د افغانستان د روشنفكر، تجدد غوښتونكي او پرمختګپال واكمن اعلحضرت امان الله شاه غازي ارمانونه لا نيمګړي پاته او لا د پوره كېدو  لپاره نا ارامه شیبې شماري.

د افغانستان د بسياينې، ښېرازۍ او روشنګرۍ لپاره د هغه د ريفورمونو او اصلاحاتو نقشې لا نه دي بشپړې شوي، لا د هغه غوندې يوه بل وطن مين انسان د ظهور انتظار باسي چې د تكميل پړاو ته يې ورسوي.

د افغانستان د دغه عاشق واكمن له زمانه تر ننه په وقفو- وقفو د ځينو وطنپالو حاكمانو له خوا د هغه سمونونو ته د سرزوسامان وركولو هڅې شوي خو له بده مرغه د كورنيو او باندنيو جفاكارانو له خوا د دغو تلاشونو د ځنځير كړۍ شلول شوې دي.

موږ په يو ويشتم قرن كې اوسو خو د شلمې پېړۍ د سر كار مو لا تر اوسه نه دى تر سره كړى، هغه كار چې د افغانستان لوى غازي راپيل كړ، خو لا يې زمانه د پاى شاهده نه ده.

دا لوى فرض ادا كول غواړي او د دې فرض اداينه د هغه مشهور او محبوب شاه مينه، اراده او جرئت غواړي، د دې لوى كار د تكميل د اميدونو څركونه ليدل شوي دي.

څنګه؟

په پښتو كې متل دى، چې خوريی پيدا كېده، د ماما سر يې ورته ايښى و.

دا متل راته وايي چې خوريی په خوى و بوى كې ماما ته كېږي او د دغه باور رواني اغېز دى چې رشتيا هم اكثره خوريان د ماماګانو پر پلونو ګام اخلي.

ډاكتر زلمى رسول د اعلحضرت امان الله شاه غازي خوريى دى، ده د هغه پر پل د ګام تكل كړى دى.

دى له هغه سره د وينې او مينې ثابت شراكت لري، د ده د ژوند تجربه او سابقه د هغه د پاكې عقيدې او متينې ارادې شاهدي وايي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنو ته د ده نوماندي د هغه د ناتمام كار د تكميل زېرى راكوي.

راځئ دا رنګين خوب په يوه ښكلي واقعيت بدل كړو. له خيره سره.

———————

د لیکوالو له دریځ سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

44 thoughts on “يو رنګين خوب، يو ښكلى واقعيت/ گل محمدبلوچ”
  1. بلوچ صاحب، زلمی رسول خو د امنیت د شورا مشر و. څنګه زموږ امنیت د ده په دوران کې بهتره شو؟ زموږ بل لوی مشکل فساد دی ، څنګه ده په تېرو لسو کلونو کې له فساد سره په مبارزه کې برخه واخیسته. کومه داسې مرکه یې راښودلا ی شئ چې فساد او فسادیان یې غندلي وي؟ که یې دا نه وي کړي نو خدای او رسول ته وګورئ، وطن نور مه تباه کوئ. هغه بل ځل ته مو کرزي ته کمپاین کاوه، نیتجه یې د زرګونو نورو پښتنو قتل عام و. اوس که بیا یو بې کفایته کس قدرت ته ورسوئ. خدای مکړه افغانستان به ورسره ختمېږي.

  2. په پښتوکی یو متل دی چه زوی دپلارځای نشی نیولای نو خوریی به دماما ځای څنګه ونیسی؟

  3. یوه ملګري مې په طلوع نیوز کې د ده ځانګړې مرګه اورېدلې وه،. هغه ویل چې زلمي رسول هر ځل دغه خبره کوله چې پلانکي وخت کې له پلانکي سره وم، … خو هېڅ یې ونه ویل چې پلانکي وخت کې پلانکی له ما سره و.
    د ده نظر راته جالب ښکاري. هغوی چې ځان په نورو پورې نښلوي پخپله د عمل درایت نه لري.
    پشت نام پدر چه می ګردي
    پدر خویش شو اګر مردي
    ایا زلمي رسول په بهرنیو چارو وزارت کې کوم مثبت کار کړی دی؟
    دی اصلاً دویم کرزی خو تر اصلي کرزي لا بې کفایته، لا بې جرأته او لا مظلوم دی.
    لطفاً په ده باندې خپل وخت مه ضایع کوئ
    مطمین اوسئ چې د ده حکومت به تر کرزي هغه بدتره وي.

  4. یو متل دی چې وایي: دا اومېد مې نشي چې له ایزه مې زوی وشي. دا ښاغلی چې په یوه ټکي پښتو نه پوهيږي او یا یې نه وایي، نو څنګه به وکړای شي چې د ماما ارمانونه پوره کړي. ده د بهرنیو چارو په وزارت کې څه وکړل ؟ یوازې یې د لنډغرو استازو ته وده ورکړه او بس. اوس هغه وختونه تېر شوي دې. هېواد ته اوس د یوه تکړه، رښتینۍ او جدي لارښود اړتیا ده چې وکولای شي د دې هېواد لارښوونه وکړي. په داسې یوه سست سړي باور نشته

  5. په پښتو کې متل دی چې که کور مې د نه وای لیدلی نو خپل کور به مې در نه زار وای! یا دا چې آیا دغه زلمۍ چې د خپل عمر تر وروستۍ سلګۍ پورې به همداسې زلمۍ پاتې وي، ده تر دې مهاله خپلو افغانانو ته په خپله ژبه خپل پروګرامونه بیان کړي دي؟ آیا د دې په ژبه څوک پوهیږي؟ آیا نوموړۍ (زلمۍ) چې څوک د ټلویزیون په پرده وګوري نو خپل ټلویزیون نه بندوي؟ آیا د یو شمېر نورو نوماندانو په ګډون زلمي رسولته د رایې ورکولو پر ځای به ښه نه وي چې یا اوباما، پوټین، محسیني او یا هم تورلنګي نوازشریف ته رایه ورکړو؟ آیا ته کومه ورځ د هغه ماشوم په ویر ژړلي دي چې د امریکایانو سپیو داړلی؟ آیا ده کومه ورځ په هغه مور ژړلي دي چې په ځانمرګو بریدونو کې یې خپل اولادونه له لاسه ورکړي دي؟ آیا د ده کارېکټر او کړه وړه واقعاْ یو ډیپلومات ته ورته دي؟ آیا داسې څوک چې یو وزارت نشي رهبري کولای او د یوې درې له خلکو یې نشي تصفیه کولای نو و به کولای شي چې دغه یاغي ولس د امریکایانو په بي دوه پنځو ډوله الوتکو اېل کړي؟
    په درنښت

  6. اول خو باید سړی خپلې خورنۍ ژبې ته په درانه وګوري، هغه خپله مورنۍ ژبه نه د ه زده نو افغانستان په څنګه جوړ کړي. زما په اند هغه جفا کړېده. له دوی څخه هیڅ ښادي نشته.
    له ادم څخه یې واخله تردې دمه کوم ځوی د پلار ځای نیولی دی هیڅ یوهم نه. نو ته څه فکر کوې چې د غازي امان الله خان خوریی بیا د کوم پټي مولۍ ده چې د غازي خوبونه به ریښتیا کړي.

  7. که زلمی رسول د غازي امان الله خان خوريي وي، په دې خونې اړیکه کې څه جادو نه دی پروت، خو اوس هغه د کرزي پر دسترخوان کمال ته رسیدلی او له کرزي څخه یوه بدتره څېره ده.که غواړۍ چې یو خصي، لټ او بېکاره کس مو ولسمشر شي نو زلمی رسول يي خورا ښه بېلګه ده.له رسول څخه د پرمختګ او د غازي امان الله خان د پاتې کارو هیله یو بېځایه ارمان دی. رسول په بهرنیو چارو وزارت کې څه ګلان وکرل، چې ولسمشرۍ کې به يي وکري. رسول د اشرف غني په وړاندې د کرزي د مافیا لخوا کاندید شوی او هغه د کرزي یوه بله څېره ده.

  8. سلا مونه بلوچ صا حب
    د هرچا نوم یاد کړه خو د هیواد ددی لوی اتل او ملی ویاړ نوم د هر چا له نوم سره مه تړئ دا سمه ده چې دې په له دوی سره د ویني تړون ولری خو د هغه د شخصیت او کرکتر ذره هم دده په وجود کې وجود نه لری د هغه هیڅ خواص دوی نه دی خپل کړی او یا خو داسې ده چې له دواړو ډیره لږه پوهه لرئ
    جا نداد

  9. sha Amanullah Yao Pakhtoon wo Aw da kho Da tolo Pa munazera Ke Take Pakhto kho Ham la khule wana wata.
    Za ham Bawer Nakawem cha Da ware ba share she, Yaw kho Qateyat Nalare, Bal Da che Der ghale sare da.
    Bal Dache Pa tero 10 Kalono ke ye Ham Dase Da Yadawane wer kar Na da kare che Mog ye Yadawana woko.

    Pa Dranekht
    Najibullah Payman

  10. ګمان نه کوم چی دا وړۍ دی شړۍ شی
    ښه به وای چی داخوب مو اوبو ته ویلی وای
    ددې سپن ږیرې ځوان تر اوسه لاخپله مورنۍ ژبه نه ده زده نو موږ به څنګه له ده نه دهیواد دابادۍ هیله ولرو؟؟؟

  11. رحمان بابا وايي: داسې

    هغه ناوې چې په ځان ښایسته نه وي
    څوک یې څه کوي ښایست د مورونیا

    پکه دادې لا بله سپکه

    ما اوریدي چې عطامحمد نور هم په خټه ساپی دی
    او مسعود هم په خټه نوروزخیل ترکی دی

    شاه شجاع هم د احمدشا بابا لمسی وی او کنعان هم د نوح زوی و او ابراهیم بیا له اذر نه پیدا و نه خبره د خلف او سلف نه ده
    خبره د شرف او حکمت ده دا سړی نه کوم خاص حکمت لري او نه هم یې هم د شریف سیستم او شریف ګریوان نه سر را ایستلی دی. یواځې تخنث خو ارزښت نه دی.

    نو ګرانه وروره دا تحفه دې تاته مبارک وي مونږ پرې مه لړه

  12. Mohtaram Likwal saheb,

    Ka ta chere dase sog stayalay wa che chaa na pijandalay no mog ba sta po khabara fekar karay wa.

    Zalmi rasol khoy aw boy kho har chaa ta malom da. toll afghanan ye pejani che da dwo khro orbashe ham na shi belawalay, Afghanistan kho po zay pregda….

    Kashke ta de zalmi de saritob yaw warokay misal wrande karay wa.

    Hamda os ka kawalay de saritob aw narentob yawa wroki belga ye wrande ka???????????

    Ta ka har so bawlo ta zar ( tala ) owaye, bawle bya ham bawle de …………………

  13. په پښتو کې يو متل دی چې وايي: خوريی تل دماما دښمن دی.
    کله چې رسول په فرانسه کې دافغانستان سفير شونود غازي امان الله خان انځور يې رالکښته کړ او پرځای يې دټوپکسالارمسعود انځوروځړاوه . په سفارت کې به که کوم غوستنليک په پښتو ونوهېڅ به نه منل کېده .
    درسول دوزارت په دوران کې په افغان سفارتونو کې پښتانه مراجعين دپښتونولۍ له امله ورټل شول او حتا ووهل شول.اوس يې لا هم زړګی يخ شوی ندی اوغواړي دخپلې بې کفايتۍ سيوری نورهم خپورکړي.

  14. یاره دا ډاکټر صاحب زلمی رسول خو په هیڅ هم خبر نه دی او دا د غازی امان الله خان سره مقایسه کول او د غازی امان الله خان له نوم نه د زلمی رسول د تبلیغاتی کمپاین لپاره کار اخیستل د افغانستان د امانی تاریخ سره لویه جفا ده. ډاکټر زلمی رسول خو نه په خپل پخوانی کاری دوره کی داسی کومه ستره لاسته راوړنه کړی چی څوک پری قضاوت وکړی چی یاره دا د کار سړی دی، او نه یی هم ټکی پښتو زده ده. نو کله چی زموږ پښتانه مشران دده لیدو کاتو ته ورځی نو بیا خو مجبوره دی چی له ځان سره ترجمانان ملګری کړی تر څو ډاکټر زلمی رسول د هغوی په خبره پوه شی.‌

    خو له دی نه چی هم سترګی پټی کړو زلمی رسول خو داسی کاری پلان هم نه لری چی د افغانستان د اوسنی شرایطو په پام کی لرلو سره جنګ ختم کړی، اقتصاد وده وکړی او د هیواد د امنیتی او سیاسی وضعیت په نسبی ډول ښه شی. نو خلک به په څه باندی ډاکتر زلمی رسول ته رایه ورکوی؟‌

  15. Wronno ta salamoonah,
    Da sajarah, che d karzy pakhwany bandnyo charo vazier aw os d presedency candeed Z.Resool , d marhum Ghazi Amanullah khan khorayy dy ,zh os nawy la Balooch sahb sakha awrm. D` noro tabserakawoonko wrono khabr , da kho ba aqalen pa UN ki pa Awghany(Pashto) khabry karry wy! aw zma pa nazar na yi da panjab-sind rakettono ;aw na yi d` Farsyano pa iran ki da Afghanistany zalmakyano d` I`adaam pa zet kuma NARAH khabr ya reaction shodly!!noo pa jega saviye kho ba his ghol ham wanashy kawly!!
    La da na zma pa nazar !.1.Dr.sahb Ashraf gh.Ahmedzai
    2.Gol agha Shafiqula Shirzai
    3.Davut Sultanzoi
    4.Nader Naim
    5.Qotboddin h.
    mostahaqa tara dy.Wa ALLAH-o a`alamo bissawaab.Mannna,Tashakur

  16. Zalami Rasool tir dirlas kala da karzi tar sang walar wo.
    Pa de dawar k ye sa karnama kari da che os da olasmashrai khobona vini.
    Da Ibraheem alih salam plar booth tarash wo
    Da Nookh alihe salam zoai de moshrikino humsang wo.
    Zalmai rasool ka da Amanuulah Khan lmasai show no sa?
    Da khpla moranai zaba hum hira kari no da khpal milat sanga hir nakri.
    Razai badloon da wakht chigha o zaroorat dai. Ashraf ghani ta raya badloon ta raya.

  17. دا یویشتم پیړی ده مونږ د نړی لوی متفکر لرو نه امان لله خان افکارو ته ضررت شته او نه د هغه خورئ ته ضرورت شته زلمی رسول حتا په پشتو ژبه نه پوهیږی

  18. هرڅوک چې غواړي دافغانستان په اړه یو مثبت ګام واخلي، نو د میر غلام محمد غبار د افغانستان در مسیر تاریخ کتاب لومړي پنځه مخونه دې ولولي ترڅو پوه شي چې له ۱۸۰۳ نه تر ۱۹۱۲ پورې چا له افغانستان سره څه کړیدي او د کوم زمامدار په وخت کې
    د زلمي رسول فطرت دا ایجابوي چې که واک ته ورسیږي نو افغانستان به خامخا یوه بله برخه هم د لاسه ورکوي

  19. اوهو سپکه دادی لا بله ورکه….هغه ده چی وائی توری دی لالا وهی مړۍ دی عبدالله وهی. وهم دی چیری او ډبا دی چیری خیژی؟ ته نو اوس دېته غوږ شه؛ د امان الله خان دوره وګوره او سل کاله وروسته اوسنیو کړکیچونو او بحرانونو ته ګوره! دی ئی په دې نا بالغه سپین ږیری راشل کوی، په داسی توګه چی هغه خپله خوله نسی سره راټوله ولای. هغه د ډاکټر نجیب الله خبره ده چی وای ماته راپیښه له همدی پرتوګه ده.

  20. یو څوګ چی د هیوادد لوی اکثریت په رسمی ژبه روانی خبری و نه شی کولای څنګه کیدای شی چی راتلونکی ولسمشر دی وی دا په هیڅ صورت افغانانو ته د منلو وړنه ده

  21. جالبه خو داده چې د علیحضرت ظاهر شاه پلانونه نیمګړي پاتې شول ځکه چې ډېر کم وخت یعنې صرف ۴۰ کاله واکمن وو!!!
    ‌دا کاندید په خارجه وزارت کې ډېرې لاسته راوړنې لري!!! زه متیقین یم چې دده ټيم به ډېر خدمت وشي کولی ځکه چې یواځینی ټیم به وي چې د هېواد د اکثریت په ژبه به نه پوهېږي!!!

  22. زه فکر کوم چې اوس هغه وخت تللی چې خلکو به ظاهري بڼې ته کتل او نسب به یی ارزښت ورکاوه که چېرې دا حقیقت وي نو دا هم یو څرګند حقیقت دی چې هیڅ څوک نشي کولای د بل ځای ناستی شي سمه ده چې رسول به د شاه غازي امان الله خان خوریی وي ماما هیڅکله هم خپل ماما نشي کیدای خربوزه به له خربوزې رنګ اخلي اما د خوند له پلوه بیا هرو مرو توپیر لري.

  23. Granoo Dostanoo,
    Shaghali Zalimi rasol che da shaghli Karzi pa dawara ke da Bahranio charoo wazir pati shawi dee koma lasta rawarani yee wawayst. ow ya yee da Ghazi Amanullah khan par pal kom pal ekhai wee aw ka na wee dasi……. nor pa tashoo ow be arzkhata khabroo pasi ma zai ow rashee che da yoo rekhtoni ow aamali gaam akhistonki ow da Nari star motafekir pa araa fekar wakroo ow rayee workroo ter so da yoo shkoli ow loay Afghanistan armanonana da tolo Afghanano pora shee. pa daranawee.

  24. بلوچ صاحب ته سلام: د زلمی رسول کله چی د بهرنیو چارو وزیر وو د افغانستان ته څه کړی دی بیا په تیره پښتون مظلوم ولس ته؟ځان په پښتنوکی حسابوی خو له بده مرغه ټکی پښتویی نه ده زده ای دی ته پښتون ویلی شو؟کله چی د ی د بهرنیوچارو وزیر وو دده ټول دیپلوماټان د جمعیت اسلامی ګوند غړی وو چی د هیواد څخه بهر یی په سفارتونو کی د کرزی صاحب عکس یی نه ځوړند کاوه چی کرزی صاحب زمونږفعلی ولسمشر دی دهغه پرځای به د یو جنګسالار احمدشاه مسعود عکس د افغانستان په سفارتونوکی ځوړند کاوه ولی دا ځکه چی ده دی صلاحیت نه درلوده چی یو دیپلوماټ ته ووای چی ولی د کرزی صاحب عکس په سفارت کی نه ځوړوندکوی .بل داچی د ی د شمالی ټلوالی د سخت تاثیرلاندی دی که خدامه کړه ولسمشرشی ټول واک او اخیتیار به یی د احمدضیار مسعود په لاس کی وی د به همداسی د کرزی په شان ګرځی وای به ملی وحدت غواړو او شمالی ټلواله به مزی او چړچی کوی . زلمی رسول دومر ه بی جرءته انسان ده چی د شمالی ټلوالی په مخ کی اوف هم نه شی کولی . که خدای نخواسته ولسمشر شو ټول واک او اخیتار به د شمالی ټلوالی وی پښتانه به بیا غرق او پرق وی لکه چی د کرزی صاحب په دوران کی چی وو او هم دی.زما داټولی پوښتنی د بلوچ صاحب ته راجع دی نوموړی دی راته ځوابونه راکړی.
    په درنښت
    مصطفی له کابل څخه

  25. زه نه پوهیږم ولي زیاتره ملګري د ډاکټر زلمي رسول پر ډیرو مثبتو نقطو سترګي پټوي او یوازي یې داخبره رانیولې چي د زلمي رسول ولي پښتو نه زده . زه د زلمي خپل نه یم او نهم په سیاسي مسایلو کي ورته نږدې یم خو اوسني حالاتو ته په کتو سره لاندي مثبت ټکي په هغه کي وینم : ا
    لمړی – زلمی رسول د افغانستان د یوه لوی قوم ، او درني کورنۍ پوري تړلی کس دی
    دوهم – زلمی رسول یو لوستی کس دی او ۳۰ کاله یې د افغانستان په سیاست کي په بیلا بیلو برخو او حالاتو کي کار کړی او تجریبه لري
    دریم – له فساده خلاص کس دی اود ملت په وینو یې لاسونه ندي سره
    څلورم – ۶-۷ کاله یې د امنیت په شورا کي کار کړی او هغه کسان چي د ارګ په حالاتو خبر دي هغوی پوهیږي چي په امنیتي برخه کي چي کومي لاسته راوړني دولت لرلي په هغو کي مهم رول د زلمي روسول وو او که چیري اولسمشر ورته پوره غوږ نیولای نو دا لاسته راوړني به نوي هم ډیري وای .
    پینځم – کله چي د بهرنیو چارو وزیر وو نو لاسته راوړني یې هغو کسانو ته ښه ورمعلومیږي چي د هیواد په بهرني سیاست خبر وي او یا هم د وزارت په حالاتو خبرو ي خو زه به یې یو څو ټکي درته ووایم او هغه داچي د زلمي رسول په وخت د ټولو اروپایې هیوادونو سره مهم ترړونونه لاسلیک سول ، بل داچي د ده په وخت کي زیاتره نړیوال کانفرانسونه یا په هیواد کي او یا هم د هیواد په مشری جوړل سول چي دا کار مخکي نه وو سوی .
    شپږم – د وزارت پر مهال یې زیاتره غیري مسلکي کسان زور ځواکان له وزارته پسې واخستل او مسلکي کسان او خصوصا ځوانان یې ځآی پر ځآی کړل .
    اووم – مهمه دا ده چي افغانستان په اوسني حلاتو کي جدي سیاست ته اړتیا نلري او نرم ، سیاست ته ضرورت لري ، جدي سیاست ، بې تجریبې ټیم او جنګسالاران کسان افغانستان د خرابی خواته بیایی .
    پورته زیاتره کسان د اشرف غني طرف داران ښکاري ، اشرف غني د هیواد ویاړ دی خو د افغانستان لپاره یو غوره ریس جمهور ندی ، هیر ښه عالم ښه ریس جمهور نسی کیدای ، د اشرف غني د ټیم او سیاست څو ټکي درته وړاندي کوم او بي طرافانه فکر پکښي وکړ :
    لمړی – هغه په لمړی ځل د رایو لپاره دومره ستر مصلحت وکړ چي دوستم غوندي خاین یې د ځآن ملګری کړ ، چي د څو رایو لپاره دومره غټ مصلحت مخکي له مخکي وکړي نو راتلونکي کي د ي خدای خیر کړي .
    دوهم – تر کامیابی ورسته به اشرف غني خپل ټول فکر او قوت په دې کي ختم کړي چي څنګه دوستم کنټرول کړي .
    دریم – ځینو ملګرو ویلی دي چي زلمی رسول د کرزي پر دسترخوان لوی سوی ، که داسي وي نو اشرف غني خو هم د کرزي پر دسترخوان تر اخري ورخي ناست وو .

  26. دغازی امان الله خان په څیرشخصیت به بیا خدای خبر که راشی نو تیرتیر دی یادول یی زموږویا ړدی خوخبره داده چی دیومرموزشخصیت پسی دریدل اویا خپله رایه ورکول به لویه تیروتنه وی بیا داسی شخصیت چی خپله ژبه یی هیره کړی وی چی ژبه دمور پلار امانت دی هیرول یی بی عدالتی ده، له داسی سړی نه توقع مه لری په اخرکی دلوی خوشحال دا بیت درته ډالي کوم
    نا مرد فخرپه نصب کا ـ مردنه مورلری نه پلار
    زما دخوښی نوماند ډاکټراشرف غنی احمدزی ده.

  27. دهيواد دجوريدو تمه تري نه كيژي كرزي رامخكي كري گوري چي امريكا حه كوي ؟

  28. Sok chi da khar pa gata khabri kowi hagha pa Khapla khar di.da zalmi na khar dire kha di .zaka chi da da wazar pa wakhat ki pakhton qom la di wazarata rikhi wakhali os pakhton sho os da Amanulla khorya sho mama a ham da si o chi pa pakhto na pohida ao farsi ba a waily kho bia hado farsi wanano tar dohly wazghlawolo ao tar maga a phto nasho waily

  29. اول داچی زلمی رسول د حقوقو او سیاسی علومو یا سیاسی اقتصاد او د سیاست شاګرد نه دی بلکه هغه د طب په برخه کی زده کړی کړی دی. هغه زیاته موده له هیواده بهر تیرکړی او له خپلو خلکو او د هغوی له غوښتنو سره چندان بلد نه دی. هغه د ملی امنیت د مشاوریت په دوره کی کوم د پام وړ خدمت نه دی کړی. له نورو هیوادونو سره قراردادونه او موافقتنامی په دوامداره توګه د هر وزیر له خوا امضا شویدی او اکثرا د نورو هیوادونو په غوښتنه لاسلیک شوی دی. اوس هم د نظار شورا په ټول وزارت باندی حاکمیت لری د هیواد خارجی سیاست او دیپلوماسی ارګارنونه په داخل او خارج کی د هغوی له خوا ګروګان نیول شوی او هغوی خپلی مزی چړچی کوی. نو څوک چی یو وزارت اصلاح نشی کړای ، ټول هیواد اصلاح کول ، اداره کول او رهبری کول د هغه جناب له قدرته وتلی خبره ده.
    د یوه مهم ولس په ژبه نه پوهیدل او یا خبری نه کول د ښاغلی زلمی رسول بل غټ کمبود دی، دی به له خپل ولس سره شاید د ژباړن له خوا افهام او تفهیم کوی.

