استاد شهسوار سنګروال

د چارشنبې ورځ 1398کال دسنبلې 27 مه،چې د 2019 کال دسپتمبرله 18مې سره برابره وه په تورخم کې د پاکستان لومړي وزيرعمران خان د افغانستان او پاکستان ترمينځ د تګ وراتګ دا مهمه لاره هره ورځ د24 ساعتولپاره پرانستله.

افغان حکومت بايد په دې پوه شوی وی، چې له دې څخه د پاکستان موخه څه ده؟ ولې له بده مرغه چې دا له غميزې ډک يوتريخ حقيقت بايد وزغمو چې افغانستان ځکه له پاکستان سره ورته دريځ نه لري،چې پاکستان غوندې پياوړې ديپلوماسي نه لري،هغسې پوځ نه لري اوهغسې استخبارات…!؟

پاکستان کوښښ کوي،چې د اسراييلوغوندې خپل ګاونډيان په دې لړکې افغانستان د خپلوتوطيو له مخې کمزوری کړي، چې يوه نمونه يې د تورخم دغه کرغېړنه هڅه وه،چې په اصطلاح سرحدي پوله يې وبولي…له دې څخه دپاکستان څوشومې او ناوړه موخې دپام وړدي،چې لنډيز يي په دې ډول دی  :

لومړی همدغه دکرښې نوم،چې دوئ په يوه دړه کې د؛ تورخم پولې …؛نوم کارولی دی …پاکستان کله هم يوټولمنلی نوم په دې تړاونه درلود،دبېلګې په توګه ،دغې استعماري کرښې ته په بېلابېلووختونودفرنټېرلاين،باونډري لاين،باډر(بورډر)اوپه ټوله کې ورته ؛ صوبه سرحد،چې اوس ورته ؛ خيبرپښتونخوا ؛وايي نوم اسعمالېده …

کله،چې تړون دواړه غاړوته مبهم وي تړون خپل نړيوال باورله لاسه ورکوي…دپام وړخبره خوداده،چې په سريزه کې لادغه تش په نوم سرحد ته ؛ دنفوذساحه ؛ټکی کارول شوی دی ،چې ددې مانا دچادملکېيت په مانانشي راتلی…

له دې سربېره دافغانستان تېروحکومتونودډيورنډکرښه په دې دليل نه منله،چې دنړيوالې پولې په نوم نده لاسليک شوې…

ددې لنډې مودې کيسه ده،چې حنيف اتمرله پاکستاني چارواکوپه سرکې له جنرال عامرسره اس اوپي سند د؛ باډرمنجمينټ ؛په نوم هم دېته ورته چلن کړی لکه څرنګه چې دننګرهاروالي مياخېل په هغه غونډه کې برخه واخسته،چې د؛تورخم پولې …؛په نوم يي يوه دړه وکښله .

دوهم،پاکستان،چې د24ساعتوله پاره دغه نامنل شوې پوله خلاصه پريږدي،موخه يي دانه ده،چې له افغانانوسره کومه خواخوږي لري…که چېرې داسې وی په جلال ابادکې دپاکستان قونسلېټ کې به افغان ناروغانوساه نه ورکوله…همدغسې تورخم ته څېرمه پېښې دساري په توګه يادولی شو.

ددې پولې دپرانستې يوه ستره موخه داهم ده،چې يوتعدادځوانان دتېر په څېر وروزي،وسله وال يې کړي اوبيا يې کشمېر ته دجنګ لپاره ولېږي،چې ګنې هلته اسلا م په خطرکې دی .دا ډول پېښې تاريخي شاليد هم لري…زموږله ځوانانودبنګله ديش په جګړه کې دپنځه سوه کالداروپه ورکړې استفاده کېده…همدارنګه په بيلابېلووختونوکې افغان ځوانان دکشميرجګړې ته هم استول شوي دي،چې تراوسه پورې دډېرومړی او زوندی معلوم نه دی .

هغه خونړئ غميزه ښايي ډېروته معلومه وي،چې دپاکستاني چارواکودمعاملې پربنسټ ،امريکا په افغانستان مرګوني بمونه غورځول،ولې دکشميريوه مشرچې قيوم خان نومېده جنرال مشرف ته ووېل،چې امريکايان بايدداسې بريدونه وکړي،چې دکابل دوړې موږ په اسلام ابادکې ووينو…افسوس،چې موږدقيومخان په څېرمشرانوته کشميرګټو !؟

درېيم څومره،چې ددډيورنډ دکرښې مساله ده،چې يوشمېرکسان وايي،داپريکړه يوازې دافغانستان خلک کولی شي …داخوسمه ده،چې داپريکړه به ولس کوي،ولې دا بايدهېرنکړو،که موږهمداسې بې توپېره اوبې تفاوته پاتې شو،چې نن اغزن تارومنو،سباپولې ته غاړه کېږدو،په دې مانا،چې ځه پرېکړه به ولس کوي …خوکله چې خبره يووخت دملګروملتوادارې ته ځي دوې بيا هددغه لاسوندونه کاروي،که چېرې دغې کرښې قانوني ارزښت نه در لودلې دوخت حکومتونوولې خپل غبر ګون ونه ښود؟

څلورم،تاسې وګورئ ،چې پاکستان په هر وخت کې خپلې هڅې کړېدي،دسردارمحمدداودخان دواک په مهال هغه مهال،چې ده پاکستان ته سفروکړاوپه دې سباچې پلاوی راته دشپې ناوخته دپاکستان دبهرنېيوچارووزيروحيدعبداله ته تيلفون وکړ،چې غواړم تاسويوځل وګورم هغه ورته وويل ډېرناوخته دی،هغه کړل چې ډېراړين کارلرم…ب الاخره راغی اويوکاغذيي ورته مخ کې کېښود،چې دالاسليک کړی .وحيدعبداله ورته ووېل داڅه دي؟دادډېيورنډدکرښې اسناددي چې بايدپه رسمېيت وپېژندشي…وحېدعبداله موسکی شواوورته وويل ،نه يوازې داکارزه نشم کولی بلکې ولسمشرداودخان يې هم نشي کولی،ځکه چې په 1949کال لوې جرګې هغه ټول قراردادونه،چې انګريزانو سره يي په بيلابېلو وختوکې شوي ووټول يې لغوه اعلان کړي دي،نو به دې بنسټ دډورنډ کرښه هېڅ ډول رسمېيت نه لري …

پنځم ان دطالبانودواک په مهال هم يوواردپاکستان يوپلاوی کابل ته راغی له يوشمېرطالب چارواکوسره وليدل په ډېرې نهيلئ بېرته ستانه شول …

دوهم ځل دپاکستان دکورنېيوچارووزيرمعين الدين حيدرکابل راغی اوبيا کندهارته لاړ،چارواکوورته وويل پام چې ملاعمرته يې ياده نکړې،چې سپکې سپورې وانه ورئ …درېيم ځل پخپله جنرال مشرف هڅه وکړه،چې ملاعمرته ووايي چې ډېيورنډکرښه لاسليک کړي،ولې هغه ورته سخت ځواب ورکړ…

په پاې کې دا خبره کووم،چې يوازې په دې خپل مسولېيت نشورفعه کولی،چې دا پرېکړه به خلک کوي …داپريکړه به خلک کوي،ولې پاکستان هم دبين المللي محکمې لپاره اسنادبرابروي،چې نړيوال حقوقي اوتاريخي ارزښت ته لا ره پرا نيزي ،چې ګنې موږ،چې په بېلابېلووختونوکې کوم کارونه کړي دي دافغانستان حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی،که داددوئ خاوره وی نوولې زموږدهرکار پر وړاندې چوپ پاتې وو؟نه نړۍ والې محکمې ته کوم وړاديزوکړ اونه يې هم کوم غبرګون وښود…دمثال په توګه لکه دوئ چې دکشميردمسالې په اړه،دهنددوروستئ پرېکړې په تړاوملګروملتوته شکايت وکړ…

له بده مرغه،چې زموږهرمشردځان دخلاصولولپاره همداخبره کړې ده،چې داپريکړه به خلک کوي…ښه که داسې وي خيردادولت دڅه له پاره دی؟

هرولسمشرته په کاردی ،چې يوازې دځان دساتلولپاره هڅه ونکړي ،له خپلوسېاسي ګټونه ملي ګټې قربان نکړي…دډېيورنډناولې کرښه،تراوسه هېڅ افغان نه منلې اوښايي راتلونکې کې هم ونه مني،نوپه دې اساس دولتونه بايدداسې زمينه برابره نکړي،چې پاکستان ديوه لاسوندپه توګه دافغانستان په زيان اودپاکستان په ګټه استفاده وکړي.

3 thoughts on “يوبېړنی تحليل | استاد شهسوار سنګروال”
  1. سلام

    سیاسی او دپلوماتیک اړیکی
    ///////
    دبهرنیو چارو وزارت چېرې دی؟ ، په ملګرو ملتو کې سفیره خورکه عادله راز کله خبریږی ؟ ، نور داسې سفیر او مسول کسان هم شته خیر دی که تعلیم یی کم دی او په انګریزی خبری نشی کولی . اعلا میه ، خبرداری او ذپلو ماتیک چلند خو کولی شی دا د یوه حکومت طرحه او ېضوابط دی چې به هروخت د شبانه غږ بورته او برې نږدی چې لیوه رمې ته خطره جوړه کړی د یوه هېواد سیاسی ،تاریخی ، سیمه ایزه بوله او ملی ګټې په نړیواله کچه داهمیت وړ دی اوجدی باید وګڼل شی

  2. سلامونه،
    سنګروال ساب ډیر ښه تحلیل کړی دی.
    زما په فکر ، پي.ټي.ایم.، او عوامي ګوندونه له اخوا باید پنجابستان ته دا زمینه برابره نکړي چې پښتونخوا+بلوڅخوا او فاټا د پوکستین مستعمرې وګڼي ؛ محمود خان اچکزي یو وخت بي بي سي سره ویلي و:” افغانستان زمونژ وطن دی او پاکیستان مو ریزیډنس یا د اوسیدو ځای دی!”.
    اوس باید افغان راتلونکی زعامت د وطن ارضي تمامیت سره کرښه وګڼي، په ملګرو ملتو او نورو بین المللی موسسو کښې دا سل کلنه قصه خپلو اصولو باندې مینځ ته واچوي ؛ که پنجابیان ځانته پس له دې لاسوندونه ټولوي ؛ افغانان خو باید له هغوی څخه لا ډیر اسناد ولري چې آن د پوکسټین پلار (انګریز) سره ېې نیګوشییشن کړي !.
    د کرزي ساب غر و فش اوس لکه د کوڼډې ناز ښکاري ؛ با خالقت چي کردي که با خلق او کني؟ ؛ بهترین فرصتونه مو له لاسه ورکړي دي ای د حضرت مجډدینګ مریده!
    په درناوۍ

  3. زه د ډیورنډ د کرښی په هکله ( د تاریخی – حقوقی پلوه ) بل هر لوستی او مینه وال افغان غوندی کافی مطالعه لرم
    ملی احساس می هم شاید هر افغان غوندی د دی کرښی د موجودیت پخاطر یو مست احساس وی امّا ددی تر څنګ یو بل احساس هم راکی پیدا دی هغه دا چی
    زه په پښنونخوا کی د اوسیدونکی پښتون ورور یم او هغه زما ورور
    خو
    هغه ورور می یوه پېړی مخکی د درنو او مرموزو او پټو معاملو په پایله کی د خپلی مور له غیږی او زما له بغل څخه بیل او په اصطلاح د یرغمل پتوګه د خپلی میری ( چی د یرغمل کوونکی مِنځه وه) په لمنه کی ولویدی
    لسیزی لسیزی ما او زما سیاسی پلرونو ( واکدارانو ) اُکروباتیکی او ډراماټیکی او رومانتیکی او رئالتیکی هلی ځلی تر سره کړی چی دا د خپلی مور د غیږی څخه لیری سوی بچی بیرته د موری غیږی ته را وګرځوی خو نتیجه ئې نه ده ورکړی
    دا لا څه چی د مِنځی او د هغی د خاوند له خولی داسی ادعا او توصئه را وتلی او اوریدل سوی ده چی ګواکی مثلاً موږ او زموږ مور باید د خپلو بیل سوی وړونو او د هغوی میری ته پناه یوسو چی زموږ د نن ورځی د بد او خونین حالت څرنګوالی د همدی ادعا د تحقق !!!!! یوه برخه ده
    په هره توګه
    اصلی خبره
    هغه خبره چی موږ فکر کوو په کولو ئی د خجالت دیوال ته دریږو
    خبره تر خجالت مجالت تیره ده راسی په ګډه او یو آواز د وروستی ځل لپاره تر خولی را وباسو او خپلو پښتنو وړونو ته د اخلاص او صداقت د نِټ له لیاری دا ایمیل ور ولیږو چی
    وړونو
    زموږ زړونه ستاسی په هجران کی نا آرام دی او ستاسی د وصال په تمه مو سل کاله هڅی کړی دی
    آیا تاسی هم زموږ سره د وصال هیله او تمه لری؟
    که ئی لری نو ونیسی د ټولو مدنی او قانونی او حتی غیر قانونی لیارو خپلی هیلو ته د عمل جامه واغوندی او د خپلی میری سره په محترمانه یا غیر محترمانه توګه وداع تر سره او زموږ په غاړه کی لاسونه را واچوی
    او که د وصال هیله نلری نو غوڅ جواب راکی چی موږ د یوسف د ناځوانه وړونو غوندی د تاریخ او جغرافیا په دښته کی خوشی خوشی فریادونه او چیغی و نه وهو چی های زموږ یوسفه ( د ډیورنډ د باډی په بله څوکه کی پرتو پښتنو وړونو او خویندو ) چیرته یاست د مینی مو مړه یو
    د ډیورنډ کرښه او ددی کشالی حل د یوه ورور کار نه دی بلکه دواړه وړونه باید لستوڼی را پورته کی
    زه نوره د لیکلو حوصله نلرم که نه له علمی او حقوقی پلوه می ددې مسئلی عُمق ته څراغ اچاوه

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *