د اپریل شلمه چې د وري يا حمل د میاشتې ۳۱ نیټې سره سمون خوري د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څه کم ۵۰ سلنو رایو پایلې خپاره کړل.
تر دي دمه د ټاکنو پایلو کې ډاکټر عبدالله د ډاکټر اشرف غني څخه د تیرو نتایجو د اعلان په څیر پر مخ دي.
د ننيو نسبې پایلو اعلان راته لږ څه کاږه واږه ښکاره شول. د اکثریتو د تمې په خلاف او په غیر د کوم بدلونه د تیر ځل اعلان پرتله اعلان شول.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویب پاڼې ته په کتلو سره دا په کره ډول جوته کیږې، چې پر موږ جګړه تپل شوي او کوم سایټونه چې د جګړو نه په امان وو، هغې سایټونو کې د بې اتفاقې لمن راته وهل شوي.
د ډاکټر اشرف غني د ملاتړو تمه چې کومو ولایاتو کې تر سترګو کیده، له بده مرغه هلته په اکثریت ډول خلکو رایې ندي اچولي. د بیلګې په توګه؛ د ننګرهار ولایت د هسکې میني والسوالې چې د رایو پینځو نه زیاتو مرکزونه د تیر ځل ولسمشریزه ټاکنو کې درلودل، دا ځل یو د راي دهې مرکز درلوده، چې ټولټال ۵۸ رایې پکې استعمال شوي. او نور ټول مرکزونه تړلې وو. او د ۵۸ رایو اچونو څخه داسې بریښې چې حتأ د ولسوالې کارکونکو هم په خلاص مټ د ګوتې د پرې کیدلو له ویرې رایه نده اچولئ.
پورتنې بیلګې ته په کتلو سره د هیواد نورې هغه سیمې چې د ډاکټر اشرف غني رایې اکثریت شتون درلود د نورو نوماندانو چې له اوله د ګټلو تمه ترې نه کیدله مخه ډبه کړې وه.
د دي پر خلاف د ډاکټر عبدالله پلویان په پنجشیر کې چې سل په سلو کې رایې د ډاکټر عبدالله په ګټه استعمال کړې د رایې اچونې ټول مرکزونه فعاله وو او تقریبأ سل په سلو کې رائې یې هم خپلې کړي. همداشان هرات، مزار، ډایکندې، نورستان، پروان، بدخشان، تخار، سرپل، غزنې، کاپیسا، بغلان، مزارشریف او بامیان د هغو نورو ولایاتو د جملو نه دي چې د ډاکټر عبدالله راې اچونې سترو مرکزونو څخه شمیرل کیدل او د ټاکنو پر ورځ د ډاډمن امنیت له امله د رایې دهې ټول مراکز هم فعاله وو او د خلکو د ګډون شمیره هم لوړه وه.
بر عکس، د کندهار، اورزګان رایې د محلې کاندیدانو له کبله د ډاکټر غني په صندوقونو کې ونه لویدلې، په ننکرهار، کونړ، لغمان، کندوز، هلمند پکتیا، لوګر، خوست او یو شمیر نورو ولایاتو مرکزونو د نورو کاندیدانو پلویانو چې په هیځ ډول د ګټنې تمه تري نه کیده خرابې کړې او اکثرو والسوالیو کې د هسکې میني والسوالې په څیر ټړلې وي او نا تړولو سایټونو کې چا له ویرې ګډؤن ونکړ.
په ټولیزه ډول ټوله پروسۀ په یوډول او بل ډول د ډاکټر اشرف غني د رأیؤ مخه چې دا ځل یې د ولسمشرئ تمه ترې کیده خڼډونو سره مخ کړه.
پورتنې لاملونو ته په کتنې سره دا څرګندیږې چې، د ډاکټر عبدالله د مخکښ کیدلو لوې لامل هم همدا دي چې د ده د پلویانو سېمو کې د رایو مرکزونه په پوره ډول فعاله او مخ ته یې کوم خڼډ هم نه درلوده. او د ډاکټر اشرف غني مخ ته خڼډونه او د پلویانو په سیمو کې د رایو ۳۰ سلنو زیات مرکزونه د امینیتې ستونځو له امله تړل شوې وو.
لا تر اوسه هیڅ کوم کاندید په غوڅ اکثریت سره ګټونکې نشې شمیرل کیدې او دا فیصدې تر راتلونکو ورځو د تغیر وړ دي. د راتلونکو نتأیجو اعلانات به تر ډیره حده دوهم پړاو ته د تګ ډیر احتمالات هم روښانه کړې.
که د ټاکنو خپلواک کمیسیون دوهم پړأو ته د تګ اعلان وکړې نو تر ډیره حده به دوؤ مخکښو کاندیدانو، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله لخوا هرکلې وویل شې.
دوهم پړاو ته په تللو سره به په غوڅ اکثریت ډاکټر اشرف غني ګټونکئ وي. او دلیل یې هم دا دي چې په دوهم پړأو کې د ډاکټر عبدالله امکانتو زیاتوالئ نه لیدل کیږې او پر خپل حال به یې پلویان ثابت پاتې شي. خو بر عکس د ډاکټر اشرف غني امکانات پیاوړې کیږې او هغه شته خڼډونه چې د ډاکټر صیب اشرف غني پر مخ دا ځل ټاکنو کې وو له مخه لرې شې او په غوځ اکثریت به د نورو نوماندانو پلویان هم د ډاکټر اشرف غني د پلویانو په ډله کې ودریږې.
لیکوال صاحب خبره دا نه ده چی مونږ رایه نه ورکړی، ما ته داسی ښکاری چی تاسو په لوی لاس خلک ګمراه کوی. دا ښکاره ده چی مونږ ۷۰٪ یو اوس که دا وانګیرو چی ۳۵٪ خلکو رایه نه ده وکړی د امنیتی ستونزو له کبله سمه ده منم یی درسره. خو بل خوا چی ټول نور قومونه ۳۰٪ دی نو ۵٪ درغلی یی هم کړی وی بیا باید هم انډول داسی نه وی چی ښکاری. زه داسی ګمان کوم چی حکومت په لوی لاس غواړی ځان په درغلیو کی ښکیل کړی چی د دی مخه نیول بیا زمونږ د وس نه وتلی دی. تاسو باید کوشش وکړی چی دا ستونزی ولس ته ښکاره کړی نه دا چی خپل سر په خپل ترښز ووهی. هیله کوم چی خواا مو بده شوی نه وی د واقعیت په ویلو سره.