د خوست ولايت د مرکز او ولسواليو د اوسيدونکو د نظرياتو له مخې ٢٠١٤ميلادي کال ددغه ولايت لپاره دبيارغونې،امنيت او پوهنيز پرمختګ په برخه کې د زياتو لاسته راوړنو څخه ډک کال و،ځکه چې په ياد کال کې د داسې پروژو کارونه پيل شول چې بنسټيز ارزښت لري،امنيتي حالت هم ډاډمن و ، دپوهنې په برخه کې هم پرمختګونه رامنځته شول،په خوست ولايت کې هرکال د پلان مطابق کړنې ترسره کيږي او هغه پلانونه پلي کيږي چې له ولس سره دمشورې په چوکاټ کې جوړ شوي دي.

اوس ٢٠١٥ميلادي کال پيل شوى دى دغه کال هم دافغانستان د دولت او خلکو لپاره يو مهم او له مسووليتونو څخه ډک کال دى د سياسي او امنيتي چارو مسووليتونه افغانانو ته انتقال شوي دي،دهمدې کال پر لومړۍ ورځ دهېواد امنيتي او دفاعي ځواک په خپل مټ د دې خاورې دساتنې او دفاع ماموريت پيل کړ، د ولس لپاره دا د ملي خوښۍ خبره ده چې پر خپل مټ دخپل هېواد ساتنه او دفاع کوي.

دلته د هر نوي کال په راتګ سره د ولسونو سره نوې غوښتنې پيدا کيږي،پر نويو پلانونو کار پيل کيږي او ولسي هيلې نورې هم ژوندۍ کيږي،په ٢٠١٥ميلادي کال کې د خوست ولسونه له نوي حکومت څخه مهمې غوښتنې لري داسې غوښتنې چې په لنډمهال،منځ مهال او اوږد مهال کې دخوست دخلکو لپاره بنسټيز اهميت او ځاى لري.

دخوست ولايت سرحدي موقعيت او دلته له دولت سره د ولسونو بشپړې همکارۍ ته په کتو سره مرکزي ادارو او نړيوالو موسساتو ته دا پيغام استول کيږي چې خوست کې د هرډول پرمختګ او بيارغونې لپاره زمينه مساعده ده يواځې اړتيا ده چې مرکزي ادارې او نړيوال مرسته کوونکي موسسات دغه ولايت ته ځانګړې توجه وکړي او پر هغه پروژو کارونه پيل کړي کوم چې دولايتي ادارې له لوري مخکې له مخکې دنوي حکومت ميز ته رسيدلې دي.

دخوست ولايت يو تن قومي مشر انجنير مزارعلي خوست ولايت ته د مرکزي حکومت ځانګړې توجه خورا مهمه ګڼي او په دې اړه وايي که چيرې مرکزي ادارې او نړيوال موسسات هغه غوښتنو او وړانديزونو ته اساسي توجه وکړي کوم چې د ولايتي ادارې لخوا مرکزي حکومت ته وړاندې شوې دي په خوست کې به ګڼ شمير پرمختګونه رامنځته شي او دغه ولايت به د هېواد په يوه مهمه تجارتي ،اقتصادي او امنيتي دروازه بدله شي او ددغه ولايت اوسيدونکي به نور هم له نظام سره همکار شي، انجنير مزار علي زياتوي چې مرکزي حکومت بايد په همدې کال کې خوست ولايت ته د وارداتي برېښنا د انتقال پروژوه پلې کړي ځکه چې ددغه ولايت ولسونه يې له کالونو کالونو راهسې په تمه دي.))

خوست ولايت د يوې اقتصادي دروازې بڼه لري ځکه دغه ولايت د شمالي وزيرستان سره د ١٨٤کيلومترو په اندازه ګډه پوله لري،له دې لارې هم سوداګري روانه ده ،يعنې دا لاره هم د صادراتو او وارداتو لاره ده ،خو تراوسه دغه لاره په رسمي توګه په يوې ترانزيټي لارې نه ده بدله شوي، په دې برخه کې ولايتي ادارې خپل مهم وړانديزونه له مرکز سره شريک کړي دي ،که چيرې دغه لاره ترانزيټ شي دافغانستان لاره به کراچۍ بندر ته تقريباُ د ٤٣٠کيلومترو په اندازه نوره هم لنډ ه شي او ورسره به سوداګريزې چارې چټکې شي.

دخوست ولايت يو تن سوداګر حاجي انعام رحماني د غلام خان لارې ترانزيټ په هېواد کې دتجاري او اقتصادي ودې لپاره يو بنسټيز ګام بولي،نوموړى وايي که دغه لاره ترانزيټ شي دخوست اهميت به نور هم زيات د سيمې له هېوادونو سره به دافغانستان تجارتي او اقتصادي چارې نورې هم ګړندۍ شي ،رحماني وايي چې اوس دغلام خان بندر د تاسيساتو او له خوست ښار څخه دغه بندر ته د سرک دجوړيدو چارې ګړندۍ روانې دي نو اوس بايد دولت د پاکستان له هېواد سره په ګډه پر دې کار وکړي چې ياده لاره ترانزيټ شي، دغه سوداګر په ٢٠١٥ميلادي کال کې د يادې لارې د رسمي ترانزيټ کيدو چارو ته لومړيتوب ورکوي.))

د امهال دخوست ولايت په زرګونو اوسيدونکي په بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه عربي هېوادونو کې په ورځنيو کارونو او يا تجارت باندې بوخت دي چې خپلې پانګې يې بهر په جريان کې اچولې دي، هېواد ته د راستنيدو پرمهال له ګڼ شمير ستونزو سره مخامخ کيږي ،ځکه چې په خوست کې دنړيوال هوايي ډګر چارې تراوسه پورې نه دي بشپړې شوې او لاهم په ياده ستره ترانسپورتي پروژه کې ګڼ شمير ستونزې موجودې دي.

زرولي خوشنود چې د خوست ولايت يو اوسيدونکى دى او زيات وخت عربي هېوادونه ته سفر کوي ، له مرکزي حکومت غواړي چې په خوست کې دنړيوال هوايي ډګر جوړيدوته اساسي پام وکړي او د يادې پروژې قرارداد چې دا مهال د مافيا په لاس کې دى وژغوري ، ترڅو دخوست ولايت نړيوال هوايي ډګر په نړيوالو معيارونو او ښه کيفيت سره جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي ،خوشنود زياتوي چې له کالونو کالونو انتظار وروسته دولايتي ادارې له لوري دخوست دنړيوال هوايي ډګر دبنسټ ډبره کېښودل شوه ،کار يې پيل او ځمکه يې له غصب خلاصه شوه ،اوس نو بايد د يادې پروژې په برخليک باندې روانې لوبې پاى ته ورسيږي ترڅو په ٢٠١٥ميلادي کال کې ديادې مهمې پروژې کارونه په ښه توګه مخ ته لاړ شي.))

ښاري انکشاف او وده په اوس وخت کې دهر ولايت دخلکو غوښتنه ده ،سره له دې چې په خوست کې دښاري پراختيا په برخه کې کار شوى خو لاهم داسې خنډونه او ستونزې شتون لري چې ولس يې دلرې کولو غوښتنه کوي.

دخوست ولايت يو انجنير سميع الله لمر دخوست ولايت د پرمختګ او ښاري پراختيا په تړاو خوښي څرګندوي نوموړى وايي چې په دې وروستيو پنځو کالونو کې په دې برخه کې زيات کار شوى او ډيرې هغه غصب شوې ځمکې چې دښاري پراختيا په وړاندې خنډ وې له غصب خلاصې شوې ، نوموړى زياتوي چې په خوست ښار کې دکرنې وزارت او ملي دفاع وزارت ملکيتونه ددغه ولايت دښاري ستراتيژيک پرمختيايي پلان د پلي کيدو پر وړاندې ستر خنډ دي چې شته خنډ ددغه ولايت زيات خلک خواشيني کړې دي ، انجنير سميع الله لمر وايي چې دخوست ولايت د رهبري او دهېواد دولسمشر ترمنځ د ويډيويي کنفرانس په ترڅ کې ولسمشر دخوست له خلکو سره دا ژمنه وکړه چې ياده ستونزه به هواره کړي او دښاري پراختيا په وړاندې ټول خنډونه به لرې کړي ،نوموړى له ولسمشر غواړي چې د خپلې ژمنې په عملي کيدو کې دخوست له خلکو سره اساسي همکاري وکړي.))

دا هم ټولو ته په ثبوت رسيدلې خبره ده چې په خوست ولايت کې ډاډمن امنيت او يا نا امني په نيغه توګه د هېواد پر نورو ولايتونو او مرکز باندې اغيز لري، که چيرې ددغه ولايت د امنيتي ارګانونو اکمال ،تجهيز او پياوړتيا ته پام وشي، نو ددې مانا لري چې د هېواد امنيت ساتنې ته اساسي توجه وشوه ځکه که دهېواد دروازې ټينګې او ترکلکې څارنې لاندې ونيول شي بيا به په مرکز او نورو ولايتونو کې هم امنيتي حالت ډاډمن وي او دښمن به د دې توان پيدا نه کړي چې له کرښې تير او نورو ولايتونو ته دتروريستي فعاليتونو او کړنو لپاره ځان ورسوي.

په خوست کې د امنيتي چارو کاپوهان په دې اند دي چې په ٢٠١٥ميلادي کال کې چې ټولې امنيتي چارې افغانانو ته وسپارل شوې جدي اړتيا دا ده چې سرحدي ولايتونو ته توجه وشي او دټولو سرحدي ولايتونو د امنيتي،کشفي ،نظامي او سرحدي ځواکونو پر اکمال،تجهيز،روزنې باندې تمرکز زيات شي،په دې سره به د ډيرو هغه تهديدونو مخه ونيول شي چې دکرښې له هاخوا څخه دې خاورې ته متوجه دي.))

خوست ولايتي ادارې ددغه ولايت دخلکو ټولې پلان شوې اساسي غوښتنې په خپل وخت مرکزي ادارو او نړيوالو موسساتو ته رسولې دي، دنوي حکومت په راتګ سره يې هم ټولې غوښتنې دټولو مرکزي ادارو پورې رسولې دي، خوست ولايت په هر سکتور کې ځانګړې اساسي غوښتنې لري چې دپلان مطآبق تعقيب کيږي او په پرلپسې توګه ورباندې کارکيږي.

ددغه ولايت سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په ٢٠١٥ميلادي کال کې دخوست ولايت دخلکو غوښتنې ډيرې مهمې ګڼي او په دې اړه وايي چې له ولس سره دمشورې پربنسټ يې نوي ولسمشرته دغه ولايت ټولې غوښتنې وړاندې کړې ،تمه ده چې په همدې کال کې به پرې کارپيل شي، سرپرست والي وايي چې يوکال مخکې يې په پلازمينه کابل کې دټولو وزارتونو او نړيوالو موسساتو داستازو په ګډون سره دخوست پرمختيايي کنفرانس جوړ کړ چې دياد کنفرانس په ترڅ کې يې دخوست ولايت ټولې لنډ مهاله،منځ مهاله او اوږدمهاله غوښتنې په رسمي توګه مرکزي ادارو ته وړاندې کړلې ، نعيمي وايي چې دنوې کابينې په راتګ سره ددې تمه شته چې يو شمير هغه غوښتنو ته به هم رسيدګي وشي چې په تير وخت کې دځينو وزارتونو لخوا ورته رسيدګي ونه شوه .

دسرپرست والي په خبره چې په ٢١مواردو کې يې دخوست دخلکو ټولې اساسي غوښتنې چې ښوونځي،روغتيايي کلينکونه،پلونه،سرکونه،نړيوال هوايي ډګر پرژوه ،خوست ولايت ته دوارداتي برېښنا انتقال پروژه،غلام خان لارې ترانزيټ او ښاري پراختيا په کې شامل دي ، نوي ولسمشر ته وړاندې کړي دي ،تمه ده چې دپلان مطابق به ورباندې کارپيل شي.

دخوست خلک په دې اند دي که چيرې په ٢٠١٥ميلادي کال کې نوى حکومت ددغه ولايت اساسي غوښتنو ته پام وکړي ډيرې هغه ګيلې به لري شي چې ددغه ولايت خلک يې له دولت لري او په دې سره به په دغه ولايت کې د دولت او خلکو ترمنځ همکاري نوره هم زياته شي او خوست ولايت به دهېواد پر يو امن لرونکي ،تجارتي او پرمختللي ولايت باندې بدل شي.

واکمن

One thought on “٢٠١٥ کال او د خوست د خلکو غوښتنې”
  1. 21-1=20
    یواساسی رکن دمیدان هوای جوړیدل دی چه دجبار نعیمی پواسطه او دډالرو په مقابل کی چا ته ډالی کړیده ؟ سوال می وکړ خوستوالو جواب راکړی اونن ولی دڅنډ او خنډ سره مخامخ ده ای خوستوالو! افسوس کوم ستاسو پر حال دطن زموږ ده مزی چړچی بل څوک کوی راجګ شی دغه دوه دری فاسد کوتا تریک و باندی جهاد وکړو هم به خدای خوشخاله شی هم به خوست ددوی له شره خلاص شی خوداکار هم نشی کولی هسی اوازی پورته کوی ټولو وزاراتوته دڅو مفسدو دارامی او امنیت راپورونه رالیږل کیږی تا سو خبر هم نه یاست سبا به خرڅ شوی وی څانونه بیدار کړی کنه تباهی در روانه ده

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *