شهرت ننګیال

حجره له نارينه وو او د ننه کور له ښځينه وو، ماشومانو ډک دی، ځيې پېژندوی وي، ډيری نا پېژانده، نا ليدلي … هر يو له پوښتنې او ټک ټک پرته لکه خپل کور ته له دروازې ننوځي … ماما ته مې ویلي چې د ورځې دړه مه تړئ … د سړک د غاړې کورونه د ورځې دروازې پرانیستې ساتي …

له درنو ډزو سره له چت خاورې خځلې را غورځي … کوټې له دوړو ډکې دي … یو بل په ګرانه ليدل کېدای شوای … ساعت ته ګورم یوولس بجې دي … چې یوه شېبه ډزې کرارې شي، له کوره د ماشومانو انګولا او د ښځينه وو ژړا پورته شي …

ډز، غوړمت، ګرګرګر- له يوې بلې خوا غږ شي: راکټ دی، پيکا ده، دشکه … لکه ټول پوځیان وي

حاجي شاه محمد د مخ دوړې که د سترګو اوښکې پاکې کړې … وايي که څوک ولېږې چې د ننه څه حال دی …؟

څوک ولېږم …؟ خپله ولاړ شوم … خیرت دی، خیرت دی، د ژړا انګولا له منځه دوه درې غږه پورته شول …

بېرته راوګرځېدم … حاجي صاحب! خیرت دی، خیرت دی …

د ډزو له کرارېدو سره، سرونه هسک شي، خو چې څرنګه وتو ته ځان برابر کړي، له غوړمب او ګر ګر سره بېرته په خپل ځای وغورځي …

پاوباندې دوولس بجې بېرته کور ته ننوتم … د خوړو څه شته …؟

  • کورت دي، خو وچه ټکله به ونه رسیږي …
  • غټان پرېږدئ، ماشومانو ته یې لومړی ورکړئ …

حجرې ته په راتلو ضابط ولي ته وایم: ټکله به له وړکیو راونیسو …؟ څو غږونه يو پر بل پسې پورته شول … خوښه مو ده، بالکل، بيخي ښه خبره ده، خیر یوسې …

یوه نيمه بجه ډزې غلې شوې … لومړی موټروانان ووتل … راووځئ، ژر کوئ، هله بيړه …

لوی واړه موټر یو په بل پسې وخوځېدل، سړک خالي شو، شور، زوږ، ډزې کرارې شوې …

وایم يو ځل ووځه، پخپلو سترګو وګوره، چې څه حال دی …؟

څو ګامه نه یم تللی چې د سپکو ډزو باړونه وچلېلدل … بېرته مې پښه ونيوه … شاوخوا ګورم، بېرته وګرځم، که د وتلو ګام واخلم …؟

یوه شېبه ولاړ یم … لکه کراري شوه … له دروازې په وتو مې پورته سړک ته مخه کړه … چوپه چوپتیا ده … ډزو د ژوند غږ غلی کړی …

يوه ښځينه سرتوره ځغلي … غېږ کې يې د څلورو، پنځو کالو ماشوم دی … ما ته بې توپيره ګوري … د جان محمد کونډه ده، خاوند يې  وړم کال بمبارۍ کې وژل شوی …

  • څه خبره ده …؟
  • فضل احمد ځوانیمرګ په تيږه ويشتلی … ضعف يې کړی …
  • د ماشوم پر تندي د غچې ګوتې په کچه د زخم نښه ده، لکه ګرېدلی، وينه نه ده ترې راغلې
  • ښه! ما ويل که لګېدلی …؟ خدای به خیر کړي …

ورته وايم زه به يې ورسوم، د ښځينه له خولې په ځغاسته دوه درې ټکي ووتل چې ما نشوای اورېدای … هماغسې په غټو ګامو د روغتون په لور ځغلي …

پر سړک د وينو څاڅکو ته ګورم لګه کږه وږه ليکه ځغلېدلې، درک مې ونشو لګولی …

له سړک باغ ته وختم، د ونو څانګې پرتې دي … يوه ونه په منځ بوټه ماته ده … هماغسې مرګونې چوپتیا، لکه د ژوند مرۍ ته زيندۍ غورځېدلې … په بېرته ګرځېدو مې د ښځينه ژړا ته پام شو، سړک ته را کوز شوم، د جان محمد کونډه هماغسې سرتوره ده، ماشوم يې دواړو لاسو کې نيولی، لکه د زړه په زور ګام اخلي … د ماشوم زنه تړلې …

زما له خولې غږ نه خيژي … په زوره مې دوه ټکي له خولې وایستل …

  • دا ولې …؟
  • لګېدلی …

ماشوم مې ترې واخيست – د تندي وړوکی زخم یې وچ دی – له مرۍ لاندې چې ګولۍ راوتلې، ډاکتر مالوچ ايښی … په وينو لامده خيشته دي …

پر سړک هيڅوک نه ښکاري، لکه ژوندي ټول تر ځمکه لاندې ښخ دي او موږ د هديرې پر سر ولاړ یو …

… سر را باندې وګرځېد … سينه کې مې څړيکه شوه … د سړک پر غاړه تکیه شوم … ښځینه د سړک په منځ سپېرو خاورو کې ګونډې ووهلې – له خاورو ډکې لپې يې پر سر تشې کړې …

زما خوله لکه ګنډلې … ژبه مې پر هېڅ توري نشوای ګرځېدای …

د جان محمد کونډه له ځایه پورته شوه … ماشوم يې زما له غېږې واخيست

ویل : … له ورور سره يې په څه لانجه وه … زه ترې خونې ته ننوتم … چې په چيغه يې راووتم، دېوال ته ړنګ و… د تندي وړوکي زخم ته په کتو مې وګڼله لکه فضل احمد په تيږه ویشتلی، ډاکتر چې پر کټ واچاوه معلومه شوه ګولۍ …

د خاورو بله لپه يې پر سر واړوله …

زما خوله هماغسې ګڼدلې …

  • حاجي … همدا نن مې په بوره وهلی …
  • د پلازمېنې ۵۰ کېلومترۍ کې يوې کونډې خپل زوی سبناري کې پر یوه کاشوغه بوره وهلی … غرمه شوه چې يوې تودې ګولۍ يې د ژوند په پينځم پسرلي اور پورې کړ …

بېوزلي يوه مور د يوې کاشوغې بورې پر سر پخپل زوی تشدد ته اړ کړه هغه چې څو ساعته وروسته جګړې د تل لپاره ترې واخيست.

د جان محمد کونډه د پينځه کلن عيسی پر مرګ دومره نه، لکه پر يوه کاشوغه بوره د وهلو ارمانجنه وه …

همدا يوه خبره يې بار بار په خوله وه … نن سهار مې په بوره وهلی …

د کابل ديموکراسي د واک شخړه کې ښکېل ده… د ملا عمر اسلامي امارت د جګړې پر اور د خلکو په تودلو بوخت دی …

يا الله !

تا ته مو پناه ده

One thought on “ياالله ! / شهرت ننګیال”
  1. da badan her werayshta me shakh soo, ghostal me che chagha kram, kho da day bayree che da dafter hamkaaran ba da laywantoob shak rabandee wakree, dzan ghalai kree. Kho sotoonai me dak dai aw ghowaram che da Jan Mohammad da kondee sara zam cheghee karam.

    Ya Allah zamozh da day mazloomo khalqo pa dad warasayzhay aw ta ya da day joga kray che da her zalim tsakha khpal hisab wakhli.

ځواب ورکول M.A Javed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *