زلمی رسول

ډاکټر علي احمد نور-

د دې پوښتنې چې ولې لوړپوړي دولتي مامورين د زلمی رسول ملاتړ کوي، ممکن د پوښتنې لنډ ځواب ممکن دا وي چې له زلمي رسوله د دولتی ټيم ملاتړ ځکه په جوش او خروش کې دی چې هغوی ته له ارګه حکم شوی دی.

ممکن دا د قضې يو اړخ وي، چې مايوسه کوونکي دی. خو موږ دلته دغه بحث له يادې زايې نه راسپړو. موږ دا څېړو چې دا د فساد ادامه ده که د شفايت راوستل دی.

په لومړی پړوا کې ممکن ذهن ته دا ځواب راشي چې دا د فساد ادامه ده. خو دا ممکن ټول و نه مني ځکه شرح نه لري. په هر حال زه دلته هغه موارد راسپړم چې نه يوازې دا چې د فساد دوام به ښيي بلکې وطن د قهقرا په لوري د بيولو مسير هم څرګندوي، د ليکنې د پيل لپاره سريزه نه اوږدم، راسا پر موضع بحث کوم:

ټلواله د فساد ځاله:

د ښاغلي زلمی رسول لومړی مرستيال محترم مسعود د ټلوالې غړی دی. تلواله په افغانستان کې د فساد د خپرېدو او د ودې ځاله او مخکښه ده. امريکايي ليکوال Bob Woodward د Bush at War  كتاب کې ليکي لومړی ځل امريکايانو ټلوالې ته په پنجشير کې له حساب پرته د پيسو ډک بکسونه ورکړل. باور دا دی چې دغو بکسونو د دوی تنده نور هم زياته کړه او فساد ته يې مخه کړه.

اوس ښاغلی زلمی رسول وايي چې زموږ په ټيم کې فاسدين او د ځمکو غاصبين نه شته. دا د نادرخان تپه چا غصب کړې؟ د ضيا مسعود ملګرو او پلويانو نه ده غصب کړې! تاسې په واک کې وی، په امنيت شورا کې او بيا په بهرنيو چارو وزارت کې ولې مو غږ نه پورته کاوه، معنی دا چې تاسې ورته د دې غصب او فساد زمينه برابره کړې وه. د باميانو اوسېدونکي ستا د دې شعار په اړه څه وايي، هغوی پر تا او ټيم پورې له خندا پرته بل څه نه لري. هغوی ته معلوم دي چې محترمې حبيبه سرابي په باميان کې څه ګل کرلي دي او د دې ولايت څو ځله د سرابي له فساد او د ځمکې د غصب په وړاندې مظاهرې وکړې، خو چا يې غږ نه اورېده. د باميان اوسېدونکی باوري دی چې که د زلمی رسول ټيم واک ته رسېږي د فساد دوام او د ځمکو غصب حتمي دی.

حزبيان او ډاکتر فاروق وردګ:

حزبيان وايي، موږ په سياست کې تر ټولو هوښيار وو، که يې عبدالله عبدالله وګټي او که زلمی رسول موږ او زموږ فساد په حکومت کې دوام لري. د سباوون، ډاکتر فاروق وردګ، جمعه خان همدرد او نورو په ګډون د فساد هغه مخکښې څېرې دي چې نه (نه يې سيال په هند کې شته دی او نه ثاني په بنګاله کې). جمعه خان همدرد د خپلو زامنو په نامه شرکتونه جوړ کړي او قراردادونه يې اخيستي، فاروق وردګ د خپلو ورونو او اکا زامنو په نامه شرکتونه جوړ کړی او د معارف قراردادونه يې ورته سپارلي دی. دوی وېره لري که قوي حکومت په افغانستان کې رامنځته نو دا مجال بيا نه شته چې د دوی فساد دوام وکړي.

د خوشال مې په ب برخه کې د چاراهي قمبر د قبلې په لوري يو څلوېښت متره سړک دی چې د قرغې سړک د کمپنۍ له سړک سره د چاراهي قمبر له څلوري  نښلوي، دلته عامه سړک د فاروق وردګ ورو شېرولی وردګ غصب کړی دی، شېرولي وردګ او فاروق وردګ دواړه د زلمی رسول ملاتړي دي او دوی لپاره دولتي امکانات کاروي.

وګورئ چې ولې فاروق وردګ د زلمي رسول ملاتړ کوي، ځکه د زلمی رسول ملاتړ کوي چې دی په واک کې پاتې شي. په ۲۰۰۴ کال کې چې دی د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر و او له هغه مخکې د ده د ژوند کچې او شناخت ته وګوري او اوس حالت ده. سباوون، قاضي امين وقاد وايي، موږ خو هېڅ يوو، نه پوهه لرو نه بل څه کمال، قوي حکومت خو به د پوهې او کمال حکومت وي، نو موږ ته په قوي حکومت کې ځای نه شته، ځکه بايد د داسې شخص ملاتړ وکړو چې ډېر کمزوری وی.

دوی غلط دی، په قوي حکومت کې هر صالح انسان ځای لري د هر فرد ګټې په کې غوندي دي، قوي حکومت هېواد ته رفاه او سوکالي راولي.

فاسد قرارداديان مافيا:

د فاسدو قرارداديانو او مافيا مثال قيوم کرزی او محمود جان کرزی، او د کلمزی کورنۍ ده. دوی ځکه د زلمی رسول ملاتړ کوي چې زلمی رسول او ټيم يې د دې توان نه لري چې ښې حکومتدارۍ په اصولو يو حکومت رامنځته کړي. که يو تکړه سړي راشي هغه به د ښې حکومتدارۍ د اصولو له مخې حکومت جوړي چې هلته به شفافيت، حساب کتاب، د خلکو ګډون، د اتفاق نظر پر بنسټ پرېکړه، د قانون حاکميت، اغېزناکي او ګټورتوب، ځواب ويونکي او هراړخېزوالی و، چې له همدغو اصولو دوی په وېره کي.

دا ټولې ډلې له هغه ټيم په وېره کې دی چې هغه د نظام جوړولو لپاره پلانونه او پروګرامونه لري ځکه په جوړ او د حساب کتاب په نظام کې هغه اشخاص نه شي چلېدلی چې پر فساد ولاړ وي او د خلکو او وطن د رفاه لپاره غله وي.

زلمی رسول ته د ايران او د سي آی اې د پيسو کڅوړې:

درې کاله وړاندې امريکا رسينو رپورټونه خپار کړل ايران عمر داودزي له لارې د پيسو ډکې کڅوړې ارګ ته ورکولې. په دې کې يوه برخه د عمرداودزی وه چې خپل شرکتونه يې پرې جوړ کړل او يوه برخه يې هم د زلمی رسول وه چې خپلې عياشۍ ته يې پرې دوام وکړم. د دې پيسو ډېرې يې امنيت شورا مصرف کړي دي چې مشري يې زلمی رسول کوله.

موږ ولې بايد د داسې يوه حکومت د رامنځته کېدو مخه ونيسو چې فساد ادامه غواوړي؟

په کور دننه او د کور د باندې زموږ هر فرد له فساد څخه متاثره دی. موږ په رواني، معنوی او مادي لحاظ له فساده اغېزمن شوي يوو او له تدريجي مرګ سره يې مخ کړي يوو. که فساد ادامه ومومي او د فاسدينو حکومت رامنځته شي موږ به لا نور هم ځپل شو او پر زخمونو به مو مالګي وپاشل شي.

—————————————–

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی شرط نه دی.

2 thoughts on “ولې لوړپوړي دولتي مامورين د زلمی رسول ملاتړ کوي؟”
  1. Very good article. I hope in the future government corrupted person such as Farooq and other mentions figure will not be minister.
    Thanks

  2. Salam tolo watan minawalo!

    Matal da che lmar pa yawa gota na patiki,

    khair doy de da karona kawi kho inshallah che da doy gelam ba ham akhir toligi aw swal aw jawab ba da afghanistan woles ta akhir warkawi, da kasan tolo ta malom di aw inshallah che da dallar ba hamish doy sara nawi …

  3. زه غواړم چې یوه خبره وکړم، هغه دا چې په دی هیواد کې هیځ چا پیغمبر نه دي هرځوک د خپل وس او توان سره ظلم، ستم و هر غلط کار ترسره کړی ده، زه پوهیږم چې کله چې تاسو تلوال وایاست نو ستاسو مقصد تاجیکان دي، که چیری همدغه تلوال نه وايي نو ستاسو مذهب وهابي او ژبه مو اوس پنجابی وايي، او په جیبونو کې پاکستانې شناختې کارد پروت واې، طالبان له عربستان، پاکستان، په پته توګه له نور اروپایی هیوادونو ځخه هم پیسی اخیستی دي، د هغوی په اړه هیځ ځوک خبری نشي کولای او یواڅی د هغوی خلکو په اړه خبری کیږي، کوم چې د دغه وطن ځخه ساتنه کړی ده —– دا کار غیر منصفانه ده چي یو قوم تول فرشته ګان دي او بل قوم شیطانان لږ انصاف هم په کار دي — هیله کوم چې زما له خبرو ځخه ځوک خفه نشي او که چیری په لکینه کې کوم ګرامری ستونزی شته بښنه غواړم څکه چې زما مورنې ژبه پښتو نه ده

  4. سلامونه او احترامات وړاندی کوم
    ډیرو مهمو ټکو ته مو اشاره کړی وه په ریښتیا هم داسی یو ګیم روان دی زه له خپلو ټولو هیوادوالو څخه دا هیله لرم چی خپلی رایی هغه چاته وکاروی څوک چی ریښتینی خدمتګار وی ، او دا دعا کوم چی الله ج د ډیر ژر مونږ ددی لیوانو له منګولو خلاص کړی آمین

ځواب ورکول دل گرفته ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *