تاند ـ تېري کوونکی د پوليسو له خوا ونيول شو او ماشوم چې سخت زخمي شوی وو روغتون ته ورسول شو.

ویل کیږي چې د بې رحمه جنسي تېري دغه پېښه د اتريش په پلازمېنه ويانا کې شوې ده.

د برتانيا انډيپنډنټ ورځپاڼه د اتريش د کرونين زيتونګ ورځپاڼې په حواله ليکي چې ۲۰ کلن عراقي سړي دغه کوچنی ماشوم د لمباځي تر څنګ د کاليو بدلولو کوټې ته ورکش کړی، او تېری يې پرې کړی دی.

وروسته ماشوم هلته ژوند ژغورونکي خلک د پېښې په هکله خبر کړي، او په داسې حال کې چې عراقي سړي په لمباځي کې خپلې لمبا ته ادامه ورکوله پوليس پرې را رسېدلي دي.

پوليسو عراقی سړی له ځان سره بوولی او ماشوم يې د سختو ټپونو له امله روغتون ته لېږلی دی.

انډيپنډنټ د کرونين زيتونګ له قوله ليکي چې عراقي سړي پوليسو ته ويلي چې دا کار يې له دې امله کړی چې له څلورو مياشتو راهيسې يې جنسي عمل نه وو کړی. نوموړي دا هم ويلي چې هغه په عراق کې ښځه او ماشومان هم لري.

که له يوې خوا په غرب کې مسلمانان په اسلامي نړۍ کې د افراطی ګروپونو د موجوديت له امله چې اکثر خپل مسلمانان په ډېره بې رحمۍ سره وژني او بيا يې د وژنې ويډيوګانې په انټرنټ شريکوي ډېر بدرنګ معرفي شوي، بلې خوا ته په وروستيو وختونو کې د پاکستاني، عراقي، سوريايي او افغان کډوالو له خوا د جنسي تېري دغه ډول پېښو مسلمانان ډېر سخت نوم بدي کړي دي او د هغوی په هکله دا تصور ورځ په ورځ وده کوي چې هېڅ سرحدونه نه پېژني.

5 thoughts on “يوه عراقي کډوال په اتريش کې په يوه لس کلن ماشوم جنسي تېری وکړ”
  1. دا همهغه غربی سکولر په نوم مسلمانان دی، چه خپل هیواد د ښه ژوند ( ازاد بی له قیده) غواړی په لاس راوړی، اصلی مسلمانان له خپل هیواد او کلتور سره مینه لری ، هغوی هیڅکله نه خوښوی چه د غرب سکولر ټولنی جز وګرځی

  2. بداخلاقی اصلن سرحد نه پیژنی زما په وطن کی دیر درانه مخور اودینی کسان دا پلید کارونه کری او کوی یی، دا په سکولر او غیر سکولر پوری مربوط ندی ٫ هغه مشهور متل دی چه وایی : هر سوک چه خپلزان اصلاح کری یو احمق دجامعی سخه کمیگی ، امید لرم چه دوستان دی نقطی ته متوجه اوسی. مننه

  3. زاهدصیب،‌ ته لکه چې تاوېدو کې خراب شوی یې، دا ستا په څېر ملاګوډی نه یوازې د ځان بلکه د ټولنې له پاره هم یو الهی غضب وي. ستا په شمېر لنډفکري کوټي داسې وي چې دومره هم نه پوهېږي چې ځمکه ټوله د خدای دی او بله دا چې د دې پرځای چې ته یوه سړي ته ووایه چې له ګناه نه او له جرم نه ځان وساتي بله ټولنه سپکه معرفي کوې. بېخ دې وځه په دا عقل.

  4. که د افغانستان حکومت غواړي چې د طالب او انتحاري له شره ځان خلاص کړي. له هر تن سره چه نیول کیګی باید همداسي کار وکړي بیا تاسي وګورئ چه څه نتیجه ورکوی

ځواب ورکول نبي مسلمیار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *