هدایت امین ارصلاح

په ارګ کې د درجنونو سياسي متخصصينو له منځه ایله یو یې پوهېږي، چې له زلمي رسول سره څه کېدونکي دي؟ دا سړی هدایت امين ارسلا دی، ولسمشر کرزی یې استاد بولي، خو شاګرد په استاد خپله استادي منلې ده. ارسلا ته په ۲۰۰۹ کې خپله کیسه وريادېږي، چې شپه به یې د پاچاهۍ خيالونه – خوبونه پخول، خو په اخري سهار وپوهول شو، چې په ډرامه کې يې رول پای ته رسېدلی، سلامي دې ووهي اوله صحنې دې څنډې ته شي.

هغه رولونه چې په ارګ کې وېشل کېږي، د بلاګانو ماسکونه دي، په مخونو غټ او واړه وي، زړور خلک ترې انکار کوي، خو شريف خلک د مصلحت او په مستقبل کې د نیک شګون لپاره يې مني. امين ارسلا ته د خپل زور او رايو د ارمان امبار پروت دی، چې ولې به یې په اخري دقيقه بغاوت نه کاوه، ولې به یې نټه نه کوله. هغه د ماسک په رول کې راوړوکی شو. اوس له یو اعزازي منصب اخوا وزير ندی، شپږمه ګوته دی.

د ارسلا او رسول ترمنځ یوازې د وخت توپير دی، په ورته ماسکونو کې. جالبه یې مه ګڼئ چې رسول د خپل انتخاب، خپل شوق او خپل امکان په شواخون کې د کرزي له خوا د جنګسالارانو ميدان ته ورټېل وهل کېږي. هغه ته معاونين ټاکل کېږي، لار نقشه به ورکول کېږي، د مزاج خلاف معاملې به مني او بالاخره يو نا اشنا کردار به لوبوي. هغه وخت هم را رسېدونکی دی، چې رسول د خپلې نا اټکل شوې تمې په اوج کې له صحنې رابهر کړل شي، دا به د کمترۍ د ترويج د بدې بېلګې يو فاحش تکرار وي.

په سیاسي محافلو کې د کرزي دا طلسم پټ او نا تحليله پاتې نشو؛ له هر درېيم کس اورېدل کېږي، چې اصلي کانديد څوک دی؟

هغه عوامل چې له زلمي یو ګام وړاندې د حکومت په کانديد ګوته ږدي د مستحقو کرکټرونو خاموشي ده. له شپږو میاشتو راهيسې په مرتب ډول د کابينې اته پخواني او اوسني وزيران ناستې کوي، چې د یو واحد کانديد لپاره سلا مشورې راټولې کړي او اخري تصميم ونیسي. په دغو کسانو کې اشرف غني احمدزی، زلمی خليلزاد، قيوم کرزی، عمر زاخېلوال، فاروق وردګ او صادق مدبر شامل دي. د شپږ میاشتنیو ناستو د ټيم د انتخابونو حتی په وروستۍ کرښه کې هم د زلمي رسول نوم نشته او ښاغلی رسول د هغو معيارونو په یوه یې هم برابر ندی، چې ياد اته کسيز ټيم ته له مخکې ور په ګوته شوي و. د صحنې د اصلي او فعالو لوبغاړو خليلزاد، اشرف غني او فاروق وردګ د خاموشۍ دوام به په ډاګه کړي، چې زلمی رسول اصلی کانديد ندی، خو که دغه راز له یادو کسانو پټ ساتل شوی وي او یا پلان شوی ګام نه وي، نو زر به له یادو کسانو یو یا دوه یې د حريفانو په ډول صحنې ته راووځي.

په شمالي ټلواله کې چې د اپوزیسيون موقف په مصلحتي ډول وربښل شوی، د مخالفتونو ډېرښت بله هغه بېلګه ده، چې حکومت پکې په دستوري ډول هغه کسان ننويستي چې له مخکې يې په راتلونکي حکومت کې په موقفونو پريکړې شوې او منل شوې دي. کېدای شي یوازې عبدالله عبدالله وي، چې په یاد اپوزیسيون کې د اپوزسيون رول لوبوي او ټول تاوانونه له تېرو ټاکنو په ټپي اوږه تر بله دمه ځایه لېږدوي. د ياد اپوزيسيون ډېری غړي د کرزي د ښي مټ یاران او يا د قسيم فهيم د ټيم متعهدين دي، چې په دولتي اقتدار کې د خپلې ونډې لپاره موقت دريځونه غوره کوي.

يوه باوري سرچينه د کرزي له نظره وايي، د بلخ والي عطامحمد نور د محاسبې وړ فکتور دی، چې یا په راتلونکي حکومت کې فعال سهم واخلي او یا د لوبې ټول تمرکز د نوموړي په تجريد راوچورلي.

د قسيم فهيم، استاد سياف، محود کرزي، او اسماعيل خان په څېر ځينې ځواکمن دولتي سهمداران شته چې سملاسي خاموشي يې له کرزي سره د توافق او شراکت په مانا تحليل کېدای شي. په شمالي ټلواله کې قسيم فهيم او عطامحمد نور په موازي سرعت روان دي، په دولت کې هم د دواړو اغېز او ضرورت یو ډول محسوس دی، که احتمالاً عطامحمد نور يو پياوړی معاون وګڼو  د قسيم فهيم خاموشي دې هېڅکله له تقاعد سره د شکرې په رنځ د اخته جنګسالار دلچسپي نه ګڼل کېږي، ځکه قسيم فهيم د افغانستان په کچه هغه ملياردر دی، چې تر استاد سياف مخکې د خپلې تورې شتمنۍ لپاره په دولتي واک کې بقا ته ضرورت لري او له ځان پرته بل هېڅ کرکټر ددې شتمنيو د حفاظت تضمين نشي ورکولای. خاموشي د متبادل اقدام لپاره هم د سیاف او مارشال په اړه انګېزه راکولای شي.

په داسې حال کې چې ولسمشر کرزي د زلمي رسول د کانديداتورۍ موضوع په مسکو کې له خپل روسي سيال سره راپورته کړه، د امريکا خاموشي په ياده پروسه کې له کرزي سره په توافق توجيه کېدلای شي. اوس وخت رارسېدلی چې د امنيتي تړون پرسر ناندرۍ خپل قيمت ومومي او هغه ښايي په ټاکنو کې د کرزي له خوښې څخه د امريکا ملاتړ او لا اقل خاموش پاتې کیدل وګڼو.

سملاسي هم په ارګ کې او هم په دوو ناسرکاري جهتونو کې چې جنګسالاران او له واکه ګوښه شوي تکنوکراتان دي، د مقابلې یا معاملې لپاره چمتوالي نيول کېږي. د ارګ هر اقدام کولای شي، له دولتي چوکاټه بهر اړخونه متضاد دريځ ته و پاروي او باالعکس د اپوزيسيون هر اقدام کولای شي، ارګ ته د متبادل دريځ موقع په لاس ورکړي. د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو کتار له همداسې ترينګلي (یو) څخه پيلېږي.

دا ليکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

7 thoughts on “يوسړی د کرزي لپاره قرباني ورکوي/ اباسين بريال”
  1. بریال صایب غوره څیړنیزه لیکنه مو کړیده، هیله کوو داسې شنونکې لیکنې زیاتې کړې تر څو د ولس سر په دغو مغلقو لوبو خلاص شي خو که یو بل څه هم ورسره مله کړې هغه د را مینځ ته کیدونکو اتحادونو یا احتمالاتو ګټې او تاوانونه افغان ملت ته دي. مننه

  2. د ښاغلي بریال کالمونه مې ډېر خوښیږي، ځکه چې په کالم نویسي کې بیخي جلا طرز لري او مسایل ډېر ښه تحلیلوي … راغلو دې ته چې زلمی رسول به د قربانۍ ګډوری شي که څنګه ؟؟؟ خبره بلکل همداسې ده؛ خو زما په نظر دا یو ډېر مهم کار دی او باید همداسې وشي… پدې ټول پوهیږو چې د سیاسي اپوزیسیون هر ګام د خپلو شخصي ګټو د ساتلو په موخه دی، دوی پدې سودا کې بې له شخصي ګټو نه بل څه پيژني او نه په بل څه باور لري… تاسو فکر وکړﺉ، که زلمی رسول ولسمشر شي او عطا او محقق یې لومړي او دوهم مرستیالان شي، حالت به کومې خواته لاړشي… زما په نظر خو که داسې وشي، دابه یوه ستره او نه جبرانېدونکې فاجعه وي، بلخصوص د پښتانه قوم لپاره چې په زرګونو کاله کیږي ، پدې هیواد کې میشت دی او پدې اوږد زماني واټن کې یې تر اوسه دومره ذلیل موقف لکه اوس یې چې لري ندی درلودلی … او د زلمي رسول په زعامت کې به دا ذلت دومره انکشاف وکړي، چې تصور یې نشي کیدای … ولسمشر ته پکار دي، چې د کاږه فکر درلودونکي اپوزیسیون سره کوږ برخورد وکړي او پدې ډول یې تضعیف کړي، په سیاسي لوبو کې د ماتې نه وروسته به یو خوا ددوی کاذب غرور مات شي او بله خوا به پدې پوه شي، چې بې د ملي فکر د درلودلو نه په صحنه کې پاتېدل ممکن ندي… څومره چې زه معلومات لرم ، اوسمهال ډاکټر اشرف غني احمدزی او زلمی خلیلزاد په خپل ټول توان سره د شمالي ټلوالې د اپوزیسیون په ماتولو بوخت دي او بلا ناغه هره ورځ له ولسمشر کرزي سره تماس لري.
    اصلي خبره اوس داده ، چې که له زلمي رسول څخه د شطرنج د یوې مهرې په ډول استفاده کیږي، او بیرته په شا تګ ته اړویستل کیږي د ولسمشر اصلي انتخاب به څوک وي، ولسمشر باید پدې برخه کې سنجیده ګام پورته کړي . او ضعیفه پښتانه کاندیدان چې هر څنګه وي باید دې ته اړویستل شي ، چې له کاندیداتورۍ تېر شي او یوه واحد نوماند ته کار وکړي.

  3. زما په آند افغانستان په اوسنیو شرایطو کې داسی یو مدبر او د قوی ارادی او با تجربه شخصیت ته اړتیا لری چی ولسی ملاتړ ورسره مل وی، د د افغان ولس د اوسنیو بدبختیو او ناخوالو ځخه با خبره وی، نه داچی په غربی هیوادو کی په مزو او چړچو وخت تیر کړی وی او د مړی ګیډی خبری کوي، راتلونکی ولسمشر او د هغه کاری ټیم باید داسی کسان وی چی د ولس له منځه را ولاړ شوی وی، په خلکو محبوبیت او نفوذ ولری لکه د بیلګی په توګه اشرف غنی احمدزی، داکتر فاروق وردک، داکتر عمر زاخلیلوال او داسی نور تر څو و کولای شی د افغانستان موجوده ستونزو ته دپای ټکی کیږدی او افغانستان د ابادی، ترقی ، سوکالی، امنیت، اقتصادی پرمختګ، او یو ځل بیا افغانستان لکه د تیر په شان خپل غرور ته ورسوي او د سیالانو په سره یی سیال کړي په ځانګړی توګه باید د ګاونډیو هیوادونوڅخه باید په هر سکتور کی پیاوړي، او په خپل ځان متکی وي.
    د یو سرلوړي او آباد افغانستان په هیله

ځواب ورکول logarwaal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *