راپور: جاوید واک

د افغانستان په دوه لویو ښارونو کابل او مزار شریف کې د ويښ ځوانانو غورځنګ لخوا د ولسمشر حامد کرزي ۵۶مه کلیزه ونمانځل شوه.

په کابل کې ښار کې ماښام پنځه بجې وې، چې په لسګونه ځوانان د عیدګاه جومات مخې ته راټول شوي وو، په لاسونو کې یې د ولسمشر عکسونه وو او افغان ریس جمهور ته د اوږد او سوکاله ژوند غوښتونکي وو.

د نمانځنې د مراسمو په پیل کې د ويښ ځوانانو غورځنګ مشر اسرار احمد خان په خپلو خبرو کې وویل، چې ويښ ځوانان غورځنګ د ولمشر له وروستي دریځ څخه په کلکه ملاتړ کوي او په هر حالت کې له خپل ګران ولسمشر سره په څنګ کې ولاړ دي.

1هغه وویل چې بهرنیان باید د ولسمشر شرطونه ومني، د افغانانو کورونو ته دې نه ځي او د سولې لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.

هغه یو ځل بیا څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ټولو بدبختیو او بدمرغیو تر شا د پاکستان لاس دی او نړیواله ټولنه باید په پاکستان فشار راوړي چې په افغان خاوره کې لاسوهنه بنده کړي.

د خان په وینا پاکستان نه غواړی چې په افغانستان کې یو مستقل دولت وي او خلک دې په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

اخوا په مزار شریف کې هم ځوانانو د ولسمشر کلیزه ونمانځله

1په مزار شریف کې د ويښ ځوانانو د غورځنګ غړو بیګاه د شپې پر ۱۰ بجو د ولسمشر کلیزه ونمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې د ولسمشر له وروستي ملي دریځ څخه ملاتړ وکړي.

د ويښ ځوانانو غورځنګ غړی او د بلخ پوهنتون استاد ضمیر سار وویل چې مونږ ډیر خوشاله یو چې نن د خپل ولسمشر کلیزه نمانځو.

هغه زیاته کړه چې ولسمشر د افغانستان لپاره نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي

 1جاوید واک هم ټول افغان ولس ته د ولسمشر د کلیزې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې دولس کاله وړاندې په افغانستان کې هر څه له صفر سره ضرب وو خو نن د ملي ځواکونو، حکومت، پارلمان او قانون څښتنان یو.

د لمانځغونډې ګډونوالو د ولسمشر کرزي انځورونه اوبينرونه په لاسونو کې نيولي چې پرې ليکلي شوي وو چې افغانان یو دي او د خپل ګران ولسمشر تر څنګ ولاړ دي.

5 thoughts on “ويښ ځوانانو غورځنګ د ولسمشر کرزي کليزه ولمانځله”
  1. سوپر او بمپرپرایز او افرینونه د دغو ځوانانو له پاره. ژوندی دې وي کرزی او اشرف غني

  2. ویښو ځوانانو ته ډیره بریا غواړم

    خداې دې درته نور توان هم درکړي چې د خپل ولسمشر سره ملاتړ یاستی اود هیواد د یوالي لپاره هلی ځلی کوی

    ستاسو د پیاوړتیا او د یوالي په هیله
    مونږ له بهره ستاسو ملاتړي یو

  3. ویښ ځوانانو ښه خبره ده په هیواد کی فساد نیښه یی توکی او ملی یووالی مو مبارک شه .

  4. خدای دی د مجددی په شان اوږد عمر ورکړی چې له برکته یی افغانستان په نړۍ کی خپل ګټلی نیک شهرت او په شفافیت کی دا اوسنی سرلوړی ریکارد چی ټول جهان پری ویاړی، تر ابده وساتی.

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *