تاند- د پاکستان جنجالي هنرمنده وینا ملک، چې یو وخت یې په هند کې لوڅ عکسونه خپاره شوي ول، له یوه پښتون سره له واده وروسته د عمرې لپاره سعودي عربستان ته تللې ده.

وینا ملک څه باندې یوه میاشت مخکې (۲۰۱۳دسمبر) په دوبۍ کې له دېره سوداګر اسد بشیر خټک سره واده وکړ.

دې په خپل ټویټر اکاونټ کې په یوه پیغام کې لیکلي چې له خپل خاوند سره د عمرې لپاره سعودي عربستان ته تللې ده.

ټاکل شوې ده چې د دې د کورنۍ غړي به هم سعودي ته ورشي او یوځای به عمره وکړي.

وینا ملک وروسته له دې په پاکستان کې جنجالونه وپارول چې په یوې هندۍ مجلې کې یې لوڅ عکسونه خپاره شول خو دې په ټویټر کې د عمرې د خبر د خپرولو ترڅنګ لیکلي چې پر خپلو تېرو کړنو نه پښېمانه ده او نه پرې چورت وهي.

وینا ملک په عین حال کې ویلي چې بخښنه غواړي او له ټولو وروڼو او خویندو غواړي چې دعاوې ورته وکړي.

4 thoughts on “وینا ملک له خپل خاوند سره عمرې ته لاړه”
  1. ددعا غوښتنه خوبه هغه چاکوله چي پرتیروبه په کلکه پښېمانه وو توبه به یې ایستلې وه، داچي نه پښېمانه ده اونه کوم خجالت محسوسوي نوبیاعمرې ته دڅه لپاره ځي؟ کیدای شی دشوټینګ یا ایکشن لپاره ځي

  2. yara che po pashtanu ke vaduna hadase po lvara baya yaste no bya de hec kum zman na ham gela nada po kar che da cha aw kume dame sara ye vada vakar!!!!
    de zna aw tool umer musaferai sakha khu da ham yava chara kidai she………

ځواب ورکول sha malgarai!! ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *