له کيسې سره د انسان فطري شوق او علاقه ده. کله چې موږ کوچنيان وو؛ له خپلو مشرانو به راتاو وو چې کيسه راته ووايه. هغه وخت به موږ په همدې کيسو ويده کېدو چې ترابان به ګل اندامه يوړه. د قاف غر به راته د دېوانو کور ښکارېده. ښاپېرې به مو يو مافوق الطبيعت او ښکلی مخلوق ګاڼه. کله به چې د سيف الملوک او يا د مومن خان او شېرينۍ کيسې راته نيا کولې نو موږ به ورته له بړستنې لاندې ژړل. د ژمې اوږدې شپې به مو په همدې اوږدو اوږدو کيسو تېرولې. تر دې چې په خوب کې به هم د ترابان او ښاپېريو، سيف الملوک او بدرۍ جمالې او مومن خان او شېرينۍ د برخه ليک په اړه سوچونه راسره وو. زه چې اوس هم د مومن خان او شېرينۍ کيسه په يادوم په ذهن فشار راوړم چې د مومن خان او شېرينۍ برخهليک بايد داسې نه وای شوی.
موږ کوچني وو. اوږدې اوږدې کيسې به مو خوښېدې. سره له دې چې دا کيسې ريښتينې نه، بلکه خيالي او د ليکوالو له خوا ليکل شوې وې؛ خو دومره اوږدې وې چې کله کله به يوه کيسه دوه شپو ته ورسېده. ځکه چې موږ به يې په منځ کې ويده شوي وو. هغه وخت ژوند د اوس په څېر نه و. پخوا د وخت خبره دومره مهمه نه وه. موږ به هم وخت په کيسو تېراوه. اوس چې ژوند ماشيني شوی او د هر چا ژوند په منډه دی د وخت موضوع په کې د پام وړ ارزښت ګټلی دی. اوس ماشومان هم د اوږدو کيسو اورېدو حوصله نه لري. ارواپوهنه هم همدا وايي چې ماشوم ته دې لنډې کيسې وويل شي چې هغه پرې پوه شي او بېرته دې ترې واورول شي.
خو په پښتو ادب کې هم دغسې مسلې ته نوی پآم شوی دی. سره له دې چې لنډه کيسه په پښتو ادب کې يو څه زوړ تاريخ لري خو لا هم داسې کيسې شته چې اوس يې هم سړی د اورېدو توان نه لري. اوس يواځې په کيسه کې لنډون او جذابيت مهم نه دی؛ بلکه په خبره کې دې هم لنډون او جذابيت وي. د ادب په هر ژانر کې دې لنډون موجود وي. شعر دې هم لنډ وي. که څه هم دې موضوع ته نوی پام شوی خو د معنا له مخې زړه موضوع ده. د لنډۍ ارزښت د هغې په لنډون او له معنا څخه په ډکون کې دی. په عربي کې مقوله ده چې خيرالکلام ما اقل و دل. بهترينه وينا هغه ده چې لنډه وي خو پرمفهومه وي. که دا موضوع په معنا کې پخوانۍ ده خو په شعوري ډول ورته په پښتو ادب کې اوس زموږ پام شوی او هغه هم د يوسفزي په څېر د ځوانو ليکوالو نوښت او ابتکار دی چې زموږ پام ورته رااړوي.
د يوسفزي کيسهګۍ د ادب په برخه کې يو نوښت او ابتکار دی. د ادب په دغه برخه کې موږ له دې وړاندې کوم داسې اثر نه لرو چې د دې ژانر په اړه دې پکې کافي او بشپړ معلومات وي. که شته؛ نو هغه هم ګوته په شمار او په نشت حساب دي. په کيسهګۍ کې په دې ډېر جالب او په زړه پورې بحث شوی دی چې که د کيسې یا کوم بل ژانر لنډه ليکنه کېږي؛ نو هغه دې لنډه، ساده او پای دې يې داسې وي چې سړی فکر کولو ته اړ کړي. د کيسې پای دې دومره سسپنس ولري چې سړی دې ته اړ کړي چې خپله يې په اړه فکر وکړي. خو دا يادونه هم شوې ده چې لنډون دې تر دې اندازې نه وي چې له سړي بېخي مفهوم ورک کړي. په دې معنا چې، تر دې اندازې دې د الفاظو لنډون رامنځته شي چې معنا يې ورسره له منځه ولاړه نه شي. هر څومره که الفاظ کمېږي ښه ده خو بايد همدا لږ الفاظ څو چنده او بشپړه معنا وښندي.
په پښتو ادب کې که د مينماليزم موضوع نوې ده خو ډېره جالبه هم ده. دغې موضوع پښتو ادب ته هر اړخيزې ګټې اړولې دي. د کيسهګۍ په( ۱۵) مخ کې ليکي چې (په امريکا کې په ۱۹۶۰ ــ۱۹۷۰ زېږديزو کلونو کې په ډېرو موارودو کې د مينيماليزم بنسټ کېښودل شو.) اوس که سړی دې ته وګوري چې دې موضوع ته دېرش څلوېښت کاله وړاندې د نورو فکر و؛ خو زموږ فکر ورته اوس د ځوانانو ليکوالو له خوا اړول کېږي ډېره په زړه پورې ده. په کيسهګۍ په منطقي ډول د لنډ ليکنې لارې، فورمولونه، ګټې او ځانګړنې ښودل شوې دي. د بېلګې په توګه: (لنډ؛ خو بډای) دارنګه: (لږ هم ډېر دي.) له دې فورمولو او لارو څخه بيا هم هماغه مطلب دی چې الفاظ دې يې کم وي خو معنا دې يې لوړه او ډېره وي. د بهرنيو او داخلي مخکښو ليکوالو نظريات يې هم د يادولو وړ دي چې ورسره يې د دې موضوع ارزښت څو چنده زيات کړی دی. ښاغلی يوسفزي په کيسهګۍ کې د مینماليزم په موضوع دومره بحث کړی چې بېخي يې د سوال ځای په کې نه دی پرې ييښی. نوموړی د کتاب په يوې برخې کې وايي: که يوه جمله په پنځه ويشتو کلمو کې وايې کوښښ وکړه چې په پنځلسو کلمو کې يې ووايې! دا نو بيا تر هغه حده د موضوع ژورو ته کښته کېدل دي چې د نور سوال ځای په کې نه پاتې کېږي.
د دغه پر ابتکاره او له نوښته ډک اثر پر دومره خوبيو سر بېره ځينې مسايل شته چې د دغه اثر ښکلا او ارزښت يې نور هم ډېروه؛ خو د ليکوال ورته پام نه دی شوی. یا يې شعوري دا موضوع په کې نه ده شامله کړې. د بېلګې په توګه: د کتاب پر پښتۍ ليکل شوي: کيسهګۍ (ادبي مينيماليزم). کله چې موږ په ټوله کې د ادبي مينيماليزم خبره کوو؛ نو ادبي مينماليزم يواځې په کيسه کې د تطبيق وړ نه، بلکه دادب او هنر په هر ژانر کې د تطبيق وړ دی. مثلا موږ اوس په شعر کې لنډکی شعر لرو چې دا په خپله د مينيماليزم موضوع ده. سره له دې چې ليکوال په لنډه توګه يو شمېر هنري ژانرونه ياد کړي چې مينيماليزم پرې تطبيق کېدای شي. لکه: د رسامۍ مينيمال، د معمارۍ مينيمال، د فلسفې مينيمال، د موسيقۍ مينيمال، د عکاسۍ مينيمال او په عمومي ډول يې يادونه کړې چې د ادبياتو مينيمال. دغه موضوع بايد لږ تر لږه د ادبياتو په څو ژانرونو کې په لنډه توګه څېړل شوې وه.
دا ځکه چې په پښتو ادب کې د مينيمال موضوع بېخي نوې ده؛ نو له دې سره د موضوع او اثر ارزښت بېخي ډېرېده. د کتاب نوم عام دی خو بيا ډېر ترکيز او تمرکز يواځې او يواځې په کيسهګۍ شوی دی. بيا هم د اثر خوبۍ دومره ډېرې دي چې بدګڼې يې ورته په خپل ځان کې حل کړې دي. بله دا چې دغه اثر په پښتو ادب کې بېخي يو نوی اثر، نوې هڅه او د موضوع پيلامه ده. هيڅ شک نه شته چې نيمګړتياوې به لري. دا موضوع به نوره لا د يوسفزي په څېر ځوانان وڅېړي او په پښتو ادب کې به يې عامه کړي. ځکه نوموړي اثر د موضوع د لا شننې او څېړنې لپاره يو ور پرانيست. زه ګران يوسفزي او د اثر مينه والو ته د چاپ مبارکي وايم، د ګران ورور عزيزالدين په مبتکر او نوښتګر قلم دې برکت شي.
ښکلی ګام دی
خو لومړی ندی
تر دې وړاندې هم عبدالله الهام جمالزي په همدې نامهاو همدې برخه کې یو
کتاب چاپ کړی
ښاغلی بېکسيار!
تاسو هم سمه خبره کوئ. د جمالزي صيب کتاب په رښتيا هم چې لومړی او نوی دی؛ خو هغه د کيسهګيو يوه ټولګه ده او دا اثر بيا د کيسهګۍ په اړه يو څېړنيز او د کيسهګۍ ليکنې د يو لارښود په توګه ليکل شوی دی.
درنښت