  30. نسیم لیوال ته زما سپارښتنه د یوورور په حیث: ته وایی چی اشرف غنی احمدزی د جنرال دوستم په څیر یو غټ خاین لومړی مرستیال تعین کړی ایا د زلمی رسول چی د احمدشاه مسعوورور لومړی مرستیال تعین کړی چی په پښتوکی یومتل دی چی خړ سپی د لیوه ورور وی ایا احمدشاه مسعود په داخلی جګړوکی په پراخه توګه ونډه درلوده او په ځآنګړی توګه په سل هاوو پښتانه یی د داخلی جګړی په وخت کی په شهادت ورسول ایا لیوال صاحب د مسعود ورور خاین نده .۲ داچی د په ټکی پښتو نه پوهیږی د به د پښتنوڅنګه دفاع وکړی شی ۳ داچی پښتوژبی ته به سخت زیان ورسوی په ارګ کی به بیخی پښتو ورکه شی ۴ خدامه کړه که زلمی رسول ولسمشر شی ټول واک اختیار به د شمالی ټلوالی وی نه د زلمی رسول ځکه زلمی رسول یو ډیر خاموش او غلی او بی جرءته انسان ده .
    د هیوادوال صاحب څخه هیله کووم چی پورته هم ما خپل نظریات ورکړی دی هغه هم ډیرپه حوصیله سره ولوله ترڅوخدای د وکړی قناعت حاصل کړی
    اصلأ زلمی رسول هیڅ په پښتنو کی نه راځی او بله داچی دی ولی د پښتنو استازیتوب کوی . بله مهمه خبره داده چی کرزی صاحب ولی دده طرفداری کوی ځکه څوعلته موجود دی اول زلمی رسول د کرزی صاحب خاص نفرده که چیرته واک ته ورسیده کرزی پټ رازونه به څوک نشی افشاکولی دوهم کرزی حتمأ له ځآنه سره به وای چی بغیر له کندهاری نه ولسمشر یا باچا بل څوک نه شی
    دا دوه دلیلونه دی زما په نظر
    خو په اخر کی پر ټولو پښتنو غږ کووم چی رایه مه تقسیم کوی رایه اشرف غنی احمدزی ته ورکړی تر څو د دی بی وزله و غریب د پښتون قوم ستونزی ور حل کړی
    مصطفی له کابل څخه

  31. بلوچ صاحب غریب دیر غت خوب لیدلی….سریه داکتر زلمی رسول خو یو دیر بی کفایته انسان دی. دا تروسه هم چه چیلدلیی ظاهرشاه په نوم چلیدلی. تاسی نو دومره بی انصافه او واقیعت نه دیر لری خوب لیدلی ها

  32. ټولو ښاغلو اوپه خاص ډول ښاغلی Zmakzai Larawai ته سلامونه چې زمونږ پام یې یوه خواږه حقیقت ته را واړاؤ او هغه داچې ښاغلی ښاغلی ژلمی جان رسول لا تر اوسه دخپل نوم په مانا نه پوهېږي ،او په رښتیا چې لا مصوم او لا صغیر دی؛ وروورو به د کرزی صیب په مرسته تجربه تر لاسه کړي. او که هېواد یې را جوړ نه سو کړای لږ تر لږه خو به نړیوالوته سر ټیټ نه وي؛ ورته وایو به چې مشر مو صغییر دﺉ.

  33. ګرانه وروره نسیم جانه ته فکر مه کوه موږ به زلمی رسول ته رایه ورکړو اشراف غنی یا کوم بل کاندید رایه نه ورکوو خو ته څه فکر لری چی د افغانستان داخلی زورواکی او بدماشان به د زلمی رسول په دا کږه وژه خول باندی کرار پرځای کښنی بهرنی سیاست خوپریږده دی خپل د کور چرکی لا نسی اداره کولای او بل دا چی د افغانستان ریس جمهور چی جدی نیی هغه جموریت لا هم بی معنی ولی تا لکه چی د سردار داوود خان ده ندی اوریدلی

  34. د ښاغلی داکتر اشرف غنی احمدزی په بریالیتوب سره به ټول افغانان بریالی وی. ځکه د هیواد ملی وحدت او دخاوری تمامیت به وساتل شی د قومونو ترمنځ اختلافات به حل او ملی سوله به راشی . او اقتصاد به بیرته رونق پیدا کړی. د افغانستان خلک تر ټولو لومړی سوله او د قومونو ترمنځ وروری غواړی. کله چی سوله راشی اقتصاد هم پرمختګ او نمو کوی . بیکاری له منځه ځی . راځی چی د رایو له ویشلو نه مخنیوی وکړو او خپل قوی عزم لرونکی او مصمم شخص ته رایه ورکړو. هغه چاته چی خپل هیواد او خلک پری ګران وی رایه ورکړی.هغه شخص ښاغلی اشرف غنی احمدزی دی.

  35. بلوڅ ګله: دا ببولالي دي دخپل ځان غوندي كسانو ته ووايه، كوم انسان چي خپله مورنۍ ژبه نوي زده په هغه كي هيڅ خير نشته، پښتو د افغانستان ملي ژبه ده، مونږ افغانان هيڅكله داسي ولسمشر نه غواړو چي په خپله ملي ژبه خبري نه شي كولاي.
    زلمۍ رسول چي كله دبهرنيو چارو وزير وو، ده په هغه وخت كي پښتنو ته كوم خدمت كړي، لږ شرم اوكه بلوڅ ګله: داسي يو سړي ته كمپاين كوي چي هغه په كمپاين كولو هم نه ارزي.
    دوهمه خبره داده بلوڅ خانه: تا په اشرف غني احمدزي باندي دا نيوكه كړي چي ده دوستم دخپل ځان مرستيال ولي ټاكلي؟؟
    ددي په ځواب كي زه تاته دومره وايم چي: د دوستم سپۍ هم په مسعود خيلو شرف لري، كوم چي زلمي رسول دخپل ځان مرستيال ټاكلي، د زلمي رسول لمړۍ معاون داحمدشاه مسعود ورور دي كوم چي د پښتنو لوي دشمن وو، جنرال دوستم دا جرأت درلود چي له ټول افغان ملت څخه يي دتيرو كورنيو جګړو له امله بښنه وغوښته.
    په تيرو كورنيو جګړو كي چي څوك ښكيل وو، تر اوسه پوري كوم يو يي بښنه غوښتي؟؟؟ هيڅ څوك هم سپينه كونتره نه ده، له حكمتياره نيولي، سياف ، رباني، مسعودخيل، عبدالله عبدالله، قانوني، قطب الدين هلال، ……. او داسي تر آخره پوري زه، والله كه يو يي هم سپينه كونتره وي، اقلا دوستم دا جرأت وكړ.
    بلوڅ خانه: دأفغانانو غوڅ اكثريت پريكړه كړي ده، او إن شاء الله ډاكټر اشرف غني احمدزۍ به زمونږ راتلونكي ولسمشر وي، مونږ افغانان او په تيره بيا پښتانه ډير ځوريدلي يو ، اوس نو الله پـاك مونږ افغانانو ته دخپل وطن دجوړولو لپاره يو چانس په لاس راكړي، او دا چانس به إن شاء الله هيڅكله له لاسه ورنه كړو.
    نو بلوڅ ګله: نور ځان مه ستړۍ كوه، او دا ببولالي دي دځان غوندي خلكو ته ووايه.

  36. بلوڅ خانه وروره داکترصیب زلمی رسول په خپله پا کی په اریانا نیوزکی اعتراف وکړیعنی (دردوران مقاومت ) له بهره یی د ټوپک مارانوملاتړ کاوه؟؟ بل داچی ما کښلی وو(مرد نه مور لري نه پلار) دا په دی مانا چی داکترصیب زلمی رسول دومره پاک ده نوبیا غازی امان الله خان ته څه ضرورت پیداشو چی دا یی دخور بی بی زوی ده اویا یی بل څه خپل؟؟ دیارلس کاله تیر شول خپلوی نه وه اوس چی اړ شو نود غازی امان الله خان خپل شو. نظری صیب داسی روانه پښتو یی ویله ما ویل چی پوهاند زیار ګړیږی؟؟موږنه چا ته کمپاین نه کوونه مودچا په کومه غونړه کی ګډون کړی خو دومره پوهیږو چی په نوماندانوکی ډاکټر صیب اشرف غنی ښه ده او را یه ورکوو،کیداسی دټول افغان هم رایه ورکړی.

  37. ښه ليکنه ده. زلمی رسول پاک سړی دی. دلته چې ما تبصرې ولوستې اکثره يې سليقوي دي. افغانان بايد د خپلو سليفو پر ځای افغانستان په پام کې ونيسي.

ځواب ورکول لېربون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *