چې د خدای د تنزیهی تعریف د وړاندې کولو لپاره چندانې هڅه نه کېږي. د دې شي یو علت خو دا دی چې د اسلام په تاریخ کې هر وخت غلبه د فقیهانو په برخه وه او دوی د عارفانو او متکلمانو له خدای سره چندانې جوړ نه وو. فقیهانو عملاً حشویه خدای ته یعنې متشخص انسانوزمه خدای ته تمایل درلود، حال چې رسماً ورسره مخالف هم وو؛ دا په دې چې د خدای په اړه دا ډول تصور په حقوقي ظرافتونو، شرعي حیلو، او فقهي وچو کلکو سختیو کې د فقیهانو مرسته کوله؛ نه هغه متعالي او منزه خدای چې له تسامح، رحمت، حلم، غفران، کرم او نورو کمالاتو سره خپلو بنده ګانو ته راڅرګندېږي او هغوی ته په ځمکه کې د تبعید شویو محکومانو په سترګه نه ګوري او له هغوی سره یې رابطه یوازې په ورځنيو وچو امر و نهيو نه خلاصه کېږي؛ بلکې خپلو بنده ګانو ته د مکرمو مخلوقاتو په سترګه ګوري چې د ده د کرم پر دسترخوان کېناستلي دي او له هغه څخه یې کرامت او خلافت حاصل کړی دی او کولای شي له هغه ذات سره د مینې او دوستۍ اړیکي ولري.

هغه خدای چې اکثرو مسلمانو عارفانو معرفي کاوه، یا په لا دقیق تعبیر سره، هغه الهیات چې د اهل عرفان له خوا بابېدل، مهربانه او بخښونکی خدای یې معرفي کاوه چې خپلو بنده ګانو ته هم د اخلاقي تعالي توصیه کوي. په دې الهیاتو کې د خدای ذات ته د نژدېوالي معیار، د بنده پاکوالی او معنوي اعتلا ده. د خدای په اړه دا تصور د مومنانو لپاره د ارامۍ، پخلاینې او هیلې موجب ګرځېده او هغوی یې له نورو سره مینې، فدا کارۍ، عاطفې او مهربانۍ او نورو اخلاقي مکارمو ته هڅول.

خو په مقابله خوا کې نورو ډلو د خلکو په ذهنونو کې د خدای څېره قهرجنه انځوروله او هغه یې د یوه حسابګر سوداګر، بې مدارا قاضي، او مستبد حاکم په څېر معرفي کاوه. دا انځور د حشویه د ډلو په الهیاتو کې ریښه درلوده. دغو ډلو خدای د یوه انسان په جامه کې معرفي کاوه، څنګه چې د انسان حال بدلېږي، حوصله یې تنګېږي او کله سور شي کله سوړ، دوی خدای هم هماغسې ګاڼه.

هغه انسان چې د خدای له داسې تصور سره لاس او ګرېوان و، هر وخت به یې ځان له داسې ذات سره مخامخ لیده چې د امید پر ځای یې وېره، او د لطف او مهربانۍ پر ځای یې قهر او غوسه ښکاروله او د هستۍ له عالم سره یې رابطه د کرم او بخښنې پر ځای د حساب کتاب او امر و نهي پر اساس ولاړه وه، هماغسې رابطه چې د حاکم او محکوم تر منځ وي. نو دا بې دلیله نه ده چې د معاصرو اسلامي بنسټپالو په ادبیاتو کې د حاکمیت مفهوم ډېر مطرح کېږي او د خدای او بنده ګانو تر منځ نورې رابطې یې کمرنګې کړې وي، ان تر دې چې ځینې یې د «لا اله الا الله» طیبه کلمه له «لا حاکم الا الله» سره مترادفه تفسیر کړې ده. البته دا چې بنسټپالي بهیرونه په سیاست کې خوار زیات اخته دي؛ دغه شي په دې برخه کې د مضاعف عامل په څېر عمل کړی دی.

په رواني لحاظ د خدای په اړه دا ډول تصور، د هغه تصور انعکاس ګڼلی شو چې دغه خلک یې د ځان په اړه لري. دوی په ناخبره توګه خدای د ځان په څېر قیاس کاوه او هماغه صفتونه یې خدای ته منسوبول چې په ځان کې به یې لیدل. لکه د فوئرباخ او فروید او ځینو نورو نظریې چې پر خدای باندې د انسان د باور د ریښو په اړه یې وړاندې کړې دي.

په تاریخي لحاظ، تر اوومې او اتمې پېړۍ وروسته چې ان د فکري سرلارو په منځ کې هم د کلام او فلسفې بحثونو غروب وکړ او عقلي مبحثونه کمرنګه شول، د خدای په اړه د حشوي عامیانه تصوراتو لپاره لاره خلاصه شوه او نور د هند د براعظمګي، منځنۍ اسیا او د شمالي افریقا په شمول د عربي نړۍ په دیني مدرسو کې کلامي موضوعات نه مطرح کېدل. له کلامي بحثونو سره کېدای شول چې الهیاتي مبحثونه لا پاخه شي او لا وده وکړي او حشوي لیدلوری تر نیوکې لاندې راشي او څه چې د دیني اعتقاداتو په نامه ترویجېږي، دوامداره په علمي موازینو تر نقد او چڼولو لاندې ونیول شي.

د دې بهیر دوام سبب شو چې د اسلامي ټولنې د ځینو برخو په دیني اعتقاداتو کې د خدای پېژندنې حشوي – ظاهري لیدلوری ځای ونیسي او د خدای هغه متعالي تصور چې د انسان له معنوي تعالي سره یې مرسته کوله، وار په وار کمزوری شي. سره له دې چې د اسلامي ټولنې په ځینو نورو برخو کې د عارفو مسلمانانو ارشادات څه نا څه لا پاتې وو؛ خو په وروستیو پېړیو کې پر تصوف باندې د عوامو باورونو غلبه وکړه، په تصوف کې د مولوی او ابن عربي په شان نور وتلي کسان پیدا نه شول چې خلکو ته د خدای متعالي تعریف وړاندې کړای شي، فقیهان په دیني بحثونو کې او د دین په استازولۍ کې بې رقیبه پاتې شول؛ نو د مسلمانانو په منځ کې نور داسې ځواکمن عرفاني بهیر راڅرګند نه شو چې نظري موثر ملاتړ ولري او وشي کولای تدین ته لا ژوره معنوي صبغه ورکړي.

د هند په براعظمګي کې چې د تعلیمي مډرنیزېشن په عکس العمل کې د دیوبند مدرسه تاسیس شوه، په دې سېمه کې د دیني مفاهیمو او ارشاداتو د صورتبندۍ نوې دوره پيل شوه. په ظاهره کې خو د دوی موخه د دین نوی کول او د دیني تجدید د هڅو ادامه وه؛ خو پر دې مدرسې اهل حدیثي بعد غلبه وکړه، له کلام او فلسفې سره بې مهري او ان مخالفت وشو، د الهیاتو مبحثونه هماغسې پیکه پاتې شول او ظاهرپالنه او حشویتوب لا زیات شو؛ دا په دې چې په دې وخت کې ځینو بهیرونو لکه بریلویه او ځینو صوفیانو په سخاوت سره خپله غېږه عامیانه خرافاتو ته خلاصه کړې وه او دیوبند د دغو ډلو له خوا له ترویج شوي الهیاتو سره مخالفت وکاوه، همدا وه چې ظاهرپالنې او حشویتوب ته لاره خلاصه شوه، په تېره بیا په دې چې دې وخت کې د عربستان له ټاپووزمې څخه راولاړ شوی سلفیتوب هم له دیوبند سره همغاړې وه.

د دې مدرسې سیمه ییزې څانګې چې ورسره یې هېڅ ارګانیک ارتباط هم نه درلود او دیوبند ته یې یوازې د نمونې په سترګه کتل، څومره چې له دې مدرسې لرې وې (لکه د پاکستان په سرحدي سیمو کې)، هماغومره زیاتې حشوي پالې وې او داسې الهیات یې رواجول چې عامیانه، ظاهري او حشوي رنګ یې درلود. البته دا مدرسې حنفي مکتب سره لفظي او تش په نامه نسبت درلود؛ نو ځکه یې هڅه کوله خپل الهیات په تنزیهي خُم کې هم رنګ کړي.

تر دې وروسته په دغو مدرسو کې داسې تدین تدریسېده او بیا یې د فارغانو له خوا د دیني فکر په عمومي حوزه کې خپرېده چې پر حشوي – ظاهري الهیاتو بنا و. هغه خدای چې د دغو مدرسو اکثرو شاګردانو پېژندلی و، شدید فقهي رنګ یې درلود. د دوی په الهیاتو کې د عرفاني لوړو فکرونو برخه خورا کمه وه.

په دې الهیاتو کې انسان همیشه داسې موجود تصور کېږي چې د دیني تکالیفو او هغو تکالیفو په ترسره کولو کې پاتې راغلی چې په مختلفو دورو کې فقیهانو ورته ټاکلي دي؛ نو دغه موجود باید هروخت ورټل شي. د دې تصور پر اساس هغه کسان چې په دې مدرسو کې یې درس ویلی دی، حق لري چې د خدای په استازولي وګړي تر پوښتنې ګروېږنې او محاسبې لاندې ونیسي. دوی خپل نظر او ان خپله سلیقه داسې معیار او محک ګڼي چې ورباندې د ټولنې تدین تللای شي او سموالی یا ناسموالی یې معلومولای شي، دا ځکه چې دوی له شرعي احکامو او تکالیفو سره اشنايي لري. یوازې دا نه؛ بلکې دوی کولای شي د شرع په استازیتوب حدود جاري او شریعت تطبیق کاندي او مجرمانو او منحرفانو جزا ورکړي.

د جهاد په لومړیو کلونو کې د اکثرو هغو وګړو صحرايي اعدام چې د سیمې د ملا په فتوا یا بې له فتوا، بې له قانوني تحقیقاتو، له دولت سره د همکارۍ یا د عقیدې د انحراف په تور ووژل شول او همدارنګه د هغو وګړو سنګسار یا په درو وهل چې د زنا تور ورباندې لګېدلی و، د خدای په اړه د انسان له همدې ډول تصوره سرچینه اخلي او ځینې کسان د خدای په استازیتوب دا کارونه کوي. طالبانو هم د همدې تصور پر بنیاد د منځته راتلو له هماغه لومړيو ورځو څخه د هغو کسانو په تعذیب لاس پورې کړ چې منحرف ګڼل کېدل، دوی دا کارونه په داسې وخت کې کول چې لا د حکومت څښتنان هم نه وو او لا یې د احکامو د تنفیذ حد اقل قانوني معیارونه هم نه وو پوره کړي. حکومت ته تر رسېدو وروسته او لا تر اوسه پورې چې دوی له خشونته ډک کارونه کوي، مسأله هماغه ده.

کله کله په ټولنه کې د دې کارونو هرکلی کېږي او ان ستایل کېږي، خلک دا کارونه د عمل قاطعیت ګڼي او ان وايي چې د افغانستان په شان ټولنو کې دا شیوه ښه نتیجه ورکوي. له دې څرګندېږي چې د ټولنې د ځینو وګړو د دیني اعتقاداتو تر پوستکي لاندې خشونت پاله الهیاتو ځای نیولی دی. که دا خبره سمه وي، باید ومنو چې خشونت د خلکو د اعتقادې تصوراتو ژورو ته لاره کړې او هماغلته کېناستلی دی؛ نو باید چې د طالباني الهیاتو پر ځای د افغاني الهیاتو خبره وکړو.

حال دا چې افغانستان د خپل پیاوړي عرفاني میراث په برکت د رحمت او عطوفت له الهیاتو سره لا غښتلی نسبت لري. د دې الهیاتو څانګې او پاڼې د حکیم سنايي، مولوی بلخي، خواجه نقشبند، مولانا جامي هروي او نورو لویو عارفانو په لاسونو سینګار شوې دي.

زموږ په عرفاني الهیاتو کې د خدای په نامه د انسانانو د ځورولو او خشونت لپاره ځای نشته. زموږ ډېرو متکلمانو په لومړیو پېړیو کې هڅه کوله چې خدای له هغه څه څخه منزه او پاک وګڼي چې د هغه په شأن کې نشته او هغه داسې معرفي کړي چې له احتشام او شاهانه کرم سره یې وښايي.

خشونت پاله الهیات په وروستیو پېړیو کې په تېره بیا له نوي تمدن سره تر مخامخ کېدو وروسته مخ په وده روان شول. دا هغه مهال و چې د اسلامي ټولنې ځینو قشرونو خپل هویت په خطر کې لیده او له دې چلینج سره د مقابلې عاقلانه لاره نه وه ورمعلومه. دوی د کار چاره همدا ګڼله چې بل ته – هر بل، هغه که کورنی وي که بهرنی – تندی تریو کړي او وروسته ورباندې برید وکړي، ان که دا برید مأیوسانه هم وي او هېڅ ګټه هم ونه لري. دوی خپل دغه کار ته زموږ په تاریخي سنت کې د شته حشوي – ظاهري الهیاتو په مرسته مشروعیت ورکړ.

هغه څوک چې اعتقاد یې پر همدغسې الهیاتو بنا وي، د دې پر ځای چې د خدای بې پایه رحمت ته فکر وکړي او د خدای د مهربانۍ د لمر تلپاتو وړانګو ته د روح دریڅه پرانیزي او د دې پر ځای چې د خدای له مخلوقاتو سره مینه وکړي، ژوند ته د مردارو چیکړو او ټولو خلکو ته د تباهکارانو په سترګه ګوري او ټول طبیعي تحولات ورته د نه مهارېدونکي الهي قهر نښانې برېښي چې ژر یا په ځنډ به د ځمکې د اوسېدونکو ټغر ټول کړي او هر یوه ته یې خپله جزا ورکړي.

په همدې وجه، هغه کسان چې په سر کې داسې الهیات لري، هر کله چې منبر ته خېژي، پر خلکو د ملامتۍ او رټلو ډزې پيلوي او هغوی په بې دینۍ او ډول ډول انحرافونو تورنوي. د دوی له خبرو ګواښونه او ډارونې ورېږي، دوی خلکو ته د اخروي دردناکه عذاب ګواښونه کوي یا یې له هغو دنیوي جزاګانو ډاروي چې په همدې دنیا کې د ځینو کسانو په لاس، د خدای په نامه، ورکول کېږي.

که د دې الهیاتو تار و تنستې وڅېړل شي او د انسانانو پر روح او روان باندې یې تاثیر مطالعه شي، جوته به شي چې ولې دا کسان په آسانۍ سره انسان وژني، وینې تویوي، کورونه ورانوي او تباهۍ زېږوي. دوی ځانونه د هغه خدای استازي ګڼي چې کار یې شکنجه کول او جزا ورکول دي او د مجرمانو له مجازاتو او د ګناهکارانو له عذابولو پرته، بله سودا نه لري.

د دې ډول الهیاتو سپړل او نقد کول هم دیني وجیبه ده او هم انساني کار، په دې خاطر چې نور د خدای په نامه کمتر کسان ووژل شي او د خدای د دین په نامه کمتر جنایتونه وشي. د خشونت او وحشت پر ضد مبارزه او د تباهۍ او جنایت د مخنیوي هڅې به هله کامیابې شي چې د قضیې ریښو ته فکر وشي او دې اساسي مبارزې ته لازم اهمیت ورکړل شي.

باید سړي وژونکي او قاتلان په دې وپوهول شي او دا یقین په کې ایجاد شي چې که انسان وژني او وینه تویوي، نور به نو له خدای سره کوم نسبت او رابطه ونه لري او هغه کس چې دوی یې پرستش کوي، شیطان دی او همدغه شیطان ورباندې د قتل او غارت امرونه کوي او پر ورانيو او جرمونو خوشحاله کېږي.

5 thoughts on “ولې طالبان خشن خلک دي؟ طالباني الهیات”
  1. ډیره پر معنی لیکنه وه
    او په ډیره ښه او کره پښتو ژباړل شوې او برابره شوې وه.

    الله د خیرونه نصیب کړه

  2. د ژورناليزم د قانو يوه مااده داهم ده چې کله د چا عکس يا د رپوټ کومه برخه خبرې وې نو ضرور ده چې د خبر يال نوم پرې وليکل شي ،دا عکس ما په ۲۰۰۸ کال کې په موسی کلا کې اخستي و،بيا اي ډبليو پی ار زما له رپوت سره سم زما په نامه خپور کړ،نو بناً تاسو بايد د ژورناليزم نړیوالو اوصولو ته په کتو سره خپلو ژورنالستيکي کړنو ته کلک وفادار واوسي ،او که دا عکس خپله ليکوال خپور کړی وي بیا بايد هغه هم وپوهول شي.

  3. صاحب ! په دي اړه دي معلومات شیندلی دي حتي ډیر ځایونه ټکر او په یو شمیر کي بلکل معکوس دي د بیلګي په توکه د امام

    صاحب پیروان ماتریدیه دي چي امام ماتریدي ته منسوبیږي او د معتزله ، اشعریه ، اهل حدیث څخه جدا فکري دید لري

  4. ډېره ښه لیکنه وه. کاشکې یې طالبان هم ولولي او د خپل خشونت په علتونو پوی شي. کله چې څوک خپل حقیقت وپیژنی بیا د ښه کېدلو چانس مومي.

  5. ډېره منطقي لیکنه ده خو زما په نظر د طالبانو خشونت نور اقتصادي او اجتماعی دلایل هم لري. ډیری وخت د ډېرو غریبو کورنیو هلکان په مدرسو کې طالبان شی او دوی هلته په کم عمر له مور و پلار څخه جدا شپې تېروي او له ډېرو مشکلاتو سره مخ کېږي او په ټوک لوېېږي نو دغه شی دوی خشن کړي دي.

ځواب ورکول صابر خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *