مجیب الرحمن آتل

په ابتدایي او بې نظم (پاروکیال) ټولنو کې د ټولنې پیژندونکو له نظره، مخرب احساسات او غیر عقلاني تحرکات د دولت د ستراتیژی نه تل یو قدم مخ کې دي. دا حالت د اوسني وضعیت سره ډیر ښه سمون خوري.

په دې کې شک نشته چې پاکستان د خپلو ملي ګتو لپاره په افغانستان کې له هیڅ سیاست نه مخ نه اړوي خو دا هم باید ووایو چې د حل لاره دیپلوماسی ده، نه د احساساتو پر بنسټ جګړې ته ادامه ورکول او ورته لیوالتیا ښودل!

موږ ولې بایلونکي یوو؟
د امنیت له نظره افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته خورا ماتیدونکـۍ او بد حالت کې دی. د امنیت انتقال له وخته مخکې کار وو چې ترسره شو. د امنیتي ځواکونو معاش او مهمات د امریکا له مرستو تأمینیږي او د امریکا له نظامی همکاریو نه د پاکستان یو تشويش دا وو چې افغان دولت ته باید درنې وسلې او مهمات او جنګي الوتکې ورنه کړای شي چې په راتلونکې کې به د پاکستان پر ضد وکارول شي. په اوسنۍ جګره کې پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان بین المللی متحدینو ته دا جوته کړي چې افغانستان د رهبرۍ په سطح ضعیف دی او د دې ظرفىیت نلري چې په مهمو او د دولتونو خپل منځی اختلافاتو کې له زغم او دیپلوماسی نه کار واخلي نو ځکه آمریکا باید د نظامی مرستو په تړاو له افغاستان سره احتیاط وکړی.
په همدې سبب اوسني حالات د پاکستان د توطیو ډکو ادعاوو ته ته نور هم قوت ورکوي  څو د افغانستان اردو داسې وساتل شي چې له نظامي لحاظه په راتلونکې کې په منطقه کې یو نظامي تهدید ونه ګڼل شي چې بین المللي نظم او منل شوي قوانین مختل نکړي.
د اقتصاد له نظره هغه هیوادونه لکه افغانستان چې په وچه کې محصور دي او سمندر ته لار نلري، گاونډي هیوادونو ته یې د سىاسي فشار حربې ښې معلومې دي. یو له ټولونه مهم ابزار د ترانزیتی لارو بندول دی. د مثال په توګه د امریکایي او ناتو ځواکونو انتقالات چې کله د پاکستان له خوا په ۲۰۱۱ مىلادى کال په نومبر کې بند شول امریکا د خپلو عسکرو د اکمالاتو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ شوه. منځنی آسیا هم ورته خپل شرطونه کیښودل او په دې توګه ناټو او امریکا له یوه مودې لپاره په خپلو خورا غټو الوتکو کو کې انتقالات پیل کړل چې دا کار د اقتصادي نظره حتى د نړۍ یوه نظامي قدرت ته هم ګران تمام شو تر څو د دیپلماسی له لارې یې له پاکستان سره خپله ستونزه حل کړه. په لنډ مهال کې د افغانستان په بازارونو کې اقتصادي بدلون شاید څرګند نشي خو په اوږد مهال کې افغانستان له جدي ستونزو سره مخامخ کیدای شي. په دې اړه استدلال چې موږ خودکفا یوو یوه مضحکه خبره ده ځکه چې له  بده مرغه افغانستان اوس هم د فقر د لیکې لاندې دی او اقتصادي خودکفایي يې اوږد مهالي پرگرامونو ته اړتیا لري.
افغانستان په داسې حال کې چې د اقتصادی پلوه کمزورى دی خو په دې ورستیو کې یې د هند په ملګرتیا اساسي اقتصادي ګامونه پورته کړی او د پاکستان د تشوىش سبب شوي چې افغانستان باید په آرامۍ او بې له مخاصمې خپلې تګلاری ته  داسې ادامه ورکري چې ګواکی افغانستان به د پاکستان لپاره په راتلونکې کې تهدید نه وي او که نه پاکستان به د دغو پروژو د درولو لپاره له هیڅ ډول هڅی دریغ ونکړی.
په داسې حال کې چې ایران هم په افغانستان کې سیاسي ګټې لري او د امریکا شتون په افغانستان کې په خپله ګټه نه بولي نو د دې احتمال زیاد دی چې د چابهار بندر به هم په حساسو فرصتونو کې د افغانستان پرضد د سیاسي او اقتصادي ابزار په توګه وکارول شي. د ایران اقتصادي فشار هغه وخت افغان لوري ته ښه معلوم شو چی په ۲۰۱۱ مىلادى کال کې یې په زرګونو د تیلو ټانکر پر پوله ودرول او په ترڅ کې یې د تیلو نرخ په بې سارې توګه د افغانستان په بازارونو کې اوچت شو او بالاخره د مرحوم مارشال فهیم په وساطت دغه  ستونزه حل شوه.
ښه سیاستمداران هغه دي چې تل څو بدیلونه (انتخابونه) ولري چې د ضرورت په وخت کې که چیرې یوې مرسته ونکړي له بل څخه ګټه واخلی. خو د حکومت اوسنۍ سیاست یو داسی سیاسي عقلانیت نه څرګندوي.

 د منځی آسیا هیوادونه چې افغانستان ته د تروریزم د تهدید په سترګه ګوري او په خپلو اړیکو کې له افغانستان سره محافظه کاره او د افغانستان  په ډول په وچه کې محصور دي په هیڅ ډول د پاکستان او ایران بدیل نشي کیدای. له دوي نه وارداتي توکي د مثال په توګه غنم له حکومتي مرستې سوا افغانستان ته د پاکستان او دایران په پرتله څو ځلې لوړ تمامیږي.

د سیاسي نظره  د افغانستان حکومت د دو مشرانو  تر مینځ داسې ویشل شوی چې هر شیبه ټولنیز اعتماد له مینځ وړی او خلک د یوې مبهمې راتلونکې انتظار باسي.

نو په همدې سبب پکار نده چې د فرضی (یا واقعی) دښمن او د ملي ناسیونالیسم حس د را ژوندي کولو په نوم د پاکستان په وړاندې خپلې عقدې تشې او د  خپل د زمرىالي ځواکونو ویني د تورخم په دروازه کې د یوه ناماتیدونکې دښمن په وړاندې توی کړو. د پاکستان ماتیدل په نظامی ډګر کې نه، بلکې په سیاسي او اقتصادي ډګر کې شونۍ برىښي او بس.
په اوسني حالاتو کې د جګړې په هکله د ځینو تبلیغات له بده مرغه یواځی پر تشو مخربو احساساتو  ولاړ دي او هیڅ ډول اوږد مهاله سیاسي لیدلورۍ او عقلانیت نلري.
——————————————————–
د دې لیکنې  لیکونکی ښاغلی اتل
د جرمني د زیگن پوهنتون د سیاسی علومو د ماستری محصل دی.
2 thoughts on “ولې له پاکستان سره جګړه د افغانستان په ګټه نده؟ / مجیب الرحمن آتل”
  1. لیکوال صیب څه فکر کوئ، چې اوسنی حکومت هم د کرزي په څیر د پاکستان په وړاندې یوه مبهم او له تضرع ډک سیاست پر مخ یوسي؟

  2. زینی لیکنی دیری په زیان وی دا دروع دی چی مونگ کمزوری یو مونگ په یو حساس حالت کی قرار لرو باید یو داسی لیکنه یوداسی کار وکرو چی یوبل تقویه کرو دادروع نه ده چی پاکستان په یو بد حالت کی قرار لری نو مونگ ته له هر یو فرسته گته احستنه په کار ده هعه که نظامی وی اوکه سیاسی

ځواب ورکول لونګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *