نوید احمد څرک || 

له ټولو سره دا پوښتنه ده چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ولې په دومره خلکو کې هندوان په نخښه شول او ځانمرګي برید کې یې یوولس تنه له لاسه ورکړل.

په دې اړه بیلابیل نظرونه، شکونه او تحلیلونه شته، خو هغه څه چې ښکاره او ډاګیزه خبره ده، هغه دا چې د ترهګر او مافیا هر کله هڅه کوي چې د ولسمشر له لاسته راوړنو ډک سفرونه کمرنګه کړي.

ولسمشر ننګرهار ته په خپل سفر کې زیاتې پروژې درلودلې چې پرانیسته یې شوی وای او زیاتې نورې پراختیایي پروژې وې چې نوې به یې د بنسټ ډبره کیښودل کیدله، خو د سیمې استخبارات د داخلي کړیو په همکارۍ باندې خپله هڅه وکړه چې څنګه کیدای شي د ولسمشر سفر تر نیوکو لاندې راولي.

د دې برید هدف به دا نه و چې هندوان په نخښه شي، خو دا چې افغان اهل هنود په دغه وخت برابر شو، نو ځکه د چاودنې قربانیان دي.

داخلي مافیا او د سیمې استخبارات چې ترهګرې کړنې ترسره کوي، له دې برید یې هدف دا و چې وضعیت خراب وښيي او د ولسمشر سفر تر پوښتنو لاندې راولي.

ولسمشر په دې سفر کې د ننګرهار چارواکو ته ضرب الاجل وټاکه چې درې میاشتو کې وضعیت عادي کړي او د دې تر څنګ د ننګرهار خلکو ته یې ښه زیری دا درلود چې پوه او مسلکي کسان ورمعرفي کړي چې د ننګرهار لپاره د اړتیا وړ پروژې له وزارتونو واخلي.

ولسمشر دا سفر ځکه له هرکلي سره مخ و چې د ولسي جرګې هیڅ غړی یې له ځان سره نه و وړی او تر څنګ یې نور هغه کسان غونډه کې نه و شامل کړي چې تل یې د ننګرهار په خلکو سوداګري کړې ده.

له دې سترګې نه شي پټیدلی چې ولسمشر د هر ولایت مافیا او قومي سوداګر پيژندلي او اجازه نه ورکوي چې نور په خلکو باندې سوداګري وکړي او هغه کارونه چې د دولت مسوولیت دی، کریډیټ یې قومي سوداګر او د ملي شورا غړي واخلي.

ننګرهار ته د ولسمشر په سفر کې ولسمشر محمد اشرف غني په سړه سینه د قومي مشرانو او ځوانانو خبرې واوریدې او ټولې یې له ځآن سره نوټ کړې چې په تدریجي ډول به یې په تړاو اقدام وشي.

د برښنا، روغتیا او پوهنې په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ژمنې او اقدام ستایل شوی او تمه پيدا شوې چې په دې برخه کې به عملي ګامونه واخیستل شي اود خلکو زیاتې ستونزې به ورسره حل شي.

ولسمشر لکه څنګه چې په خبرو کې وویل چې ننګرهار کې د ځانمرګي برید خطر و، خو ولسمشر د ولسونو په منځ کې دا خطر منلی و او غوښتل یې چې د ننګرهار له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي، ستونزې یې واوري او د حل په برخه کې یې عملي کار وکړي.

که له یوې خوا مافیا او د سیمې استخبارات هڅه کوي چې د حکومت پرضد خلک راوپاروي او دا ډول سفرونه له نیوکو سره مخ کړي، خو له بلې خوا هوښیار خلک چې د جګړې په ابعادو ښه پوه شوي، دا ډول بریدونو باندې حکومت نه ملامت کوي، ځکه چې همدا حکومت دی چې د پراختیا لپاره کار کوي او د سولې هر اړخیزه پلانونه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني په ټول توان هڅه کوي چې د سولې په تړاو کورنۍ، سیمه ییزه او نړیوال اجماع رامنځ ته کړي او د سولې پروسې په بریالیتوب سره داخلي مافیا، د سیمې او نړۍ استخباراتو ته ماتې ورکړي.

کله چې سوله راشي او جګړه له منځه ووځي، بیا هیڅوک نه شي توانیدلی چې اوبه خړې کړي او ماهیان پکې ونیسي، بیا هیڅوک نه شي کولای شي چې د نامالوم ادرس څخه د افغانانو ژوند واخلي او شومو موخو او شخصي ګټو لپاره ملي پروژې او ملي ګټې وننګوي.

افغانستان کې هر کله افغانان قرباني ورکوي او ټول د پردۍ جګړې قرباني دي، که پرون شیعه او سني د جګړې قرباني ورکړې، نن اهل هنودو هم د جګړې قرباني ورکړه او دا لړۍ به تر هغې دوام ولري، تر څوک چې خلک په حکومت راټول نه شي.

د دې ټولو چاودنو او قربانیو د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې هر افغان جاسوس شي او هر افغان دا دولت خپل دولت وګڼي او د دې خاورې لپاره په هره برخه کې چې اړتیا وي، کار وکړي.

د جلال اباد چاودنه نه لومړی وه او نه به وروستۍ وي، خو دا چې دې جګړه کې تراوسه اهل هنود نه و په نخښه شوي، نو دا په خپل ډول کې لومړی پېښه وه چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونونه راپارولي دي.

One thought on “ولې پر اهل هنود برید؟”
  1. د څرک صیب تحلیل شاید ډېر علمی او سم وی خو خبره داده چه ددې ډول حملو اهدافو او انګېزو زاوئې ډېری پراخی تر دې دی چه موږ ئې فکر کوو
    زه نه ژورنالیسټ یم او نه تحلیلګر چه شکر چه نه یم خو دومره پوهېږم چه د ځینو پېښو تړاؤ یو د بل سره د کوم ژورنالیسټی زده کړی مستلزم ندی بلکه په یوه ساده سوچ ډېر مسائل سرج کېدای شی
    لکه چه خبره رانه اوږده شوه
    دقیق می یاد ته نه راځی چه کومه نېټه او کوم کال ؤ خو دومره می یاد دی چه حامد کرزی د خپل حاکمیت په دوهمه دوره کی هند ته یو رسمی یا غیر رسمی سفر درلود د سفر په ترڅ کی ئې کومی فرهنګی غونډی ته وینا اوروله او د مولانا ابوالکلام پر شخصیت ئې په مفصله توګه رڼا واچوله او هغه مرحوم ئې ښه وستایه
    د حامد کرزی ددې وینا څخه څلورویشت ساعته او څلورویشت دقیقې وروسته د کابل د ښار په کومه سیمه کی د کوم اهل هنود د جنازې د مراسمو سخت مخنیوی وشو چه څو ورځی په ملی سطحه دا یوه توده ملی او په ضمن کی ترخه مسئله وه
    عرض می دادی چه د درې زره درې کلونو را وروسته هره ورځ یا په اوونۍ کی یو ځل د هنډوانو د مړو مراسم په ډېره عادی توګه تر سره کېده او تر سره کیږی نو ولی باید دا تړاؤ سره ونه لری چه د پاکستانی مُرده ګوانو منفی احساسات د مولانا د ستاینی له کبله را وپارېدل او خپلو جهنمی مزدورانو ته ئې دستور ورکړ چه د اهل هنود مړی یا را ژوندی کی او یا ئې د مراسمو مخنیوی وکی
    که څنګه؟

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *