نصیر احمد احمدي

نهه  کلن هلک د پيپسي زاړه  ټيم ته لاس ور وغځاوه، نه کېده، ټيم په يخ وهلې خټه کې نښتی و، هلک د خپل شکېدلي پلاستيکي بوټ څوکه ورته سيخه کړه، ټيم کوږ شو، خو له خټې ونه خوت.

يودم چيغه شوه، هلک په بيړه ور وکتل، وړې خور يې خپل بغور (غومبري) ته لاس نيولی و. هلک ورغی، نايلوني خيرنه کڅوړه يې پر واوره کېښوده، په غوسه يې وويل:

_زما خور  دې ولي ووهله؟

تنکي ځوان مالټه سپينوله.

وړې نجلۍ په غريو کې وويل:

_مالټه ما پيدا کړې وه.

د هلک تندی لا پسې تريو شو:

_غله!

تنکي ځوان لاس ور وغځاوه، هلک چيغه کړه،  زنګنونه يې پر واوره ولګېدل.

نجلۍ د تنکي ځوان ټټر  ته خپل واړه سوکان ونيول :

_زما د ورور غوږ خوشی که.

تنکي ځوان وخندل، هلک يې پورې واهه، هغه د کثافاتو پر بېلر ورغی.

تنکي ځوان په ډکه خوله وويل:

_دا کثافت دانۍ ما نيولې، بيا مو دې خوا ونه وينم.

ټيټ شو، د هلک کڅوړه يې تر کونجه ونيوله، پلاستيکي خلطې، د پپسي زاړه ټيمان او زنګ وهلې  اوسپنې ترې  ولوېدې.

ټيمان او اوسپنې يې په خپله خلطه کې واچول.

هلک چيغه کړه:

_دا ما ټول کړي دي.

منډه يې ور واخيسته او د تنکي ځوان پر شا، په پرته کڅوړه پسې ټينګ ونښت. تنکي ځوان کڅوړه خوشې کړه، هلک او کڅوړه، دواړه پر واوره ولوېدل.

هلک ولاړ شو، خو د تنکي ځوان درانه سوک بېرته پر ځمکه پرې ايست، په تشي کې يې څو لغتې وخوړې، غلی پرېووت.

تنکي ځوان کڅوړه ور واخيسته او تر سړ ک واوښت.

 هلک کېناست، سر  ته يې تکان ورکړ، له وېښتو يې مړه واوره ولوېده. وړې نجلۍ د خپل خيرن کميس څنډه  د هغه  خولې ته ونيوله، هلک (اخ)  کړل، مخ يې واړاوه.

نجلۍ په غريو کې وويل:

_خوله دې وينې ده.

هلک ولاړ شو،  خپلې کڅوړې ته ورغی، زړې خلطې يې سره واړولې، سوړ اسويلی يې وايست:

_ د کار شيان يې وړي دي.

نجلۍ په خوابدي غږ وويل:

_خير دی، نور به ټول کړو.

هلک په خبره کې ور ولوېد:

_دومره اسانه يې مه ګڼه، د نيمې ورځې خواري وه.

نجلۍ غلې شوه، مخامخ يې وکتل، د يوه موټر شيشه ټيټه وه، يوې وړې نجلۍ پاک، پرېولي  هوار وېښته درلودل.

نجلۍ د خپلې ککرۍ پر خيرنو ژيړو وېښتو لاس تېر کړ،  ځمکې  ته يې وکتل، په سپينه واوره کې د څپولي وېښتو تور،  تېره سيوري  نېغ  ولاړ ول.

د ورور غږ يې واورېد:

_راځه!

ور ويې کتل، ورور يې تشه خلطه په لاس کې نيولې وه.

نجلۍ ګام واخيست، خو بېرته کثافت دانۍ  ته ور وګرځېده. هلک ورغی، خور يې د کثافت دانۍ د ژۍ پر سړه اوسپنه غبرګ لاسونه ايښي وو.

هلک وويل:

_د پپسي ټيم دی؟

_نه، مالټې.

هلک غړۍ اوږده کړه، د کثافاتو پر سر څو خوسا مالټې پرتې وې.

هلک وويل:

_د خوراک نه دي.

د نجلۍ شونډې وخوځېدې:

_مخکې مې همدلته يوه مالټه پيدا کړه، مازې څنډه يې خوړينه شوې وه، خو هغه د سپي زوی رانه يووړه.

هلک لاس ور وغځاوه، مالټې يې سره واړولې. خړې شونډې يې وخوځېدې:

_راځه!

نجلۍ په خوند وويل:

_هاغه يوه بده نه ده، ورته وګوره، مازي د هډوکي ژۍ پکې ننوتې .

هلک  مالټه  ور واخيسته، هډوکی يې ترې وايست، پزې ته يې ور وړه، تندی يې تريو شو:

_بوی يې کړی.

نجلۍ سوړ اسويلی وايست.

هلک د خپلې خور سر پر خپل  ټټر پورې ټينګ ونيو، ورو يې وويل:

_وږې يې؟

د نجلۍ له يخه شنې شونډې وخوځېدې:

_لاسونه مې ساړه دي.

هلک کڅوړه کېښود، په خپلو وړو لاسو نو کې يې د خپلې خور نرۍ، چاودې ګوتې ونيولې، خپلې خولې ته يې ور نږدې کړې، څو ځله يې تېزه تېزه ساه را وايسته، ويې خندل:

_تودې شوې؟

نجلۍ وويل:

_د خولې وينه دې لا نه ده درېدلې!

هلک ځمکې ته لاس کړ، موټ واوره يې پر خپله خوله تېره کړه، ويې ويل:

_پاکه شوه؟

نجلۍ وخندل.

هلک موټ خلاص کړ، سره واوره پر سپينې واورې ولوېده.

هلک نايلوني کڅوړه ور واخيسته، په خوند يې وويل:

_راځه! تر هغې بلې کثافت دانۍ به منډه واخلو، پخپله تودېږې.

دواړو د پاخه سړک پر ژۍ منډه کړه، تر ليکه ورو روانو  موټرو مخکې شول، نجلۍ لنډه را تاوه شوه، موټر برېک ونيو. هلک ور وګرځېد، خپله خور يې تر ولي ونيوله، دواړو د سړک ژۍ په مخه ورکړه. چهار راهي ته ورسېدل، لاره بنده وه.

هلک تر سړک واوښت، ويې ويل:

_اوس  دې هم يخني کېږي؟

ځواب يې وانه ورېد. شاته يې وکتل، خور يې تر سړکه نه وه را اوښتې. ورغی، نجلۍ ورو وويل:

_ته يې.

هلک وخندل:

_ناوخته ده.

نجلۍ مخامخ وچې سترګې نيولې وې.

هلک د هغې راوتلې اوږې ته ټکان ور کړ.

نجلۍ وويل:

_ستا عکس دی.

هلک مخامخ وکتل، د يوه ښکلي موټر د شا پر شيشه عکس  سريښ و.

نجلۍ وويل:

_ته يې، اوس مې هم په ياد دي،  دوبی و، وريجې دې خوړلې.  يو چا  عکس درنه واخيست.

هلک موټر ته ور نږدې شو، يودم يې وخندل،  د خپل زاړه کميس غاړه يې په دوو ګوتو کې ونيوله، په خوند يې وويل:

_هو په خدای، په عکس کې مې هم همدا کميس اغوستی.

نجلۍ وخندل:

_خود نو، لس جوړه کالي خو نه لرې.

هلک په خپلو خړو شونډو ژبه تېره کړه:

_اجبي تودې وريجې وې، تر اوسه مې يې لا خوند نه دی هېر. ګازري او مميز هم پکې وو.

يودم يې په خپله ګوته لاندينۍ شونډه کښته کړه، وي ويل:

_دا غاښ مې همدې وريجو را مات کړ، سم ځای يې نه وې اچولې، ځمکه وه، له ګولې سره خاوره او  وړې تېږې هم راپورته کېدې.

هلک غلۍ شو.

نجلۍ وويل:

_خط هم ورسره ليکلی دی.

هلک يو لاروی تر لاس ونيو، په خواره خوله يې وويل:

_له دې عکس سره يې څه ليکلي دي؟

سړي عکس ته وکتل. ويې ويل:

_دا عکس د نړۍ  په دريو غوره عکسونو کې راغلی، يو ميليون ډالره جايزه يې ګټلې ده.

نجلۍ يودم چيغه کړه:

_مالټه!

هلک په بېړه وويل:

_کومه ده؟

_کثافت دانۍ ته وګوره، يو چا له موټره سلامت خلط وغورزوله، ما په خپله وليده،  د مالټو له پوستکو يوه مالټه  ورغړېده.

هلک د خپلې خور لاس ټينګ ونيو، دواړو د کثافت دانۍ خواته منډه  کړه.

(پای)

١٣٩٢ ل کال، د قوس پنځه ويشتمه

5 thoughts on “يو ميليون ډالراو خوسا مالټه (لنډه کيسه) نصيراحمد احمدي”
  1. ښکلي تصویرونه لري خو ډېرې مکالمې یې د هلک او نجلۍ د عمرونو، که څه هم چې عمرونه یې نه دي مشخص شوي خو د ډېران لټوونکیو ماشومانو د عمر په پام کې نیولو سره، په پرتله پخې دي.

  2. په ریښتیا چې ډېره دردوونکې کیسه ده، سترګې مې له اوښکو ورته ډکې شوې، نور هم بریالی اوسې

  3. احمدي صیب بريالی اوسې، ډېره ښکلې کيسه وه، په ډېر خوند چې يو ډول درد پکې و ولوسته. کاشکې موږ آرام ژوند درلودی، هېڅوک به هم د کثافت دانۍ د خوسا مالټې خوړو ته نه و اړ شوي.

  4. احمدي صېب
    له فکر، منظر کشۍ، ښکلو جملو، له خونده او درده ډکه کیسه، واخ واخ ډېره عجبه
    ستا د همداسې نویو نویو پنځونو په تمه
    .

  5. احمدي صېب
    نوی فکر، منظر کشۍ، جملې، او له خونده او درده څخه ډکه کیسه، واخ واخ ډېره عجبه
    ستا د همداسې نویو نویو پنځونو په تمه
    .

ځواب ورکول حبيب وقار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *