ځينې خلک داسې دي، چې کله زنا وکړي يا شراب وڅښي؛ نو د نا ارامۍ احساس کوي او ډارېږي؛ خو بل لور ته ډېر خلک وينو، چې پر قبرونو پورې نښتي وي، طواف ترې کوي او خپلې هيلې ورپورې تړي؛ خو د هيڅ ډول نا ارامۍ او وېرې احساس ورته نه پيدا کېږي، حال دا چې زنا او شراب څښل که څه هم چې لوى ګناهونه دي؛ خو مسلمان د اسلام له دايرې څخه نه وباسي او د بل چا عبادت کول بيا داسې ګناه ده چې مسلمان د اسلام له دايرې څخه وباسي!

له همدې امله ريښتيني علماء د عقيدې د علم زده کړې ته پر نورو ټولو علومو لومړيتوب ورکوي.

يوه عالم د عقيدې په اړه يو کتاب وليکه، هغه به يې خپلو شاګردانو ته وايه او د هغې مسائل به يې هغوى ته تشرېح کول.

يوه ورځ يې شاګردانو ورته وويل: استاذه! مونږ غواړو، چې خپل دا مضمون بدل کړو او پرځاى يې د کيسو، سيرت او تاريخ درسونه زده کړو؛ نو استاذ هم ورسره ژمنه وکړه، چې ان شاء الله په دې اړه به فکر وکړو.

په سبا ورځ چې استاذ ټولګي ته راننووت؛ نو ډېر په غوسه و، شاګردانو ترې د غوسې او نا ارامۍ لامل وپوښت، استاذ وويل: اورېدلي مې دي، چې په پورې کلي کې يوه سړي نوى کور اخيستى او هلته مېشت شوى، هلته د پيريانو له ضرر څخه د بچ کېدو او د هغوى د رضاء ترلاسه کولو لپاره يې د خپل کور د دروازې مخې ته يو چرګ حلال کړى؛ نو ما هم د همدې موضوع د تحقيق لپاره يو سړى هغه کلي ته لېږلى، چې پوره خبره راته راوړي. شاګردان د دې خبرې په اورېدو دومره ډېر متاثره نشول، بلکې يوازې هغه سړي ته يې د خير دعا وکړه او چوپ پاتې شول.

په بله ورځ استاذ وويل: د پرونۍ موضوع په اړه مې پوره تحقيق وکړ او راته څرګنده شوه، چې هغه سړي د دې لپاره چرګ نه و حلال کړى، چې د پيريانو رضاء ترلاسه کړي، بلکې دا کار يې د دې لپاره کړى و، چې له خپلې مور سره يې زنا کړې وه!!! شاګردانو د دې خبرې په اورېدو ټکان وخوړ او هغه سړي ته يې بدې ردې ويل پيل کړل او له خپل استاذ نه يې د هغه د نصيحت او پوهونې غوښتنه وکړه.

استاذ وويل: د دې سړي په اړه ستاسې عکس العمل څه عجيبه غوندې نه دى؟ د زنا په کولو مو هغه سړى دومره وراټه لکه له اسلامه چې وتلى وي، حال دا چې د زنا په کولو څوک له اسلامه نه وځي؛ خو هغه څوک چې له اللهB پرته د بل چا په نامه قرباني کوي او په دې کار سره له اسلامه هم وځي، هغه مو دومره بد ونه ګاڼه!!!

شاګردان د دې خبرې په اورېدو غلي شول؛ نو استاذ له هغوى څخه يوه ته اشاره وکړه او ورته يې وويل: پورته شه او هغه د عقيدې کتاب راوړه چې له سره يې درته شروع کړم.

هو، شرک تر ټول لويه ګناه ده او هېڅکله نه بښل کېږي، الله( فرمايي:

(( اِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِیْمٌ۝۱۳)) [لقمان: ١٣]

”حق دا دى چې شرك ډېر لوى ظلم دى.”

مشرکين به تل تر تله په دوزخ کې پراته وي او جنت پرې حرام دى، اللهB فرمايي:

(( اِنَّهٗ مَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّٰهُ عَلَیْهِ الْجَنَّةَ وَ مَاْوٰىهُ النَّارُ١ؕ وَ مَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ اَنْصَارٍ۝۷۲)) [المائده: ٧٢]

”چا چې له الله ج سره څوك شريك وګاڼه، الله ج پر هغه جنت حرام كړى او د هغه استوګنځى دوزخ دى او د داسې ظالمانو هيڅ مرستندويان نشته.”

يعنې څوک چې د شرک کوم عمل ترسره کړي، په دې سره يې ټول لمونځونه، روژې، حج، زکات، جهاد او صدقات فاسدېږي او ثواب يې لمنځه ځي، الله ج په دې اړه فرمايي:

((وَ لَقَدْ اُوْحِیَ اِلَیْكَ وَ اِلَى الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكَ١ۚ لَىِٕنْ اَشْرَكْتَ لَیَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ۝۶۵)) [الزمر: ٦٥]

”(دا خبره بايد ته هغو ته په ډاګه څرګنده وكړې ځكه چې) تا ته او له تا نه مخكې تېر شويو ټولو پېغمبرانو ته دغه وحې لېږل شوې ده، چې كه تا شرك وكړ نو ستا عمل به بابيزه شي او ته به په زيان كې لوېدلى اوسې.”

One thought on “يوه کيسه درته کوم… / ژباړه: ظاهر عمار”

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *