ته او خدای چې يو سړی پټکی پر پکول د پاسه تړي، شنه نسوار تر ژبه لاندې ږدي، پزه په رومال کې ټکوهي او هغه د تخرګ په جېب کې اچوي، څوکۍ پر توکدانۍ او دی پر څوکۍ چارزانه کښېني، لوڅې زېږې پوندې یې د بوټ تر څټ راوتلې وي، د ګوتو په نوکانو کې یې شنه نسوار بند وي، بده خبره لا دا چې عادت یې وي چې نسوار واچوي، بايد سترګې هم ورباندې پټې کړي چې خوند واخلي،‌ ځکه خو یې په لويو غونډو کې سترګې پټې او ږيره نېغه نيولې وي، ‌نوم یې ځونډی ګل وي او د يوه بشپړ ولايت د برخليک پرېکړې دی کوي، تر دې به نو يو ولايت د خدای په بل څنګه غضب اخته کېږي؟

ميدان وردګ په همداسې غضب اوښتی، علي بابا یې له څلوېښتو غلو سره پر ادارو غدۍ ګډه کړې، د خلکو وکيلان یې د خلکو وينو ته تږي ناست دي. د ولس له چيغو غاړې ولوېدې، د سرکار له مالوچو دپ غوږونه نه په کهول‌جا سيم سيم خلاصېږي، نه بل اوراد او منتر شته چې کار وکړي.‌ بس مېښې ته د سورني غږول دي.‌

دور مامد کاکا دې خدای وبښي، ويل به یې، د سړي نامه ته ګوره، که یې نوم دروند و، سړی سپک نه راوځي. کله کله به یې ويل، که غواړئ اولادونه مو د خبرو او کيسو سړي شي، مانادار نومونه ورباندې کېږدئ.

ده به ويل، تر اوسه مو ليدلي چې پر څوکۍ ناست کس دې، ټوټ، کواټ، تاويز، ځونډی یا ماټ نومېږي؟

ميدان وردګ له ځونډي ګله نيولې، تر خيرک او غزني ګله، همداسې نومونو محاصره کړی، ته به وایې غلو د ولايت لوټلو ته پر ځان مستعار نومونه ايښي،‌ ته به وايې، د پېښور د ټرک ډرايورانو يونين ميدان وردګ ولايت اداره کوي.‌

غني ته د ولایت له‌پاره، تر سر پېچلی پټکی او په مخ پسې راځوړنده ږيره معيار ښکاري. ده ته هغه سړی د ولس غمخوار ښکاري چې پر ځبړه ږيره یې نسوار ښکاري، نور نو تحول سر خوړلی، د فساد لړۍ دوام لري. د ټاکنو د وخت سوې چیغې کښېنستې دي، ولسمشر په دې توګه ولس خپل چارچوب ته نيولی، لومړی مرستیال یې په خپله طريقه خلک شکنجه کوي.

موږ چې کوچني وو، ‌ملا به ويل، دوه نفره به د عرسات پر ميدان لوڅه کونه حیران ولاړ وي او خدای به یې نه بښي، يو چې درواغ وايي، بل چې په تله کې خيانت کوي.‌

ځونډی ګل هم درواغ وايي،‌ هم د تلې په حرامو پيسو، هره شپه تله تېروي.

ته راته ووايه! هره شپه اته سوه زره افغانۍ د یوه داسې ولایت له خلکو لوټل چې پېړۍ پېړۍ یې د نېستي له لاسه په پرديو خټو کې د لاسو طالع وسولېدې، د يوه داسې ولايت له ماشومانو لوټل چې په کوچنيتوب کې یې لوی ارمان يوه سپينه پېښورۍ خولۍ او ژېړې روسۍ موزې وي، د يوه داسې ولايت له کونډو لوټل چې نه ورباندې طالب رحم کړی، نه القاعده پرې زړه سوځولی، پنجابي ورباندې بېلې د لنګ خیرې مينځلې، عرب یې جلا د حورو په هوس کې د اولادونو وينې څښلې، د کلي زورور یې په خپل وار يتيمان ژړولي، ولس په‌کې د بېګاه نه لري، ‌لارې یې کنډې کپرې له ماينونو ډکې، روغتون یې د سر درد ګولۍ نه لري، ‌ښوونځي ته یې ماشوم له ډاره سر نه شي ورښکاره کولای، د بې‌جداني، سپېتاني، رذالت او بې‌غيرتي کومه کنده ده چې د ميدان وردګو چارواکي په‌کې تر ستوني غرق دي،‌ کانګې وهي او هېوادپالنه، خواخوږي،‌ انسانيت،‌ مسلماني او پښتونواله یې ورته لکه ايستلي پرتوګونه، د مردار ډنډ پر غاړو پراته دي.‌

ولايت ته د غونډو، له سپين ږيرو سره د اړيکو ټينګولو، له هغوی څخه د مشورو اخيستلو په پار مېلمستيا، ځينو نادارو ته د لاسنيوي او د خير د کوم بل کار په پار د میاشتې يو اعشاريه درې ميليونه افغانۍ ورکول کېږي، د ځونډي ګل زوی ورته لکه د څيلې پيشي، اماده ناست وي، ‌د مياشتې په اخېر کې یې جېب ته اچوي او بيا تر بلې مياشتې ورباندې چړچې کوي، ګل ځونډی خوشحاله دی، پر ګل غونډۍ د ارغوان جوړې مېلې دي. د ميدان وردګو هغه ماشومان دې اور واخلي چې اوس یې د لېوني يخ له لاسه، د مور په تخرګ کې وړې ژامې رېږدي.‌

موده وړاندې څو لېوني سروهلی بروهلي ځوانان راولاړ شول، غږ یې پورته کړ، سرونه یې داو کړل، خطر یې ومانه، د فساد کيسې یې وکړې، سندونه یې وړاندې کړل، خو ځونډی ګل پاکه سپېڅلې بیزو ده، خيرو د علي بابا قاضي دی، ځوانان په خپل اخلاص ملامت دي، د ډيموکراسي داعي یې په خپل ولايت کې خبرې ته نه پرېږدي، سل او شل کرغېړنې ټاپې دي چې هره ورځ درګرده د خاورې د دې لېونو خواخوږيو پر څټو لګېږي.

پاچا! خدای ته وګوره!

د دې ولايت واړه ماشومان، بې‌اسرې تورسرې،‌ د شهيدانو مېندې، د ښوونځیو مرغۍ، عمر خوړلي سپين ږيري، کونډې، بورې، ورارې او د شهيدانو ارواوې تر خدای راورسته ستا په تمه شپې تېروي، د دې ولایت خلک ازار لري،‌ تخت به دې واوړي،‌ وسوځه پر دې در په دره ولس د زړه یو څنډه، وباسه دغه محاصره ناداره ولس د څو اروا وږيو له حصاره.‌ ولس دې دی، اور ته یې غورځوې؟

تر ځنګله سرې لمبې تاوېدې، ټول ورڅخه په تېښته وو، يوې وړې مرغۍ په مښوکه کې يو يو څاڅکی راووړ او پر ژبغړاندو لمبو به یې پاشه، چا ورته په منډه کې وويل چې دا اور ګوره، ستا د مښوکې يو څاڅکی اوبه، ولې ځان په ژوندوني کبابوې؟

مرغۍ وويل، خدای به راته وایي چې وطن دې اور اخیستی و، تا یې د وژلو څومره هڅه وکړه؟

زه به ووايم، همدومره وس مې درلود، ټول اخلاص مې کړ.

د خوار يا ژړا ده يا ښېرا، زموږ وس تر همدې ځايه بر دی چې وژاړو، چيغې کړو، يا ښېراوې وکړو. په رسنيو کې يوازېنۍ اداره چې د وردګ ژغورنې ځوانانو ته یې لاس ورکړ، سرخط ده، خو د ډیموکراسي ډولک په غاړه والي د ډيموکراسي پر ستوني ولاړ دی. پر سرخط چې یې پرله‌پسې د درواغو تورونه پورې کړل او چا و نه منل، په دغه ولايت کې یې د سرخط په وېشلو بنديز ولګاوه،‌ په رياستونو کې یې د سرخط په لوستلو جريمه کېښووه او په دې توګه یې لمر ته دوه ګوتې ونيوې.

ښاغلي ځونډي په دې وروستيو کې، په څو مجلسونو کې تر غاړه تازه کولو او نسوار توکلو وروسته په فاتحانه انداز زما د تېښتې او هېواد پرېښودو خبرې هم په خوند کړې دي، خو؛

د کمرونو غاړې ګورئ

سقيم د تېښتې سړی نه دی مړ به وينه

بس همدومره

سيدشاه سقيم

دا ليکنه په #سرخط ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

4 thoughts on “يو والي؛ چې نه ګل دی، نه ځونډی”
  1. brother salamu alikum what you wrote 100%true/this is sensation of all afghans,but problem is that/all warloard are in this situation,if government bring pressure on one of them,they saying I am mujahid/
    government want mujahideen runaway to the side,and some
    uneducated also think warloards are rights,
    one of the problem of corruption is that,
    if we support our ashrafghani sahis/government,security force,police/AFGHAN NATIONAL ARMY,
    THIS prolems will be solve.thanks from taand

  2. دا د قدرت هغه بیرونکې پاڼې دي چې د زوراو ظلم د ناسورې کرسۍ په لوبو او ناندرو، د مظلوم ولس په وینو لیکل کیږي۰ زمونږ ولسمشر(لمړئ پاچا) د قدرت په ناندرو کې داسې بوخت دی چې دا په کابل نښتئ سپیره او ویجار کلي ته ئې هیڅ پام کیږي نه۰
    وخــت د نســـواریان دی حاجت چلم ته نشته دی »»» ښې دي سپیرې خاورې او حاجت ګلیم ته نشته دۍ
    ستونئ به زندۍ کړمه چې چیغه مې ایساره شي »»» ښه یمه بې پوهې هیڅ جاجت علــــــم ته نشته دۍ
    هغه د ترانه څــړئ چې نن ئې ځونډئ ګل بولي »»» شاه والي مافیا وخوت حاجــت قـــــــلم ته نشته دۍ

  3. تر څو چه تاسى خوانان را ولاړ نشي او دا ناولتياوى پاکى نکړي له دى مجاهد غله يا دى تالب حزرت ملا او سعيد نه کومه تمه مه کوه خکه د هغه عيش او درب د همدى نسوارى او قاتل ساتلى په دى بايد پوه اوسى چه دد وي ټولو ګټى ګډى دى که له دى ناروغى څخه خان خلاسول غواړى درمل د نه په دوعا نه په ښيرا نه په ژړا کيږى بلکه يوازې او يوازى ليار يي ددى خورولى اولس د ځوانانو په ځان را ټولول اود سترګى په د بد بختيو خلاسول څو وکړاى شى داناولتيا د ابد لپاره وشړى
    ټپوس پيدا كېږي چه دا بى ايمانه او چټل انسانان چه په پوست يا جمات کى ناست دى چا په پښو درولى او څوک يي ملاتړ کوى د هر يوه شاته ښاغلي غنى پاچا ولاړ نه دى بلکه ستا کليوال او
    ستا ګاونډي ولاړ دى
    دلته ستاسو ځوانا نو دنده او ټولنيز مسوليت دى چه ټول په ګډه خپل ړستوڼى را بډ وهىاو د بد بختيو ته ګوته ونيسۍ ټولنيز بدلون ځوانان راولى ځکه د هغوى ژوند لا مخى ته ده نور ځوانانو مه کړيږى بدلون ته ملا وتړى
    که ته دوه ملګرى او هم نزره ځان ته پيدا کړى لرى به نه وى چه ته به خپل حق ته و رسيړږى او له د کړاو نه به خلاس سى
    په خوب کى د چا ښځه نه ده په بخت شوى

ځواب ورکول خالده افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *