لیکواله:ملاله یوسفزۍ

ژباړن:عطامحمد هیله من

کله چې زه پیدا شوم زموږ د کلي خلکو زما له مور سره زړه سوی او خواخوږي ښکاره کوله،هیچا هم زما پلار ته مبارکي وونه ویله،زه سپيده چاود داسې مهال وزېږدم چې د سهار وروستی ستوری هم له رڼا لویدلی وو.

موږ پښتانه د لور زوکړه،د بدمرغۍ نښه ګڼو.زما پلار د روغتون او يوې دايي لپاره پيسې نه لرلې نو یوې ګاونډۍ زما  د زیږون پرمهال مرسته کړې وه.

زما د والدينو لومړی ماشوم مړ پيدا شوی وو،خو زه چې کله پیدا شوم،ما لغتې وهلې او ژړل مې.زه د داسې یوې ټولنې انجلې وم،چېرته چې د زوی په زوکړه،ټوپکې ډزېږې خو لورګانې پټې په يوه ټوټه کې راتاوې وي،د لورګانو لوی نقش په ژوند کې په ساده ډول د خوړو تيارول او دماشومانو زيږول دي.

د ډېری پښتنو لپاره د لور د زوکړې ورځ د غم او خپګان ورځ وي،زما د پلار د تره زوی شیرخان یوسفزی په ګوتشمېر کسانو کې یو وو،چې راغی زما زوکړه يې ولمانځله او ماته يې نغدي تحفه راکړه،اوس هغه زموږ د قبيلې دالو خيلو د مشرانو نيکونو ران��ولې لويه شجره جوړه کړې او په يوه ليکه کې د ټولو نارينه وو نومونه ليکلي،خو زما پلار ضياالدين بيا له نورو بیل دی،هغه هم د کورنۍ د شجره جوړه کړې وه او تر خپل نوم لاندې يي ليکلي و (( ملاله))، د هغه د تره زوی پرې خندلي او ورته حيران شوی،خو زما پلار يې په کيسه کې شوی نه و او ورته يې ویلي وو،هغه زما تر پیدايښت وروسته زما سترګو ته کتلي و او پر ما يې مينه راغلې وه،هغه خلکو ته ویلي وًًٌٌٌٍٍٍَُِّْْ(زه پوهيږم دلته ددې ماشوم په اړه ځينې شيان توپیر لري.)) هغه به خپلو ملګرو ته ویل چې، زما په زانګو کې،وچه ميوه،چاکليټ او پيسې واچوي،دا هغه څه و چې خلک يې د یوه هلک لپاره کوي.

PAKISTAN-BRITAIN-CHILDREN-EDUCATIONزه د ميوند د ملالۍ نه وروسته په دې نوم نومول شوې يم،ملالۍ د افغانستان یوه لويه اتله ده،پښتانه وياړمن خلک دي او د پاکستان او افغانستان په منځ کې يې بېلابېلې قبيلې شيندل شوي موږ له پيړيوراهیسې په پښتونولۍ پيژندل کيږو،پښتونولي موږ د هر ميلمه په پالنه اړ کوي،ننګ او عزت په پښتنو کې يوه مهمه ځانګړنه ده.پښتنون ته د حيثيت بایلل تر ټولو بد دي،او خجالت د پښتون لپاره لوی عار دی،موږ يو متل لرو(( له عزت پرته دنيا په هيڅ حسا ب ده))، موږ په خپلو کې هم جنګيږو او تربګنۍ پالو،کومه خبره چې موږ تربور ته کوو هغه دښمن ته کوو،خو هغه مهال سره یو موټی يو کله چې کوم پردی زموږ د خاورې د نيولو نيت ولري.

ټول پښتانه ماشومان له دې کيسې سره رالوييږي،چې ملالۍ څنګه افغان جنګيالي وننګول چې بريتانوي لښکر ته د افغان اوانګلیس په دويمه جګړه کال ۱۸۸۰ کې ماتې ورکړي.

ملالۍ د يوه شپون لور وه،چې د کندهار په لويديځ کې په يوه خړه او ګردجنه سيمه ميوند کې اوسېدو،کله چې هغه لس کلنه وه،د هغې پلار او هغه څوک چې ګومان کېده ملالۍ به ورسره واده وکړي،د هغو زرګونه جنګياليو په منځ کې وو چې د بريتانوي ښکيلاکګرو په وړاندې جنګېدل،هغه د کلي له یو شمېر ښځو سره د جنګ ميدان ته په دې موخه راغلې وه چې د ټپيانو پالنه وکړي او هغوی ته اوبه ورکړي،کله چې هغې وليدل،چې جنګيالي يې جنګ بايلي او بيرغ وړونکی لويدلی نو خپله يې بېرغ په لاس کې واخيست،د لښکر مخې ته ودريده،او داسې چيغه يي وکړه: که په ميوند کې شهيد نه شوې…. خدایګو لاليه بې ننګې ته دې ساتينه.

ملالۍ په جنګ کې ووژل شوه،خو د هغې ننګوونکيو الفاظو افغان جنګيالي بېرته د جنګ ميدان ته راوګرځول او د بريتانوي لښکر پوره غونډ يې له مخې تبا کړ،چې دا د بريتا د فوځ په تاريخ کې تر ټولو بده ماتې وه.

4 thoughts on “يوه لور وزېږيده) د ملالې یوسفزۍ د کتاب لومړۍ برخه”
  1. كه د افغانستان د ميوند ملالي د برتانيوي فوج په ماتولو كي مهمه برخه اخيستي ده او هغوي يي له خپلي سيمي شرلي دي، خو د پاكستان د سوات ملالي بيا خپله بريتانيا ته تللي او له هغوي نه منندويه ده. د سوال ملاله دي د ميوند له ملالي سره زان نه پرتله كوي………

ځواب ورکول سردار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *