ژباړن: فریدون خوځون

هند اعلان کړی چې افغانستان ته به وژونکې وسلې ور نه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکیو هیله مندي ښودلې وه، چې د هند او افغانستان تر منځ د ستراتېژيک تړون له لاسلیک وروسته دغه هېواد چمتو دی، چې د افغانستان د دفاعي ځواک په پیاوړتیا کې ونډه واخلي، ځکه چې په دې تړون کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار شوی دی.

دمګړۍ پوښتنه دا ده، کله چې افغانستان له هند سره ستراتېژیک تړون لاسلیک کاوه، ایا هند له افغانستان سره د تسلیحاتي مرستې او یا هم د افغان ځواکونو د پياوړتیا لپاره ژمنه کړې وه؟

جالبه ده، چې افغانستان د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره په دې هیله ستراتېژیک تړونونه لاسلیک کړل، چې دغه هېوادنه به په امنیتي برخه کې هم له افغانستان سره همکاري وکړي، چې هند هم له دغو هېوادونو څخه دی. د دې قرارداد له لاسلیک وروسته و، چې افغان چارواکیو په سیمه ییزو اړیکو کې د ستر تحول او په تحویلي ډول د افغانستان په چارو کې د لاسوهنو په بدل کې له پاکستانه د بدل اخیستو خبرې وکړې؛ خو اوس ښکاري، چې دا تصورات یوازې یو خوب و خیال و.

دا جریان ښکاره کوي، که څه هم چې هند هر څومره له پاکستان سره جدي ستونزې لري؛ خو نه غواړي په افغانستان کې له پاکستان سره سیالۍ ته ووځي. کله چې افغان ولسمشر وايي، که پر پاکستان برید وشي، افغانستان به د پاکستان تر څنګ ودرېږي، هندوستان کولای شي درک کړي، چې د عامو افغانانو تصور په دې برخه کې څه دی؟

د هند دا پرېکړه کېدای شي د دو دلایلو له امله وي:

له ټولو لومړی باید ومنو چې دا کار د امریکا په سلا شوی دی، ځکه افغانستان ته د وسلې ورکړه د امریکا په پرېکړې پورې اړوند دی او هماغه ډول چې پوهېږو امریکا غواړي د افغان ځواکونو ظرفیت په یوه ځانګړي حد کې وساتي. د هند دا اعلان، هغه هېواد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري له سفر وروسته کېږي. په داسې حال کې چې ویل کېږي امریکا د افغانستان په مسایلو کې د هند د ډېرې ونډې لېواله ده، د هندي حکومت دا اعلان ښکاره کوي، چې د هند له لوري دا ونډه اخیستنه په پوځي برخه کې د امریکا خوښه نه ده.

دویم دا چې هند نه غواړي افغانستان ته د وسلو په ورکړې سره، د پاکستان د اسلامي تحریک او چین د اندېښنو موجب وګرځي. هند افغانستان ته د چین په څېر له اقتصادي پلوه لیدو ته ترجیح ورکوي، نه د یوه داسې هېواد په توګه چې په افغانستان کې پوځي او ستراتېژیک اهداف تعقیبوي.

دا مسله سره له دې چې په سیمه کې د افغانستان د ديپلوماسۍ ماتې ښکاره کوي، د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د ابهامونو د قضیو له امله هم ده، چې هند هم ترې اندېښنې لري. هند په وار وار له افغانستانه د امریکا او ناټو له وتلو وروسته د وضعیت د بدلېدو په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړي دي.

زموږ د بهرني سیاست مسوولین او چارواکي اوس هم سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو ته د سړې جګړې د معیارونو او د پخواني شوروي اتحاد له ماتې د وړاندې وختونو په سترګه ګوري، پرته له دې چې دې مهمې مسالې ته پام وکړي، چې له سړې جګړې وروسته اوس بله نړۍ ده. په اوسنۍ نړۍ کې ا قتصادي ګټې دي، چې لومړۍ خبره کوي.

هند او چین پخوا د سرحدي پولې له امله په خپلو کې ډېرې ستونزې درلودې؛ خو په وروستیو کې کلونو کې وضعیت بدلون کړی دی. د هند او چین تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه په کلني ډول له لسګونونو میلیارده ډالرو اوړي. اوس وضعیت تر دې حده رسېدلی چې چین کوښښ کوي، د نوې ډیلي او اسلام اباد اړیکې ورغوي.

خدمتګار ورځپاڼه

2 thoughts on “ولې هند پر افغانستان پوځي وسلې نه پلوري؟/ وحيد مژده”
  1. موږدوچکۍ دناروغتیاپه بړستن کې پراته یو ،هرڅوک چې دبړستنې ته راننوځی ُهغه هم په وچکۍ اخته او په لړزه شی لکه شوروی چې ددوستی له مخې یې موږ ته په زرهاووژغره والې شوبلې ،په سلګونه مک اوسو الوتکې اوپه سلهاوو زغروال هلیکوپتر سلهاوې ام ۲۶ آنتونوف او الوشن الوتکې په سلهاوو ام۳۲ الوتکې راکړې خوهغه هم تبې ونیاو اوپه پای کې له کوم برخلیک سره مخامخ شو،له دې نه امریکې ،هند اوټولو هیوادوپند واخیست وهیڅکله به څوک له موږسره وروسته له دې نظامی مرسته ونکړی، ترڅو په خپله خپل ملی پوځ

ځواب ورکول عبدالرووف لېوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *