ما ته به ځان لکه ملا نصرالدين ښکاره شو، چې د روپۍ به يې درې هګۍ را نیوې، له ایشولو او رنګولو وروسته به یې د روپۍ څلور پلورلې… ټولو دا د ملا صاحب سادګي، خېله توب، کم عقلي او حماقت باله، يوازې استاد الفت د ملا په ننګه ودرېد او د ده خېله توب ته يې داسې تعبير راويوست چې کېدای شي ملا صاحب له ښه نیته د دې لپاره چې نرخ را ولوېږې، ارزاني شي دا کار کاوه…
په هر صورت ما هم نژدې دوه کاله داسې دوکان په سخته ناروغي کې وچلاوه.. حماقت يې ګڼې که ښه نیت، هغه دا چې د وردګو له چک مې د قصاب تر ځړېدلې چاړې لاندې «محور» ته قلم چلاوه… له زړه څڅېدلې وينې به مې چې له قلم پر کاغذ را تويې او د کالم نخچه جوړه کړه، کله د بل په لاس او ډېری خپله تر «محور» رسولې… يوازې دا نه، د پروفو تر لوستو، تصحيح او… فی سبيل الله…
وايي د بل په لاس مار مه وژنه، خو ما د ځان وژلو تجربه کوله، چې کم عقل يې پر ځان ازمويې، هوښيار پر بل… هغه دا چې د بل په لاس دغو څو پاڼو په ډېره اساني د راپور ټاپه وهل کېدای شوای، چې د واره يې پر دغه تور بې چون و چرا توت ته خېژولی شوای…
استاد الفت نه و چې زما دغسې حماقتو ته يې کوم تعبير را ایستلی وای، تعبير پرېږده چې دفتر کې يې زما پر خواري د خندا بنډار هم تود ساتی… چې ګنې له ډېرې بېوسۍ پر هغسې کاغذو کالم کاږم چې پر يوه مخ يې له وړاندې د کوم کتاب، مجلې پروف راوتلی…
قانع صاحب يوې سټې ته ويلي و: ننګيال له ډېر خوارۍ ايله يو ځاښت ډوډۍ خوري، ګويا له لوږې مازيګر بيدېږي…
ما ته چې توريالي دا خبره وکړه، باډي لېنګويچ يې د اعتراض سکروټې ښندلې… خو ما ورته کړه، ښه ده دا نشي ویلی چې له مړښته چوي… له حرامو يې ماڼۍ، پانګې رغولې…
ما ته مې يو مرحوم مشر را ياد شو… ده ته چا يوه ورځ د يوه سړي خبره راوړه، چې دی یې کافر بللی و…
مشر په سړه سينه ورغبرګه کړه: ښه ده دا نشي ویلی د چا په وينو يې لاسونه سره دي، د کوم غریب پر حق يې ګونده وهلې… حرامخور دی…
ما هم حاجي توريالی ته هغه مشر یاد کړ، چې خبره د شرم نه بلکې د سرلوړۍ ده…
دا هسې منځ پېښه وه، را به شو اصلي ټکي ته چې پر ما يې خپله توبه ما ته او له سره يې راباندې د ملا نصرالدين دوکان پرانيست…
وايي مېړه مړ کړه، مېړانه يې یاد ساه.
ما شله کاله پر استاد سياف حق ناحق نيوکې کړې… خو ده خوا نه ده بده کړې، که نه شين دود به وم… ۱۳۵۹ لمريز کې استاد سياف د افغانستان ازادۍ لپاره اسلامي يووالي مشر او کويټ کې د اسلامي هېوادونو سرمشريزه وه… مجاهدين يې هم د ناظر په توګه کنفرانس ته بللی ول… د مجاهدينو مشري د استاد سياف وه… دی يې چې د وينا لپاره ستېج ته وباله، د لسو دقيقو وينا کرښه يې ورته تېره کړه…
استاد سياف په متانت له ځايه ولاړ شو، په درنو ګامونو سټېج ته ورغی، په افغاني پرتم سټېج ته ودرېد… له حمد و ثنا وروسته يې په دوو ټکو ګډونوال هک پک کړل – د ولسمشرانو، پاچاهانو سرونه ورته ټيټ شول… استاد سياف په همدغو دوو ټکو د عربو او مسلمانانو زړونه وګټل… استاد سياف ولسمشرانو، پاچاهانو ته په خطاب کې وويل: … موږ د ايمان پر تکيه د خپل مټ او قربانيو په زور د شوروي ښکېلاک پر وړاندې جهاد کوو… موږ ډاډه او پخپل بري باوري يوو، خو دلته چې ګورم ستاسې ستونزې ډېرې رامعلومېږي… تاسې ډېر وارخطا ياست… ځکه خو دا لس دقيقې وخت تاسې ته دربښم…
له دې سره پر هماغو درنو ګامونو له سټېج راوګرځېد… چې ده د افغان ستر ملت دغسې توهين نشوای زغملی، ولسمشرانو، پاچاهانو، پورته نشوای کتلی، د استاد د شخصيت او وينا اغېز له هېوادونو واوښت پر نړۍ خپور شو…
… اوس يې وېلز کې ستر جنرال بسم الله خان محمدي ته اووه دقيقې د وينا وخت ټاکلی… د خوشال بابا خبره
یا هغه پښتانه نور وو او دا نور دي
يا د خدای به و همدغسې فرمان
په باور سره چې د مجاهدينو ستونزې د نن په پرتله هغه مهال ډېرې او خورا ډېرې وې… بل هېواد کې د کشمنرۍ د يوې پاڼې پاسپورټ ته اړ وو… خو نن خپل هېواد کې يوو، درې نيم لکه امنيتي ځواکونه، څو ګومرکونه، بلندمنزلونه، تجارتونه او بلا امکانات لرو… بيرغ مو پر نړۍ رپېږي… خو له بده بخته خولې مو له اوبو ډکې دي…
ګرانه ننګيال صيب !
ومي لوست , خورا خوندور اوپه زړه پوره ليک و .
مننه
داكټر نحيب خټي
محترم ننګيال صيب
لیکنه مو دلچسپه او په حقایقو مبنی وه .
ستاسی د کامیابی په هیله
ننګيال صاحب
لیکنه مو دلچسپه او په حقایقو مبنی وه .
ستاسی د کامیابی په هیله
متاسفانه چې ځان ښوودنه او ستر وينه زموږ د ليکوالو اوسياستوالو ستر مرض دى.دا ښاغلي اوس هم حالاتو ته له پخوانيو عينکو ګوري.دې بې لارې کړو ته دې خداى ج هدايت وکړي.
سپېڅلى
کندهار.
ننګیال صاب! زمونژ د کلی یو مشر سپینږری به چه کله د اشر یا بل کوم ټولنیز کار لپاره خلک را غوښتل نو کله به چه چا لټی کوله نو دا مشر به دا خبره کوله چه- آله به ننګ په سیالی وو- اوس بی ننګي په سیالی ده وو مینه. نو مطلب هغه پخوانی خلک نشته. مننه
محترم ننګيال !تاسو د ښأغلي سياف دومره ستاينه كړ يده ، چې دباور وړنه ده .!؟ تاسو مهرباني وكړۍ يو ځل خو د پيريأنوجګړي په نوم كتاب كي د سياف صاحب په اړه ليكني ولولي ،بيابه د ښاغلي سياف پښتونولي او غيرت درته معلوم شي!!
ښاغلی ننګیال. لومړی خو هغه د عربو غونډه وه دا د ناټو سرمشریزه ده. له موږ سره وخت قیمت نه لري، له هغوی سره یې لري. دوهمه دا چې اوس حالت او هغه حالت د پرتلې وړ نه دی. هلته هم نړۍ زموږ پر حماقت پوهېده خو د خپلو ګټو لپاره یې نڅولو او د دې نڅولو یوه تقاضا دا وه چې همدا رنګ باټ را کړي او هر ځای مو پر شا وټپوي. هیله ده له دې حقیقته سترګې پټې نه کړو چې افغانان نن د ملي وقار له اړخه تر هغه وخت په ډېر بهتر وضعیت کې دي. هغه وخت موږ عربو په عبدالله عزام غوندې بې مغزو ټېکه کړي و. پر داسې وګړو چې په خپلو ټولنو کې یې ځای نشوای ورکولای، دلته یې دفترونه ورته پرانیستل او زه او ته او استاد سیاف یې د هغوی په دروازو کې ودرولو.
رښتیا یی ویلی چه خان یی په یارانو یی ،هغه استاد اوس هم ژوندی دی لاکن هغه ملګریی اوس ورسره نشته ،خوارکی اوس هیڅ هم نشی ویلی ،خپله پټ ګرځی ، خو هلته یی روس او عرب ټول چلنج ول .