شورای نظار پلان طرح کړی، چې عبدالله عبدالله بريالی کړي. دوی د تل په څېر ځان تقسيم کړی، چې: ۱) په مختلفو ټيمونو کې د خپلو افرادو د تنظيمولو له لارې د بريا په صورت کې له ټيم نه بهر افراد راننباسي، ۲)‌ له نورو ټيمونو سره د واحدې تبليغاتي ستراتژۍ له لارې اصلي رقيب ووهي او د شورای نظار د اصل ټيم بريا ممکنه کړي.

دا خو جوته ده، چې د شورای نظار اصل کانديد عبدالله عبدالله دی. له زلمي رسول سره د ضيا مسعود درول او يا هم له استاذ سياف سره د اسماعيل خان درول د عبدالله د بريالي کولو د ستراتيژۍ برخه ده. خو د زلمي رسول په ټيم کې شورای نظار يوه بل قوي ټکی لري او هغه د زلمي رسول شورای نظار پلوه مطبوعاتي ټيم دی. وحيد عمر هېڅکله هم پر ډاکټر عبدالله نيوکه نه ده کړې. يوه پلا يې په فېسبوک کې د عبدالله خلاف يو څه لیکلي ول او بيا يې ژر ړنګ کړل او ويې ويل چې “فېسبوک اکاونټ ته يې بل څوک ورننوتلی او د ډاکټر عبدالله خلاف خبرې ليکلې وې.” وحيد عمر ځکه پر شورای نظار غرض نه لري ځکه دی غواړي عبدالله بريالی شي. له ضيا مسعود سره دده خپلوي، کورني اړيکې او د شورای نظار له نورو غړو سره دده مستحکم شخصي روابط دا په ډاګه کوي، چې وحيد عمر د شورای نظار پلانونه تطبيقول غواړي.

ولې اشرف غني د وحيد عمر د حملو اصلي هدف تشکيلوي؟

شورای نظار پوهېږي، چې اشرف غني له پراخ ولسي او سياسي ملاتړه برخمن دی.‌ د اشرف غني ماتول اسانه کار نه دی. د ازبکانو او پښتنو اکثره رايې يې راخپلې کړي.‌ له بلې خوا تاجکان فکر کوي شورای نظار ددوی نماينده ګي نه شي کولی، نو د وطندوسته، روڼ اندي او تعليم يافته وګړي يې اشرف غني ور خپل کړي.‌ د شورای نظار ډله په دې نتيجه رسېدلې، چې د اشرف غني ماتول يواځې د منفي تبليغاتو له لارې ممکنېدای شي، نو ځکه يې د رسول په ډله کې عمر او د سياف په ډله کې کوهدامني هڅلوي، چې پروپاګند ته شدت ورکړي. په دې وروستيو کې د حسيب همايون په نامه شخص چې د وحيد عمر وراره او د ضيا مسعود زوم دی د اشرف غني او کورنۍ خلاف جعلي مرکې خپرې کړې، چې افغانان پرې غلط کړي. د الکشن ۲۰۱۴ په نامه فیسبوکي پاڼې چلوونکی دی او د رولا غني د جعلي مرکې په اړه يې د فارين پاليسي به نامه وېبسايټ رېفرنس يې ورکړی، چې هلته ورشې، د رولا غني هېڅ مرکه په کې نشته. له بلې خوا وحيد عمر په تلويزيون کې د پښتنو قبايلو تر منځ د اختلافاتو خبره ياده کړه. دا هغه خبره وه چې ضيا مسعود د کندهار په سفر کې خلکو ته کوله، چې “ولسمشر همېشه کندهاری او درانی وي”. د شورای نظار دغه خطرناکه لوبه چې وحيد عمر يې ډنډوره کوي افغانستان په ځانګړي ډول پښتنو ته ډېرې بدمرغۍ راوستی شي.‌ که عاجل غم يې ونه خوړل شي، نو ښايي بيا به ناوخته وي.

————————————-

د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

4 thoughts on “ولې يوازې اشرف غني د ټولو د حملو هدف دی؟ اجمل کندوزی”
  1. زه ټولو قومونو ته احترام لرم خو خپل پښتنو باندی دیر خواشینیم هغه هم په دی چه هر بل قوم مشران د خپل قوم خوالی غواړی ترڅو چه آرام اوسی او کار ورته کوی خو له بده مرغه پشتانه په مشخصه ټوګه د پشتانه مشران هیڅ د پښتانه په قیصه کی هم ندی نو تاجکان او هزارګان چه څه وغواری په پښتانه قوم باندی راوستی شی نو زما دیره هیله در پښتانه مشرانو څخه ده ترڅو پښتانه یو مټی او هغوی ته کار وکړی.
    وحید عمر ځواب باید یو پښتون مشر په رسمی ټوکه په مطبوعاتو کی ورکی او پښتانه یوالی وبولی او وغواړی چه یو صادق پوه سړی چه شاغلی احمدزی دی په قدرت راولی . هیله ده چه پښتانه ویښ شی اوبس

  2. زه په دې نه يم متيقن چې داسې خبره به وي. ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی دومره رايې نه لري لکه عبد الله عبد الله يې چې لري او نه هم د نظار شورا دومره وړوکی نظر لري چې دوی دې د ډاکټر احمدزي په خلاف عمل ترسره کړي. که داسې دوی هم وکړي نو په هغه صورت کې به دوی دا کار کوي چې د عبد الله عبد الله د کاميابېدو هېڅ امکانات نه وي. نو له همدې امله زه په ډاګيزه توګه ويلی شم چې دغه خبرې د ليکوال ځانګړی اند دی او نور ولس دې ده سره په دې نظر کې ځان ګډ نه ګڼي.

    مننه
    فهيم صميم

  3. د اسلام د ظهور په وخت كي كله چي مسلمانان ډير زيات په قوت كي شول نو منافقينو په خاصه توگه يهوديانو داسي پريكړه وكړه چي د مسلمانانو په مينځ كي تفرقه واچوي ، كه نه نور د مسلمانانو سره مقابله به ناممكمه كار وي ….
    اوس هم د افغانستان د ښمنان خصوصاً د پښتنو د يوالي غليمان همداسي يو سياست نه غواړي چي كار واخلي ….. نو زمونږ قدرمند او غيرتي پښتانه بايد خپل دوست دښمن و پيژني ، او نور دا موقع ورنكړي چي په وطن او ملت يو وار بيا خاينان او غله حاكم شي !!!

ځواب ورکول Firoz Rahmani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *