حنیف اتمر

   دوهمه برخه –

له پاکستان سره د تړون کيسه:

ولسمشر غني او اتمر په ريښتينې ډول د دې په لټه کې دي چې په هېواد کې دوامداره سوله او امنيت راشي. دوی په دې هم پوهېدلي چې له طالبانو سره سوله د پاکستان له همکارۍ پرته ممکنه نه ده. ځکه طالب د پاکستان ستراتيژيکه اثاثه ده او هر ډول چې وغواړي لوبوي يې. پاکستان دا کار ولې کوي؟ او له افغانستان سره څه ستونزې لري؟ دا هغه پوښتنې دي چې هيچا تر ننه له پاکستان نه يې د پوښتلو جرات ونکړ. دا کار بايد يو چا کړی وای او يو څوک يې بايد وکړي. په سياست کې هېڅوک دايمي دښمن او دايمي دوست نه وي. بلکې سياست د ملي ګټو خبره ده. له بده مرغه او بده مرغه چې افغانستان په هغه حالت کې هم نه دی چې له يو چا سره د جګړې تر کچې ټکر را ولاړ کړي او دا کار يې ان هغه وخت هم نه دی کړی چې په سيمه کې يې د ځواک انډول برابر و. په همدې موخه ولسمشر غني د اتمر، اجرايه رئيس ډاکټر عبدالله او ځينو نژدې مشاورينو په خوښه دې هوکړې ته ورسېدل چې له پاکستان سره په جرات خپلې ستونزې مطرح کړي او د هغوی خبرې هم واوري.

غني په پوره صراحت سره پاکستان ته خپل نيت څرګند کړ او دا يې ورته واضحه کړه چې افغانستان د دوستۍ لاس درکوي او د هيچا په خلاف د دښمنۍ نيت نلري. د همدې لپاره يې پاکستان سره د يوې دوامدار دوستۍ د هوکړې لپاره په يو استخباراتي تړون کار پيل کړ. تر څو پاکستان د غني په نيت باوري شي.

د تړون په ټولو تخنيکي اړخونو کار وشو، مسوده يې تياره شوه او په پای کې اړينه وه چې دغه تړون به ملي شورای، کابينې او د هېواد مطرح څهرو سره هم بحث شي. خو له بده مرغه تړون تر نهايي کېدو او په سړو مغزو د ملي شورای، کابينې، رسنيو او سياستوالو لخوا تر رايې او بحث پرېنښودل شو. بلکې د پخواني ولسمشر کرزي د بانډ وفادار د ملي امنيت مرستيال حسام الدين لخوا په نهايي منفي بڼه د کرزي تر کوره ورسول شو. ولسمشر کرزی چې ډېرې غوښتنې يې په نوي حکومت کې نه وې منل شوې همدا يې په حکومت يو کاري وار وګڼه او په ټول شور يې د پاکستان سره د ولس له حساسيته ناوړه ګټه پورته کړه او دغه تړون يې چې د خپلواکو حکومتونو تر منځ يوه عادي مامله ده په ډېر منفي ډول تبليغ کړ. په دې کار کې ښاغلي رحمت الله نبيل تر پردې شاته رول هم ډېر منفي و. د ښاغلي نبيل ټوله ستونزه د حکومت په داخل کې له امنيت شورای سره وه. د امنيت شورای او حکومت غوښتل چې د امنيت شورای دې د ملي امنيت په ټولو فعاليتونو خبره اوسي خو ښاغلي نبيل د دې کار مخالفت کاوه او خپلواکي يې غوښته. دا هغه څه و چې نه غني او نه هم اتمر ته د منلو وړ و. ځکه د ملي امنيت خپلواکۍ او نه پوښتنې په دې هېواد کې ښې پايلې نه دي درلودلي نو بنا د ملي امنيت رياست بايد د هېواد د ملي امنيت شورای پاليسي مخته بوځي، هغه څه چې ښاغلي نبيل ته د منلو وړ نه و.

د ملي امنيت شورای پاليسي:

د ملي امنيت شورای د همکارۍ په پاليسۍ باور لري او په حکومت کې هيچا ته اجازه نه ورکوي چې خاوره يې د بل چا په خلاف وکارول شي. په هېڅ قيمت نه غواړي چې افغانستان د نيابتي جګړو ډګر وګرځي. د سولې په پروسه باور لري او غواړي طالبان د سياسي پروسې برخه وګرځي. سياست ته يې راداخل کړي او مطرح و اوسي. سولې ته رسېدل د افغانستان د خلکو ارمان دی او حکومت نهايي تلاش کوي چې په يوه نه يوه ډول سولې ته ورسېږي. دا کار حوصله او زغم غواړي. د سولې پروسه د ډېرو داخلي او بهرنيو غمازانو له ګواښونو سره مخ کېدای شي. چې پر وړاندې به په نهايي هوښيارۍ اقدام کول وي. د افغانستان د ملي امنيت شورای چې مخکې يې ټول 12 غړي و، د ملي يووالي په حکومت کې يې ټول غړي 16 شول. اجرايه رئيس، دواړه مرستيالان يې او د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر فوق العاده مشاور احمد ضيا مسعود هغه څلور تنه و چې د امنيت شورای يې له 12 څخه 16 کړه. په تېر يوه کال کې د امنيت شورای په 137 لايحو کار کړی چې په دې کې 30٪ اجرايوي شوي هم دي. د افغانستان د ملي امنيت پاليسي په ليکلي بڼې او نهايي دقت وليکل شوه. د توحيد مرکز چې وخت په وخت د هېواد ولسمشر، د ملي امنيت مشاور، د ملي امنيت رئيس، د کورنيو او دفاع وزارت چارواکي پکې د هېواد له امنيتي حالت نه خبرېږي او بحثونه پکې کوي دا ټول د ښاغلي اتمر ابتکار و. په ارګ کې اعلی سرقومنداني فعاله شوه او هره ورځ له ولايتونو سره له ارګ څخه تماس نيول کېږي. د اپراتيفي مالوماتو لپاره همدلته يو سستم فعال شوی چې هر مازيګر د ټول هېواد د پېښو په اړه مالومات راټولوي او نهايي پرېکړې ته رسېږي. ښاغلي اتمر د ملي امنيت شورای له اشغالولو سره په پخوانيو 12 رئيسانو کې يو هم بدل نکړ. بلکې پر ځای يې نوي مشاروين په ګڼ شمېر کې استخدام کړل.

دې کار دوه ګټې ولرلې. لومړی خو د امنيت شورای د پخوانيو رئيسانو له تجربې څخه بې برخې نشوه او دوهم دا چې نوي مشاورين چې عموما ځوان او لوړې زده کړې لرونکي مسلکي کدرونه دي به په راتلونکي کې د کارونو د اشغال لپاره کافي تجربه هم ترلاسه کړې وي. دې کار په امنيت شورای کې کارونه اغېزمن، محسوس او د مسوليت احساس رامنځته کړ. همدې ښه فعاليت د حکومت په داخل او بهر کې ځينې کړۍ مجبورې کړې چې د امنيت شورای له فعاليته په ډار کې شي او عقده يې ورسره واخيسته. د ملي امنيت شورای فعاليت په هېواد دښمنه جاسوسو کړيو، يو شمېر پخواني جهادي څهرو، د ښاغلي کرزي بانډ، د ملي امنيت پخواني رئيس ښاغلي نبيل او شمال ټلواله وارخطا کړه او په پوچو، درواغجنو تبليغاتو يې پيل وکړ. چې له نېکه مرغه ملت هر څه په سترګو وليدل او ټولې دسيسې ناکامې شوې. شايد دا خبره سمه اوسي چې ښاغلی اتمر ډېر خلک د حکومت مغز بولي او په حکومتي پرېکړو کې په اغېزمنيتيا يې باوري دي. خو بايد هېره نکړو چې ځينې فاشیستي او متعصبې کړۍ چې تل يې په هېواد کې وېش، نفاق او تعصب ته لمن وهلي ښاغلي اتمر ته د پښتونولۍ سزا ورکوي. تعصب د ځينو سياسي کړيو د فطرت چټلتيا ده چې د افغانستان ملت يې ښه پېژني او هېڅکله به چا ته اجازه ورنکړي چې د ورونو تر منځ دغه اور ته لمن و وهي.

اتمر او نړېوال:

ښاغلي اتمر د حکومت په لومړيو کې چين او روسيې ته ځينې پټ سفرونه وکړل چې رسنير نشول. چين يې د افغان د سولې په پروسه کې په پاکستان د فشار د يوې الې په حيث تشويق کړ، تر څو خپل رول ادا کړي. د امنيتي ځواکونو تجهيز يې پرې ومانه. د کابل د امنيت د ښه والي لپاره په مختلفو لارو کې د امنيتي سکېنرونو غوښتنه يې ځنې وکړه چې ومنل شوه. په افغانستان کې يې پانګونې ته وهڅول. چې ټولو وليدل چې چين د افغانستان په سوله کې منځګرتوب ته زړه ښه کړی. مرستيال ولسمشر يې کابل ته راغی او د لوړو زده کړو د بورسونو تر څنګ يې د 10000 اپارتمانونو جوړولو لوظنامه لاسليک کړه. همدا راز د لوګر د مس عينکو په کان به هم له سره خبرې وشي او د بدخشان له لارې د چين څخه تر منځنۍ اسيا هېوادونو د لارې جوړولو وعده هم وشوه. د چين سفیر وخت په وخت د ملي امنيت شورای له مشاور سره ګوري او مهم مسايل ورسره بحث کوي.

ښاغلي اتمر روسيې ته هم سفر وکړ او روسي چارواکو څخه يې د ترهه ګرۍ پر خلاف جګړه کې د مرستې غوښتنه وکړه. په لومړي سر کې مسکو د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو لپاره د 10000 لس زره کلاشينکوفونو د ورکړې وعده وکړه او ترڅنګ يې د هوايي پوځ د تجهيز په خاطر د جنګي الوتکو د ورکړې وعده هم وکړه. لومړۍ وعده يې تر سره کړه خو دوهمه يې لا هم پاتې ده. همدا راز له هند سره هم د افغانستان اړيکې ژورې او هيله بښونکي دي او د هيچا تر تاثير لاندې نه دي راغلي. افغانستان له هند سره په اړيکو کې خپله خپلواکي د تل په څېر ساتلې او هند يې خپل ستراتيژيک ملګری ګڼلی. ښاغلي اتمر هند ته د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال حکمت کرزي په ملتيا سفر وکړ او هلته يې د امنيتي ځواکونو لپاره د وسلو او جنګي چورلکو خبره مطرح کړه. هندي چارواکي يې دې ته قانع کړل چې له هند سره زمونږ اړيکې به د تل په څېر ژورې او دوستانه وي. دا همغه څه و چې د هند لومړی وزير کابل ته راغی. څلور جنګي الوتکې يې ورکړې. د لوړو زده کړو د 1000 بورسونو تر څنګ يې د ملي ځواکونو د شهيدانو د اولادونو لپاره هم 500 ځانګړي بورسونه اعلان کړل او افغانستان يې خپل نژدې ملګری وباله.

اتمر او داعش:

نوی حکومت له راتګ سره سم د داعش په شکل کې له يوې نوې ننګونې سره مخ شو او له دې سره د افغانستان ثبات ته نوی ګواښ راپيدا شو. داعش چې د افغانستان په سنتي، کلتوري، اسلامي ټولنه کې يې ريښې کول ډېر مشکله دي، له بده مرغه د ځينو خود غرضه او هېواد دښمنه کړيو لخوا په نوي حکومت او په ځانګړي ډول امنيت شورای ور تاوانولو هڅې کېږي. حکومت او په ځانګړي ډول امنيت شورای پکې متهم کړای شول او په پوچو درواغجنو تبليغاتو يې ملت له اندېښنې سره مل کړ. تر څو له لومړي سره خلک په حکومت بې باوره کړي او نړېواله ټولنه هم بد ګمانه. دا کار په لومړي سر کې په شمال کې د بلخ والي عطا نور وکړ.

عطامحمد نور چې د ټاکنو له وخته يې د غني سره اړيکې ترينګلې وې په خپل راتلونکي بې باوره و او پوهېده چې کابل به يې د ډېرو خودسريو مخه نيسي او نور به نو هغه پخوانۍ چرچې نه وي. له همدې وېرې يې له روسي چارواکو سره پټې ناستې وکړې او په درواغو يې د هغوی ذهن ته ور پيچکاري کړل چې ګواکې نوی حکومت او په ځانګړي ډول اتمر د داعش ملاتړ کوي. ده دا کار د دې لپاره وکړ تر څو له روسيې څخه د وسلو او پيسو امتيازات تر لاسه کړي او په مرسته يې د مرکزي حکومت پرخلاف د ده د لرې کېدو په وړاندې مقاومت وکړي. په همدې موخه يې ځينې نمايشي پوځي مانورونه هم وکړل او د ملېشه سازۍ يوه ناکامه هڅه يې هم وکړه چې د حکومت لخوا يې په چټکۍ سره مخه ونيول شوه.

د کندوز د سقوط څخه په استفادې يې دا هڅه بيا وکړه چې په دوهم ځل هم د عطا نور د ملېشه سازۍ ارمان پوره نشو. مرکزي حکومت شمال ته دوستم ولېږه او هلته يې د ملي اردو په رهبرۍ پوځي عمليات وکړل او خپل ځواک يې څرګند کړ. خو ښاغلي عطا نور چې د حامد کرزي په حکومت کې د ناپايه دولت څښتن شوی په هېواد کې يې ځينې مطرح څهرې او د ولسي جرګې وکيلان واخيستل.

ځينې يې لومړی لاس او ځينې يې دوهم لاس و پېرل. تر څو د حکومت پرخلاف تبليغات وکړي او داعش چې د افغانستان د حکومت، خلکو، عقايدو او کلتور سرسخت دښمن دی، يې داسې تبليغ کړل چې حکومت يې ملاتړ کوي. په هيلکوپترو کې نامالومه خبرو کسانو د ښکته کولو بې سنده خبره او افواه يې خپره کړه. حکومت په ټول جدت او قاطعيت د داعش پرخلاف خپل هوايي او زمکني عمليات تند کړل او هره ورځ درانه تلفات ور اړوي. خو هيچا ته يې د ملېشه سازۍ او خپلسرۍ اجازه ورنکړه. حکومت پوهېږي چې ملېشه سازي او خپلسري وحشت زېږوي چې ټولو وليدل په ننګرهار کې د حاجي ظاهر د ګوتو په شمېر ملېشو څه وکړل؟

د افغانستان نجيب او شريف ملت ته پکار دي چې د هيچا په درواغجنو تبلغياتو ونه غولېږي او پوره باوري دې اوسي چې دا حکومت به يې د زمکنۍ او سياسي خپلواکۍ ساتونکی وي. سوله د افغانستان د خلکو ارمان دی او دې ارمان ته د رسېدو لپاره د ملت سياسي ويښتیا او شعور اشد ضروري دی.

5 thoughts on “ولې يواځې اتمر په نښه کېږي؟/ ډګروال ميرويس”
  1. ډیره په زړه پوري لیکنه وه، دولت باید دمثبت تبلیغ د لاري خلګ اګاه کړی او حساب ورکړي. دغه سی لیکني د خلګو ذهن او زړه اراموي او هم منفوري څهری افغان ملت په ډاګه کیږي.

  2. تر سترگو دی قربان شم جناب ډګروال صاحب! ستا د لیکنې نه داسې انګیرلی شو، چې اشرف غني هسې مولی ده دا څه چې روان دي ټول د اتمر حسنات او برکات دي، خو داسی نده، په بهرنی پالیسی کې چي څه لاسته راوړنې دي هغه د اشرف غني برکت دی، پدې باید سترګې پټي نکړو، بله دا چې ستا په اند په امنیت شورا کې د ځوانو مشاورینو مقررول او د امنیت شورا د غړو شمیر له ۱۲ څخه ۱۶ ته زیاتول د اتمر لاسته راوړنه ده، لږ دخندا وړ خبره ده، اول خو دا کوم غړي چې په امنیت شورا کې ور اضافه شویدي لکه مانډیس خان، خردوان خان او ضیا مسعود خان، دا هغوی ته یو سیاسي رشوت دی، نه لاسته راوړنه او دا نور مشاورین معززین لکه د احمدضیا مسعود زوی، د دانش زوی، د جلالي صاحب لور وغیره … زما د معلوماتو له مخې دا خلک ډیر کم خپلې دندی ته حاضریږي کار او ستاسو په اند سټراټيجي خو یو وارې پریږده، نو ددې خلکو د مقرري ګټه څه ده، دا هم ویلی شو چې د اتمر لخوا دې خلکو ته د رشوت په ډول مشاوریتونه ور ډالۍ شوي وګڼه… د توحید مرکز مخکې هم د امنیت شورا په چوکاټ کې وو اوس هم دی، مخکې یی ورته د اخذ اطلاعاتو ریاست ویل او اوس ورته د توحید مرکز وايي، نو عوام فریبی نده پکار. په درنښت

  3. یعنی حنیف اتمر و اشرف غنی هر راست و دروغ که گفتند درست است؟ ولی دیگران اگر گفتند آنان دروغگو و خاین هستند؟ واوا با قضاوت تان. لطف کنید قانون اساسی را تغیر دهید و به اشرف غنی جل جلاله و به اتمر صل الله عليه وسلم القاب اضافه کنید.

  4. اتمر صاحب یو فعال ، باتجربه ، ډیر ځیرک اوبا مسولیته کارمند ، واکدار او رهبر دی . ، دمخالفت لیکنی کله کله دګوندی او ګروپی موخو اودخپل ګروپ اودبل د ګروپ تر سوسیا لوجیکو او اجتماعی خصوصیاتو تر تاثیر لاندی لیکل کیږی نوځکه دتشویش وړ ندی .

ځواب ورکول ملا پیاز گل جذباتی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *